د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدو عالي کمېسیون غونډه ترسره شوه

الامارة: ۱۴۴۵ جمادي الاول ۱ ‏د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدو عالي کمېسیون غونډه د یاد کمېسیون د اعضاوو او د موظفو کمېټو د مسوولینو په حضور کې نن ترسره شوه. په دې غونډه کې لومړی د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدو عالي کمېسیون […]

الامارة: ۱۴۴۵ جمادي الاول ۱

‏د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدو عالي کمېسیون غونډه د یاد کمېسیون د اعضاوو او د موظفو کمېټو د مسوولینو په حضور کې نن ترسره شوه.

په دې غونډه کې لومړی د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدو عالي کمېسیون د موظفو دوولسو کمېټو کړنې، فعالیتونه او لاسته راوړنې وارزول شوې. وروسته د راستانه شویو مهاجرینو د لېږد او ځای پرځای کېدو د څرنګوالي، لازمو اسانتیاوو، هغوی ته د اشتغال، ښوونې او روزنې زمینې او همدارنګه له بېلابېلو هیوادونو څخه راستنو شویو مهاجرینو ته د ښو خدماتو برابرولو په اړه بحث او هراړخېزه ارزونه وشوه او د یادو مواردو په اړه لازم تصمیمونه ونیول شول.