لغمان کې (۷۳۹) کورنیو سره نغدي مرسته تر سره شوه

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني ۲۸) لغمان ولایت کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست په هلو ځلو د (UNHCR) موسسي په مالي لګښت د (WAW) موسسې لخوا (۷۳۵) معلولو، یتیمو، کونډو او بې وزله کورنیو نغدي مرسته ترلاسه کړه. د کډوالو چارو رئیس مولوي غلام الرحمن بلا”حقاني” پر وینا: په دغه مرسته کې هرې کورنۍ […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني ۲۸) لغمان ولایت کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست په هلو ځلو د (UNHCR) موسسي په مالي لګښت د (WAW) موسسې لخوا (۷۳۵) معلولو، یتیمو، کونډو او بې وزله کورنیو نغدي مرسته ترلاسه کړه.

د کډوالو چارو رئیس مولوي غلام الرحمن بلا”حقاني” پر وینا: په دغه مرسته کې هرې کورنۍ ته (۷۰۰) امریکایي ډالر په نظر کې نیول شوې وو چې نن ورکړل شول.

ښاغلی حقاني وایي یادو کورنیو ته دغه پیسې د دې له پاره په نظر کې نیول شوې وې چې کوچنی کار اوبار پرې د خپل اقتصادي حالت د بهبود له پاره شروع کړي.

د یادولو وړ ده چې د یادو کورنیو سروې د لغمان مرکز او ولسوالیو اړوند په مختلفو ساحو کې د (WAW) موسسې او د کډوالو چارو دریاست د کډ ټیم لخوا ترسره شوې وه او نن ورته مرسته ورسېده.