د راستنېدونکو مهاجرينو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د کمېټو ورځنی کاري راپور

الامارة: ۱۴۴۵ جمادي الاول ۵ تورخـــم: د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه: نن په تورخم کې (۳۲۴) کورنۍ او (۱۷۵۸) تنه ثبت او بایومټریک شوي دي، په همدې ډول (۱۹۰) کورنۍ تثبیت کړل شوې، چې (۱۶۰) کورنۍ مهاجرېن او پاتې (۳۰) کورنۍ غیرمهاجرېن ثابتې شوې. د خدماتو او صحي چارو کمېټه: په عمري کمپ کې […]

الامارة: ۱۴۴۵ جمادي الاول ۵

تورخـــم:

د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه:
نن په تورخم کې (۳۲۴) کورنۍ او (۱۷۵۸) تنه ثبت او بایومټریک شوي دي، په همدې ډول (۱۹۰) کورنۍ تثبیت کړل شوې، چې (۱۶۰) کورنۍ مهاجرېن او پاتې (۳۰) کورنۍ غیرمهاجرېن ثابتې شوې.

د خدماتو او صحي چارو کمېټه:

په عمري کمپ کې د خدماتو کمېټې له‌خوا (۱۲۱۳) راستنېدونکو مهاجرینو ته ډوډۍ او تصفيه شوې اوبه په خپل وخت سره توزېع شوې.
د خدماتو کمېټې په چوکاټ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولينو له‌خوا راستانه شویو مهاجرینو ته (۱۲۱۳) عدده سیمکارټونه په وړیا توګه ووېشل شول.
د مختلفو خيريه بنسټونو له‌خوا مرسته شوې (۲۶۰۰) کمپلې، (۱۰۰۰) بستې معدني اوبه او (۴۰۰) ښځینه او نارینه جامپرونه توزیع شوې، (۳۰۰) بستې خوارکي توکي او همدارنګه د ابرسانۍ په برخه کې د (۸) ټانکرنو په واسطه (۱۵۰۰۰۰) ليټره اوبه توزیع شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

په عمري کمپ کې نن (۳۸۰) اړمنو راستنېدونکو مهاجرينو سره د یو شمېر مسئولینو په شتون کې نغدي مرسته وشوه او هرې کورنۍ ته (۱۰) زره افغانۍ نغدې ورکړل شوې.

د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه:

نن (۱۴۵) کورنۍ چې د افرادو شمېر یې (۷۷۲) تنه کیږي، د مختلف النوعه موټرو په واسطه بېلابیلو ولایتونو ته په مصئونه توګه انتقال شوي دي او یادو کورنیو ته (۲۳۳۰۰۰) افغانۍ د کرایې لپاره ورکړل شوي دي.
په تورخم مېشت غالي کې د (۱۷) عرادې مختلف النوعه وسایط برابر شوي وو، چې د تورخم فرضي کرښې څخه تر اړونده کمپ پورې راستنېدونکي افغانان په مصئونه توګه ورسوي.

د جوماتونو او زده‌کړو د تنظیم کمیټه:

دجوماتونو او زده کړو د تنظیم کميټې د غړو لخوا د تېر په څېر نن هم د تورخم له لورې راغلو هېوادوالو ته په میشت ځای کې اصلاحې بیانونه وشول.
په ورته وخت کې دیادې کمېټې د غړو له‌ خوا په سپین بولدک، اسلام کلا او انګوره اډه کې هم راغلو هېوادوالو ته د اصلاحي بیانونو لړې دوام لري.

د مهاجرینو لپاره د کار موندنې کمیټه:

د مهاجرینو لپاره د کارموندنې کمېټې نن په تورخم کې (۱۵) تنه د بکلوریا سند لرونکي، (۲) تنه د فوق بکلوریا سند لرونکي، (۲) تنه د لیسانس سند لرونکی، (۷) تنه حافظان، (۱) تن د وړې دورې فارغ، (۱) تن دیني عالم، (۵۶۰) تنه غریبکار او (۱۸۳) تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان ثبت کړل، چې ټول (۷۷۱) تنه کیږي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د اطلاعاتو او عامه پوهاوی کمېټې له لوري راستنېدونکو ته عامه پوهاوی جریان لري او په مېشت ځایونو کې ورته اصلاحي بیانونه وشول.
شپږ ماشومان چی په کمپ کی له کورنیو نادرکه شوی وو، د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټې په هڅو بېرته له خپلو کورنیو وسپارل شول.
یو تن بې سرپرسته ماشوم د هارو اداری ته راجع کړل شو، ترڅو خدمات ورته وړاندې شي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ماشومانو د امراضو، رواني ستونزو او ماینونو د خوندیتوب په خبره کې خپلې مشورې له مهاجرینو سره شریکوي او نن هم (۱۰۸) والدینو ته د ماشومانو د خوندیتوب او د ماینونو او ناچاوده توکو په برخه کې عامه پوهاوی ورکول شو.

سپین بولدک:

د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه:
د سپین بولدک په سیمه کې (۵۳۷) کورنۍ چې د افرادو شمېر یې (۲۳۵۶) تنه کیږي، ثبت او د کورنیو چارو وزارت له لوري بایومټریک شوې.
له دې جملې (۴۲۷) کورنۍ د لازمو مرستو په موخه (آی، او اېم)، (ډي آر سي) او (ډبلیو اېف پي) ته معرفي شوې. (۶) تنه نارینه قیدیان هم ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه:

له سپين بولدک ولسوالۍ او کندهار څخه (۱۷۸) کورنۍ چې د افرادو شمېر یې (۱۱۶۸) تنه کیږي، د (۲۸) مختلف النوعه نقلیه وسایطو په واسطه کندهار، کابل او هلمند او نورو ولایتونو ته ولېږدول شوې او یادو کورنیو ته (۱۷۱۰۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکول شوه.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

نن پر ډیورنډ فرضي کرښه په سپین بولدک کې د مالي چارو د تنظیم کمېټې له‌خوا له (۴۸۴) کورنیو سره مرسته وشوه او هرې کورنۍ ته (۱۰۰۰۰) افغانۍ ورکول شوې.

د خدماتو او صحي چارو کمېټه:

سپین بولدک او ښوراندام کې د غرمې او ماښام له‌خوا (۸۹۰۰) تنه راستانه شویو مهاجرینو ته ډوډۍ توزیع شوې ده.
د روغتیايي ټیمونو له لوري په کمپونو کی د مهاجرینو د روغتیايي وضعیت ارزونه وشوه.
نن د خدماتو او صحي چارو کمېټې په چوکاټ کې د ملي دفاع وزارت، د میرویس نیکه روغتون، د سرې میاشتې، هېلټ نېټ مؤسسې او د باران صحي ټیمونو له‌‌خوا (۱۰۰۵) تنه ناروغان تداوي شوي؛ (۲۴۰۴) تنو ته واکسین تطبیق شوی، د (۱۰۷۸) کسانو سکرینینګ شوی، (۲۸۳) تنو ته بیا د کورونا ځانګړی واکسین تطبیق شوی، د (۲۱) تنو د ملاریا نمونې او د (۱۱) تنو د کورونا نمونې اخیستل شوي دي؛ (۳) مریضان استول شوي او (۸) تنه نور بستر شوي دي.
خرابې هوا او دوړو د مخنیوی په موخه په کمپ کې آب پاشي وشوه، کثافات راټول او لرې کړل شول او (۵۰۰۰۰) لیټره د څښلو پاکې اوبه ورسول شوې.
تخته پل کمپ کې د برېښنا مزي وغځول شول، ګوروپونه نصب او جنراټورونه هم ترمیم شول.
نن د خدماتو کمېټې په چوکاټ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولينو له لوري پر راستانه شویو مهاجرینو (۱۳۶۳) عدده سیمکارټونه ویشل شوي
د ضرورت په اندازه د مهاجرینو لپاره خېمي، کمپلې او خوراکي او نور توکي اماده شوي دي.

پکتیکا:

د خدماتو او صحي چارو کمېټه:

د خدماتو او صحي چارو کمېټې په چوکاټ کې د ملي دفاع وزارت او د عامې روغتیا صحي ټیمونو له‌‌خوا (۵۱) تنه ناروغان تداوي شوي او (۷) تنو ته واکسین تطبیق شوی.
د خدماتو او صحي چارو کمېټې له لوري مهاجرینو ته د سهار، غرمې او ماښام ډوډۍ ورکړل شوه او د شپې له‌خوا هم ورته ډوډۍ او ځای په پام کې نیول شوی دی.
(۵۶) تنه مهاجرینو او د کميټو غړو ته ډوډۍ توزیع شوې او د نهه مهاجرینو تداوي شوې ده.
نن د خدماتو کمېټې په چوکاټ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولانو له لوري پر راستانه شویو مهاجرینو (۱۴) عدده سیمکارټونه ویشل شوي دي.
په تروې کې هم د مهاجرینو د راستنېدو لپاره پوره ترتیبات نیول شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

راستنېدونکو مهاجرینو ته د خپل هیواد په جوړولو کې د ټولو هیوادوالو په ونډې اخیستو په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو.
د خدماتو او صحي چارو کمېټې له لوري (۱۵۰) تنه مهاجرینو او د ګډو کمېټو غړيو ته د سهار، غرمې او ماښام ډوډۍ برابره شوې ده او د شپې تېرولو لپاره هم اماده‌ګي نیول شوې ده.

د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه:

نن له انګور اډې څخه مهاجرین کمپ ته او له هغه ځایه خپلو ولسوالیو او کلیو ته (۲) کورنۍ انتقال شوي او د مالي چارو د تنظیم کمټې له لوري هرې کورنۍ ته لس زره افغانۍ ورکول شوي دي.

پکتیــــا:

د خدماتو او صحي چارو کمېټه:

نن (۱۵۰) نفرو ته ډوډۍ ورکول شوه او د ماښام له لوري هم ورته د ډوډۍ او شپې تېرولو لپاره ترتیبات په پام کې نیول شوي دي.
د عامې روغتیا او دفاع وزارت د صحي ټیمونو له‌خوا (۵۴) مهاجرین تداوي شوي دي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولينو له لوري پر مهاجرینو (۶) عدده سیمکارټونه وېشل شوي دي.

زابـــــل:
د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه:

د زابل په شملزو کې (۱۸) کورنۍ چې د افرادو شمیر یې (۷۰) تنه کیده ثبت او ورسره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وشوه.

د مهاجرینو د لیږد او ټرانسپورټ کمېټه:

نن (۱۱) کورنۍ چې د افرادو شمېر یې (۶۰) تنه کیږي د درې مختلف النوع موټرو په واسطه د کندهار معروف ولسوالۍ او د غزني ناوې ولسوالۍ ته انتقال شوې او هرې کورنۍ سره لس-لس زره افغانۍ مرسته وشوه.

د خدماتو او صحي چارو کمېټه:

د یوولسو کورنیو ماشومانو تداوي وشوه، ډوډۍ ورکړل شوه او نور خدمات هم ورته ارایه کړل شول.

نیمــــــروز:
د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه:
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په نیمروز کې (۲۴) کورنۍ، چې د افرادو شمیر یې (۱۰۴) تنه کیږي او (۲۰۹۲) تنه مجردین ثبت شوي دي، چې د مجردینو له ډلې (۱۰۵) تنه د مرستو په خاطر آی او اېم ته معرفي شوي دي.

د مهاجرینو د مؤقت میشت کولو کمېټه:

تیره ورځ په نیمروز کې (۷) کورنۍ چې د افرادو شمېر یې (۳۱) تنه کیږي د کډوالو په لنډمهالي کمپ کې مېشت کړل شوې او د (آی او اېم) موسسې له لوري ورسره نغدي او غیرنغدي مرستې وشوې.

تیره ورځ په نیمروز کې راستانه شویو مهاجرینو ته د روغتیا او عامه پوهاوي په برخه کې خدمات وړاندي سول.

هـــــــــرات:

د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه:

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هرات کې (۳۲) کورنۍ، چې د افرادو شمیر یې (۱۸۴) تنه کیږي، ثبت شوي؛ لس-لس زره افغانۍ ورسره مرسته شوې او په همدې ډول (آی او اېم) سازمان ته هم معرفي شول.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
نن د اسلام کلا بندر کې له (۱۵) کورنیو سره د مالي کمېټې له لوري لس لس زره افغانۍ مرسته وشوه.

د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء