د رئیس الوزراء په لارښوونه د ژمنیو ورښتونو له امله په پنځو ولایتونو کې د مواشیو د تلف مخنيوي لپاره ځانګړي تصامیم ونیول شول

الاماره: ۱۴۴۵/شعبان ۱۹ وروسته له هغه چې د سختو ورښتنو او ډیرو واورو له امله د هیوا په پنځو ولایتونو (بلخ، جوزجان، فاریاب، هرات او بادغیس ) کې زموږ د ګڼ شمیر هیوادوالو د مواشي او څارویو د تلف کیدو او یا د تلف له خطر سره د مخ کیدو راپورونه ترلاسه شول د هیواد […]

الاماره: ۱۴۴۵/شعبان ۱۹

وروسته له هغه چې د سختو ورښتنو او ډیرو واورو له امله د هیوا په پنځو ولایتونو (بلخ، جوزجان، فاریاب، هرات او بادغیس ) کې زموږ د ګڼ شمیر هیوادوالو د مواشي او څارویو د تلف کیدو او یا د تلف له خطر سره د مخ کیدو راپورونه ترلاسه شول د هیواد د رئیس الوزراء الحاج ملا محمد حسن اخند لخوا په دې اړوند عاجله او ځانګړی غونډه وشوه. په دې غونډه کې د کرني او مالدارۍ وزارت، اقتصاد وزارت او د سرحدونو چارو وزرات وزیرصاحبانو او استازو ګډون درلود. د حالاتو تر څیړني وروسته عاجله کمیټه وټاکل شوه، ترڅو یادې موضوع ته هر اړخیزه رسیدګي وکړي.

په یاده غونډه کې تصمیم ونیول شو چې د یادو ولایتونو د والي صاحبانو په مشرۍ په هر ولایت کې یوه یوه کمیټه جوړه شي، چې د قول اردو ګانو، امنیه قومندانانیو، ټولګټو چارو، عامي روغتیا او نورو خدماتي ادارو استازي به پکې موجود وي او هرڅه ژر به په یادو ولایتونو کې د توان مطابق خپل ټول امکانات په کار اچوي.
د خلکو مالونو ته به خوراکي توکي رسوي، د هغوی د تودو ساتلو په منظور به اقدامات ترسره کوي، د لارو د خلاصون په اړه به جدي ګامونه اخلي او په دې اړوند به د خلکو نورو غوښتونو ته عاجله رسیدګي کوي.

د اوس لپاره د چارو د ښه تنظیم په موخه د ریاست الوزراء مقام لخوا پنځوس میلیونه افغانۍ په عاجل ډول منظورې شوې، او د اړتیا په صورت کې به نوره مرسته هم واستول شي.

د دغه کار د ښه مدیریت لپاره به په مرکز کابل کې ټاکل شوې کمیټه کار کوي او د خپلو ټولو اجرأتو راپور به د ریاست الوزرا مقام ته وړاندې کوي.

د محترم رئیس الوزرا لخوا له خلکو هم غوښتنه کیږي چې د خپلو نیږدې سیمو له مالدارانو سره کمک وکړي ترڅو د خلکو او مواشيو د نور تلف مخه ونیول شي.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۱۸/۸/۱۴۴۵هـ ق
۱۰/۱۲/۱۴۰۲هـ ش ــ 2024/2/29 م