د ۲۰۱۶م کال د ملکي تلفاتو راپور (انځوریز)

له کوم تاريخ څخه چې د نړۍ وحشت خوښونکي او ښکيلاک ګر هيواد امريکا او د دوئ مجبوره ملګرو زموږ په ګران هيواد افغانستان باندې بې مفهومه او نه نتيجه لرونکې حمله وکړه، له هغه وخت څخه زموږ زړور او مظلوم هيوادوال د ناخوالو او کړاونو سره لاس اوګريوان شول، د هرې ورځې په تېرېدو […]

له کوم تاريخ څخه چې د نړۍ وحشت خوښونکي او ښکيلاک ګر هيواد امريکا او د دوئ مجبوره ملګرو زموږ په ګران هيواد افغانستان باندې بې مفهومه او نه نتيجه لرونکې حمله وکړه، له هغه وخت څخه زموږ زړور او مظلوم هيوادوال د ناخوالو او کړاونو سره لاس اوګريوان شول، د هرې ورځې په تېرېدو سره د امريکايانو او دهغو د ملګرو ظلمونه روان دي او په نړی کې يې د ظلم او وحشت داسې وضعیت راوستی چې مخکې يې ساری نه وو لیدل شوی.

د افغانستان اسلامي امارت د ملکي تلفاتو د مخنيوي او سمع شکايات په نامه يوه مستقيله اداره تأسيس کړه، ترڅو په امریکايي وحشت کې د ځپل شوو ملکي خلکو د مرګ ژوبلې دقیقه احصايه وشي او دمخنيوي لپاره يې لازمې لارې چارې وسنجول شي او ورسره په څنګ کې نړيوالو ته د امريکايي وحشت او د مظلومو افغانانو د غم او زغم څخه ډک داسې راپورونه  وړاندې کړل شي چې په واقعي او ريښتوني اسنادو متکي وي.

څرنګ چې په تېر کې هم د اسلامي امارت د يادې ادارې لخوا په مهالني ډول د ملکي تلفاتو راپورونه نشر شوي دي، په همدې سلسله کې د اسلامي امارت د مشرتابه په هدایت د۲۰۱۶ زیږدیز کال بشپړ راپور هم په لاندې ټکو خپور شو:

د افغانستان اسلامي امارت د ملکي تلفاتو د مخنيوي او سمع شکايات ادارې په کال 2016م کې مجموعاً (692) د ملکي تلفاتو زړه بګنوکې پيښې راجستر کړي دي، چې په دې پيښو کې ټولټال (5232) شهيدان او ټپيان لرو.

په ټولو (692) پيښو کې د امريکايانو او د مزدورې ادارې لخوا (485) پيښې رامينځته شوي دي.

او همداراز د مجاهدينو لخوا (86) پيښې واقع شوي دي.

او باقي (121) پيښې د داعش، نامعلومو کسانو او یاهم دخلکو ترمنځ د خپل منځي شخړو له کبله رامينځته شوي دي.

په پورتنيو مجموعي پيښو کې (77.10) سلنه امريکايان او د مزدورې ادارې ځواکونه ښکيل دي.

او همداراز په (12.42) سلنه باندې مجاهدين متهم دي او (17.48) سلنه د نامعلومو کسانو او د داعش لخوا ترسره شوي.

په 2016 زيږديز کال کې زمونږ مجموعه (2004) بې ګناه هيواد وال شهيدان شوي دي، چې په دې شهيدانو کې (1504) د امريکايانو او د مزدورې ادارې له لوري او (380) عام وګړي د داعشیانو یا نامعلومه کسانو له لوري او همداراز (120) کسان د مجاهدينو لخوا په ترسره شويو بریدونو کې په شهادت رسيدلي دي.

په دې مجموعه  شهيدانو کې(1540) نارينه، (206) ميرمنې او (258) ماشومان شامل دي.

په  شهيدانو کې (76.84) سلنه پيښې د امريکايانو او د ګوډاګۍ ادارې له لوري شوي، (18.96) سلنه کې نامعلومه کسان او داعشيان ښکیل دي او (5.98) سلنه پړه پر مجاهدينو اچول شوې ده.

په يادو (692) پيښو کې زموږ(3228) عام هيوادوال ټپيان شوي دي، چې له دې جملې څخه (2332) د امريکايانو او د مزدورې ادارې له لوري، (747) د داعشيانو او نامعلومه کسانو له لوري او (149) د مجاهدينو لخوا ټپيان شوي دي.

په دې مجموعه  ټپيانو کې(2481) نارينه، (145) ميرمنې او (302) ماشومان شامل دي.

د افغانستان اسلامي امارت د ملکي تلفاتو د مخنيوي او سمع شکایات د ادارې د تحقيق په اساس په پورتنيو مجموعي ټپيانو کې (72.24) سلنه امريکایان او د مزدورې ادارې چارواکي ښکيل دي، (23.14) سلنه د زخميانو پيښې د داعش ډلې او یا نامعلومه کسانو لخوا ترسره شوي او (4.61) سلنې پړه پرمجاهدينو اچول کيږي.

 

د يادولو وړ ده چې په کومو پيښو کې چې د افغانستان اسلامي امارت مجاهدين متهم بلل شوي دي د افغانستان د اسلامي امارت د مشرتابه په هدايت د افغانستان د ملکي تلفاتو د مخنيوي او د سمع شکاياتو ادارې هر اړخيزه څيړنه او پلټنه کړې، مجرمينو ته يې د شريعت په اصولو او د قوانينو موافق سزا ورکولو لپاره د دوی دوسيې نظامي محاکمو ته محول کړي دي، او په کومو کسانو چې جرم ثابت شوی دی هغه ته يې د شريعت موافق سزا ورکړې ده، همداراز يې د متضررينو سره د صلحې او تفاهم په لحاظ خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.

پاتې دې نه وي چې د ملکي تلفاتو د مخنيوي ادارې سره په دا وروستیو کې د سمع شکاياتو په نامه کميسيون هم مدغم شوی دی، د (سمع شکايات کميسيون) ته په ځانګړې لائحه او کړن لارې سره دنده سپارل شوې چې که هرڅوک د اسلامي امارت په مجاهدينو باندې (که هغه لوړ رتبه مسؤل وي او که عام مجاهد وي) کومه ادعا يا ورڅخه شکايت لري نو پرته د کوم مزاحمت څخه د شاکي شکايت اورېدل کيږي او د حل لپاره يې د شريعت د اصولو موافق هلې ځلې کيږي، تر اوسه پورې دغه کميسيون ته د هيواد له لر او برڅخه دخلکو لخوا یو شمیر شکايتونه شوي چې ټول شکايات اوریدل شوي او دحل لپاره يې لازم ګامونه اختیستل شوي دي.

د دغه کمیسیون د کاري طرزالعمل له مخې که  د اسلامي امارت د کوم لوړ پوړې چارواکی څخه هم شکایت وشي او هغه په کومه قضيه کې پړ وليدل شي نو د هغه سره د عام وګړي په څير چلن کيږي او د خلکو شکايت رفع کيږي او تر اوسه پورې ياد کميسيون ډېرې داسې قضيې حل کړي دي.

د ملکي تلفاتو د پيښو په ارتباط باید ووایو چې د پورته ذکرشوو (692) ملکي تلفاتو په پيښو کې په اکثرو کې امريکايان او د هغوی پورې مربوط ګوډاګيان او یا داعش ته منسوب خلک ښکيل دي، چې زموږ سره دغه ډول ټولې پيښې ثبت دي؛ خو په هغو کې ځينې داسې بوګنونکې پيښې دي چې د امريکايانو او د دوی پورې تړلو ځواکونو لخوا په قصدي ډول ترسره شوي دي او دوی يې پړه هم اخيستې ده چې لاندې يې څو پيښې د نمونې په ډول رانقلوو.

ځينې هغه بوګنونکې پيښې چې امريکايان او د دوی مزدوران پکې ښکيل دي

۱: امریکایي ځواکونو په پکتیکا کې ۱۳ تنه ملکي وکړي شهیدان کړي دي:

12/08/2016

(زمری۲۲مه، ۱۳۹۵ل) د پکتیکا ولایت په خوشامند ولسوالۍ کې په اصطلاح د ملي اردو او ملي پولیسو په ملتیا امریکایي پوځیانو د میناري په کلي چاپه ووهله او د کلي اکثریت کورونه یې تلاشي کړل، د چاپې پر مهال د خلکو له کورونو قیمتي شیان او نقدي شتمنۍ هم لوټ شوي او عام خلک وهل شوي او شکنجه شوي دي.

د خوشامند ولسوالی د مزدورې ادارې ولسوال ګلاخان افغان وایي چې د کلي سپین ږیرو ورته ویلي چې له وهلو ټکولو او لوټلو وروسته امریکایي بې پیلوټه الوتکو د ډاکتر وریښمین په کور بمبار هم وکړ چې د ډاکتر وریښمین او د ده د څلورو ماشومانو په ګډون ۱۳ تنه شهیدان شوي دي.د مزدورې ادارې د پکتیکا امنیه قوماندان خلیل الله ضیایي هم منلي چې ۱۳ تنه ملکي وکړي پدې چاپه او بمبار کې وژل شوي.

د سیمې اوسیدونکي وایي چې له امریکایانو ګیله نشته خو د ملي اردو او ملي پولیسو سرتیرو هم وهلي، شکنجه کړي او هم یې شتمنۍ ترینه لوټلې ده.

۲: په کندز کې په اصطلاح د ملي اردو چورلکو د عامو خلکو کورنه بمبار کړي ۱۶ تنه ملکیان ټپیان شوي:

12/08/2016

(زمری ۲۲مه، ۱۳۹۵ل) د کندز ولایت نه د خپلواکو او ازادو رسنيو د خبریالانو لخوا په ورکړل شوي خبر کې ویل شوي، چې د دهنه قشلاق په سیمه کې د طالبانو او کوماندو ځواکونو ترمنځ درنې نښتې رامنځ ته شوې، کوماندو ځواکونو غوښتل چې د امام صاحب ولسوالۍ محاصره ماته کړي او د دهنه قشلاق له سیمې طالبان پر شا کړي، خو بریالي نشول درې تنه کوماندویان ووژل شول او درې تنه ټپیان شول همدغه راز طالبانو هم د خپل یو تن ملګري د وژل کیدو خبر ورکړی.

کله چې د کوماندو ځواکونه له جګړې راوګرځیدل د دفاع وزارت چورلکو د دهنه قشلاق په سیمه کې د ملکي خلکو کورونه تر بمبارۍ لاندې ونیول یو شمیر کورونه یې وران او ۱۶ تنه ملکي وګړي یې ټپیان کړل

۳: ننګرهار: امريکايانو شپږ تنه ملکيان شهيدان او څلور يې ټپيان کړل:

13/08/2016

۱۳۹۵ زمری ۲۳

د ننگرهار ولایت د اچين ولسوالۍ په باندر سيمه کې امريکايي ځواکونو په يوه توغندويي بريد کې ۶ تنه ولسي وگړي وژلي دي او ۴ نور یې ټپيان کړي دي.

باندر کې وژل شوي کسان محمد زمين او نياز مين د نظر مير زامن، صحبت خان او ماموند د شالي زامن، فواد د صحبت خان زوی او محمد ايوب د سلطان مير زوی دي.

د ننګرهار د ولایتي شورا غړی او قومي مشر محمد علي باندر وايي، په دې وروستیو کې په ننګرهار کې مېشتو بهرنیو ځواکونو پر وسله والو د کروز توغندیو بریدونه پیل کړي، چې په کې زیات ملکي وګړي وژل کیږي.

سرنوشت ورځپاڼې د ځايي خلکو له خولې ليکلی، چې دغه توغندي سيمه کې د امريکايي ځواکونو له يوه مرکزه باندر کې پر کورونو توغول شوي دي چې له امله يې عامو خلکو ته مرگ ژوبله اوښتې ده.

د ننگرهار چارواکي تاييدوي، چې امريکايي ځواکونو په دې وروستيو کې د وسله والو مخالفينو د ځپلو په موخه پر هغوی د کروز توغنديو بريدونه پيل کړي دي.

په هیواد کې د امریکایي ځواکونو په بمباریو کې د ملکي وګړو وژنه ډيره شوې ده، چې  دبشري حقوقوسازمانونه اوافغان حکومت یې په اړه چوپه خوله دي.

۴: امریکايي ځواکونو په ولسي کورونو چاپه وهلې:

2016/09/23

(جمعه، تلې ۲، ۱۳۹۵ل): د کندز ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې امریکایي ځواکونو په ولسي کورونو چاپه اچولې.

پېښه د یادې ولسوالۍ په عیدګاه سیمه کې رامینځته شوې ده.د راپورونو له مخې امریکايي ځواکونو، چې دولتي سرتیرو یې همکاري کوله، یو ولسي وګړی وژلی او پنځه تنه یې ژوندي بیولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم امریکايي ځواکونو په یادې ولسوالۍ کې د ملکي خلکو په کورونو چاپه اچولې او د طالبانو په «شک» یې ۲۳ تنه ولسي وګړي له خپلو کورونو څخه بیولي دي.

۵: کندز ولايت کې ملکي پيښه:

د کندز ولايت څخه اطلاعاتي مسئول راپور راکوي چې د دې ولايت دشت ارچې ولسوالۍ اړوند قرلق سيمه کې يرغلګرو ځواکونو په ملکي خلکو بمبار وکړ چې له امله يې ۲ تنه عام وګړي په شهادت ورسيدل. (۱۴۳۷/۱۲/۲۱هـ ق)

۶: بدخشان ولايت کې ملکي پيښه:

د بدخشان ولايت څخه اطلاعاتي مسئول راپور راکوي چې د دې ولايت جرم ولسوالۍ اړوند شوچ سيمه کې وحشي دښمن د عاموخلکو پريوکور بمبار وکړ، چې له امله يې د يوې ميرمنې په ګډون ۳ تنه شهيدان او ۲ تنه ماشومان يې  ټپيان کړل اوکورهم په بشپړه توګه ونړيد.

۷: ننګرهار ولايت کې ملکي پيښه:

د ننګرهار ولايت څخه د ملکي تلفاتو د مخنيوي ادارې نمائنده راپور راکوي چې د دې ولايت اچين ولسوالۍ اړوند شډل سيمه کې يرغلګرو ځواکونو د ملکي وګړو پرکور بمبار کړی چې له امله يې د يوماشوم په ګډون ۱۵تنه عام وګړي شهيدان او ۱۳ تنه نور شديد ټپيان شوي دي، پيښه هغه وخت رامينځته شوه چې په ياده سيمه کې يوتن قومي مشر د حج د فريضې ادا کولو څخه ورسته راستون شوی و، چې خپلوان او کليوال يې ميلمانه ول چې له يادې پيښې سره مخ شول او تلفات يې ورته واړول. (۱۴۳۷/۱۲/۲۶هـ ق)

۸: ننګرهار: افغان ځواکونو د ملګرو ملتونو یو کارکوونکی وژلی:

2016/10/02

(يکشنبه، تلې ۱۱مه ۱۳۹۵ل): افغاني ځواکونو د جلال اباد په ښار کې د ملګرو ملتونو ادارې د یو افغان کارکونکي پر کور چاپه اچولی او نوموړی یې په خپل کور کې دننه وژلی دی.

پيښه د جلال اباد ښار په څلورمي ناحیې کې را منځته شوې.

د وژل شوي کس د کورنۍ یوه غړي د پژواک خبري اژانس ته ویلي چې ۳۵ کلن محمد صادق زهیر په کندز کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د ادارې (یو این اوچا) د دفتر ځايي مسؤول وو.

نوموړی په همدې شپه خپل کور ته په رخصتۍ راغلی وو چې د شپي پر ۱۱ بجو ځانګړو ځواکونو یې پر کور چاپه واچول او د قدوس قدوس په نامه یې پوښتنه کوله چې د کور خلکو ورته وویل چې په دې نامه څوک نه پيژني.

نوموړي ویلي چې د چاپې پر مهال ځانګړو ځواکونو د کور میرمني ټولي په یوه خونه کې بندیاني کړلې او بیا یې محمد صادق زهیر د خپل مور، پلار او میرمني په مخکې په څلورو ډزو وواژه.

نوموړي ویلي چې مور یې د خپل ځوان زوی قتل برداشت نه کړای شو، او هغې هم ځای پر ځای یې ساه ورکړه.

بل خوا د ملګرو ملتونو د یو این اوچا ادارې هم د خپل یوه کارکوونکي وژل منلي او د هغه کورنۍ ته یې د تسلیت مراتب وړاندي کړي دي.

۹: ننګرهار د چاپې پر مهال بهرنیانو څلور وروڼه وژلي:

2016/10/06

(پنجشنبه، تلې ۱۵مه ۱۳۹۵ل): د ننګرهار ولایت په کامه ولسوالۍ کې بهرنیو ځواکونو د افغان ځواکونو سره په ګډه پر یوه کور چاپه وهلې او هلته یې په یوه کورنۍ کې څلور وروڼه وژلي دي.

پيښه د کامه ولسوالۍ د سنګر سرای په سیمه کې هغه وخت را منځته شوې کله چې بهرنیانو او دولتي ځواکونو د شپې ناوخته پر یوه کلي چاپه اچولې.

د کلي خلک وايي چې په یوه کور کې څلور وروڼه ووژل او یو شمېر کلیوال یې له ځانه سره ژوندي بوتلل.

۱۰: پکتيکا ولايت کې ملکي پيښه:

د پکتيکا ولايت څخه د ملکي تلفاتو د مخنيوي ادارې نمائنده راپور راکړ چې د دې ولايت يوسف خيلو ولسوالۍ ودانۍ ته څيرمه د کابل ادارې استخباراتي کسانو د عامو خلکو په يو فيلډر موټر ډزې وکړي چې له امله يې يو ۸ کلن ماشوم شهيد او يوه ۹ کلنه ماشومه ټپي شوه، چي دواړه د وازېخوا ولسوالۍ اوسيدونکي ول او د ياد ولايت مرکزته په عمومي سړ روان وو. (۱۴۳۸/۲/۶هـ ق)

۱۱: کندز ولايت کې ملکي پيښه:

د کندز ولايت څخه د ملکي تلفاتو د مخنيوي ادارې نمائنده راپور راکړ چې د دې ولايت مرکز اړوند بزقندهاري سيمه کې لږ تر لږه ۳۲ تنه ملکي وګړي د يرغلګرو هوايي ځواکونو په  بمبار کې په شهادت ورسيدل، په شهيدانو کې ۶ تنه سپين ږيري، ۵ تنه سپين سرې ښځې او ۲۱ تنه نور ميرمنې، ماشومان او ځوانان ول او د ښځو ماشومانو په ګډون له ۵۰ تنو ډير ټپيان دي، همداراز په دې وحشيانه بريد کې ۵۰ کورنه هم په بشړه توګه ويجاړ شوي دي. (۱۴۳۸/۲/۳هـ ق)

۱۲: فارياب ولايت کې ملکي پيښه:

د فارياب ولايت څخه د ملکي تلفاتو د مخنيوي ادارې نمائنده راپور راکوي چې د دې ولايت جمعه بازار(خواجه سبزپوش) ولسوالۍ اړوند قلعه کوسه سيمه کې د کابل ادارې اردو عسکرو له خپلې قرارګاه څخه د واده پر کور د هاوان بريد کړی چې له امله يې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲ تنه شهيدان او ۱۳ تنه نور ټپيان دي،په نوموړې سیمه کي چي یاد جنایت  تر سره شوی مجاهدینو شتون نه درلود، باید یادونه وکړو چي یادې قرارګاه ته د دې خبر داری هم ورکړ شوی وو چي  په سیمه کې واده او دخوشحالۍ مراسم دي.(۱۴۳۸/۲/۴هـ ق)

۱۳: ارزګان ولايت کې ملکي پيښه:

د ارزګان ولايت څخه اطلاعاتي مسئول راپور راکوي چې په (2016/10/30تاريخ) سهار د نهو ۹ بجو په شا او خوا کې د دې ولايت مرکزترینکوټ اړوند درويشانو سيمه کې د یرغلګرو هاوايي ځواکونو په بمبار کي پنځه دیرش تنه ملکي وګړي د ماشومانو اوسپین ږیرو په ګډون شهیدان شوي دي او ګڼ شميرنور شديد ټپيان دي، دا فاجعه داسي مهال رامنځته شوې چي په درویشان کي د قرارګاه ټول عسکر دخپلو تجهیزاتو سره طالبانو ته تسلیم شول، ولسي وګړي چي همدغي قرارګاه ته د عسکرو تر تخلیه کولو وروسته د سیل او تماشا لپاره او د ځينو پاتې شيانو د راټولولو په موخه ورغلل، د اشغالګرو الوتکو د قرارګاه په منځ او شاوخوا کي  په نښه کړل او ياد تلفات يې ورواړول. (۱۴۳۸/۱/۲۹هـ ق)

۱۴: فارياب ولايت کې ملکي پيښه:

د فارياب ولايت څخه د ملکي تلفاتو د مخنيوي ادارې نمائنده راپور راکوي چې د دې ولايت چهلګزي ولسوالۍ اړوند کنجک سيمه کې د دوستم ګلمجمو د اتياوو (۸۰) په شا او خوا کې کورونه سوزولي دي، د راپور په اساس سوزول شوي کورونه ټول د عامو خلکو دي چې له لوټ کولو څخه ورسته اور وراچول شوی دی، د کورنيو غړيو د بې کوري له کبله د غرو شيلو ته پنا وړي ده چې د ګڼو ستونزو سربيره د يخنۍ څخه هم کړيږي. (۱۴۳۸/۱/۱۸هـ ق).

د افغانستان اسلامي امارت د ملکي تلفاتو د مخنيوي او سمع شکايات اداره

ايمل ادرس: [email protected]