بدخشان: د واخان پامير سيمې ته د ژمنيو مرستو د انتقال څرنګوالي په اړه ناسته ترسره شوه

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني ۲۷) د کابينې د پريکړې پر بنسټ پاميرونو ته د ژمنيو مرستو د خوراکي او غير خوراکي توکو د ليږدولو په اړه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزير الحاج ملا نورالله نوري او د وزارت د سرحدي بررسيو معين شيخ محمد قاسم خالد د لوی او واړه پامير له مشرانو […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني ۲۷) د کابينې د پريکړې پر بنسټ پاميرونو ته د ژمنيو مرستو د خوراکي او غير خوراکي توکو د ليږدولو په اړه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزير الحاج ملا نورالله نوري او د وزارت د سرحدي بررسيو معين شيخ محمد قاسم خالد د لوی او واړه پامير له مشرانو او نماينده ګانو سره د توکو د ليږد پر څرنګوالي مشورتي ناسته تر سره کړه.
د سرحدونو، .ق.ق چارو وزارت تر سرپرستي لاندي د پېښو ته د رسېدو، ملي دفاع، مخابراتو، عامې روغتيا، حج او اوقافو او پوهنې وزارتونو ته دنده سپارل شوې وه چي د بدخشان ولايت واخان ولسوالۍ لرو پرتو سيمو ته د ژمنيو مرستو ليږدولو تر څنګ لاندې کړنې ترسره کړي:
•د بدخشان په واخان ولسوالي کي يو کنډک ځاي پرځاي کول
•د مخابراتي شبکو انتونه نصبول
•د روغتياي مرکزونو جوړول او درمل ورته ليږل
•ځايي اوسيدونکو ته ژمنيو مرستو رسول
•ښوونځيو او ښوونيزو مرکزونو جوړول
•د مسجدونو جوړول
• دماليې وزرات په مرسته تر پاميره د سړک پاتي برخو جوړول.
د يادونې وړ ده چي پاميريان هر کال په ژمي کې د ژمنيو توکو له نشتون او د پرلپسې واورو له امله له مرکز سره ددوئ د لارې د بندېدو له ستونزو سره مخ وي، سږ کال پاميريانو ته د اسلامي امارت له لوري د ژمنيو او خوراکي توکو انتقالول يو بې ساري نيک ګام اوزيری دی.