لغمان: د۷۲ ميلیونه افغانیو په لګښت د څو زیربنایي پروژو دبنسټ ډبرې کېښودل شوې

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۲) نن د لغمان ولایت د دولت شاه ولسوالۍ کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د څو پروژو چارې پیل شوې. د لغمان د سنديزې حوزې رئیس مولوي شېرجان راشيدي وويل نن يې د دولت شاه ولسوالۍ اړوند د دولچ شاهي، دړنګي، اولوک د سربندونو او د لمبړي کانال د استنادي […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۲)

نن د لغمان ولایت د دولت شاه ولسوالۍ کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د څو پروژو چارې پیل شوې.
د لغمان د سنديزې حوزې رئیس مولوي شېرجان راشيدي وويل نن يې د دولت شاه ولسوالۍ اړوند د دولچ شاهي، دړنګي، اولوک د سربندونو او د لمبړي کانال د استنادي دېوال د پروژو د جوړېدو چارې د WFP موسسې د ۷۲ ميلیونه افغانيو په مالي لګښت او د ABM تطبيق کوونکې موسسې له لوري پيل کړې، چې په جوړېدو سره به یې زرګونه جریبه ځمکه خړوبه شي.

نوموړي وویل په دې پروژو کې ۶۴۰ کارکونکي کار کوي، چې هر میاشت ورته د ۸۰۰۰ څخه تر ۹۰۰۰ افغانۍ کار د پيسو په مقابل کې د پروګرام له لوري ورکول کېږي، چې چارې به يې د ۹ مياشتو په جريان کې پای ته ورسېږي

په ورته مهال لغمان والي الحاج قاري زين العابدين عابد د يادو پروژو د کارونو په شروع کېدو د خوښۍ سربېره د WFP همکاره موسسې له مسوولينو څخه مننه وکړه، چې دې ولایت لپاره يې دا مهمه پروژې منظور کړي.

ښاغلي عابد د پروژو تطبیق کوونکې موسسې ته سپارښتنه وکړه، چې د کارونو کیفیت او کميت ته ځانګړې پاملرنه وکړي. .

بلخوا د پروژو تطبيق کوونکې موسسې(ABM) مسوولینو لغمان والي ته ډاډ ورکړ، چې خپلې چارې به په ښه کیفیت او کمیت د پروپوزل مطابق په خپل وخت پای ته ورسوي.