له شیخ الحدیث مولوي محمد عمر جان اخندزاده صاحب سره د څرک مجلې مرکه

  د څرک مجلې درنو لوستونکو! د هیواد له نومیالیو علماء کرامو او مشائخو سره د علمي، جهادي، ټولنیزو او شخصي مسائلو په اړه د مرکو په لړ کې مو دا ځل له نامتو عالم، شیخ الحدیث، خلیفه مولوي محمدعمرجان اخندزاده صاحب سره مرکه کړې؛ چې لوستلو ته یې تاسو رابولو.  پوښتنه:  ډېر قدرمن شیخ […]

  د څرک مجلې درنو لوستونکو! د هیواد له نومیالیو علماء کرامو او مشائخو سره د علمي، جهادي، ټولنیزو او شخصي مسائلو په اړه د مرکو په لړ کې مو دا ځل له نامتو عالم، شیخ الحدیث، خلیفه مولوي محمدعمرجان اخندزاده صاحب سره مرکه کړې؛ چې لوستلو ته یې تاسو رابولو.

 پوښتنه:  ډېر قدرمن شیخ صاحب!   السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!

د مرکو د معمول مطابق که شفقت وکړئ لومړی د خپل ژوند مختصر معلومات له درنو لوستونکو سره شریک کړئ، خوشحاله به شو، چې دې فاني دنیا ته مو چیرته او کوم کال سترګي رڼي کړي، ابتدايي، منځی زدکړي مو چیرته  ترلاسه  او بالآخره فراغت مو چیرته وشو ؟

شیخ صاحب:  الحمدلله الذي خلق الانسان واکرمه، وعلمه البیان واخلفه، والصلوة علی من جعل الله افضل الانبیاء، وامته خیر الامم، وعلی اله واصحابه کاشفی الظلم وبعد.

 ستاسو د پوښتنې تر ځواب ویلو مخکې د اسلامي امارت د فرهنګي چارو کمیسون د ټولو غړو او همکارانو منندوی یم چې په دې سختو حالاتو کې مو خپل قلمي جهاد ته په ښه توګه ادامه ورکړې، او خصوصا د څرک مجلې د کارکوونکو څخه ډېره مننه کؤم، چې ما ته مو له علماء کرامو سره د مرکو په دې زرینه او ارزښتناکه لړۍ کې ځای راکړ، د ژؤند په ټولو چارو کې مو سرلؤړي او بریالي غؤاړم.

د خپل ځان د پیژندني په اړه به دومره درته ووایم:  زما نوم محمدعمرجان د مرحوم حضرت مولانا عنایت الله صاحب چې مشهور په اخنذاده صاحب غبرګي، زوی او د مرحوم حضرت مولانا عبدالرزاق صاحب لمسی په کال ۱۳۴۴ ھ ش، کې مې د زابل ولایت د شاجوۍ ولسوالي په غبرګي کلي دې نیمګړې نړۍ ته سترګې وغړولې.

 ابتدائي زدکړې مو د والد صاحب تر څارنه لاندې د نوموړي له شاګردانو څخه پیل کړې، له هغه وروسته چې کله د ثور کرغېړن او منحوس انقلاب رامنځته شو،  پر افغانستان د کمونستانو واکمني پیل شوه، دیني مدارس او مرکزونه تعطیل شول، نو مې د مرحوم والد صاحب څخه درسونه پیل کړل، ترڅو چې په  کال (۱۴۰۴ھ ق)  مطابق (۱۳۶۲ ھ ش)  کې پاکستان ته په هجرت کولو اړ شو، له هغه نه وروسته مو د هجرت په دیار کې په بېلابېلو مدارسو کې د مروجه فنونو د زدکړو لړۍ  پر خپل والد صاحب پای ته ورسوله، په (۱۴۱۱ ه ق) مطابق (۱۳۶۹ ه ش)  د دورة الحدیث څخه فارغ شوم، له دستاربندۍ  وروسته  مې پرته له ځنډه د تدریس لړۍ پیل کړه، چې آن تر اوسه په دې علمي خدمت بوخت یم، په ۱۴۳۴ه ق مدرسه نورالمدارس کې رب متعال د حدیثو د خدمت توفیق راکړ، چې حالاً هم د نبوي احادیثو په همدې چوپړ بوخت یم.

پوښتنه:  ستاسو د مرحوم والد، استاذکل غبرګي اخندزاده صاحب د علمي، جهادي او اجتماعي ژوند او خدمتونو په اړه هم، که لږ رڼا واچوئ؛ خوشحاله به شو؟

شیخ صاحب:  زموږ والد رح یو جهادي، علمي شخصیت او داخلاص یوه نمونه وه، چې هیڅکله یې د طالبانو په روزنه کې کوم تقصیر نه دی کړی، حتی چې د ژؤند په اخرنۍ شېبو کې د سختي ناروغۍ په حالت کې هم تر درسګاه  ځان رساوه ، او د نزع تر ورځې پورې یې سبق قضاء نه کړ، او والد صیب مرحوم به علماوو ته دا خبره په تکرار سره توصیه کوله چې:

” یو څوک چې خپل خراب ساعت د جوړونې لپاره ساعت ساز ته ورکړي، او هغه یې په جوړولو کې اخلاص ونکړي، ساعت ته یې لا تاوان ورسوي، نو یقیني خبره ده چې دا د مالک د خپګان لامل ګرځي، انسان چې د الله تعالی، مکرم محترم مخلوق دی؛ دا چې کله موږ ته حواله شي، او موږ ورسره د لاپرواهي او بې باکي چلند وکړو، نو متعال رب به دا عمل څومره ناراضه کړي”

 نو د همدې اخلاص پایله وه چې زموږ د والد ماجد له شاګردانو څخه با استعداده او د ټولنې په کار خلګ جوړ شول، رب متعال دې دا اخلاص قبول او صدقه جاریه وګرځوي، زموږ والد صیب پر ښه علمیت برسېره سیاسي درایت لرونکی جهادي شخصیت هم و، کله چې په ۱۳۵۷ ه ش، کې د نور محمد ترکي د واکمنۍ اعلان وشو، نو ټول شاګردان او متعلقین یې تنبیه کړل چې دا کس زه پېژنم، دا کمیونسټ دی، نور به هرڅه پرېږدو، او د جهاد سنګر په تود ساتو، او د کمیونسټي رژیم په خلاف يې د خفیه تحرکاتو پیل وکړ، ترڅو چې یې د سیمې خلګ له کورونو څخه د وسلو راغونډولو ته وهڅول، یو جهادي جبهه یې جوړه کړله، او د حکومت هغه عمومي لاره چې سیمې ته راغلې وه، هلته یې خزې (سنګرونه) جوړ کړل، چې آن تر اوسه یې هم آثار شته. زموږ والد صیب چې د خپل فراست او سیاسي بصیرت لمخې ډېرې رښتونې پېشګویانې درلودې، یو له هغو دا وه، چې د جهاد په دوران کې به والد صیب ویل، چې روسان به د ماتې سره مخ شي، او د مجاهدینو جهاد به بریا مومي، د جهاد په صفونو کې طالبان او صالحان به ډېر شهیدان شي، او څه چې پاته شي هغه به بې وسه شي، قدرت به ناپوهو عوامو ته په لاس ورشي، بیا به ملوک الطوائفي او آنارشي پیل شي، نو تر هرڅه مهمه دا ده، چې نوي نسل ته په مفتوحه سیمو کې حجرې او مدرسې جوړې شي، او دا به یې ویل چې طالبانو ته د دې جاهلو قومندانانو په مقابل کې هرو مرو ضرورت پیدا کیږي، نو ځکه یې د ولایت په ټولو ولسوالیو کې د حجرو او مدارسو د جوړښت ګام واخست، حتی چې ګاونډيو ولایتونو ته یې هم سفرونه وکړل، او د والد صیب د خپل اعتبار او رسوخ له امله دا کار ډېر بریالی و ، بالاخر همداسي وشول، چې قومندانانو پاټکونه جوړ کړل، ډول ډول ظلمونه یې شروع کړل، چې بیا له همدې مدارسو څخه طالبان را ووتل، او یو خوځښت پیل شو، او دا اسلامي تحریک اصلا زموږ له ولسوالۍ څخه شروع شو، وروسته له کندهار څخه عمومي تحریک پیل شو.

 د والد صیب بله پېشګوئي دا وه، چې د تحریک تر پیل کېدلو یو کال وړاندې د افغانستان د علماؤو په استازولي د افغانستان لپاره د ملل متحد استازی محمود مستري دا پوښتنه وکړه چې: افغانستان ته سوله او آرامي څنګه راتلای شي، د دې پوښتنې د ځواب په اړه والد صیب وویل، چې یوازینۍ حل لاره دا ده چې: د واک واګې او چارې د افغانستان علماؤو ته وسپارلي شي، ځکه چې د دې هیواد خلګ تر هر چا زیات علماؤو ته معتقد دي، او همداسي وشول چې په ډېر لږ وخت کې د علماؤو په قیادت کې د افغانستان ډېرې سیمې د امارت تر واکمنۍ لاندي راغلې، حضرت والد صیب د تحریک په ابتداء کې په کندهار، هلمند، زابل، غزني کې تحریک ته د جلب لپاره د برسر اقتدار قومندانانو سره ملاقاتونه کول، بیا څه وخت په کندهار کې د ملي امنیت د ریاست پر وظیفه پاتي شو، د کابل له فتحې وروسته یې د سترې محکمې د کفیل په حیث وظیفه ادا کوله، وروسته یې امیر المؤمنین ته د یوې لویې جهادي مدرسې جوړولو وړاندېز وکړ، چې همدا غوښتنه یې ومنل شوه او مدرسې باندې کار پیل شو، چې حضرت والد صیب د امارت تر سقوطه په همدې مدرسه کې د تعلیم او تدریس په چارو بوخت و.

پوښتنه:  څرنګه چې ستاسو والد مرحوم اخندزاده صاحب، یو بابصیرته عالم او د ټولو خلکو استاذ و؛ نو ستاسي په ګډون د خپلو اولادونو او لمسیانو په باب د ده تمنا او ارزو څه وه، چې څنګه زدکړي وکړي او څه ډول شخصیتونه ترې جوړشي؟

شیخ صاحب:  زما والد صېب یوازې خپلو اولادونو ته نه بلکې د ھر مسلمان نسل ته یې توجه وہ او دا یې د زړہ هیله وہ چې د مسلمان بچی باید یو با استعدادہ شخصیت وي، جاہ طلبه، عیش پرست نه وي، له غربت سرہ اشنا وي قُوت لایمُوت د ځان لپار کافي وګڼي، له بې ګټې اختلافاتو، بې ځایه مناظرو  څخه ډډه وکړي او ځان په دیني زدکړه او تربیه باندې بوخت وساتي.

پوښتنه: که د خپلو څو تنو هغو استادانو نومونه راته واخلئ چې پوهیږی علمي فیض او برکت مو زیات ورڅخه اخیستی دی او د هغوي خلوص او لورېیني  مو اوس هم په زړه او ذهن کې نقش دي ؟

شیخ صاحب:  زما د ظاھري علومو استاذ یواځې خپل والد صېب و. د طریقت او تصوف مربي مې حضرت شیخ المشایخ رحمه الله دی چې د کسټم په خلیفه صيب مشهور و او دہ راته د طریقت اجازہ کړې دہ، نو څه چې راته فیض شوي او یا مو څه زده او زدکړي دي له همدې دوو استاذانو څخه مې اخذ کړي دي .

پوښتنه:  د تدریس په اړه که راته ووایی، تدریس مو تر فراغت وړاندي پیل کړی او که وروسته؟ ویل کیږي چې شاګردان مو له درس ویلو ډېر خوشحاله دي، نو د دې کامیاب  تدریس راز مو په څه کې وو (مطالعه ، د استاذانو دعاګاني او که بل څه) ؟!

شیخ صاحب:  باید ووایم چې، تر فراغت وړاندې مې هم د خپلو زدکړو تر څنګ څه نا څه تدریس کاوه. خو د تدریس په ډګر کې مې د بریا مهم لامل دعاوې وې، کله چې فارغ شوم پر خپل ځان مې د درس کولو باور کم و خو ډېرې دعاګانې به مې کولې چې لوی رب راته د ښه تدریس کولو توفیق راکړي او الله تعالی مې همدا دعاوې قبولې کړې.

دوهم آساسي لامل یې، زه فکر کوم دا و چې: دا یو منلی شوی حقیقت دی چې اولاد ته د پلار تګلاره تر هر څه خوښه او مهمه وي دا چې زما والد صېب د تدریس په میدان کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې او اخلاص کاوه، د ده دا عمل د دې لامل شو چې زه یې ښې مطالعې ته وهڅولم او د تدریس سره مې بې کچي مینه پیدا شوه چې له امله یې تکړه شاګردان پرې راغونډ شو.

پوښتنه:  د دارالعلوم دیوبند اړوند وفاقي مدرسو او جامعاتو، د فنونو ډیری کتابونه له نصابه ایستلي، دوی وایي چې د منطقو، فلسفي او نورو فنونو ځیني کتابونو لوستل په موجوده وخت کې بې ګټي دی، وخت ضایع کوي، په دې اړه ستاسي نظر څه دی؟

شیخ صاحب:  د وفاق المدارس نصابِ تعلیم، د سترو شیوخو او تکړه علماوو د فکر په پایله کې مختصر شوی دی، کېدای شي چې ډېر مصالح پکې نغښتي وي خو تر څنګ یې ځینې تاوانونه هم کړي دي، هغه دا چې په پخواني نصابِ تعلیم کې د بېلا بېلو فنونو ګران کتابونه شامل وو چې په لوستلو سره یې د زدکوونکو استعدادونه او صلاحیتونه قوي کېدل یعني د پخواني نصابِ تعلیم فارغ التحصیل به دا صلاحیت درلود چې قوي تصنیف وکړي، پخوانۍ عربي فتاواوې، تفاسیر مطالعه او ښه ګټه ترې واخلي. مګر اوسني نصابِ تعلیم، زدکوونکي د اذهانو له پلوه کمزوري کړل، د هغوی استعدادونه یې متحرک نشوای کړای چې له امله یې د نوي نصاب فارغ التحصیل له عربي فتاواوو او تفاسیرو  کماحقه ګټه نشي اخیستلای، فقط د معاصرو علماوو څخه او یا پخپله مورنۍ ژبه لیکل شویو کتابونو او رسالو څخه استفاده کوي، چې د لاسرسي چاره هم نن سبا ښه ورته آسانه شوې، نتیجه یې دا شوه چې د فتوا ورکولو په میدان کې نن سبا یو قسم ګډوډي ترسترګو کیږي، ځکه چې زیاتره مسایل پرته له تحقیقه بیانیږي.

پوښتنه:  هرکال زرګونه علمای کرام له مدارسو فارغیږي خو د تدریس او تألیف میدان ته ډېر لږ خلک تیاریږي؛ آیا تاسې دغه کار علمي انحطاط نه ګڼئ؟ او د نقص ځای یې چیرته وینی؟

شیخ صاحب:  هو! دا سل سلنه علمي انحطاط او تنزل دی د دې ناخوالې یو لامل ته مو وړاندې هم اشاره وکړه چې اوسني فارغ شوي علماء ډېر کمزوري دي او دا طبعي خبره ده چې کوم کس په یو کار کې کمزوری وي نو له هغه کار سره یې شوق او رغبت هم کم وي.

فکر کوم بل لامل یې دا دی چې:  اوس د پخوا په پرتله مصارف، خواهشات او اړتیاوې ډېرې شوې چې د امامت او مدرسې په تنخوا او معاش هغه نه شي پوره کېدلای، ځکه خو نوي علماء د تدریس او امامت پر ځای نورو دنیوي کارونو ته لاس اچوي.

 پوښتنه:  د خپلو تجربو په رڼا کې د اوس دور طالب العلمانو ته مو نصائح څه دي؛ چې څنګه له وخت څخه کماحقه استفاده وکړای شي؟ او څنګه له نامطلوبو عقایدو، نظریاتو او د مخربو کتابونو له مطالعې څخه ځان وساتلای شي.؟

شیخ صاحب:  دا چې وخت په ټولو نعمتونو کې ستر نعمت دی ځکه چې هر ډول قیمتي شی د وخت په وسیله لاس ته راتلای شي خو د نړۍ په هیڅ قیمت او څېز وخت نه شي تر لاسه کېدلای.

که موږ د خپلو اسلافو تاریخ وګورو نو پوه به شو چې هغوی څومره د وخت قدر کاوه او څومره ګټه یې ترې اخیستې د بیلګې په ډول: علامه عبد الحی لکنوي رحمه الله په ۳۹ کلنۍ کې وفات شوی او ده له همدې لنډ عمر نه دومره ستره ګټه اخیستې چې علماء د ده اړوند وایې چې: که د ده د تصنیفاتو پاڼې د ده د عمر پر ورځو ووېشل شي نو پاڼې به یې د عمر تر ورځو ډېرې شي. همدا ډول نور علما د ده په شان حیرانووکي داستانونه او تاریخونه لري.

امام ثوري رحمه الله د وخت اړوند وایي چې: “من لعب عمره ضیع ایام حرثه و من ضیع ایام حرثه ندم ایام حصاده “

او امام حسن بصري رحمه الله وایي: “یا ابن آدم انما انت  ایام فاذا ذهب یوم ذهب بعضک “

حضرت اما شافعي رحمه الله فرمایي: د صوفیاء کرامو له مجلس او صحبت نه مې دوې خبرې زده کړې: چې یوه یې دا ده: “الوقت سیف فان لم تقطعه قطعک “

په اوسني وخت کې د دې قیمتي او ستر نعمت د ضیاع مهم لامل ځیرک موبایلونه دي، که چیرې زدکوونکي د زدکړو پر مهال د ځیرک موبایل له کارولو ډډه وکړي نو د خپل عمر ډېرې ورځې او شیبې به یې له ضیاع نه ژغورلې وي او په دې برخه کې د مدارسو د منتظمینو ځانګړې پاملرنې ته اړتیا ده.

د خواله رسنیو له پراختیا سره جوخت د باطلو عقایدو، پوچو افکارو او تخریبي کتابونو یو سیلاب هم را مات شو چې له امله یې ځوان کهول ورسره واخیست او فکراً یې یرغمل کړ.

 زه ګمان کوم د دې ناخوالې د مخنیوی ځینې حللارې دا دي چې:

 ۱- ځوانان دې په خواله رسنیو کې د بې دینو او لا مذهبه خلګو له صحبت او ملګرۍ نه لاس واخلي ځکه کله چې اذهان خام او خالي وي نو ژر نور فکرونه قبلوي او ترې متاثره کیږي.

۲- ځوانان دي د ملحدینو او مسلمان مبارزینو تر منځ مناظرې او مباحث نه ګوري ځکه ځوانان ذهناً خام دي او کیدای شي چې د بحث پر مهال مخالفې خبرې پرې اغېز وکړي. او نه دي د فروعي مسایلو اړوند مناظرې څاري ځکه داسې مناظرې ډېرې ټولنېیزې ستونزې زیږوي او باید د داسې مناظرو او بې ځایه مباحثو پر کنټرول جدي غور وکړل شي.

۳- ځوان کهول دې د ستر پیغمبر صلی الله علیه وسلم او صحابه کرامو سیرت په دوامداره توګه مطالعه کوي او تل باید اسلامي تاریخ او د اسلافو د شخصیت او کردار تاریخونه مطالعه کړي چې له امله به یې له خپلو اسلافو سره معنوي تعلق برقراره پاته وي.

۴- له خپلو اوسنیو اکابرو او استاذانو سره دې اړیکې وساتي، د هغوی مجلسونو ته دې ورځي او له هغوی څخه دې د توصیو او سپارښتنو غوښتنه کوي.

  پوښتنه: که د خپلو تألیفاتو په اړه هم څه راته وویاست، آیا تاسو د تدریس ترڅنګ کوم تألیفات هم کړي کنه، او که وي هغه کوم کتابونه مو لیکلي؟

شیخ صاحب:  متاسفانه چې د ډېرو بوختیاوو او مشاغلو له امله مې د تالیف او تصنیف لپاره ډېر وخت نه دی پیدا کړی خو بیا هم ځینې لاندیني ناچاپ شوي اثار لرم.

۱: فضل من الله شرح کندیا

۲: احسن التحقیقات فی اثبات الکواکب تحت السموات

۳: تحفة الاناث في مسائل الحیض والنفاس.

۴: قلة البضاعة فی مسائل الرضاعة

۵: الحواشي علی مسلم الثبوت

۶:البضاعة المزجات فی اصلاح التجارات.

پوښتنه:  ستاسي  په اند علمای کرام د تالیف او ترجمي برخي ته باید څومره وخت ورکړي، ستاسي په نظر دا کار څومره مهم دی؟

شیخ صاحب:  زه فکر کوم چې علماء کرام باید تر تالیف او تصنیف ډېره توجه تدریس او تعلیم ته وکړي خو باید په څنګ کې ورسره د تالیف او ترجمې کار هم په معیاري او کره ډول وشي نه داسې لکه نن سبا چې ډېری کتابونه او ژباړې د تجارت په موخه لیکل کیږي او هیڅ علمي معیار او تحقیقي مقام نه لري.

پوښتنه:  عصري علومو ته په کوم نظر ګورئ، په ټولنه کې د هغوی اړتیا څومره محسوسوئ، یو طالب العلم چې د عصري پوهي کمال هم له ځان سره ولري؛ دیني خدمات یې څومره مؤثر واقع کیدلای شی.؟

همدا رنګه د یو ډاکتر، انجنیر او معلم لپاره چې په ټولني کې د خدمت ښه مصدر وګرځي؛ دیني زدکړو ته څومره اړتیا لري؟

 په آخر کې که د څرک مجلي او په مجموع کې د فرهنګي کمیسون کارکوونکو ته د فرهنګي اومطبوعاتي امورو د نور پرمختګ په باب څه مشوري او لارښووني ولرئ؛ مهرباني به مو وي.؟!

شیخ صاحب:   د دې پوښتنې ځواب خو ډېر تفصیل ته اړتیا لري، کېدای شي چې د مجلې تر ظرفیت لوړ وي، خو په لنډ ډول به داسې ووایم چې: د عصري علومو او فنونو زدکړه ډېره اړینه ده ځکه چې: د هر ملت د بریا او پرمختګ لپاره اقتصادپوهانو، ساینسپوهانو، انجینرانو، سیاست پوهانو او نورو معاصرو کمالدارو کسانو ته اړتیا ده خو که نن سبا موږ په اسلامي او نوره نړۍ کې د عصري زدکړو ادارو او مرکزونو ته دقت وکړو نو هغوی ټول د غربي کلتور او فکر تر چتر لاندې تنظیم شوي دي چې په پایله کې یې چې کله زموږ مسلمان ځوانان د زدکړو لپاره سر وردننه کړي نو له هغې خوا نه چې راووځي د یو معاصر پوه، ډاکټر، ساینسپوه او سیاست پوه پرځای د اسلامي عقایدو منتقد او د غربي افکارو او کلتور ترویجوونکی ترې جوړ شوی وي، ځکه خو لکه څنګه چې اسلامي ټولنه  معاصرو علومو ته اړتیا لري همداسې د دې علومو لپاره یو سالم نصابِ تعلیم، مناسب چاپیریال او ښه مدیریت ته اړتیا ده ترڅو موږ ته یو داسې معاصر محصل تربیه کړي چې هم یې عصري فنون زده او هم د اسلامي تهذیب او ارزښتونو منونکی او یو سوچه متدین ځوان وي.

 او بل پلو که نن موږ او تاسو دې ته وګورو ، کله چې مخالفین اسلامي عقاید او افکار ننګوي نو ټوله تکیه یې پر ساینس او نورو عصري علومو باندې وي ځکه خو موږ باید په دې برخه کې خلګ ولرو چې اسلامي عقاید او افکار له چیلنجونو وژغوري او مخالفینو ته د هغوی په ژبه ځواب ووایي. لکه: کله چې پخوا اسلامي عقاید د یوناني علومو او فلسفې په مټ تر ګوزار لاندې وو نو اسلامي مفکرینو، علماوو د دې لپاره چې د اسلامي عقایدو او نظریاتو خلاف د دوی د ننګونو مخه ونیسي نو یې نصاب تعلیم ته عقلي او فلسفي فنون ور زیات کړل او د علم الکلام بنسټ یې کېښود .

پوښتنه:  په آخر کې که د څرک مجلي او په مجموع کې د فرهنګي کمیسون کارکوونکو ته د فرهنګي اومطبوعاتي امورو د نور پرمختګ په باب څه مشوري او لارښووني ولرئ؛ مهرباني به مو وي.؟!

شیخ صاحب:   د اسلامي امارت د فرهنګي چارو کمیسون کار کوونکو ته دا ویل غواړم چې: الله تعالی تاسو ته د علم د خپراوي تر څنګ د قلمي جهاد موقع درکړې ده او ستا په لاس کې چې کوم قلم دی دا ډېر لؤړ او عظیم مقام لري ځکه الله تعالی پخپل کتاب کې پرې قسم خوړلی او الله تعالی چې په کوم شي قسم واخلي په دې کې د هغه شي عظمت ته اشاره وي.

د قلم د ګټو د کثرت اړوند که ووایو چې د تورې په وسیله چې څومره کفارو د جهالت او کفر له تیارو خلاصون موندلی، تر دې ډېر خلګ د قلم د زرینو کرښو په وسیله د جهالت له تورو تیارو څخه راوتلي دي، نو دا به له حقیقته لري نه وي.

لهذا له تاسو نه مو غوښتنه دا ده چې: د لوی رب شکر وباسئ او په دې عظیم جهاد کې مو نیتونه یوازې د الله تعالی رضا وګرځوئ!

او د لیکنو او مقالو په لیکنو کې ډېر احتیاط او دقت کوئ ځکه علماوو لیکلي چې: د قلم غیبت، د قلم دروغ، په قلم د یو چا ځورونه او داسې نور ګناهونه چې د قلم په وسیله سره تر سره کیږي؛ د ژبې تر ګناهونو سخت او لوی دي، ځکه چې د قلم ګناهونه د ژبې په نسبت اوږد مهالي وي او همداسې په لیکنو او قلمي جهاد کې پوره هڅه کوئ چې د قلم له څوکې مو نفرتونه خپاره نه شي بلکې دې ته مو باید جدي توجه وي چې مینه ورورلي خپره کړئ او خلګ پر ځانونو راغونډ او جلب کړئ.

وفقکم الله لما یحب ویرضی.

پای ………..