نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د افغانستان اسلامي امارت د یوه منظم او برحال نظام په حیث د ټولو ملکي ، نظامي او رفاهي برخو لپاره ځانګړې ادارې او کمیسیونونه لري څرنګه چې د اسلامي امارت تر ټولو ستر هدف د الله تعالی د بندګانو اصلاح، د خیر لارې ته دعوتول او له ګمراهۍ څخه نجات ورکول دي. نو ددې […]
د افغانستان اسلامي امارت د یوه منظم او برحال نظام په حیث د ټولو ملکي ، نظامي او رفاهي برخو لپاره ځانګړې ادارې او کمیسیونونه لري څرنګه چې د اسلامي امارت تر ټولو ستر هدف د الله تعالی د بندګانو اصلاح، د خیر لارې ته دعوتول او له ګمراهۍ څخه نجات ورکول دي. نو ددې هدف لپاره اسلامي امارت د دعوت او ارشاد، جلب او جذب په نوم مستقل کمیسیون جوړ کړی دی. تر څو د دعوتي غونډو، پروګرامونو، فقهي مجالسو او عام دعوت او ارشاد په توسط اولس د مقدس شریعت په خوا رهبري او له ګناهونو، سرکشیو او د کفارو له ملګرتیا څخه یي وژغوري.
د دعوت ارشاد، جلب جذب کمیسیون په ۲۰۱۱ میلادي کال کي د اسلامي امارت د مؤسس مرحوم عالیقدر امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمة الله تعالی علیه په امر فعال شو ، یاد کمیسیون په لومړي ځل د اسلامي امارت داوسني زعیم امیرالمؤمنین شیخ الحدیث مولوي هبة الله اخندزاده صاحب تر مشري لاندي فعالیت پيل کړ . دا مهال د دعوت ارشاد د کمیسیون مشري داسلامي امارت د رهبري شوری د غړي او د مرحوم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمة الله علیه د ورور الحاج ملا عبدالمنان (عمري) صاحب په غاړه ده .
د جلب اوجذب څانګه :
د دعوت ارشاد، جلب جذب کمیسیون په خپل چوکاټ کي په مزدوره اداره کي د ولاړو کسانو د را جلا کولو لپاره د جلب جذب په نوم مستقله څانګه لري ، ددې څانګې د هڅو په برکت تراوسه د اولس زرګونه ځوانان د دښمن له نظامي او ملکي ادارو څخه راوتلي او په خپلو کړنو له پښیمانۍ وروسته ورته د اسلامي امارت لخواد سر او مال د امن تضمین ورکړل شوی او خپل عادي ژوند ته ستانه شوي دي.
په ۲۰۱۶ م کال کي د جلب جذب اداري په هڅو 6773 کسان د مزدوري اداري له لیکو څخه را جلا شوي ، یادو کسانو له خپل ځان سره 2145 میله وسلي ، 14 رینجر ،36شوبلي، 84بیلا بیل موټرونه ، 2116د راکټ مرمی ، 300 صندوقه د ثقیل او کلاشینکوف مرمی او ګڼ شمیر نور مهمات را ایستلي دي .
د یادولو وړ ده چي د دعوت ارشاد کمیسیون د فعالیت له شروع څخه بیا تر نن پوري چي تقریبا څلور نیم کاله موده کیږي 23509 د مزدوري اداري افراد له 5350 میلو وسلو سره یو ځای د یادي اداري په مرسته را جلا شوي دي .
د هر ولایت د راوتلیو کسانو کلنی نوملړ او ددوی له لوري د راوړل شویو وسلو لیست د راپور په پای کي کتلای شي .
د دعوت او ارشاد څانګه :
د دعوت ارشاد څانګه د هیواد په بیلا بیلو برخو کي دعوتي غونډي جوړوي ، د سیمي له علماء کرامو ، قومي مشرانو او دمجاهدینو له مسؤلینو سره منظمي ناستي کوي .
د دعوت ارشاد سیمیز مسؤلین د مسجدونو له امامانو او علماء کرامو سره په تفاهم هڅه کوي چي په مسجدونو کي د مسلمانانو د ځوان نسل فکري روزنه وکړي ، خلګو ته د ابتدايي دیني مسائلو زده کړه ورکړي ، د تبلیغ لپاره د علماء کرامو مختلف ګروپونه کلیو او مسجدونو ته استوي او خلګو ته دعوتي پروګرامونه جوړوي .
څرنګه چې امربالمعروف او نهی عن المنکر یوه ستره دیني وجیبه ده د اسلامي امارت لخوا دغه وظیفه هم د دعوت او ارشاد کمیسیون ته سپارل شوې ده . ددې مهم کار لپاره د کمیسیون په تشکیلاتو کې ځانګړې اداره فعالیت لري یاده اداره د مجاهدینو په هر محاذ ، هره دلګۍ او د هیواد په ټولو ولسوالیو کي خپل تشیکلات لري چې د مشرتابه له لوري د ورکړل شوي طرزالعمل سره سم امربالمعروف او نهي عن المنکر دنده په مخ وړي.
په دغه لینک باندي د۲۰۱۶ کال کي دکابل ادارې څخه د راجلاشوو او داسلامي امارت سره د یو ځای شوو زرهاوو کسانو نوملړ په تفصیل سره لوستلای شئ!
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
دیدگاهها بسته است.