د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د ترکمنستان په عشق آباد ښار کې د افغان ـ ترکمن لوی نندارتون پرانیست.

الاماره: ۱۴۴۵/شعبان ۲۵ د نندارتون پرانستې مراسمو کې د دواړو هېوادونو د مسولینو او خصوصي سکتور ترڅنګ د څلویښتو نوروهېوادونو استازو هم ګډون کړی. د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست ښاغلي الحاج نور الدین عزیزي په دې مراسمو کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې دواړه لوري باید […]

الاماره: ۱۴۴۵/شعبان ۲۵
د نندارتون پرانستې مراسمو کې د دواړو هېوادونو د مسولینو او خصوصي سکتور ترڅنګ د څلویښتو نوروهېوادونو استازو هم ګډون کړی.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست ښاغلي الحاج نور الدین عزیزي په دې مراسمو کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې دواړه لوري باید پراخې اقتصادي او سوداګریزې اړیکې ولري.
ښاغلي عزیزي د افغان ـ ترکمن سوداګرۍ د تواصل کنفرانس کې هم خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې اسلامي امارت د بهرنیو پانګوالو لپاره غوره فرصتونه برابر کړي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
ورته مهال د ترکمن ولس ملي مشر ښاغلي قربانقلي بردي محمد اف او د خلق مصلحتي مجلس رئیس د افغان ـ ترکمن نندارتون څخه لیدنه وکړه او د افغانستان اسلامي امارت د صنعت اوسوداګرۍ وزارت له سرپرست الحاج نورالدین عزیزي سره په کتنه کې یې د ترکمنستان مسولینو ته لارښونه وکړه چې د افغانستان له ګول سیخ، قیمتي ډبرو، رنګ او نورو توکو څخه د ارقدان ښارګوټي دویم فاز کې ګټه واخلي.
د ترکمنستان ملي مشر د دغه هېواد مسولینو ته دغه راز سپارښتنه وکړه چې له افغانستان سره د دوه اړخیزو همکاریو د پياوړتیا په موخه په بېلابېلو اقتصادي، ټرانزیټي او سوداګریزو برخو کې دوام داره ناستې وکړي.
د یادونې وړ ده چې د ترکمن ولس ملي مشر ښاغلي قربانقلي بردي محمداف او د خلق مصلحتي مجلس رئیس د افغانستان له خلکو او دولت سره د ښه نیت ښودلو په پار په لومړي ځل د ترکمنستان د ننه له یوه بهرني نندارتون څخه لیدنه کوي.
ښاغلي الحاج نورالدین عزیزي د خپل سفر په ترڅ کې دغه راز د ترکمنستان د یوشمېر ادارو له مسولینو سره په جلاجلا کتنو کې د بېلابېلو پروژو په ځانګړې توګه د ټاپي او ټآپ ۵۰۰ د تطبیق په اړه خبرې وکړې.