د سترې محکمې لخوا په جوزجان ولایت کې په یو تن قاتل باندې د قصاص الهي حكم تطبيق شو

الاماره: ۱۴۴۵/شعبان ۱۶ نن ورځ د جوزجان ولایت په مرکز کې په یو تن قاتل باندې د الله جل جلاله حکم (قصاص) تطبيق کړل شو. قاتل نظر محمد د امان الله زوی د همراه لمسی د فاریاب ولایت، د بلچراغ ولسوالۍ د کولیان کلي اصلي او د جوزجان ولایت د مرکز شبرغان د آی پروژې […]

الاماره: ۱۴۴۵/شعبان ۱۶

نن ورځ د جوزجان ولایت په مرکز کې په یو تن قاتل باندې د الله جل جلاله حکم (قصاص) تطبيق کړل شو.
قاتل نظر محمد د امان الله زوی د همراه لمسی د فاریاب ولایت، د بلچراغ ولسوالۍ د کولیان کلي اصلي او د جوزجان ولایت د مرکز شبرغان د آی پروژې کلي فعلي اوسېدونکی و، چې مقتول خال محمد د عبدالعلي زوی د منګل لمسی د فاریاب ولایت د بلچراغ ولسوالۍ د کولیان کلي اصلي او د جوزجان ولایت د مرکز شبرغان د ال پروژې کلي فعلي اوسېدونکی یې په ۱۴۴۳ هـ ق کال د ۶مې میاشتې په ۱۲ مه نېټه په آله جارحه چاقو سره وژلی و‌.
یاده موضوع د اسلامي امارت د درې ګونو محاکمو (ابتدائیې، مرافعې او تمیز) لخوا په خورا دقیق او مکرر ډول وڅېړل شوه، چې په پايله کې پرې د قصاص حکم صادر او تائید شو، وروسته دغه پرېکړه د اسلامي امارت د زعيم عاليقدر اميرالمؤمنين شيخ الحديث مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله حضور ته د تائید لپاره وړاندې کړل شوه. د عاليقدر امير المؤمنين حفظه الله لخوا هم د دغه موضوع په اړه د وروستي احتیاط په منظور فوق العاده څېړنه وشوه، چې په نهایه کې يې په قاتل باندې د قصاص شرعي حكم د تطبيق امر ورکړل شو او د دغه حکم د تطبیق لپاره د هیواد سترې محكمې ته هدایت و شو، چې دغه د قصاص حکم نن دو شنبه د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د شعبان المعظم د میاشتې په ۱۵مه نېټه د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان ښار ورزشي سټيډيم کې د هیواد والو په یوه مجموعه کې تطبیق شو.
د قصاص د ترسره کېدو په موخه د هیواد د قاضي القضات محترم شيخ عبدالحکيم (حقاني) صاحب په هدایت د سترې محکمې د مرکزي تميز اړوند د جزا دېوان عمومي رئيس محترم مفتي عتيق الله (دروېش) صاحب په مشرۍ، د جزا دېوان مفتي، مولوي محمد سلیم او د سترې محکمې د بهرنيو، عامه اړیکو او مطبوعاتو رئیس مولوي عبدالرحيم (راشد) په ملتیا يو پلاوی لېږل شوی و.
په دې غونډه کې د جوزجان ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالغني سعید، د جوزجان ولایت د دېوان جزا رئيس مولوي عبدالولي، د جوزجان ولایت والي قاري ګل حیدر شفیق، مرستیال والي مولوي نور الدین عمیر، د استخباراتو رئیس مولوي خوشحال محمود، د علماوو شورا رئیس شیخ خیر الله حقاني او د ګڼ شمېر نورو مسؤولينو په ګډون په زيات تعداد عامو هيوادوالو ګډون کړی و.
د غونډې په پای کې په هیواد کې د سرتاسري امنیت د لا ټینګښت، د خلکو شرعي حقوقو ته د لا رسېدا او د اسلامي شریعت د لا ښه تطبيق لپاره دعاء وشوه او غونډه د قاتل په وژنه او په دې اړوند د الله تعالی د ستر حکم قصاص په تطبیق پای ته ورسېده