د کابل ادارې د چارواکو د پروپاګند او نا سمو ادعاوو په اړه د اسلامي امارت د ویاند غبرګون

نن ورځ د نادر نادري په نوم د کابل ادارې یوه چارواکي ادعاوکړه چې د اسلامي امارت د مجاهدینو لخوا څخه په نویو مفتوحه ولسوالیو کې خدمات له ستونزو سره مخ شوي، خلکوته زیان رسیدلی، یا چور او چپاو شوی او داسې نور اوتې بوتې… موږ د مزدور دښمن دغه پروپاګند په کلکه ردوو. ــ […]

نن ورځ د نادر نادري په نوم د کابل ادارې یوه چارواکي ادعاوکړه چې د اسلامي امارت د مجاهدینو لخوا څخه په نویو مفتوحه ولسوالیو کې خدمات له ستونزو سره مخ شوي، خلکوته زیان رسیدلی، یا چور او چپاو شوی او داسې نور اوتې بوتې…
موږ د مزدور دښمن دغه پروپاګند په کلکه ردوو.
ــ په ۱۹۳ ولسوالیو کې چې نوی د دښمن له شتون څخه تصفیه شوې دي، خلکوته د هر ډول خدماتو زمینه مساعده شوې ده.
ــ په ټولو ۱۹۳ نویو مفتوحه ولسوالیو کې ډاډمن امنیت ټينګ ده، هغه ډول امنیت چې د کابل اداره يې له امکاناتو سره سره په کابل او هيڅ بل ښار کې هم نه لري.
ــ د اسلامي امارت د مجاهدینو د رسیدو څخه وروسته په هيڅ ځای کې بیت المال یا د خلکو شخصي اموال نه چور شوي نه ضایع شوي او زیان ورته رسیدلی دی.
ــ د صحت، تعلیم، زراعت، عمراني کارونو او پروژو د تطبیق مخه هيڅ ځای نده نیول شوي، بلکې برعکس ټول نهادونه، شرکتونه او مؤسسات تشویق شوي چې له پخوا څخه زیات خپل کارونه په ډاډمنه فضا کې پرمخ بوځي.
ــ د نویو نیول شوو ولسوالیو په بازارونو کې د خلکو تراکم او رش لا ډير شوي، تجاران، دوکاندار او کسبه کاران په ډاډمنه فضا کې خپل ورځنی ژوند پرمخ وړي، هيڅ ډول تشویش ورته نشته.
ــ د خلکو حقوقې دعوو، منازعاتو او نورو ستونزو د حل لپاره په ټولو ولسوالیو کې د محاکمو فعالیت پيل شوی، بې له رشوت، تعلل، زور او جبر څخه د خلکو ستونزې حل کیږي.
ــ ټولو تعلیمي او صحي مؤسساتو ته بلنه ورکړل شوې چې زموږ په ساحو کې د امنیت په راتګ سره لاهم خپل خدمات زیات کړي او خلکوته کار وکړي.
ــ په هیچا باندې کوم زور، جبر، قید او شرط نه دی وضع شوی، ټول خلک د اسلامي نظام تر چتر لاندې په آرام سره خپل ورځنی ژوند پرمخ وړي او وخت په وخت يې موږ ویډیوګانې او راپورونه هم خپاره کړي دي.
په دې مورد د کابل د ادارې تشویش د تعجب وړ ده، دوی له ټولو امکاناتو سره سره په کابل کې امنیت نشي راوستلی، غلا، چور، غصب او رشوت يې د ادارې ورځنی معمول دی، دوی بیا د ولسوالیو په اړه تشوش ښکاره کوي چې واقعا د شرم ځای ده.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۵/۱۲/۱۴۴۲هـ ق
۲۴/۴/۱۴۰۰هـ ش ــ 2021/7/15م