د شهزاده هري جنايت او د نړيوالو چوپتيا!

حمزه حسيني څو ورځې وړاندې د برېتانيا د شاهي کورنۍ يو تن غړي شهزاده هري په خپلو څرګندونو کې ویلي و، چې نوموړي په افغانستان کې ۲۵ افغانان وژلي او د وژل شويو مظلومو افغانانو تشبیه يې د شطرنج له دانو سره ورکړې او بيا يې ويلي چې دی په دې کار سره د شرم […]

حمزه حسيني

څو ورځې وړاندې د برېتانيا د شاهي کورنۍ يو تن غړي شهزاده هري په خپلو څرګندونو کې ویلي و، چې نوموړي په افغانستان کې ۲۵ افغانان وژلي او د وژل شويو مظلومو افغانانو تشبیه يې د شطرنج له دانو سره ورکړې او بيا يې ويلي چې دی په دې کار سره د شرم او پښېمانتيا احساس نه کوي، د هري دغو وحشيانه څرګندونو او په افغانستان کې يې تر سره کړيو جنايتونو په پراخه کچه د خلکو غبرګونونه راپارولي دي، د افغانستان په داخل کې د شهزاده هري د څرګندونو په غبرګون کې د اسلامي امارت اړوند له افغان شخصيتونو سره د تماس کمېسيون برجسته غړي انس حقاني ويلي، تاسې په دې لوبه کې مات شوی، هيله ده چې د بشريت تاريخ دا جنايت په ياد ولري.

همدا راز د افغانستان اسلامي امارت مرکزي وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، دوی افغانستان ته راغلي وو، دوی ته د خلکو وينو تويولو خوند ورکاوو، دا متأسفانه د ټولو غربي ادعاوو خلاف موضوع ده چې دوی يې د بشريت، د بشر د حقوقو، د انساني حقونو باره کې لري او يا يې ادعا کوي، دوی همېشه د نورو هيوادونو خلکو ته په سپکه ګوري، د هغوی په وینو توېدو باندې خوند اخلي، دا وروستی اعتراف چې د دوی له لوري شوی دا يوازې د شهزاده هري څېره نه ښيي، بلکې د ټولو هغو اشغالګرانو څېره نړۍ ته برملا کوي چې افغانستان ته راغلي وو او زمونږ هيواد يې په کنډواله باندې بدل کړ.

شهزاده هري چې دمګړۍ له خپلې امريکايی مېرمنې مېګن سره د امريکا په کليفورنيا کې استوګنه کوي، دغه پاروونکې څرګندونې په هغه کتاب کې ليکلي، چې د خپل ژوند په ياددښتونو يې ليکلی او تازه تر چاپ راوتلی دی، د هري د څرګندونو پر وړاندې د هلمند پوهنتون ګڼ شمېر محصلينو اعتراضيه غونډه تر سره کړې، دوی پر نړيوالې ټولنې غږ کړی چې شهزاده هري بايد د تر سره کړي جنايت له امله محاکمه شي، د برېتانيا د شاهي کورنۍ غړي شهزاده هري د ۲۵ بې ګناه افغانانو په وژلو اعتراف کړی دی.

بلخوا د ترکيې د پارلمان رئيس مصطفی شنتوپ د هري پر څرګندونو توند غبرګون ښودلی دی، الجزيرې خبري رسنۍ د تېرې دوشنبې په ماښام د ترکي ورځپاڼې حريت په حواله راپور ورکړ، چې ښاغلي شنتوپ په خپلو څرګندونو کې هري ته په خطاب کې وويل: ته څوک يې چې ددې تعيين کوې، چې وژل شوي کسان انسانان و او که نه؟ تا په افغانستان کې څه کار کاوو؟ د څه شي په لټه کې وې؟.

د ترکيې د پارلمان رئيس همدا راز ويلي، شلم قرن د بشريت په تاريخ کې تر ټولو خونړی قرن و، اروپايان هغه وګړي دي، چې په لويه کچه يې خلک وژلي دي، دوی په لومړي نړويوال جنګ کې ۲۰ ميليونه کسان ووژل، تر هغه وروسته يې په دويم نړيوال جنګ کې لږ تر لږه ۷۵ ميليونه کسان د مرګ په خوب ويده کړل او څوک وايي چې په دويم نړيوال جنګ کې يې تر ۱۰۰ ميليونه ډېر وګړي تر تېغه تېر کړي دي.

د هري څرګندونو د برېتانيا پر پوځ هم بد اغېز کړی، د برېتانيا پوځ وايي، چې د هري څرګندونې پاروونکې دي، ښايي د نوموړي څرګندونې دغه هيواد ته لا ډېر خطرات متوجه او امنيت يې له ګواښ سره مخامخ کړي، کيم ډاروچ چې د برېتانيا د ملي امنيت پخوانی مشاور او همدا راز له ۲۰۱۶ څخه تر ۲۰۱۹ ميلادي کال پورې په امريکا کې د برېتانيا سفير و ويلي، چې نوموړی به شهزاده هري ته په دې مورد توصيه وکړي چې د خپلو څرګندونو په هکله وضاحت ورکړي.

زما په اند که نړيوال په خپلو ادعاوو کې رښتيني وي، نو ټول هغه سازمانونه چې د بشر د حقوقو تر نامه لاندې فعاليت کوي، د خپل وظيفوي مکلفيت پر اساس پرې لازمه ده، چې د شهزاده هري او ورته نورو جنايت کارانو چې په شل کلن اشغال کې يې د بې ګناه افغانانو وينې تويې کړي، نړيوالې محکمې ته را کش او تر محاکمه کولو دمخه دې د هغو کورنيو لپاره غرامت ترې واخلي چې د دوی د وحشيانه کړنو په پايله کې يې د کورنۍ غړي له لاسه ورکړي او مالي تلفات ورته رسېدلي دي، خو دا امکان نه لري ځکه د کفري نړۍ ټولې هغه ادعاوې چې د بشريت په نامه يې کوي، تش نمايشي بڼه لري او هيڅکله يې عملي بڼه نه ده غوره کړې.

خو نړيوال دې دا په ياد ولري، چې شهزاده هري به د افغانستان په تاريخ کې د يوه فاسد او جنايت کار په توګه ثبت شي، د افغانستان راتلونکو نسلونو ته به دا وښيي چې غربي جنايت کارانو دلته د ابادۍ نه بلکې د بشر ضد کړنو لپاره راغلي وو، هوکې! د شهزاده هري څرګندونې به د افغانستان ځوان نسل لا وهڅوي چې د خپلو مظلومو او بې ګناه وژل شويو وروڼو کسات له دښمنانو واخلي، ښايي تاريخ يې شهزاده هري او يا يې اولادې ته ور په زړه کړي.