د روژې په میاشت کې د کابل ادارې لخوا په ملکي خلکو ۶۹ بریدونه شوي چې ۲۰۵ هیوادوال يې شهیدان او ټپيان کړي دي

د مسلسلو جنګي جنایاتو په لړ کې، د روژې له لومړۍ نیټې تر نن ورځې پورې، د کابل ادارې د عسکرو او د هغوی د بهرنیو ملاتړ له لوري په ملکي خلکو ۶۹ لوی او واړه بریدونه او بمبارونه شوي دی. دغه جنایات د هیواد په ۲۲ ولایتونو لوګر، بلخ، هرات، کندز، هلمند، میدان وردګو، […]

د مسلسلو جنګي جنایاتو په لړ کې، د روژې له لومړۍ نیټې تر نن ورځې پورې، د کابل ادارې د عسکرو او د هغوی د بهرنیو ملاتړ له لوري په ملکي خلکو ۶۹ لوی او واړه بریدونه او بمبارونه شوي دی.
دغه جنایات د هیواد په ۲۲ ولایتونو لوګر، بلخ، هرات، کندز، هلمند، میدان وردګو، بغلان، بدخشان، غزني، کندهار، غور، کاپیسا، پکتیا، لغمان، فاریاب، تخار، کنړ، ننګرهار، پروان، جوزجان، دایکندي او فراه کې ترسره شوي چې زموږ هیوادوالوته يې ګڼه مرګ ژوبله اړولې ده.
د دقیقو راپورونو په اساس د روژې له پیله تر ۲۶ تاریخ پورې د کابل ادارې او د هغوی د بهرنیو ملاتړو په عملیاتو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون زموږ ۱۰۲ تنه هیوادوال شهیدان شوي، ۱۰۳ تنه نور ټپيان شوي، لسګونه تنه زندانونو ته اچول شوي، ۱۸ بابه کورونه او ګڼ شمیر دوکانونه ویجاړ شوي دي.
اسلامي امارت دغه ټول وحشتونه په کلکه غندي، په نړیوالو حقوقي او بشري بنسټونو یوځل بیا غږ کوي چې زموږ د مظلومو هیوادوالو د وژنو او ځورونو مخه ونیسي او هغوی چې ملکي خلک تر هدف لاندې نیسي وغندي.
په لاندې راپور کې د تیرو ۲۶ ورځو د ملکي پيښو او تلفاتو جزئيات درسره شریکوو چې د دښمن له جنایاتونو څخه پرده پورته کوي او دا ښکاره کوي چې ملکي خلک په ځانګړې توګه ښځې او ماشومان څوک په بې دردۍ سره وژني او تلفات ورته اړوي.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۲۶/۹/۱۴۴۲هـ ق
۱۸/۲/۱۴۰۰هـ ش ــ 2021/5/8م

 

 

د ملکي تلفاتو ورځني جزئيات:

ــ د روې په ۵ تاریخ، د بلخ ولایت چهاربولک ولسوالۍ بوس تيپه سیمه کې داخلي دښمن د ډيسي توپونو بریدونه وکړل چې یو کور يې ویجاړ یوه لس کلنه ماشومه شهیده او یوه ښځه يې ټپي کړه.
ــ د روژې په ۵ تاریخ، داخلي دښمن اربکیانو د هرات ولایت غوریان ولسوالۍ په بازار کې یو ۱۲ کلن ماشوم بې له کوم دلیله په ډزو وویشت او شهید يې کړ.
ــ د روژې په ۶ تاریخ د کندز ولایت امام صاحب ولسوالۍ د موټرشويي پله نیږدې کورونو باندې بمبار وکړ، یو کور يې بشپړ ویجاړ کړ، یوتن سپين ږيری يې په کې شهید کړ.
ــ د روژې په ۶ تاریخ، داخلي دښمن د لوګر مرکز اړوند بابوس سیمه کې د ملکي خلکو په کورونو چاپه ووهله، ګڼې دروازې يې ماتې يې کړې، د خلکو شخصي اموال يې لوټ کړل.
ــ د روژې په ۷ تاریخ، د کندز ولایت امام صاحب ولسوالۍ ایسکي سیمه کې د داخلي دښمن الوتکو د خلکو په کورونو بمبار وکړ، د عبدالرحمن ترکمن کور يې بشپړ ویجاړ کړ، يوه ښځنیه شهیده شوه، پخپله عبدالرحمن او یو ځوان زوی يې ټپيان شول.
ــ د روژې په ۷ تاریخ د هلمند ولایت مارجې ولسوالۍ د کيمپ په سیمه کې د کابل ادارې عسکرو د خلکو کورونه په هاوان ووشتل شول، له امله يې یو کور بشپړ ویجاړ او ښځینه شهیده شوه.
ــ د روژې په ۷ تاریخ، د لوګر ولایت څرخ ولسوالۍ ډبر سیمه کې داخلي عسکرو د ملکي خلکو په کورونو چاپه ووهله، د ګڼو کورونو دروازې يې ماتې کړي، قیمتي شیان يې لوټ کړ، ۶ تنه کلیوال يې له ځانه سره د بندیانو په توګه یوړل.
ــ د روژې په ۷ تاریخ، د میدان وردګو سیداباد ولسوالۍ آکاخیلو سیمه کې د داخلي دښمن عسکرو د خلکو په کورونو هاوان وویشتل چې له امله يې ګڼ کورونه ویجاړ شول، د صفي الله په نامه د یوکس په کور کې د هغه اته کلنه لور شهیده شوه.
ــ د روژې په ۸ تاریخ، د بغلان ولایت مرکزي بغلان ولسوالۍ شپږم سړک سیمه کې د دښمن الوتکو د ملکي خلکو په کورونو بمبار وکړ، ګڼ کورونه يې ویجاړ کړل، خو د سر زیان يې نه درلود.
ــ د روژې په ۸ تاریخ، د هلمند ولایت موسی کلا ولسوالۍ کونجک کلي کې د اسلامي امارت په ملکي محبس باندې د امریکايي اشغالګرو لخوا بمبار وشو چې پکې ۶ تنه جنايي بندیان شهیدان شول، یو بندي ټپي شو.
ــ د روژې په ۸ تاریخ، د بغلان ولایت دهنه غوري ولسوالۍ د ظاهرآباد اماجد کلي باندې د داخلي دښمن لخوا بمبار وشو چې له امله يې ۴ ملکي کورونه بشپړ ویجاړشول، خلکوته درانه مالي زیانونه واوښتل.
ــ د روژې ۸ تاریخ، د بدخشان ولایت مرکز فیض آباد اړوند سیمه کې یو دهقان چې پخپله ځمکه په کرونده بوخت وو د دښمن د هاوان په ګوزار کې په شهادت ورسول شو.
ــ د روژې په ۹ تاریخ، د هرات ولایت غوریان ولسوالۍ په مربوطات کې د ارباب سید احمد د اربکیانو لخوا ونیول شول بیا وروسته په ډير قساوت سره شهید کړل شو.
ــ د روژې په ۹ تاریخ، د غزني ولایت مرکز اړوند ارزو کلي باندې د دښمن لخوا بمبار وشو چې له امله يې یو کور ویجاړ او ۲ تنه عام کلیوال شهیدان شول.
ــ د روژې په ۹ تاریخ، د بدخشان کشم ولسوالۍ یاورزن سیمه کې د داخلي دښمن لخوا په ملکي خلکو د هاوان بریدونه وشول یو کور ویجاړ یو ملکی کس عزت الله شهید شو.
ــ د روژې په ۹ تاریخ، د کندهار ارغنداب ولسوالۍ سردرې سیمه کې داخلي دښمن په ملکي خلکو ډزې وکړې چې یو تن کلیوال عبدالباري د منګل زوی يې شهید کړ.
ــ د روژې په ۹ تاریخ، د غور ولایت مرکز اړوند جرماتو سیمه کې داخلي دښمن په ملکي خلکو د هاوان فیرونه وکړل چې له امله يې ۴ کورونه ویجاړ شول، خلکو ته درانه مالي زیانونه ورسیدل.
ــ د روژې په ۱۰ تاریخ، د کاپیسا ولایت الاسای ولسوالۍ په دورزګر، خنجرخیلو او صادقانو کلیو باندې د مزدور دښمن لخوا د هاوان بریدونه وشول، یو ۱۲ کلن ماشوم چې د قرآن کریم حافظ هم وو شهید او د یوې میرمنې په ګډون ۲ تنه نور ټپيان شول.
ــ د روژې په ۱۰ تاریخ د میدان وردګو سیداباد ولسوالۍ سالارو سیمه کې د داخلي دښمن لخوا د خلکو په کورونو ډيسي توپونه وارشوي چې یو تن ټپي او دوه کورونه قسما تخریب شوي دي.
ــ د روژې په ۱۱ تاریخ، د پکتیا ولایت ځاځیو اریوب ولسوالۍ جګ کوټي سیمه کې اربکیانو په ملکي خلکو ډزې وکړې یو کس يې شهید او د هغه بل ورور يې ټپي کړ.
ــ د روژې په ۱۱ تاریخ، د کاپیسا ولایت تګاب ولسوالۍ په شاتورو سیمه کې د داخلي دښمن لخوا د خلکو په کورونو هاوان ووشتل شو یوه اته کلنه ماشومه او یوبل کس شهیدان شول.
ــ د روژې په ۱۱ تاریخ، د لوګر ولایت مرکز اړوند بابوس سیمه کې امریکايي اشغالګرو په یو شخصي موټر د ډرو برید وکړ یو ټکسي وان او یو ماشوم يې شهیدان کړل.
ــ د روژې په ۱۱ تاریخ، د پکتیا پټيان ولسوالۍ ځیګاړ سیمه کې اربکیانو په ملکي خلکو برید وکړ یو تن کلیوال حبیب الله يې ټپي کړ.
ــ د روژې په ۱۱ تاریخ، د لغمان ولایت مرکز اړوند علي خیلو کلي کې د کابل ادارې استخاراتي کسان یو مسجد ته داخل شول، یو سپين ږیری حاجي لعل آغا او دوه ځوانان يې شهیدان کړل.
ــ د روژې په ۱۳ تاریخ، د فاریاب ولایت قیصار ولسوالۍ کهنه قلعه سیمه کې دا خلي عسکرو په ملکي خلکو د هاوان بریدونه وکړل، یو تن شهید او یوه ښځینه ټپي شوه.
ــ د روژې په ۱۳ تاریخ، د میدان وردګو سیداباد ولسوالۍ اوتړیو سیمه کې داخلي عسکرو په ملکي کورونو د توپ ډزې وکړې چې د روژه مات په وخت کې يې د شیراغا په نامه یو تن له خپلو دوه زامنو سره شهیدان شول د هغه کور ۴ تنه نور ماشومان يې ټپیان کړل.
ــ د روژې په ۱۳ تاریخ، د میدان وردګو جلریز ولسوالۍ زرولنګ کلي باندې د دښمن لخوا بمبار وشو چې له امله يې ۷ تنه کلیوال چې لویان او ماشومان په کې دي شهیدان شول یو تن ټپي شو.
ــ د روژې په ۱۳ تاریخ، د لغمان ولایت علیشنګ ولسوالۍ ګرګړ سیمه کې اربکیانو یو تن ملکي کس چې د سیمې کلینیک ته د تداوي لپاره روان وو په لویه لاره کې شهید کړ.
ــ د روژې په ۱۳ تاریخ د میدان وردګو سیدآباد ولسوالۍ بازار کې داخلي عسکرو یو تن دوکان دار (روح الله د سالم زوی) په ډزو شهید کړ او د عبدالولي په نامه یو بل دوکاندار يې ټپي کړی دی.
ــ د روژې په ۱۴ تاریخ، د غزني ولایت خوګیاڼو ولسوالۍ خاشاه سیمه کې داخلي عسکرو د ملکي خلکو په کورونو ډيسي توپونه وار کړل چې له امله يې یوه ماشومه شهیده او یوه میرمن او ۳ نور ماشومان ټپيان شول.
ــ د روژې ۱۴ تاریخ، د تخار ولایت نمک آب ولسوالۍ خمیرخوران سیمه کې د داخلي عسکرو په ډزو کې یوه ۱۲ کلنه انجلي شهیده شوه.
ــ د روژې په ۱۴ تاریخ، د لغمان دولت شاه ولسوالۍ په مرکز کې داخلي عسکرو په یوه ملکي موټر ډزې وکړې چې له امله يې ۱ښځينه اویو نارینه چې د ګوړان کلي اوسیدونکي وو ټپيان شول.
ــ د روژې په ۱۴ تاریخ، د کنړ ولایت منورې ولسوالۍ چینار او پيتاو کلیو باندې د داخلي عسکرو لخوا توپونه وویشتل شول چې له امله يې یوه ۱۳ کلنه انجلي چې د جان محمد په نامه کس لور وه شهیده شوه.
ــ د روژې په ۱۵ تاریخ، د غور ولایت تیوره ولسوالۍ تکثقل سیمه کې د دښمن لخوا په یوه دیني مدرسه بمبار وشو ۲ تنه کوچني طالب العمان ټپيان شول.
ــ د روژې په ۱۵ تاریخ، د فاریاب ولایت قیصار ولسوالۍ بیش بلا او سراسیاب سیمو کې د ملکي خلکو کورونه په هاوان ووشتل شول، ۲ تنه ملکي کسان شهیدان او ۳ تنه نور ټپيان شول.
ــ د روژې په ۱۵ تاریخ، د ننګرهار ولایت سره رود ولسوالۍ کړسو سیمه کې اربکیانو په ملکي خلکو ډزې وکړې چې له امله يې یوتن (شرنګ د نیاز محمد زوی) په شهادت ورسید.
ــ د روژې په ۱۲ تاریخ د نورستان ولایت برګمټال ولسوالۍ پپړا کی د مزدور عسکرو قومندان شمس الله د یو تن کلیوال کریم الله ۴۰ رأسه پسونه په زور ترې غلا کړي او له ځانه سره يې وړي دي.
ــ د روژې په ۱۵ تاریخ د کنړ غازي آباد ولسوالۍ په مربوط سیمه کې د دښمن عسکرو د عامو خلکو د قیمتي لرګیو په پلورن ځایونو باندې د هاوان ډزې وکړې چې له امله يې د لرګیو اډې اور واخیست تر ۳۰۰ لکه افغانیو د خلکو شخصي لرګي په کې وسوزیدل.
د یادونې وړ ده چې د ولسوالۍ د عسکرو لخوا خلک د اور مړکیدوته هم نه پريښودل کیدل.
ــ د روژې په ۱۶ تاریخ، د پروان بګرام ولسوالۍ چرچرک کلي کې د کابل ادارې عسکرو د مدرسې یوتن طالب العلم قاري دلاور په ډزو سره شهید کړ.
ــ د روژې په ۱۷ تاریخ، د بلخ ولایت چهاربولک ولسوالۍ ثوریانو سیمه باندې د دښمن لخوا بمبار وشو چې ۳ کورونه مکمل ویجاړ شول، یوه اته کلنه انجلي شهیده او ۲ نور ماشومان ټپيان شول.
ــ د روژې ۱۷ تاریخ د پکتیا ګرده څیړۍ ولسوالۍ سواکۍ کنډو سیمه کې مزدور عسکرو په ملکي خلکو هاوان وویشتل چې له امله يې ۲ تنه ښځې ټپيانې شوې.
ــ د روژې په ۱۷ تاریخ، د لغمان ولایت علیشنګ ولسوالۍ علیشنګ کلي کې مزدور عسکرو په ملکي خلکو ډزې وکړې ۲ تنه عام خلک چې په ځمکو کې يې اوبه لګولې شهیدان کړل.
ــ د روژې په ۱۷ تاریخ، د لغمان ولایت بادپښ ولسوالۍ سپینه قلعه سیمه کې مزدور دښمن په کورونو باندې د هاوان ډزې وکړې چې له امله يې ۱ تن شهید او ۱۰ تنه نور پټيان شول.
ــ د روژې په ۱۸ تاریخ، د لوګر ولایت محمداغې ولسوالۍ غلدر او ناصرو سیمو کې داخلي دښمن د خلکو په کورونو چاپې ووهلې د ګڼو کورونو دروازې يې ماتې کړې، خلک يې ووهل او قیمتي توکي يې لوټ کړل.
ــ د روژې په ۱۸ تاریخ، د جوزجان ولایت مرکز اړوند ترکمن قدوق کلي کې داخلي عسکرو په ملکي خلکو ډزې وکړې ۵ تنه سپين ږیري يې شهیدان کړل.
ــ د روژې په ۱۸ تاریخ، د بغلان ولایت پلخمري ولسوالۍ زمانخیلو سیمه کې د پوستې عسکرو یو ایسکریم فروش په ډزو شهید کړ.
ــ د روژې په ۱۸ تاریخ، د کابل پغمان ولسوالۍ بره ارغندۍ اتم خیلو کلي کې د داخلي دښمن لخوا په ملکي خلکو چاپه ووهل شوه، ۲ تنه کلیوال يې له ځانه سره یوړل.
ــ د روژې په ۱۹ تاریخ، د بدخشان ولایت بهارک ولسوالۍ خیرآباد سیمه کې یو تن ملکي کس حمیدالله د اسلام اباد کلي اوسیدونکی د عسکرو لخوا په ډزو سره شهید کړل شو.
ــ د روژې په ۲۱ تاریخ، د بلخ ولایت زارع ولسوالۍ له مرکز سره نیږدې سیمه کې د داخلي عسکرو لخوا په ملکي خلکو د هاوان ګوزارونه وشول چې له امله يې یو کور تخریب ۲ تنه ملکي خلک شهیدان او ۳ تنه نور ټپيان شول.
ــ د روژې په ۲۱ تاریخ، د لغمان ولایت علیشنګ ولسوالۍ ګرګړ کلي کې د داخلي عسکرو لخوا ډيسي توپونه وارشوي چې له امله يې یو اته کلن ماشوم شهید شوی، نور خلک له خپلو کورونو څخه وتلو ته اړ کړل شول.
ــ د روژې په ۲۱ تاریخ، د هرات ولایت رباط سنګی ولسوالۍ چهل دختر سیمه کې د دښمن الوتکو بمبار وکړ یو ملکي کس يې په شهادت ورساوه.
ــ د روژې په ۲۲ تاریخ، د لوګر ولایت مرکز پل علم اړوند کنجک سیمه کې داخلي عسکرو د خلکو په کورونو ډيسي توپونه وار کړل چې له امله يې ۱ سړی، ۴ښځې او ۵ ماشومان ټپيان شول، کور ویجاړشو.
ــ د روژې په ۲۲ تاریخ، د دایکندي ولایت ګیزاب ولسوالۍ پاتو سیمه باندې د داخلي عسکرو لخوا د هاوان بریدونه وشول چې له امله يې ۲ تنه عام خلک چې بزګران ول شهیدان شول، یوه ښځه او یوه ماشومه ټپيان شول.
ــ د روژې په ۲۲ تاریخ، د ننګرهار ولایت خوګیاڼو ولسوالۍ نګړخیلو سیمه کې د مزدور دښمن عسکرو لخوا په خلکو باندې د هاوان بریدونه وشول چې له امله يې یو تن لوی کس ګل زمان او ۲ ماشومان ټپيان شول.
ــ د روژې په ۲۳ تاریخ، د لغمان ولایت مرکز اړوند بدیع اباد سیمه کې داخلي عسکرو په ملکي کورونو هاوان فیر کړل چې له امله يې یوه ماشومه شهیده او ۳ تنه نور لویان ټپيان شول.
ــ د روژې په ۲۳ تایخ، د فاریاب ولایت چهلګزي ولسوالۍ الکوزهي کلي باندې د داخلي دښمن لخوا د هاوان ګوزارونه وشول چې له امله يې دوه تنه دوکانداران (موسی جان او محمدګل) ټپيان شول، دوه بابه دوکاونه تخریب شول.
ــ د روژې په ۲۳ تاریخ، د غزني ولایت خواجه عمري ولسوالۍ په نهه برجه سیمه کې یو تن عام کلیوال د عسکرو لخوا په شهادت ورسول شو.
ــ د روژې په ۲۳ تاریخ، د پکتیا سیدکرم ولسوالۍ په بازار کې د کابل ادارې عسکرو یو تن عام کس شفیق الله له دې امله په شهادت ورساوه چې د هغو سره يې په پوسته کې کار نه کاوه.
ــ د روژې په ۲۳ تاریخ، د فاریاب ولایت چهلګزي ولسوالۍ کته اولنګ سیمه کې د دښمن الوتکو په ملکي خلکو بمبار وکړ ۳ تنه عام کسان (ګل احمد، سیدمقدس او عبدالرحیم ) يې ټپيان کړل.
ــ د روژې په ۲۳ تاریخ، د پروان ولایت بګرام ولسوالۍ قلعه نصرو سیمه کې د دښمن صفر یک قطعې په ملکي خلکو چاپه ووهله، د ګڼو کورونو دروازې يې منفجر کړې، د خلکو قیمتي توکي ې لوټ کړل، ۱۰ تنه عام کلیوال يې له ځانه سره د بندیانو په توګه یوړل.
ــ د روژې په ۲۳ تاریخ، د میدان وردګو سید آباد ولسوالۍ پټانخیلو کې یو ماشوم د آګایس ناچاودې مرمۍ پیدا کړې وه چې پرې انفجار شوه او شهید يې کړ.
ــ د روژې په ۲۴ تاریخ، د بغلان ولایت مرکزي بغلان ولسوالۍ د ابومحمد په لیسه د مزدور دښمن لخوا بمبار وشو چې له امله يې ۲ تنه ملکي خلک شهیدان شول.
ــ د روزې په ۲۴ تاریخ، د غزني ولایت خوګیاڼو ولسوالۍ خاشا کلي باندې د مزدور عسکرو لخوا د دهشکې ډزې وشوې چې له امله يې یو تن ۱۲ کلن ماشوم په شهادت ورسید.
ــ د روژې په ۲۴ تاریخ، د میدان وردګو چک ولسوالۍ امبوخاک سیمه کې داخلي عسکرو یو کوچی چې مال يې څراوه په شهادت ورساوه.
ــ د روژې په ۲۴ تاریخ، د فراه ولایت فراه رود ولسوالۍ په عمومي سړک د مزدور عسکرو لخوا په ملکي خلکو ډزې وشوې چې امله يې ۳ تنه موټر چلونکي ټپيان شول.
ــ د روژې په ۲۴ تاریخ، د هرات ولایت شینډنډ ولسوالۍ په کالسک، آسعدآباد او مهاجرینو کلي سیمو کې ۴ تنه ملکي خلک د داخلي عسکرو لخوا په ډزو سره شهیدان شوي دي.
ــ د روژې په ۲۴ تاریخ، د غزني ولایت جعتو ولسوالۍ مهمندو کوتل سیمه کې د دښمن الوتکو په ملکي خلکو بمبار وکړ ۳ تنه عام خلک شهیدان شول.
ــ د روژې په ۲۵ تاریخ، د لغمان الینګار ولسوالۍ منګو سیمه کې د دښمن الوتکو په ملکي خلکو بمبار وکړ چې له امله يې ۲ تنه ماشومان شهیدان شول.
ــ د روژې په ۲۵ تاریخ، د فراه ولایت فرارود ولسوالۍ په شاوخوا کلیو باندې د داخلي عسکرو لخوا د هاوان وارونه کیږي چې له امله يې ۲ ښځینه ټپيانې شوې او څو کورونه تخریب شوي دي.
ــ د روژې په ۲۵ تاریخ، د فراه ولایت بالابلوک ولسوالي شیوان سیمه کې په هغه قرارګاه چې دښمن ورڅخه تښتیدلی وو او عام خلک يې لیدو ته راغلی وو د دښمن د الوتکو لخوا سخت بمبار وشو چې له امله يې د ماشومانو په ګډون ۲۰ تنه ولسي خلک شهیدان شول او ۳۳ تنه نور ټپيان شول. انالله واناالیه راجعون