تازه خبر:چاردره کې د دښمن ۷۱تنه عسکر له ۱۸ټانکونو او موټرو سره له مجاهدینو سره یوځای شول

د کندز ولایت چهاردرې ولسوالۍ حقپالو خلکو د اسلامي امارت هغه دعوت او لارښونوته لبیک ووايه چې د دوی دنجات او دهیواد د فلاح لپاره يې دوی ته ورکړی وو. د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد کمیسیون دهلوځلو او سیمیزو مجاهدینو په هڅو نن ورځ د کندز ولایت چهاردرې ولسوالۍ اړوند ۷۱تنه فعال عسکراو […]

د کندز ولایت چهاردرې ولسوالۍ حقپالو خلکو د اسلامي امارت هغه دعوت او لارښونوته لبیک ووايه چې د دوی دنجات او دهیواد د فلاح لپاره يې دوی ته ورکړی وو.

د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد کمیسیون دهلوځلو او سیمیزو مجاهدینو په هڅو نن ورځ د کندز ولایت چهاردرې ولسوالۍ اړوند ۷۱تنه فعال عسکراو پولیس په حقائقو پوه شول او له ۱۸ ټانکونو او موټرو او له لسګونو میله سپکو اودرنو وسلو سره له مجاهدینو سره یوځای شول.

په راغلوکسانو کې ۲۶تنه عسکر او ۴۵تنه پوليس او اربکیان شامل دي چې له ځانه سره يې ۷ټانکونه، ۸ رینجرموټر، ۲عرادي کرولاموټر، ۱سراچه موټر، ۱۰ عرادي موټرسایکل، یومیل هشتادو دو، ۵ میله پيکا ماشیندار، ۳میله راکیټ لانچر، ۲۰ میله کلاشینکوف او یوه قبضه توفنګچه راوړي او په ډيره خوښي د اسلامي امارت له لیکوسره یوځای شول.

دغو کسانوته  د اسلامي امارت د مشرانو لخوا هرکلی وویل شو، د دوی لخوا حق ته غاړه کيښودل يې وستايل او له الله تعالی څخه ورته د لاډيرو توفیقاتو غوښتنه وشوه.

غونډه په ویډيو يې بڼه هم ثبت شوي چې ان شاءالله ډير ژر به د اسلامي امارت د فرهنګي کمیسیون لخوا خپره شي.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی

۸/۸/۱۴۳۶هـ ق

۶/۳/۱۳۹۴ هـ ش ــ 2015/5/26م