د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزیر له خپل ترکمن سیال سره وکتل

الاماره: ۱۴۴۵/شعبان ۱۶ نن د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي او مل پلاوي د ترکمنستان د وزیرانو شورا مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي رشید مُرَدوف سره وکتل. په دې کاري ناسته کې چې دواړو د بهرنیو چارو وزیرانو یې مشري کوله د افغانستان او ترکمنستان پر دوو اړخیزو اړیکو، […]

الاماره: ۱۴۴۵/شعبان ۱۶
نن د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي او مل پلاوي د ترکمنستان د وزیرانو شورا مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي رشید مُرَدوف سره وکتل.
په دې کاري ناسته کې چې دواړو د بهرنیو چارو وزیرانو یې مشري کوله د افغانستان او ترکمنستان پر دوو اړخیزو اړیکو، په عشق اباد کې د افغانستان د دیپلوماتیک حضور د سطحې لوړولو، د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د کار عملي پیل، هرات ولایت ته د ترکمنستان وارداتي برېښنا زیاتوالي، لاجوردو لاري احیا، د افغانستان د رېل پټلۍ پر پراختیا او د ترکمنستان د پانګونې په تړاو هراړخیزې خبرې وشوې.
په سر کې د بهرنیو چارو وزیر له خپل ترکمن سیال څخه د بلنې او تود هرکلي له امله مننه وکړه او ویې ویل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تګ او راتګ زیاتوالی د نژدې او دوستانه اړیکو ښکارندويي کوي.
متقي صاحب غوښتنه وکړه، چې د دوې اړخیزې سوداګرۍ او مالونو انتقالاتو کې د زیاتوالي په موخه باید افغان سوداګرو او ټرانسپورټي پرسونل ته د ترکمنستان د ویزو په ورکړه کې اسانتیاوې راشي.
همداراز د بهرنیو چارو وزیر له ترکمن لوري مننه وکړه چې د افغانستان د رېل پټلۍ پرسونل ته یې معیاري روزنه ورکړې او هیله یې څرګنده کړه چې افغان محصلینو ته د ترکمنستان بورسيې زیاتي شي.
پر دې سربېره، متقي صاحب د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د کار عملي پیل په تړاو د افغانستان د هر اړخیز چمتووالي په اړه پوره معلومات وړاندې کړل او هیله یې څرګنده کړه چې په نژدې راتلونکي کې دواړه هېوادونه وکولای شي د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د کار عملي پیل پرانیزي.
همداراز د بهرنیو چارو وزیر د هرات نورالجهاد سبسټېشن کې د کارونو د پرمختګ، هرات ولایت کې د برښنا زیاتوالي او د ټاپ پروژې په اړه د افغان لوري د تیاریو معلومات وړاندې کړل.
مولوي امیر خان متقي وویل، چې د افغانستان اسلامي امارت د بهرني سیاست یوه اساسي ستن اقتصادمحوري ده چې په سیمه‌ییز اقتصادي اتصال تمرکز لري او د افغانستان د لویو لارو او رېل پټلۍ جوړول د امارت په لومړیتوبونو کې دي. د بهرنیو چارو وزیر ترکمن لوری وهڅاوه چې د تورغنډۍ-هرات ښار او اندخوی-شبرغان پر لور تر مزارشریف پورې د رېل پټلۍ د لیکې د غځولو په برخه کې پانګونه وکړي.
د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر په خپل وار پر ټولو اړوندو مسایلو له خپله اړخه رڼا واچوله.
ښاغلي رشید مُرَدوف وویل، افغانستان سره یې د هېواد د سوداګرۍ زیاتوالی ستراتیژيک لومړیتوب دی او دواړه ټیمونه به کار وکړي چې ترکمنستان ته د افغان سوداګرو او ټرانسپورټي پرسونل تګ راتګ کې اسانتیاوې راشي.
ښاغلی مُرَدوف تیاری وښوده چې افغان محصلینو ته د برښنا، رېل پټلۍ، ټرانسپورټ او ګازو په برخه کې بورسيې ورکړي.
د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر وویل هېواد یې د ټاپي پروژې په برخه کې کافي کار کړی دی او د دواړو هېوادونو مشترک ټیمونه به کار کوي ترڅو په لنډ راتلونکي کې د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د عملي کار پیل وشي. ده وویل، ټاپي لویه پروژه ده او ترکمنستان ته ستراتیژيک اهمیت لري.
ښاغلي رشید مُرَدوف وویل، چې د دوی ټیمونه هرات کې کار کوي چې د نورالجهاد سبسټېشن ظرفیت پورته شي ترڅو د هرات ښار شاوخوا سیمو ته برېښنا لا زیاته شي.
د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر وویل، د افغانستان پر لور د وسپنې پټلۍ غځونه یې هېواد ته ستراتیژیک اهمیت لري. ده وویل، تورغنډۍ کې د رېل پټلۍ د سټېشن د ظرفیت لوړولو طرحه نهايي شوې ده، دواړه تخنیکي ټیمونه به کار ته ادامه ورکړي ترڅو ژر یې د کار پرانیسته وشي.
په دې یو ورځنیو کاري مذاکراتو کې د لاجوردو لارې په پراختیا هم خبرې وشوې او هوکړه وشوه چې په نژدې راتلونکي کې په عشق اباد کې د لاجوردو لار د مسیر پنځه ګونو هېوادونو د استازو ناسته ترسره شي.
دواړو لوریو هوکړه وکړه چې په لوړه کچه پر اړوندو برخو ګډ کار ته ادامه ورکړي ترڅو د دواړو هېوادونو د ګټو په برخه کې ستر عملي ګامونه پورته شي.