د راستنېدونکو مهاجرينو ستونزو ته د رسېدنې عالي کميسيون د کمېټو ورځنی کاري راپور

الامارة: ۱۴۴۵ جمادي الاول ۱ تورخم د ثبت، تثبيت او استقبال کمېټه: نن ورځ ۳۴۴ کورنۍ چې د غړو شمېر يې ۱۸۶۵ تنه کیږي هېواد ته راستنې، ثبت او بايوميټرک شوي او په ۱۴۳۷ مهاجرینو سيمکارتونه ووېشل شول. د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه: د عامه پوهاوي په برخه کې د دې کمېټې ګرځنده ټيم […]

الامارة: ۱۴۴۵ جمادي الاول ۱

تورخم

د ثبت، تثبيت او استقبال کمېټه:

نن ورځ ۳۴۴ کورنۍ چې د غړو شمېر يې ۱۸۶۵ تنه کیږي هېواد ته راستنې، ثبت او بايوميټرک شوي او په ۱۴۳۷ مهاجرینو سيمکارتونه ووېشل شول.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د عامه پوهاوي په برخه کې د دې کمېټې ګرځنده ټيم له مهاجرينو سره څو ناستې وکړې او د چارو د طی مراحلو په اړه معلومات ورکړل شول. له IOM څخه ۳۰۰ اجراء شوې فورمې ترلاسه او مهاجرينو ته وسپارل شوې. همدا راز ۵۰ ورک شوي اسناد او ماشومان پيدا او خپلو مالکانو او کورنيو ته وسپارل شول.

جوماتونو او زده کړو کمېټه:

دې کمېټې نن په تورخم کې راستانه شویو مهاجرينو کورنيو څخه وغوښتل چې خپل بچيان د زده کړو دوام لپاره وهڅوي.

د خدماتو او روغتيايي چارو کمېټه:

دې کمېټې نن ورځ (۲۱۳۲۰) مهاجرينو باندې ډوډۍ او تصفيه شوې اوبه ووېشلې. ۴۰۰ کمبلې، ۱۵۰ بستې معدني اوبه، ۳۵۰ ښځينه او نارينه کورتۍ، د خامو خوراکي توکو ۲۰۰ کڅوړې، ۲۶ روغتيايي کيټونه او ۱۵۰ منه مڼې چې د بېلابېلو خيريه بنسټونو له لوري ترلاسه شوي وو، په اړمنو مهاجرينو ووېشل شول.

د مالي چارو د تنظيم کمېټه:

د راستانه شويو مهاجرينو ۴۰۰ کورنيو ته د هرې کورنۍ په سر لس زره افغانۍ ورکړل شوې.

د موقتي ميشت کولو کمېټه:

د کمپ له ټولو خېمو څخه څارنه وشوه چې په نتيجه کې يې له ټولو ۱۳۵۰ خېمو څخه ۹۰۰ کې مهاجرين اوسيږي او ۴۵۰ نورې خالي دي. د لسو ټانکرو په واسطه د کمپ ۱۴۰ ذخيرو ته ۱۸۵ زره لېټره اوبه ورسول شوې.

د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه:

د تورخم فرضي کرښې څخه تر اړونده کمپ پورې د ۸ بېلابېلو وسايطو پر مټ په ۱۸ دورو کې مهاجرين را انتقال کړل شول.
په ۳۳ بېلابېلو وسایطو کې ۲۰۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۹۶۵ تنه کيږي، له تورخم څخه بېلابېلو ولایتونو کې خپلو کورنیو ته ولېږدول شوې.

د کاري فرصتونو کمېټه:

نن ورځ ۶ تنه بکلوريا، ۱ فوق بکلوريا، ۸۸ د مسلکي کارکوونکي او ۷۵۲ تنه نور غریبکار راستانه شوي دي.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
سپین بولدک:

د ثبت، تثبيت او استقبال کمېټه:

نن ورځ ۶۱۷ کورنۍ چې د وګړو شمېر یې۳۳۵۰ تنه کيږي، همدا راز ۶۸۵ تنه زندانيان، د سپين بولدک له لارې خپل هېواد ته راستانه شول، ثبت او بايوميټرک شول او ۵۲۶ کورنۍ چې ۲۸۶۷ تنه کيږي، د همکارۍ لپاره ايي او ايم ته معرفي شول. ۵۱ کورنۍ چې ۲۶۸ تنه کيږي او د (UNHCR) اسناد يې درلودل د همکارۍ لپاره دې دفتر ته معرفي شول. همدا راز ۱۳۹۲ مهاجرينو باندې د بېلابېلو شبکو سيمکارتونه وېشل شوي دي.

د خدماتو او روغتيايي چارو کمېټه:

نن غرمه سپين بولدک کمپ کې۲۷۵۰ او ماښام ۲۶۶۰ تنو ته د ماښام ډوډۍ ورکړل شوه، همدا راز د ښوراندام کمپ کې غرمه مهال ۲۵۰۰ او ماښام ۲۷۰۰ تنو ته ډوډۍ ورکړل شوه.
د ۷۸۹ تنو بېلابېلو ناروغانو معاينات او تداوي ترسره شوه، ۱۰۳۴ ناروغان سکريننګ شوي دي، ۲۸۸۹ واکسين شوي دي، د ۱۳ تنو د ملاريا نمونې اخيستل شوي او ۵ تنه د تداوۍ لپاره روغتون ته لېږدول شوي چې ۳ تنه يې په روغتون کې داخل شوي دي.
د تخته پل په کمپ کې د يوې لويې خيمې د درولو لپاره چمتوالی نيول شوی.
په دې کمپ کې د رڼا لپاره برقي تار غځول شوی او په ځينې ساحو کې برقونه نصب شوي دي. همدا راز د څښاک لپاره د اوبو ذخيرې د کمپ په بېلابېلو برخو کې نصب شوي دي. اړمنو راستانه شويو مهاجرينو لپاره د سرپناه لپاره خيمې ولګول شوې او يو شمېر نورو باندې کمبلې ووېشل شوې.

د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه:

۲۷۸ کورنۍ چې ۱۶۶۹ تنه کېږي؛ په ۴۵ موټرو کې له سپين بولدک څخه ارزګان، هرات، کابل، زابل، غزني، کندهار او نورو ولایتونو ته لېږدول شوي دي. یادو کورنیو ته ۱۶۷ زره افغانۍ د کرايه لپاره ورکول شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د غازي عبدالله خان ليسې او باران کلا کمپ کې لسګونه راستانه شویو مهاجرینو ته په بېلابېلو برخو کې معلومات ورکړل شوي دي.

د مالي چارو د تنظيم کمېټه:

نن ورځ د سپین بولدک له لارې ۶۲۵ راستانه شويو کورنيو سره د هرې کورنۍ په سر ۱۰ زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه.
ــــــــــــــــــــــ

پکتيکا:

د مؤقت میشت کولو کمېټه:

دې کمېټې د انګور اډې کمپ څخه د خونديتوب په موخه اغزن سيم تاو کړ.

هلمند:

د هلمند بهرامچې له لارې ۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۷ تنه کيږي، خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

هـــــــــرات:

د مالي چارو د تنظيم کمېټه:

د اسلام کلا له لارې خپل هېواد د ۷ راستنو شويو کورنيو سره د هرې کورنۍ په سر ۱۰ زره افغانۍ مرسته وشوه.

اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

دې کمېټې راستانه شويو مهاجرينو باندې د معلوماتو، لارښوونو او هر کلي پپغامونه خپاره کړي دي.

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۵۸ کورنۍ چې ۲۲۱ تنه کيږي او ۲۵۵۹ تنه مجرد چې ټول ۲۷۸۰ تنه کيږي، خپل هېواد ته راستانه شول، ۵۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۸۳ کيږي د همکارۍ لپاره ايي او ايم ته معرفي شول.

د مهاجرينو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء