• تاریخ : یکشنبه, ۳۰ غويی , ۱۴۰۳
  • برابر با : Sunday - 19 - May - 2024
  • ساعت :

    نورستان

    د نورستان والي ډیوه او مرکز پارون اړوند ټولوکلیو له قومي مشرانوسره لیدنه وکړه
    ۱۴۰۰-۰۸-۲۲

    د نورستان والي ډیوه او مرکز پارون اړوند ټولوکلیو له قومي مشرانوسره لیدنه وکړه

    په دغه سفر کې د نورستان والي صاحب ترڅنګ د اطلاعاتو او کلتور او کلیو پراختیا رئیسانو او یو شمیر نورو مسؤلینو برخه درلوده. نوموړي د ډېوې جامع مسجد کې د لمونځ ادا کیدو وروسته ولسي خلکو ته وینا وکړه او هغوی ته یې ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت په خپل ټول مادي اومعنوي توان […]

    ۱۴۰۰-۰۸-۱۵

    نورستان: د کلیو پراختیا رياست لپاره نوی رئيس معرفي شو

    دنورستان ولايت د کلیو پراختیا رياست ته له مرکز کابل څخه راغلي هیئت په حضورکې نن مولوي احسان الله (ابواحمد) د نوي رئیس په توګه معرفي شو. په دې مناسبت غونډه کې يوشمير رئيسانو، د ادارومسؤلينو او دينی عالمانو برخه درلوده، والې صاحب نوموړی غونډي ته دویناپرمهال نوي رئيس ته د ډاډ ګیرني ترڅنګ د […]

    ۱۴۰۰-۰۸-۱۲

    نورستان: د والي په مشرۍ د ولایتي ادارې غونډه ترسره شوه

    دغه ناسته د نورستان والی حافظ محمد آغا په مشری ولایت مقام د غونډو په تالار کې ترسره شوه چی پکی اړونده ادارو ریسانو او مسؤلینو برخه اخستې وه د اجنډا سره سم په یو شمیر اړینو موضوعاتو خبری او بحثونه و شول په پیل کی د نورستان والی حافظ محمد آغا مرکز ته د […]

    ۱۴۰۰-۰۸-۱۰

    د نورستان ولايت عدلي او ښاروالي رياستونو لپاره نوی رئيسان معرفې شول

    نن ورځ مولوي عبدالله (قلم) د نورستان ولايت عدلي رياست سرپرست رئيس او مولوي سيراج الحق د ښاروال په توګه د نورستان ولايت اطلاعاتو او فرهنګ رئيس اونورومخوروله لوري د يادو رياستونو اړوندو کارکوونکو ته وروپيژندل شو او په دغه غونډه کي معرفې کونکو یادومسؤلینو ته په خپل کارونوکي بريا او موفقيت اواړوند کارونه په […]

    ۱۴۰۰-۰۸-۱۰

    نورستان: د عدلیې د سرپرست او شاروال د معرفي غونډه جوړه شوه

    نن ورځ مولوي عبدالله (قلم) د نورستان ولايت عدلي رياست سرپرست رئيس او مولوي سيراج الحق د ښاروال په توګه د نورستان ولايت اطلاعاتو او فرهنګ رئيس اونورومخوروله لوري د يادو رياستونو اړوندو کارکوونکو ته وروپيژندل شول. په دغه غونډه کي معرفې کونکو یادو مسؤلینو ته په خپلو کارونوکي بريا او موفقيت اواړوند کارونه په […]

    ۱۴۰۰-۰۷-۳۰

    نورستان کې له ۱۰۰۰ کورنیو سره مرسته وشوه

    د نورستان ولايت په نورګرام ولسوالۍ کې 1000 کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه چې پکې ۴۶ کيلوګرامه وړه، ۴,۵ کيلو ګرامه غوړي او يو کيلو ګرامه مالګه شامل دي. 21/10/2021

    ۱۴۰۰-۰۷-۳۰

    نورستان مرکز کې د ۳۶ محصلینو د فراغت غونډه جوړه شوه

    په نورستان ولايت مرکز پارون کي د اداري او حسابداری انسټيټوت د اداري او حسابداري له څانګو څخه۳۶ تنه محصلينو د فراغت سندونه ترلاسه او ټولني ته د خدمت کولو جوګه شول. په همدي مناسبت جوړو شويو مراسمو  کي د پوهني رئيس  د تخنيکي او مسلکي اداري آمر ،استادانو او محصلينو پکي ګډون کړي وو […]

    ۱۴۰۰-۰۷-۲۸

    نورستان ولایت استخباراتو یوتن له زرګونه جعلې افغانیو سره نیولی

    نورستان ولایت وانت  وایګل ولسوالۍ مربوطاتوکې حبېب الله ولد محمد الرحمن دغازې اباد اوسېدونکی چې فعلاً ننګرهار ولایت سلامپور کی سیمه کې اوسېږې جعلي افغانیوپه قاچاق اودخلکونه په دوکه غواګانې او غوزان (چارمغز) تجارت کولوچي استخباراتولخوا کشف او ونیول شو دیادونې وړده چې نموړې سره في الحال لاس په لاس  85000 پینځه اتېا زره جعلې […]

    ۱۴۰۰-۰۷-۲۶

    په نورستان کی د سرې میاشتې ځانګړې اونۍ د یوې غونډې په ترڅ کې ولمانځل شوه

    د سرې میاشتې ځانګړې اونۍ د نمانځنې په دغه جوړ شویو مراسیمو کې چې د نورستان مرستیال والي شیخ عصمت الله سربېره د ادارو مسوولینو، قومي مخورو، علماوو او رضاکارانو برخه اخیستې وه، له خلکو یې وغوښتل چې د طبیعي او غیر طبیعي پېښو قربانیانو سره د مرستې او د هغوی د رنځ او کړاو […]

    ۱۴۰۰-۰۷-۲۵

    نورستان: واما ولسوالۍ کې دمنځنی ښوونځي ودانې ګټې اخستنې ته وسپارل شوه

    ياد ښوونځی د مرستيال والي شيخ عصمت الله په لاسونو پرانيستل شو چې ورسره د کليو پراختيا رئیس ابو احمدموحد داطلاعاتواوکلتور رئیس  او يو شمير نورو مسولينو ګډون درلود. یاد ښوونځی د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام د اقراء پروژې له لورې د واما برکلي پرمختیایي شورا سره د […]

    ۱۴۰۰-۰۷-۲۵

    د نورستان ولایت اقتصاد نوي رئیس رسما خپله دنده پیل کړه

    د نورستان ولایت لپاره د اقتصاد نوی ریس مولوی عبدالرحمن د ریاست کارکوونکو ته وروپیژندل شو . د معرفۍ  په دغه مراسمو کې یو شمیر رئیسانو، ادارو مسولینو او دیني عالمانو برخه درلودله. د اطلاعاتو او فرهنګ ریس مولوی سمیع الحق(حق بیان) د نوموړي د معرفي کولو ترڅنګ وویل مولوی عبدالله د دغه ریاست لپاره […]

    ۱۴۰۰-۰۷-۲۴

    د نورستان اوبو او انرژۍ رئیس او ملي رادیو تلویزون آمر خپلو کارمندانو ته وروپیژندل شول.

    د نورستان لپاره نوی ټاکل شوی اوبو او انرژۍ ریس مولوي محمدعلی فاروقی او ملي رادیو تلویزون آمر اسلم باداریوال د اسلامی امارت په استازولۍ د اطلاعاتو او فرهنګ ریس له لورې خپلو اداري کارمندانو ته وروپیژندل شول. د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوی سمیع الحق (حق بیان) دواړو مسولینو ته د نوې دندې د […]

    ۱۴۰۰-۰۷-۲۴

    په نورستان ولایت کې ۱۵۷۲ بې وزلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرستې وشوې

    دغه مرستي د خوړو نړیوال سازمان له لوري د شپول موسیسي په همکارۍ ددغه ولایت په اړمنو کورنیو وویشل شوي یادې مرستې چې د خوړو نړیوال سازمان  یا WFP له لورې دشپول مؤسسی په تخنیکې همکارۍ داسلامي امارت انکشاف دهات ریاست تر نظارت لاندې ددغه ولایت مرکز مربوطاتو کې له ۱۵۷۲ کورنیو سره ترسره شوې […]

    ۱۴۰۰-۰۷-۲۱

    ختیز زون کې د ملګرو ملتونو مسولینو او همکارو موسسو نماینده ګانو د نورستان مرستال والي سره لیدنه وکړه.

    په دغه لیدنه کې د ملګرو ملتونو استازو او همکارو موسیسو نماینده ګانو، اړمنو، طبعی پیښو کې زیانمن شو او د جګړو له امله بې ځایه شوو کورنیو سره د بشري مرستو په ترسره کولو خبرې وشوې. نمایندګانو وویل هغه کورنۍ چی د جګړې له امله زیانمندشوې او یا له خپلو اصلی سیمو نه بې […]

      د نورستان ولایت د مسؤلینو ادارې غونډه ترسره شوه
    ۱۴۰۰-۰۷-۱۷

      د نورستان ولایت د مسؤلینو ادارې غونډه ترسره شوه

    په غونډه کې دوالې مرستیال شیخ عصمت الله صاحب سربیره د ګڼو ادارو رئیسانوګډون درلود، په یاد مجلس کې شیخ صیب تر هدایاتو وروسته هرمسؤل په خپل وار خبرې وکړې اوخپل کاراو مشکلاتوپه اړه یې وضاحت وکړ. ټولومسؤلینو مرستیال والي ته د خپل مسؤلیت ته متوجه کیدلواود کارونوپه ښه توګه سرته رسولو په اړه ډاډ […]

    go Up