د لغمان په ۳ ولسوالیو کې د مزدور رژیم ۱۰۰ کارکوونکي له مجاهدینو سره یو ځای شول

د مزدور رژیم له لیکو د تيښتې په دوام په تېره یوه میاشت کې د دعوت او ارشاد کمیسیون د مسؤلینو په زیار او د سیمې د مجاهدینو په همکارۍ د لغمان ولایت په علیشنګ، الینګار او دولت اباد ولسوالیو کې د مزدوري ادارې ۱۰۰ تنه عسکر، پولیس او نور کارکوونکي په دغه اداره کې […]

د مزدور رژیم له لیکو د تيښتې په دوام په تېره یوه میاشت کې د دعوت او ارشاد کمیسیون د مسؤلینو په زیار او د سیمې د مجاهدینو په همکارۍ د لغمان ولایت په علیشنګ، الینګار او دولت اباد ولسوالیو کې د مزدوري ادارې ۱۰۰ تنه عسکر، پولیس او نور کارکوونکي په دغه اداره کې له خپلو دندو لاس په سر او مجاهدینو سره یو ځای شول، چې د مجاهدینو لخوا یې دروند هرکلی وشو او بیرته خپل ازاد ژوند ته سوق کړل شول.
دوی ټولو په خپلو تېرو اعمالو د پښيمانۍ تر څنګ ژمنه کړې چې بیا به د مزدوري ادارې لپاره فعالیت نه کوي او د دې پر ځای چې د جګړې او خرابۍ لاره تعقیب کړي، د یو پُر امن او سوکاله هیواد جوړیدو لپاره به له مجاهدینو سره اوږه په اوږه کار کوي او په دې لاره کې به هیڅ ډول مرسته نه سپموي.

2020/5/1
د راغلو کسانو بشپړ نوملړ دلته کتلای شئ