د نورستان ولايت په دواب او منډول ولسواليو کې د فقهي مجالسو شانداره غونډې ترسره شوې

د افغانستان اسلامي امارت د مرکزي دارالافتاء، فقهي مجالسو او تخصصاتو کمېسيون ولايتي معاون لخوا د نورستان ولايت تازه فتحه شویو ولسواليو دواب او منډول په «پچا» او «لر نيلي» سيمو كې د فقهي مجالسو د ترتيب، انسجام او پرمختک په خاطر شانداره غونډې ترسره شوې. په دغو جلا جلا غونډو کې د مرکزي دارالافتاء، […]

د افغانستان اسلامي امارت د مرکزي دارالافتاء، فقهي مجالسو او تخصصاتو کمېسيون ولايتي معاون لخوا د نورستان ولايت تازه فتحه شویو ولسواليو دواب او منډول په «پچا» او «لر نيلي» سيمو كې د فقهي مجالسو د ترتيب، انسجام او پرمختک په خاطر شانداره غونډې ترسره شوې.

په دغو جلا جلا غونډو کې د مرکزي دارالافتاء، فقهي مجالسو او تخصصاتو كمېسيون ولايتي معاون، د اسلامي امارت د مختلفو ملکي او نظامي ارګانونو مسئولينو، د يادو ولسواليو ديني علماوو، د جوماتونو خطيبانو او امامانو، د مدارسو استاذانو او عامو خلکو ګډون کړی وو.

د مجالسو په جريان کې د کمېسيون ولايتي معاون ګډونوالو ته د فقهي مجالسو د اهميت او ضرورت په هكله مفصلې خبرې وکړې او هغوی يې وهڅول ترڅو په خپلو سيمو کې د فقهي مجالسو په جوړولو سره د علماء کرامو ترمنځ په اتفاق او يووالي او همداراز د ولسي خلکو د ديني مسائلو په حل او فصل کې مثبت او رغنده رول تر سره کړي.

د مجالسو کډونوالو علماء کرامو د مرکزي دارالافتاء، فقهي مجالسو او تخصصاتو كمېسيون ولايتي مسئول ته ډاډ ورکړ، چې په خپل ټول توان او قدرت سره به هڅه وکړي چې په خپلو سيمو کې فقهي مجالس فعال او د ديني مسائلو د حل په برخه کې د ولس مشكلاتو ته پوره رسيده ګي وکړي.

غونډې په هېواد کې د مجاهدينو د كاملې بريا، د اسلامي نظام د نفاذ او سرتاسري سولې د راتلو په دعاء سره پای ته ورسېدې.

د يادونې وړ ده چې د اسلامي امارت د مرکزي دار الافتاء، فقهي مجالسو او تخصصاتو كمېسيون تر اشراف لاندې د هېواد په لروبر کې له ديارلس سوه (۱۳۰۰) څخه زيات فقهي مجالس فعال دي، په زرګونو علماء کرام په کې په منظم ډول شامل دي، چې د ديني مسائلو په برخه کې د هېوادوالو ستونزې او مشكلات ور حل کوي.