د راستنېدونکو مهاجرينو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون، د کمېټو ورځنی کاري راپور

الامارة: ۱۴۴۵ جمادي الاول ۴ تورخـم د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه: نن په تورخم کې (۲۴۱) کورنۍ او (۱۳۱۶) تنه ثبت او بایومټریک شوي دي. په همدې ډول (۱۹۵) کورنۍ تثبیت کړل شوې، چې (۱۶۴) کورنۍ مهاجرېن او پاتې (۳۱) کورنۍ غیرمهاجرېن ثابتې شوې. د خدماتو او صحي چارو کمېټه: د خدماتو کمېټې په […]

الامارة: ۱۴۴۵ جمادي الاول ۴

تورخـم

د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه:

نن په تورخم کې (۲۴۱) کورنۍ او (۱۳۱۶) تنه ثبت او بایومټریک شوي دي.
په همدې ډول (۱۹۵) کورنۍ تثبیت کړل شوې، چې (۱۶۴) کورنۍ مهاجرېن او پاتې (۳۱) کورنۍ غیرمهاجرېن ثابتې شوې.

د خدماتو او صحي چارو کمېټه:

د خدماتو کمېټې په چوکاټ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولينو له‌ خوا راستانه شویو مهاجرینو ته (۱۱۵۰) عدده سیمکارټونه ووېشل شول.
د مختلفو خيريه بنسټونو له‌خوا مرسته شوې (۹۵۰) کمپلې، (۱۱۴۴) بستې معدني اوبه، (۴۰۰) ښځینه او نارینه کوټونه، (۴۰۰) او د لسو ټانکرونو په واسطه (۱۵۵۰۰۰) ليتره اوبه توزیع شوې.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

نن پنجشنبه په تورخم کمپ کې له (۴۱۴) کورنیو سره لس-لس زره افغانۍ مرسته وشوه.

د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه:

نن (۱۵۶) کورنۍ چې د افرادو شمېر یې (۹۰۰) تنه کیږي، د مختلف النوعه موټرو په واسطه ننګرهار، کونړ، کابل، لغمان، پکتیکا، بلخ، بغلان، کندوز، لوګر، تخار او خوست ولایتونو ته په مصئونه توګه انتقال شوي دي او یادو کورنیو ته (۱۷۹۰۰۰) افغانۍ د کرایې لپاره ورکول شوي دي.
په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د تورخم فرضی کرښې څخه تر اړونده کمپ پورې په مصؤنه توګه د کډوالو د لیږد لپاره (۱۶) عرادې مختلف النوعه وسایط استخدام شوی وو، چی ټولې یې (۳۹) پیرې (دورې) ترسره کړي دي.

د جوماتونو او زده‌کړو د تنظیم کمیټه:

د مساجدو او زده‌کړو د تنظیم کمېټې له‌خوا راغلو مهاجرينو هېوادوالو ته په میشت ځایونو کې اصلاحي ویناوې وشوې.

د مهاجرینو لپاره د کار موندنې کمیټه:

د مهاجرینو لپاره د کارموندنې کمېټې نن په تورخم کې (۱۶) تنه د بکلوریا سند لرونکي، (۳) تنه د فوق بکلوریا سند لرونکي، (۱) تن د لیسانس سند لرونکی، (۱) د ماسټرۍ سند لرونکی، (۱۰) تنه حافظان، (۵) تنه د وړې دورې فارغان، (۲) تنه دیني عالمان، (۵۶۶) تنه غریبکار او (۲۳۷) تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان ثبت کړل، چې ټول (۸۴۱) تنه کیږي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
نن په کمپونو کې لسګونو راستنېدونکو مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکول شو او د زغم او صبر په اړه ورته خبرې وشوې.
له رسنیو سره د خبرونو او د مستند په جوړولو کې همکاري شوې ده او لس خبرونه لیکل شوي دي.
د مهاجرینو ستونزې واوریدل شوې او د امربالمعروف او نهی عن‌المنکر ریاست د محتسبینو له‌خوا مهاجرینو ته د صبر او زغم توصیې وشوې.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټې په هڅو تر (۵۰) پورې ورک اسناد او د تابعیت تذکرې او (۲) تنه ورک ماشومان اړوندو کسانو ته سپارل شوي.
پر ډیورنډ فرضي کرښه اوښتونکو کسانو ته پوهاوی ورکول شو، چې د مهاجرینو په نوم امتیازات ترلاسه نه‌کړي او که څوک ونیول شو، قانوني چلند به ورسره وشي.
د عامه پوهاوي په موخه مهاجرینو ته پر فرضي کرښه او همدارنګه په کمپ کې د کاري کمېټو او مراحلو د طی کولو پروسې په اړه معلومات ورکول شول.

سپین بولدک:

د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه:

د سپین بولدک په سیمه کې (۴۸۰) کورنۍ چې د افرادو شمېر یې (۲۵۵۰) تنه کیږي، ثبت او د مرستو په موخه (آی او اېم) سازمان ته معرفي شوې.
(۹۹) کورنیو چې د (وي آر ایف) کارټونه او سلېپونه یې له ځانه سره لرل د لازمو مرستو په موخه د (یو ان اېچ سي آر) سازمان دفتر ته معرفي شول.
نن د (۴۸۰) کورنیو مشران هم د کورنیو چارو وزارت له لوري بایومټریک شول.
(۳) تنه نارینه قیدیان او (۳) تنه بې سرپرسته ماشومان هم ثبت شول، چې ماشومان د (ام پي او) ارګان ته معرفي شول.
د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه:

له بولدک ولسوالۍ او کندهار څخه (۲۳۲) کورنۍ چې د افرادو شمېر یې (۱۴۶۵) تنه کیږي، د (۳۲) مختلف النوعه نقلیه وسایطو په واسطه کابل، زابل، هرات، کندهار، غزني، نیمروز، اروزګان او نورو ولایتونو ته ولېږدول شوې او یادو کورنیو ته (۲۱۳۰۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکول شوه.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

نن په سپین بولدک کې د مالي چارو د تنظیم کمېټې له‌خوا له (۵۳۳) کورنیو سره مرسته وشوه او هرې کورنۍ ته (۱۰۰۰۰) افغانۍ ورکول شوې.

د خدماتو او صحي چارو کمېټه:

سپین بولدک او ښوراندام کې د غرمې او ماښام له‌خوا (۹۸۳۰) راستانه شویو مهاجرینو ته ډوډۍ توزیع شوې ده.
نن د خدماتو او صحي چارو کمېټې په چوکاټ کې د ملي دفاع وزارت، د میرویس نیکه روغتون، د سرې میاشتې، هېلټ نېټ مؤسسې او د باران صحي ټیمونو له‌‌خوا (۱۰۹۳) تنه ناروغان تداوي شوي؛ (۲۳۰۰) تنو ته واکسین تطبیق شوی، د (۱۰۶۰) کسانو سکرینینګ شوی، (۲۸۰) تنو ته بیا د کورونا ځانګړی واکسین تطبیق شوی، د (۲۱) تنو د ملاریا نمونې او د (۱۳) تنو د کورونا نمونې اخیستل شوي دي؛ (۲) مریضان استول شوي او (۵) تنه نور بستر شوي دي.
تخته پل کمپ کې د برېښنا مزي وغځول شول، ګوروپونه نصب او جنراټورونه هم ترمیم شول.
نن د خدماتو کمېټې په چوکاټ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولينو له لوري پر راستانه شویو مهاجرینو (۱۲۲۹) عدده سیمکارټونه ویشل شوي دي.
د ضرورت په اندازه د مهاجرینو لپاره خیمي، کمپلې او خوراکي او نور توکي اماده شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

نن بیا په کمپونو کې لسګونو راستانه شویو مهاجرينو هیوادوالو ته عامه پوهاوی او معلومات ورکړل شو او له خبري رسنیو سره هم پوره همکاري شوې ده.
د عامه پوهاوي په برخه کې راستنېدونکو هېوادوالو ته د غازي عبدالله خان لېسې په کمپ او همدارانګه د باران کلا په کمپ کې د صبر او زغم په اړه ویناوې وشوې.

پکتیکا:

د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه:

نن د انګور اډې په سیمه کې (۹) کورنۍ ثبت شوې دي.

د خدماتو او صحي چارو کمېټه:

د خدماتو او صحي چارو کمېټې په چوکاټ کې د ملي دفاع وزارت او د عامې روغتیا صحي ټیمونو له‌‌خوا (۲۰۵) تنه ناروغان تداوي شوي او (۱۶) تنو ته واکسین تطبیق شوی.
د خدماتو او صحي چارو کمېټې له لوري مهاجرینو ته د سهار، غرمې او ماښام ډوډۍ ورکړل شوه او د شپې له‌خوا هم ورته ډوډۍ او ځای په پام کې نیول شوی دی.
نن د خدماتو کمېټې په چوکاټ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولينو له لوري پر راستانه شویو مهاجرینو (۱۲)عدده سیمکارټونه ویشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټې له لوري راستنېدونکو مهاجرینو ته د عامه پوهاوي اړوند راپور جوړ او رسنیو کې نشر شو.
له (۳) داخلي رسنیو سره د راپورونو په چمتو کولو او د معلوماتو په وړاندې کولو کې همکاري شوې.

د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه:

نن له انګور اډې څخه د مختلف النوعه موټرو په واسطه مهاجرينو کمپ ته او له هغه ځایه (۹) کورنۍ خپلو ولسوالیو او کلیو ته انتقال شوي او د مالي چارو د تنظیم کمټې له لوري هرې کورنۍ ته لس زره افغانۍ ورکول شوي دي.

پکتیــــا:
د ټرانسپورټ او انتقال کمیټه:

نن دوه کورنۍ خپلو سیمو ته انتقال شوې، چې یوه یې جاني‌خیلو ته اوبله حسن خیلو ته انتقال شوه.

نیمروز:

د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه:

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په نیمروز کې (۳۵) کورنۍ، چې د افرادو شمیر یې (۱۴۲) تنه کیږي، ثبت شوې؛ له دې ډلې (۲۲) کورنۍ چې (۹۶) تنه کیدل، په لنډمهالي کمپ کې میشت شوې او ورسره نغدي او غیر نغدي مرستې وشوې.
* په همدې ډول په نیمروز کې (۱۸۴۴) تنه مجردین هم ثبت شوي چې له دې ډلې (۲۰۰) تنه د مرستو لپاره (آی او اېم) سازمان ته معرفي شول.

هـــــــــرات:

د خدماتو او صحي چارو کمېټه:

د خدماتو او صحي چارو کمېټې مسئولينو د اسلام کلا په صفري نقطه کې د مهاجرینوله کمپ څخه لیدنه وکړه او د ضرورت وړ توکي یې اماده کړل.

د مؤقت مېشت کولو کمېټه:

نن په اسلام کلا بندر کې (۱۸) کورنۍ چې د افرادو شمېر یې (۶۱) تنه کیږي او (۸۷۶) مجردین په اجباري توګه اخراج کړي، چې له دې ډلې (۲۳) کورنۍ چې د افرادو شمېر یې (۱۰۸) تنه کیږي او (۱۷۶) مستضعفین وګڼل او ثبت کړل او مرستو په موخه آی او اېم سازمان ته معرفي شول.
په همدې ډول (۶) کورنۍ چې د افرادو شمیر یې (۲۱) تنه کیږي او (۶۳۴) مجردین په خپله خوښه هیواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

نن د اسلام کلا بندر کې له (۱۵) کورنیو سره د مالي کمېټې له لوري لس لس زره افغانۍ مرسته وشوه او د اسکان مؤقت کمېټې په هڅو د (آی او اېم) سازمان په همکارۍ ورته مناسب ځای، خواړه او روغتیايي خدمات ورسول شول.

کـــــابـــل ـ مرکز:

د مهاجرینو لپاره د مرستو د جلب او جذب کمېټه:

د اقتصاد وزارت سرپرست وزير او د جلب او جذب کمیټې رئیس محترم قاري صاحب دین محمد “حنیف” د ترکيې هیواد سفیر ښاغلي جنک اونال او مل پلاوي سره د مهاجرینو په اړه خبرې وکړې، د ترکیې سفیر خبر ورکړ چې د ترکیې د سرې میاشتې ټولنې له خوا رالیږل شوې (۵۰۰) ټنه محموله ـ چې زر خیمې، کمپلې، جنراټورونه، البسه او خوراکي مواد په کې دي ـ افغانستان ته پر لاره ده او تر ترکمنستان هیواده رارسیدلې ده.

د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء