د راستنېدونکو مهاجرينو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون، د کمېټو ورځنی کاري راپور

الامارة: ۱۴۴۵/جمادي الاول ۵ تورخم: د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه: نن په تورخم کې (۳۰۳) کورنۍ او (۱۵۶۰) تنه ثبت او بایومټریک شوي دي. د خدماتو او صحي چارو کمېټه: د خدماتو کمېټې په چوکاټ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولينو له‌خوا راستانه شویو مهاجرینو ته (۸۴۸) عدده سیمکارټونه وېشل شوي دي. […]

الامارة: ۱۴۴۵/جمادي الاول ۵

تورخم:

د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه:

نن په تورخم کې (۳۰۳) کورنۍ او (۱۵۶۰) تنه ثبت او بایومټریک شوي دي.

د خدماتو او صحي چارو کمېټه:

د خدماتو کمېټې په چوکاټ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولينو له‌خوا راستانه شویو مهاجرینو ته (۸۴۸) عدده سیمکارټونه وېشل شوي دي.
(۱۶۸۵۰) تنه مهاجرینو ته ډوډۍ او تصفيه شوې اوبه په‌خپل وخت ورسول شوې.
د مختلفو خيريه بنسټونو له‌خوا مرسته شوې (۳۶۰۰) کمپلې، (۱۵۰) بستې معدني اوبه، (۸۰۰) ښځینه او نارینه کوټونه، (۴۰۰) بستې خوارکي مواد او د ټانکرونو په واسطه (۱۷۰۰۰۰) ليتره اوبه توزیع شوې.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

نن په تورخم کې له (۳۲۷) کورنیو سره لس-لس زره افغانۍ مرسته وشوه.

د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه:

په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د تورخم فرضی کرښې څخه تر اړونده کمپ پورې په مصئونه توګه د مهاجرینو د لیږد لپاره ۱۹ عرادې مختلف النوعه وسایط اماده شوي وو.
نن (۱۴۸) کورنۍ چې د افرادو شمېر یې (۸۳۹) تنه کیږي، د (۳۱) مختلف النوع نقلیه وسایطو په واسطه ننګرهار، کونړ، کابل، لغمان، پکتیا، بلخ، بغلان، کندز، تخار او کندهار ولایتونو ته په مصئونه توګه انتقال شوي دي.
یادو کورنیو ته (۲۲۵۰۰۰) افغانۍ د کرایې لپاره هم ورکول شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د مهاجرینو ستونزې واوریدل شوې او د امربالمعروف او نهی عن‌المنکر ریاست د محتسبینو له‌خوا مهاجرینو ته د صبر او زغم توصیې وشوې.
کمپ کې او پر فرضي کرښه مهاجرینو ته د مراحلو د طی کولو په اړه معلومات ورکول شول.
پر فرضي کرښه اوښتونکو کسانو ته پوهاوی ورکول شو، چې د مهاجرینو په نوم امتیازات ترلاسه نه‌کړي، له متخلفینو سره به قانوني چلند وشي.
دوو کاري کمېټو پر فعالیتونو راپور جوړ او نشر شو.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست په هڅو له سیاحتي شرکتونو څخه راټوله شوې مرسته خدماتي کمېټې ته وسپارل شوه.
د (ای او اېم) له دفتر سره په ګډه مهاجرینو ته د مهاجرت پانې ووېشل شوې او په راتلونکې کې به هم یادې پاڼې د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه توزیع کوي.
پنځه ورک شوي ماشومان او تر (۵۰) ورک شوي اسناد او تذکرې مربوطه کسانو ته سپارل شوي دي.

د کارموندنې کمېټه:
نن د جمعې په ورځ د کار موندنی کمیټی تخنیکې همکارانو په تورخم کی ټوټال ۸۰۲ راستنید ونکی کډوال په سیستم کې ثبت کړي چی له دی جملی نه ۲ کسان له دینی مدرسونه د وړې دورې فارغان ، ۳ کسان د قرآن عظیم شان حافظان ، ۳۰ کسان بکلوريا، ۷ کسان فوق بکوريا، ۶ کسان لیسانس ، ۱۴۹ کسان مسلکی حرفه لرونکې، ۶۰۵ غریبکار کسان په سیستم کې ثبت شوي دي.

د کمکونو جلب او جذب کمېټه:

د ترکيې هېواد اړوند خيريه ادارې (ټيکا) ۶۰ ټنه خوراکي توکي د راستنېدونکو مهاجرينو لپاره کمک وکړ.
_____________________________

سپین بولدک:

د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه:
نن پر ډیورنډ فرضي کرښه د سپین بولدک په سیمه کې (۵۶۸) کورنۍ، چې د افرادو شمیر یې (۳۲۰۱) تنه کیږي، ثبت او راجسټر شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت له لوري په سپین بولدک کې (۵۶۰) کورنۍ بایومټریک شوې او له دې ډلې (۴۶۶) کورنۍ چې د افرادو شمیر یې (۲۶۳۵) تنه کیږي، د مرستو په موخه (آی او اېم) سازمان ته معرفي شوې.
(۸۸) کورنیو چې د افرادو شمیر یې (۴۴۴) تنه کیږي، چې د (وي آر اېف) او د (یو ان اېچ سي آر) سازمان سلیپونه یې له ځان سره لرل، د لازمو مرستو لپاره یاد دفتر ته معرفي شوې.

دغه راز (۵۶۰) کسان د کورنیو چارو وزارت د بایومټریک په سیستم کې ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه:

له بولدک ولسوالۍ او کندهار څخه (۲۴۱) کورنۍ چې د افرادو شمېر یې (۱۵۴۹) تنه کیږي، د (۳۸) مختلف النوعه نقلیه وسایطو په واسطه کابل، زابل، هرات، کندهار، غزني، اروزګان او نورو ولایتونو ته انتقال شوې او یادو کورنیو ته (۲۱۸۰۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکول شوه.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

نن د سپین بولدک په سیمه کې د مالي چارو د تنظيم کمېټې له‌خوا (۴۹۴) کورنیو سره مرسته شوې او هرې کورنۍ ته (۱۰۰۰۰) افغانۍ ورکول شوي دي.

د خدماتو او صحي چارو کمېټه:

سپین بولدک او ښوراندام کې د غرمې او ماښام له‌خوا (۹۷۵۰) راستانه شویو مهاجرینو ته ډوډۍ توزیع شوې.
نن د خدماتو او صحي چارو کمېټې په چوکاټ کې د ملي دفاع وزارت، د میرویس نیکه روغتون، د سرې میاشتې، هېلټ نېټ مؤسسې او د باران صحي ټیمونو له‌‌خوا (۱۱۹۹) تنه ناروغان تداوي شوي؛ (۲۵۰۴) تنو ته واکسین تطبیق شوی، د (۱۰۱۵) کسانو سکرینینګ شوی، د (۱۳) تنو د ملاریا نمونې او د (۲۹۰) تنو د کورونا نمونې اخیستل شوي دي. ۴ مریضان استول شوي او ۷ تنه نور بستر شوي دي.

نن د خدماتو کمېټې په چوکاټ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولينو له لوري پر راستانه شویو مهاجرینو (۱۶۶۱) عدده سیمکارټونه ویشل شوي دي.
نن (۶۰۰۰۰) لیټره پاکې اوبه ذخیرو کې واچول شوې او د کمپ ځینې برخې هموارې کړل شوې.
د اړتیا په اندازه د مهاجرینو لپاره خیمي، کمپلې او خوراکي او نور توکي اماده کړل شوي دي.

د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء