د راستنېدونکو مهاجرينو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د کمېټو ورځنی کاري راپور

الامارة: ۱۴۴۵ جمادي الاول ۶ تورخـــم: د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه: نن په تورخم کې (۲۳۰) کورنۍ او (۲۸۸) تنه ثبت او بایومټریک شوي دي. په همدې ډول (۱۴۷) کورنۍ تثبیت کړل شوې، چې (۱۳۰) کورنۍ مهاجرېن او پاتې (۱۷) کورنۍ غیرمهاجرېن ثابتې شوې. د خدماتو او صحي چارو کمېټه: په عمري کمپ کي […]

الامارة: ۱۴۴۵ جمادي الاول ۶

تورخـــم:

د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه:

نن په تورخم کې (۲۳۰) کورنۍ او (۲۸۸) تنه ثبت او بایومټریک شوي دي.
په همدې ډول (۱۴۷) کورنۍ تثبیت کړل شوې، چې (۱۳۰) کورنۍ مهاجرېن او پاتې (۱۷) کورنۍ غیرمهاجرېن ثابتې شوې.

د خدماتو او صحي چارو کمېټه:

په عمري کمپ کي د خـدماتي کمـېـټي له‌خـوا (۱۱۱۵۰) تنه مهاجرینو ته ډوډئ او تصفيه شوي اوبه په‌خپل وخت سره توزیع شوې .
د خدماتو کمېټې په چوکاټ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولينو له‌خوا راستانه شویو مهاجرینو ته (۱۱۳۵) عدده سیمکارټونه په وړیا توګه ووېشل شول.
د مختلفو خيريه بنسټونو له‌خوا مرسته شوې (۱۲۰۰) کمپلې، (۳۹۶) جوړې بوټونه، (۱۰۰۰) بستې معدني اوبه او (۶۰۰) ښځینه او نارینه کوټونه توزیع شوې، (۴۰۰) بستې خوارکي توکي او همدارنګه د اوبو رسولو په برخه کې د (۸) ټانکرنو په واسطه (۱۴۵۰۰۰) ليټره اوبه توزیع شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

په عمري کمپ کې د مالي چارو کمېټې له لوري نن (۳۵۰) اړمنو راستنېدونکو سره نغدي مرسته وشوه او هرې کورنۍ ته (۱۰) زره افغانۍ نغدې ورکړل شوې.

د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه:

نن (۶۷) کورنۍ چې د افرادو شمېر یې (۴۱۵) تنه کیږي، د (۱۹) مختلف النوعه موټرو په واسطه ننګرهار، کابل، لغمان ولایتونو ته په مصئونه توګه انتقال شوي او یادو کورنیو ته (۹۲۵۰۰) افغانۍ د کرایې لپاره ورکول شوي دي.
د تورخم فرضی کرښې څخه تر اړوند کمپ پورې په مصئونه توګه د مهاجرینو د لیږد لپاره (۲۵) عرادې مختلف النوعه امارتي وسایط استخدام شوی وو، چی ټولې یې (۴۶) دورې ترسره کړی.

د مهاجرینو لپاره د کار موندنې کمیټه:

د مهاجرینو لپاره د کارموندنې کمېټې نن په تورخم کې (۱۶) تنه د بکلوریا سند لرونکي، (۳) تنه د فوق بکلوریا سند لرونکي، (۵) تنه د لیسان سند لرونکی، (۹) تنه حافظان، (۱) تن د وړې دورې فارغ، (۱) تن دیني عالم، (۵۷۶) تنه غریبکار او (۲۲۷) تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان ثبت کړل، چې ټول (۸۳۸) تنه کیږي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د کمپ په بېلابېلو برخو او فرضي کرښه کې له راستنو شویو هېوادوالو سره دوه ناستې وشوې او د پروسې د مراحلو طی کولو په اړه معلومات ورکول شول.
ډیورنډ فرضي کرښه کې اوښتونکو ته پوهاوی ورکول شو چې د مهاجرینو په نوم امتیازات ترلاسه نه‌کړي او که څوک ونیول شو قانوني چلند به ورسره وشي.
د کمېټو پر فعالیتونو پنځه راپورونه جوړ او نشر شول او د کمپ لپاره جوړې شوې دولس معلوماتي لوحو د نصب کولو چارې پېل شوې.
د (ای او اېم) له دفتر سره په همغږۍ مهاجرینو ته د مهاجرت پاڼې ووېشل شوې.
(۵) تنه ماشومان او تر پنځوس پورې ورکې تذکرې او اسناد اړونده کسانو ته وسپارل شول.
د امربالمعروف او نهی عن المنکر ریاست محتسبینو له لوري په کمپ او فرضي کرښه کې مهاجرینو ته د صبر او زغم کولو توصيې وشوې.

سپین بولدک:

د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه:

د سپین بولدک په سیمه کې (۵۲۰) کورنۍ چې د افرادو شمېر یې (۲۸۳۸) تنه کیږي، ثبت او د کورنیو چارو وزارت له لوري بایومټریک شوې.
له دې جملې (۴۱۶) کورنۍ چې (۲۸۳۸) تنه کیدل، د لازمو مرستو په موخه (آی، او اېم) ته او (۱۰۴) کورنۍ چې د افرادو شمیر یې (۵۰۵) تنه کیده (یو ان اېچ سي آر) سلېپونه او د (وي آر پي) کارټونه یې له ځانه سره لرل، (یو ان اېچ سي آر) سازمان ته معرفي شوې.
(۴) تنه نارینه قیدیان هم ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه:

له بولدک ولسوالۍ او کندهار څخه (۱۴۰) کورنۍ چې د افرادو شمیر یې (۹۰۲) تنه کیږي، د (۲۲) مختلف النوعه نقلیه وسایطو په واسطه کندهار، کابل، کندوز او هلمند ولایتونو ته ولېږدول شوې او یادو کورنیو ته (۱۲۳۰۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکول شوه.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

نن پر ډیورنډ فرضي کرښه په سپین بولدک کې د مالي چارو د تنظیم کمېټې له‌خوا له (۶۷۶) کورنیو سره مرسته وشوه او هرې کورنۍ ته (۱۰۰۰۰) افغانۍ ورکول شوې.

د خدماتو او صحي چارو کمېټه:

سپین بولدک او ښوراندام کې د غرمې او ماښام له‌خوا (۹۲۷۵) تنه راستانه شویو مهاجرینو ته ډوډۍ توزیع شوې ده.
نن د خدماتو او صحي چارو کمېټې په چوکاټ کې د ملي دفاع وزارت، د میرویس نیکه روغتون، د سرې میاشتې ټولنې، هېلټ نېټ مؤسسې او د باران صحي ټیمونو له‌‌خوا (۸۷۷) تنه ناروغان تداوي شوي؛ (۲۵۶۰) تنو ته واکسین تطبیق شوی، د (۱۰۴۰) کسانو سکرینینګ شوی، (۲۳۰) تنو ته بیا د کورونا ځانګړی واکسین تطبیق شوی، د (۵) تنو د ملاریا نمونې او د (۱۹) تنو د کورونا نمونې اخېستل شوي دي؛ (۵) مریضان استول شوي او(۷) تنه نور بستر شوي دي.
د کمپ کثافات راټول او لرې کړل شول او (۵۰۰۰۰) لېټره د څښلو پاکې اوبه ورسول شوې.
تخته پل کمپ کې (۱۵) اتاقونو او رحمتي کمپ کې د برېښنا مزي وغځول شول، ګروپونه نصب او بولدک کې د سرې میاشتې صحي ټیم ته برېښنا ورسول شوه.
نن د خدماتو کمېټې په چوکاټ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولينو له لوري پر راستانه شویو مهاجرینو (۲۶۰) عدده سیمکارټونه ویشل شوي دي.
د ضرورت په اندازه د مهاجرینو لپاره خېمي، کمپلې او خوراکي او نور توکي اماده شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

نن هم د تېر په څېر، په کمپونو کې لسګونو راستنېدونکو هېوادوالو ته عامه پوهاوی او معلومات ورکړل شوي او خبري رسنیو ته د راپورونو زمینه برابره شوې ده.
د عامه پوهاوي په برخه کې راستنېدونکو هېوادوالو ته غرمه او ماښام مهال غازي عبدالله خان لېسه کمپ او باران کلا کمپ کې د صبر او زغم په اړه ویناوې هم وشوې.

پکتیکا:

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

نن پر ډیورنډ فرضي کرښه، د تروې په سیمه کې (۱۰) کورنۍ چې د افرادو شمېر یې (۷۶) تنه کېده او په د انګور اډه کې (۵) کورنۍ ثبت شوي دي.

د خدماتو او صحي چارو کمېټه:

د خدماتو او صحي چارو کمېټې په چوکاټ کې د ملي دفاع وزارت او د عامې روغتیا صحي ټیمونو له‌‌خوا (۹۰) تنه ناروغان تداوي شوي.
نن په انګور اډه، تروو او شرنه کې (۲۶۲) تنه مهاجرینو ته د سهار، غرمې او ماښام ډوډۍ ورکړل شوه او د شپې له‌خوا هم ورته ډوډۍ او ځای په پام کې نیول شوی دی.
نن د خدماتو کمېټې په چوکاټ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولينو له لوري پر راستانه شویو مهاجرینو (۱۳) عدده سیمکارټونه ویشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټې له لوري راستنېدونکو مهاجرینو په هکله رسنیو ته معلومات راټول کړل شول، چې له مسئولینو او راستانه شویو هیوادوالو سره مرکې شوې دي.
د روغتيا په برخه کې نن د روغتيا او ملي دفاع وزارت صحي ټېمونو د (۹۰) تنو داخلي او راستنېدونکو مهاجرینو درملنه کړې او (۱۱) تنو ته بېلابېل واکسينونه تطبيق شوي دي.
د خدماتو او صحي چارو کمېټې له لوري (۶۰) تنه مهاجرینو او د ګډو کمېټو غړيو ته د سهار، غرمې او ماښام ډوډۍ ورکول شوې ده او د شپې تېرولو لپاره هم اماده‌ګي نیول شوې ده.
د خدماتو او صحي چارو کمېټې په چوکاټ کې نن د مخابراتو او ټکنالوژۍ مسئولینو له لوري پر راستانه شویو مهاجرينو (۱۳) عدده سیمکارټونه توزیع شوي دي.

د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه:

نن له انګور اډې څخه مهاجرین کمپ ته او له هغه ځایه خپلو ولسوالیو او کلیو ته (۵) کورنۍ انتقال شوي او د مالي چارو د تنظیم کمټې له لوري هرې کورنۍ ته لس زره افغانۍ ورکول شوي دي.

د مهاجرینو لپاره د کار موندنې کمیټه:

د مهاجرینو لپاره د کارموندنې کمېټې نن انګور اډه کې (۱) تن حافظ، (۱) تنه د وړې دورې فارغ، (۱۶۰) تنه غریبکار او (۱۱) تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان ثبت کړل، چې ټول (۱۷۳) تنه کیږي.

زابـــــل:

د خدماتو او صحي چارو کمېټه:

د زابل اړوند پر ډیورنډ کرښه د شملزو په ځنځیر سیمه کې (۳) فامیلونو ته ډوډۍ ورکړل شوه.

نیمــــــروز
د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه:

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په نیمروز کې د ورېښمو له لارې (۵۶) کورنۍ، چې د افرادو شمیر یې (۲۱۳) تنه کیږي او (۱۷۳۲) تنه مجردین ثبت شوي دي، چې د کورنیو له ډلې (۴۸) کورنۍ چې افرادو شمیر یې (۱۷۵) تنه کیږي او د مجردینو له ډلې (۲۳۱) تنه د نغدي او غیر نغدي مرستو په خاطر (آی او اېم) ته معرفي شوي دي.
همدارنګه پر ډیورنډ فرضي کرښه د ډک له لارې (۳) کورنۍ چې د افرادو شمېر یې (۱۶) ته کیږي، راستانه شوی دي، چې ورته د خوړو، روغتیا، عامه پوهاوي او لیږد خدمتونو سربېره، د مالي کمېټې له‌خوا ورسره نغدي مرستې هم شوې دي.

هـــــــــرات:

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
نن په اسلام کلا کې (۱۲۴) تنه ثبت او د مراحلو له طی کولو وروسته مالي کمېټې ته معرفي شول.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

نن د اسلام کلا بندر کې له (۲۱) کورنیو سره د مالي کمېټې له لوري لس لس زره افغانۍ مرسته وشوه.
په نن (١٢٤) کسان مهاجرین بایمټریک او ثبت شول او وروسته تر طی مراحل کولو مالی دفتر ته معرفی او خدمات ورته وړاندی شول

د خدماتو او صحي چارو کمېټه:

د هرات ولایت مقام کې په اسلام کلا بندر کې د راستنیدونکو مهاجرینو لپاره د خدماتو د رسولو او د وضعیت د ښه والي په هدف ناسته وشوه.

د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء