د راستنېدونکو مهاجرينو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د کمېټو ورځنی کاري راپور

الامارة: ۱۴۴۵ جمادي الاول ۲ تورخـــم د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه: نن په تورخم کې (۲۰۹) کورنۍ او (۱۱۴۳) تنه ثبت او بایومټریک شوي دي، په همدې ډول (۱۶۵) کورنۍ تثبیت کړل شوې، چې (۱۴۴) کورنۍ مهاجرين او پاتې (۲۱) کورنۍ غیرمهاجرين ثابتې شوې. د خدماتو او صحي چارو کمېټه: د خدماتو کمېټې په […]

الامارة: ۱۴۴۵ جمادي الاول ۲

تورخـــم

د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه:

نن په تورخم کې (۲۰۹) کورنۍ او (۱۱۴۳) تنه ثبت او بایومټریک شوي دي، په همدې ډول (۱۶۵) کورنۍ تثبیت کړل شوې، چې (۱۴۴) کورنۍ مهاجرين او پاتې (۲۱) کورنۍ غیرمهاجرين ثابتې شوې.

د خدماتو او صحي چارو کمېټه:

د خدماتو کمېټې په چوکاټ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولينو له‌خوا راستانه شویو مهاجرینو ته (۱۲۴۳) دانې سیمکارټونه ووېشل شول.
( ۱۹۰۰۰) تنه مهاجرینو ته ډوډۍ او تصفيه شوې اوبه په‌خپل وخت ورسول شوې.
د مختلفو خيريه بنسټونو له‌خوا مرسته شوې (۵۰۰) کمپلې، (۱۰۰) بستې معدني اوبه، (۶۰۰) ښځینه او نارینه کوټونه، (۶۵۰) بستې خوارکي مواد او (۷) منه غوښه او د لسو ټانکرونو په واسطه (۱۸۰۰۰۰) ليتره اوبه توزیع شوې.
د یو تن ملي تجار له لوري د خدماتو له کمېټې سره مرسته شوې (۳۰۰۰) کمپلې پر مهاجرینو ووېشل شوې او پاتې (۳) زره نورې کمپلې به په کابل کې پر اړمنو کسانو ووېشل شي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

نن پنجشنبه په تورخم کمپ کی له (۳۵۰) کورنیو سره لس-لس زره افغانۍ مرسته وشوه.

د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه:

نن (۱۱۵) کورنۍ چې د افرادو شمېر یې (۶۶۴) تنه کیږي، د (۲۵) مختلف النوع نقلیه وسایطو په واسطه ننګرهار، کونړ، کابل، لغمان، پکتیا، پکتیکا، بغلان، کندوز او تخار ولایتونو ته په مصئونه توګه انتقال شوي دي.
یادو کورنیو ته (۱۸۵۰۰۰) افغانۍ د کرایې لپاره هم ورکول شوي دي.
د جوماتونو او زده‌کړو د تنظیم کمیټه:
د جوماتو او زده‌کړو د تنظیم کمېټې د مسئولینو له لوري د راستانه شویو مهاجرینو ماشومانو ته کتابونه، بکسې او قرطاسیې ووېشل شوې؛ مهاجرینو ته د دیني مسایلو په اړه بیانونه وشول او د پوره خدمت او همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

د مهاجرینو لپاره د کار موندنې کمیټه:

د مهاجرینو لپاره د کارموندنې کمېټې په تورخم کې (۱۱) تنه د بکلوریا سند لرونکي، (۲) تنه د فوق بکلوریا سند لرونکي، (۴) تنه د لیسان سند لرونکي، (۹) تنه حافظان، (۳) تنه د وړې دورې فارغان، (۱) تن دیني عالم، (۵۶۳) تنه غریبکار او (۱۵۹) تنه حرفه‌يي کسان ثبت کړل، چې ټول (۷۵۲) تنه کیږي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

نن په کمپونو کې لسګونو راستنېدونکو مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکول شو او د زغم او صبر په اړه ورته خبرې وشوې.
له اوو رسنیو سره د راپورونو په چمتو کولو او د معلوماتو په شریکولو کې همکاري شوې ده.
د (IOM) له دفتر سره په همغږۍ کې له (۳۰۰) زیاتې د مهاجرت پاڼې پر مهاجرینو ووېشل شوې، چې د یاد سازمان له لوري ایسارې شوې وې.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټې په هڅو تر (۵۰۰) پورې ورک اسناد او درې ماشومان خپلو کورنیو ته وسپارل شول.
د عامه پوهاوي په موخه مهاجرینو ته پر فرضي کرښه او همدارنګه په کمپ کې د کاري کمېټو او مراحلو د طی کولو پروسې په اړه معلومات ورکول شول.

سپین بولدک:

د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه:

د سپین بولدک په سیمه کې (۷۶۶) کورنۍ چې د افرادو شمیر یې (۴۲۱۲) تنه کیږي، ثبت شوې او له دې ډلې (۶۱۷) کورنۍ چې د افرادو شمیر یې (۳۴۲۶) تنه کیږي، د مرستو په موخه (IOM)، (WFP) او (DRC) سازمان ته معرفي شوې.

(۱۶۲) کورنۍ چې د افرادو شمیر یې (۶۹۸) تنه کیږي، چې د (VRF) او د (یو ان اېچ سي آر) سازمان سلیپونه یې له ځان سره لرل، د لازمو مرستو لپاره یاد دفتر ته معرفي شوې.
• نن ۴ تنه نارینه قیدیان او (۴) تنه بې سرپرسته ماشومان هم ثبت شول؛ ماشومان (MPO) ارګان ته معرفي شول.
دغه راز (۷۶۴) د راستنو شويو کورنيو مشران هم ثبت او بايومتريک شوي دي.

د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه:

له بولدک ولسوالۍ او کندهار څخه (۲۴۰) کورنۍ چې د افرادو شمېر یې (۲۴۴۴) تنه کیږي، د (۳۸) مختلف النوع نقلیه وسایطو په واسطه کابل، زابل، هرات، کندهار، غزني، اروزګان او نورو ولایتونو ته انتقال شوې او یادو کورنیو ته (۱۸۷۵۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکول شوه.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

نن د سپین بولدک په سیمه کې د مالي چارو د تنظیم کمېټې له‌خوا (۷۶۴) کورنیو سره مرسته شوې او هرې کورنۍ ته (۱۰۰۰۰) افغانۍ ورکول شوي دي.

د خدماتو او صحي چارو کمېټه:

سپین بولدک او ښوراندام کې د غرمې او ماښام له‌خوا (۹۶۵۰) راستانه شویو مهاجرینو ته ډوډۍ توزیع شوې.
نن د خدماتو او صحي چارو کمېټې په چوکاټ کې د ملي دفاع وزارت، د میرویس نیکه روغتون، د سرې میاشتې، هېلټ نېټ مؤسسې او د باران صحي ټیمونو له‌‌خوا (۱۱۹۹) تنه ناروغان تداوي شوي؛ (۲۵۰۴) تنو ته واکسین تطبیق شوی، د (۱۰۱۵) سکرینینګ شوی، د (۱۳) تنو د ملاریا نمونې او د (۲۹۰) تنو د کورونا نمونې اخیستل شوي دي. ۴ مریضان استول شوي او ۷ تنه نور بستر شوي دي.

نن د خدماتو کمېټې په چوکاټ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولانو له لوري پر راستانه شویو مهاجرینو (۱۶۲۱) عدده سیمکارټونه ویشل شوي دي.
نن (۶۰) زره لیټره پاکې اوبه ذخیرو کې واچول شوې او د کمپ ځینې برخې هموارې کړل شوې.
د ضرورت په اندازه د مهاجرینو لپاره خیمي، کمپلې او خوراکي او نور توکي اماده کړل شوي دي.

پکتیکا:

د خدماتو او صحي چارو کمېټه:

د خدماتو او صحي چارو کمېټې له لوري په تروې ولسوالۍ کې نن را ستنېدونکو مهاجرینو او د ګډو کمېټو (۲۹) تنه غړو ته د غرمې ډوډۍ ورکړل شوه، دوی ته د شپې له‌خوا ډوډۍ او ځای هم په پام کې نیول شوی دی.

هــــــرات:

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

نن د هرات په اسلام کلا بندر کې له (۴) کورنیو سره لس-لس زره افغانۍ مرسته وشوه.

د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء