د راستنېدونکو مهاجرينو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د کمېټو ورځنی کاري راپور

الامارة: ۱۴۴۵ جمادي الاول ۷ تورخـــم: د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه: نن په تورخم کې (۳۴۵) کورنۍ او (۱۹۰۳) تنه ثبت او بایومټریک شوي دي. په همدې ډول (۲۰۰) کورنۍ تثبیت کړل شوې، چې (۱۷۲) کورنۍ مهاجرېن او پاتې (۲۸) کورنۍ غیرمهاجرېن ثابتې شوې. د خدماتو او صحي چارو کمېټه: په عمري کمپ کي […]

الامارة: ۱۴۴۵ جمادي الاول ۷

تورخـــم:

د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه:

نن په تورخم کې (۳۴۵) کورنۍ او (۱۹۰۳) تنه ثبت او بایومټریک شوي دي.
په همدې ډول (۲۰۰) کورنۍ تثبیت کړل شوې، چې (۱۷۲) کورنۍ مهاجرېن او پاتې (۲۸) کورنۍ غیرمهاجرېن ثابتې شوې.

د خدماتو او صحي چارو کمېټه:

په عمري کمپ کي د خـدماتي کمـېـټي له‌خـوا (۱۱۵۰۰) تنه مهاجرینو ته ډوډئ او تصفيه شوي اوبه په‌خپل وخت سره توزیع شوې .
د خدماتو کمېټې په چوکاټ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولينو له‌خوا راستانه شویو مهاجرینو ته (۱۱۶۹) عدده سیمکارټونه په وړیا توګه ووېشل شول.
د مختلفو خيريه بنسټونو له‌خوا مرسته شوې (۱۳۵۰) کمپلې، (۵۰۰) بستې معدني اوبه او (۱۰۰۰) ښځینه او نارینه کوټونه، (۶۰۰) بستې خوارکي توکي توزیع شوي او همدارنګه د اوبو رسولو په برخه کې د (۸) ټانکرنو په واسطه (۱۴۵۰۰۰) ليټره اوبه رسول شوي دي.

د مؤقت مېشت کولو کمېټه:

د مؤقت مېشت کولو کمېټې نن په عمري کمپ کې له خېمو څخه څارنه وکړه او راستنېدونکي مهاجرین یې په منظم ډول په تشو خیمو کې ځای پر ځای کړل.
همدارنګه د (۸) ټانکرونو پرمټ په (۱۳۲) ټانکیو کې اوبه واچولې شوې.

د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه:

نن (۸۰) کورنۍ چې د افرادو شمېر یې (۴۵۵) تنه کیږي، د (۲۳) عراده مختلف النوعه موټرو په واسطه ننګرهار، کابل، کونړ او لغمان ولایتونو ته په مصئونه توګه انتقال او یادو کورنیو ته (۷۷۰۰۰) افغانۍ د کرایې لپاره ورکول شوي دي.

د تورخم څخه تر اړوند کمپ پورې په مصئونه توګه د مهاجرینو د لیږد لپاره (۱۷) عرادې مختلف النوعه امارتي وسایط استخدام شوي وو، چی ټولې یې (۵۲) دورې ترسره کړې.

د مهاجرینو لپاره د کار موندنې کمیټه:

د مهاجرینو لپاره د کارموندنې کمېټې نن په تورخم کې (۲۲) تنه د بکلوریا سند لرونکي، (۳) تنه د فوق بکلوریا سند لرونکي، (۴) تنه حافظان، (۳) تنه د وړې دورې فارغان، (۳) تنه دیني عالمان، (۴۰۸) تنه غریبکار او (۱۷۷) تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان ثبت کړل، چې ټول (۶۲۶) تنه کیږي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د کمپ په بېلابېلو برخو او د ډیورنډ فرضي کرښه کې له راستنو شویو مهاجرینو سره ناستې وشوې او د پروسې د مراحلو طی کولو په اړه معلومات ورکول شول.
ډیورنډ فرضي کرښه کې اوښتونکو ته پوهاوی ورکول شو چې د مهاجرینو په نوم امتیازات ترلاسه نه‌کړي او که څوک ونیول شو قانوني چلند به ورسره وشي.
د (ای او اېم) له دفتر سره په همغږۍ مهاجرینو ته د مهاجرت (۴۰۰) پاڼې ووېشل شوې.
نن (۴۶۵) تنه ماشومانو ته عامه پوهاوی ورکول شو، (۱۲) تنه ماشومان او په لسګونو ورک شوي اسناد اړونده کسانو ته وسپارل شول. حمایوي مرکز کې (۵) تنه ماشومان موجود دي.

د مساجدو او زده‌کړو د تنظیم کمېټه:

د مساجدو او زده‌کړو د تنظیم کميټې د غړو له‌خوا نن د تورخم له لورې راغلو مهاجرینو ته په مشکلاتو کې د زغم توصيو ترڅنګ، د څو جلده قران عظیم الشان توزیع هم وشوه چې دا لړۍ به دوام وکړې.
په عمري کمپ کې د جوماتونو او زده کړو د تنظیم کمېټې له لوري راستنېدونکو مهاجرینو ته عامه پوهاوی جریان لري او په مېشت ځایونو کې ورته اصلاحي بیانونه وشول.

سپین بولدک:

د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه:

د سپین بولدک په سیمه کې (۲۹۳) کورنۍ چې د افرادو شمېر یې (۱۶۵۵) تنه کیږي، ثبت او د کورنیو چارو وزارت له لوري بایومټریک شوې.
له دې جملې (۲۲۱) کورنۍ چې (۱۲۶۳) تنه کیدل، د لازمو مرستو په موخه (آی، او اېم) ته او (۷۲) کورنۍ چې د افرادو شمېر یې (۳۹۲) تنه کېده او د (یو ان اېچ سي آر) سلېپونه او د (وي آر پي) کارټونه یې له ځانه سره لرل، (یو ان اېچ سي آر) سازمان ته معرفي شوې.
(۵) تنه نارینه قیدیان هم ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه:

له سپين بولدک ولسوالۍ او کندهار څخه (۱۲۶) کورنۍ چې د افرادو شمېر یې (۶۹۱) تنه کیږي، د (۱۸) مختلف النوعه نقلیه وسایطو په واسطه کندهار، کابل، هلمند او اروزګان ولایتونو ته ولېږدول شوې او یادو کورنیو ته (۱۱۹۰۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکول شوه.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

نن په سپین بولدک کې د مالي چارو د تنظیم کمېټې له‌خوا له (۲۸۱) کورنیو سره مرسته وشوه او هرې کورنۍ ته (۱۰۰۰۰) افغانۍ ورکول شوې.

د خدماتو او صحي چارو کمېټه:

سپین بولدک او ښوراندام کې د غرمې او ماښام له‌خوا (۶۱۰۰) تنه راستانه شویو مهاجرینو ته ډوډۍ توزیع شوې ده.

نن د خدماتو او صحي چارو کمېټې په چوکاټ کې د ملي دفاع وزارت، د میرویس نیکه روغتون، د سرې میاشتې ټولنې، هېلټ نېټ مؤسسې او د باران صحي ټیمونو له‌‌خوا (۷۹۶) تنه ناروغان تداوي شوي؛ (۲۶۷۸) تنو ته واکسین تطبیق شوی، د (۱۰۲۱) کسانو سکرینینګ شوی، (۲۱۸) تنو ته بیا د کورونا ځانګړی واکسین شوی، د (۳) تنو د ملاریا نمونې او د (۷) تنو د کورونا نمونې اخیستل شوي دي؛ (۳) مریضان استول شوي او (۶) تنه نور بستر شوي دي.

سپین بولدک د کمپ کثافات راټول او لرې کړل شول او تخته پل کمپ کې (۱۵) اتاقونو او رحمتي کمپ کې د برېښنا مزي وغځول شول، ګوروپونه نصب او بولدک کې د سرې میاشتې صحي ټیم ته برېښنا ورسول شوه.
نن د خدماتو کمېټې په چوکاټ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولينو له لوري پر راستانه شویو مهاجرینو (۴۹۷) عدده سیمکارټونه ویشل شوي دي.
د ضرورت په اندازه د مهاجرینو لپاره خېمي، کمپلې او خوراکي او نور توکي اماده شوي دي.

پکتیکا:

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

نن د انګور اډې په سیمه کې (۲) کورنۍ ثبت شوي دي.

د خدماتو او صحي چارو کمېټه:

د خدماتو او صحي چارو کمېټې په چوکاټ کې د ملي دفاع وزارت او د عامې روغتیا صحي ټیمونو له‌‌خوا (۹۳) تنه ناروغان تداوي شوې او (۶) تنو ته واکسینونه تطبیق شوي دي.
نن په انګور اډه او تروو کې (۶۳) تنه مهاجرینو ته د سهار، غرمې او ماښام ډوډۍ ورکړل شوه.
نن د خدماتو کمېټې په چوکاټ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولينو له لوري پر راستانه شویو مهاجرینو (۱۹) عدده سیمکارټونه ویشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټې له لوري راستنېدونکو مهاجرینو سره مرکې وشوې او له رسنیو سره شریکې شوې. مهاجرین د خدمتونو له وړاندې کولو څخه خوښ وو.

د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه:

نن له انګور اډې څخه مهاجرین کمپ ته او له هغه ځایه خپلو ولسوالیو او کلیو ته (۲) کورنۍ انتقال شوي او د مالي چارو د تنظیم کمټې له لوري هرې کورنۍ ته لس زره افغانۍ ورکول شوي دي.

پکتیا:
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

نن د پکتیا ولایت د ډنډ پټان ولسوالۍ کې له (۴۱) کورنیو سره په مجموع کې (۲۲۶۰۰) افغاني مرسته وشوه.

زابــــــــــــل:

د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه:

نن د زابل ولايت د شملزو ولسوالۍ په زنځیر سیمه کې (۱۸) کورنۍ چې د افرادو شمیر یې (۱۱۵) تنه کېږي؛ ثبت او راجستر شوې.

د ټرانسپورټ او انتقال کمیټه:

د ترانسپورټ او انتقال کمېټې له‌خوا (۶) کورنۍ نوبهار ولسوالۍ او او (۵) کورنۍ د شملزو ولسوالۍ بلابیلو سیمو ته انتقال شوې او (۲۲) زره افغانۍ کرایه ورکول شوه.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د اسلامي امارت له بودجې څخه نن ۱۸ کورنیو ته لس-لس زره افغانۍ ورکړل شوې او د سرې میاشتې ټولنې له لوري هم هرې کورنۍ ته (۲۱) قلمه غیر خوراکي توکي چې د ماشومانو ژمنۍ جامې هم په‌کې دي، ورکړل شول.

د خدماتو او صحي چارو کمېټه:

(۱۳۵) تنه مهاجرینو او د کمېټو مسئولانو ته ډوډۍ ورکړل شوه.
همداراز د خدماتي کمیټې په چوکاټ کې د صحت کمیټې له لوري نن ورځ د یادو کورنیو ناروغان تداوي شول.

نیمــــــروز:

د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه:

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په نیمروز کې د ورېښمو له لارې (۳۷) کورنۍ، چې د افرادو شمېر یې (۱۶۵) تنه کیږي او (۱۹۴۶) تنه مجردین را ستانه او د مسئولينو له لوري ثبت شوي دي، چې د کورنیو له ډلې (۲۹) کورنۍ چې افرادو شمیر یې (۱۲۲) تنه کیږي او د مجردینو له ډلې (۷۴) تنه د نغدي او غیر نغدي مرستو په خاطر (آی او اېم) ته معرفي شوي دي.

د خدماتو او صحي چارو کمېټه:

د نیمروز ولایت له لارې نن لس (۱۰) فامیله چی (۵۰) تنه کیږي، نن غرمه د ډوډی او نور خدمات ورته وړاندی شوه.

هـــــــــرات:

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

نن په اسلام کلا کې (۵۲) تنه ثبت او د مراحلو له طی کولو وروسته مالي کمېټې ته معرفي شول.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

نن د اسلام کلا بندر کې له (۳۷) کورنیو سره د مالي کمېټې له لوري لس لس زره افغانۍ مرسته وشوه.

د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء