د کابل دغلامې ادارې ویاند صدیق صدیقي دخلکو په سترګوکي خاورې ښندي!

دغلامې ادارې ویاند ډیرپه شد او مد سره  دافغانستان په شپږو ولایاتو کي دتیرې یوې اونۍ په اوږدوکي دعملیاتو لاپې ووهلې چي ګواکي دوی دمجاهدینو په وړاندي عملیات کړي اولاس ته راوړنې لري  خو زه وایم دا یوازي تبلیغاتي اړخ لري غواړي په دې توګه ځانونو ته روحیه او مورال ورکړي خو حقیقت دادی چي […]

دغلامې ادارې ویاند ډیرپه شد او مد سره  دافغانستان په شپږو ولایاتو کي دتیرې یوې اونۍ په اوږدوکي دعملیاتو لاپې ووهلې چي ګواکي دوی دمجاهدینو په وړاندي عملیات کړي اولاس ته راوړنې لري  خو زه وایم دا یوازي تبلیغاتي اړخ لري غواړي په دې توګه ځانونو ته روحیه او مورال ورکړي خو حقیقت دادی چي ددوی هغو ظلمونو او وحشتونو ته دعملیاتو نوم ور کړ چي ددوی اوباشواربکي ملېشودفاریاب ولایت دقیصار ولسوالۍ په نهرین سیمه کي له مجاهدینو  سره تر جګړې وروسته دولسي خلګو پرکورونو یرغل وکړ ، او ګڼ شمیرولسي وګړي  شهیدان  او دوه سوه کورنه یې و سوځول، او نور یې دسیمې پریښودلو ته مجبور کړل چي اوس په نورو سیمو کي  تر شنه اسمان لاندي دژمي سړې شپې تیروي خو زه یوازي ددغو دریو ولایاتو په اړه درسره دتیرې اونۍ د پیښو په اړه څه شریکوم چي تاسو بیا ډیر په اسانۍ سره قضاوت کولای شۍ چي ځمکي حقائق څه دي او دغلامې ادارې چار واکي څه ډنډورې ږغوي

الحمد لله داسلامي امارت مجاهدینوله دې سره سره چي ژمی دی او له یوه ځای نه بل ځای ته تلل راتلل سخت دي خو بیا یې هم  ډیر په عالي مورال او لوړو حوصلو دډارن دښمن په وړاندي خپل مقامت جاري ساتلی چي دبیلګې په توګه یې ستاسو مخې ته ږدم چي  6 یې قوماندانان 165مزدور عسکر قتل او ډیری ژوبل شوي او 17میله سپکه اودرنه اسلحه دمجاهدینو لاس ته ورغلې

قنــــــــــــــــــــــــــــدهار

دروان 2015میلادي کال دروانې میاشتې په اول تاریخ دقندهارولایت د میوندپه کوکه سیمه  کي دیوې پوستې قوماندان انګار او 7نور مزدور عسکر وو ژل شول او  9میله اسلحه یې مجاهدینو په غنیمت راوړه

او همداراز دنوموړې ولسوالۍ په کمپرک کي دګار وان2  موټران تخریب او 4مزدور عسکر ووژل شول

او دقندهار ښار په 7 حوزه کي دبدنام او فقید قوماندان جاجو ساتونکی او دخاد کار کونکی (ګوډ) ووژل شو

او په 4 حوزه کي دامریکایانو قرادادی او جاسوس سیدخان ووژل شو

او په ډب خاکریز کي په مخامخ نښته کي یوه شوبله او 4عسکر له منځه ولاړل

او دښورا وک ولسوالي دبارې کاریز دقرارګا 2  عسکر او په سرو څاهانو کي 2عسکر په بریدونو  کي او دشربت غونډۍ کي یورینجر 6  مزدور عسکر دماین په مټ له منځه ولاړل

او دښار په 10  حوزه کي قوماندان محمد ولي په چریکي برید کي ووژل شو

او په 6تاریخ دقندهار ښار په زړه کي دقاضي غلام دهنې  پر ماموریت او دبریښناکوت پر ما موریت د اسلامي امارت د دوو قهر مانو فدایي مجاهدینو په بریدونو کي دقوماندان مقري په شمول 23  تنه مزدور عسکر ووژل شول او نو موړي فدایان بیرته پخیر روغ رمټ خپلو مرکزونو ته  ورسیدل

او دمیوند په سره بغل سیمه کي 3مزدور عسکر په برید کي ووژل شول

اوپه 7تاریخ دمعروف ولسوالي په جر سیمه یوه پوسته په داسي ډول له منځه ولاړه چي پکي اوه تنه نفوذي مجاهدین ځای شوي ول او په دې ورځ یې 2 ثقیلان یو راکیټ 5 کلاشینکوفونه یو چریکي هاوان له ځانو سره راوړل او بیر ته له خپلو ملګرو سره یو ځای شول !!

او همداراز د ارغستان دابوزو پوسته دمجاهدینو له مسلسلو بریدونو بعد وتښتیدله

اووروستۍ هغه یې دا چي  دښورابک دسرو څاهانو دنور ګي له پوستې سره یو رینجر او 3 مزدور عسکرپه ماین ختم شول

هلمنـــــــــــــــــــــــــــــد :

دهلمند لښکرګاح په مرکز سرکار یمه کي دغلامې ادارې  5 مزدور عسکر په جلاجلا بریدونو کي ووژل شول

او دبابا جي په سپین مسجد سیمه کي 2 عسکر او په لوي مانده کي یوه شوبله او 3  مزدور عسکر په بریدونو کي له منځه ولاړل

او دنادعلي ولسوالۍ په شاول مانده کي 3  عسکر او دناوې ولسوالۍ په نومرو کي 3  عسکر او دسار وان کلا په غاړګۍ سیمه کي 2  عسکر په بریدونو کي ووژل شول

او په 3  تاریخ دهلمند مرکز لشکر ګاه پر دوراهي پر هغه کار وان چي وسنګین ته دحرکت په حال کي وو درحمت الله له لوري دکرولا موټر په توسط په فدایي برید کي 15 مزدور عسکر او ددوی یو قوماندان داخوند زاده په نوم او دهغه مرسیال  ووژل شول

او دواشیر په سنګلانو کي 3 مزدور عسکر او یوه شوبله په ماین له منځه ولاړل

دګرشک په میر منداب او دناوې په نومرو کي 5  عسکر په بریونو کي ووژل شول

په 3 تاریخ په مر جه کي  3  انسان تښتونکي جنایت کاران ووژل شول او دنیمروز ولایت یو کس نورالحق یې ددوی له لاسونوازاد کړ

او دګرشک په حیداباد کي یوه شوبله 4 عسکر په ماین له منځه ولاړل او دمر جې په تریخ ناور کي  2 عسکر په برید کي قتل شول

دخانشین ولسوالۍ لو یه قرارګاه په مزایلو وویشتل شوه او دسنګین ساروان کلا په سره ګاره کي پر پوسته برید وشو چي پکي 8 مزدور عسکر ووژل شول اویوه شوبله وسو ځول شوه

په سنګین امان الله کاریز کي دکار وان 7  مزدور عسکر په کمین کي ووژل شول او  3  موټران یې تخریب شول او همداراز دسار وان کلا په زیدانانو کي 4  پلي عسکر په برید کي ووژل شول اووروستۍ هغه یې دا چي دکجکي پر عمومي سړک  دسار وان کلا په پوټي سیمه کي 4 دګزمې عسکر د ماین په چاودنه کي ووژل شول

فــــــــــــــــــــــــاریاب

درواني میاشتې په اول تاریخ دفاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ خواجه غار سیمه کي  2 عسکر قتل او بیا ومجاهدینو ته  3 مسلح عسکر تسلیم شول

په 3 تاریخ دفاریاب قیصار ولسوالۍ مرکزي سیمه چیچکتو داسلامي امارت دمجاهدینو په لاس فتح دقوماندان عبدالرحمن جرمن په شمول ګڼ شمیر عسکر ووژل شول اوپاتې  عسکر وتښتیدل او دنوموړې ولسوالۍ په ارکیک سیمه کي له ډارن دښمن سره جګړه را مینځ ته شوه چي پکي دغلامې ادارې  50 مزدور عسکر مړه و ژوبل شول او 3  تانوګونه یې له منځه ولاړل او په ټیټ سر له سیمې وتښتیدل

او همداراز دچلګزي په مرکز کي 3 عسکر په کمین کي او دوه نور یې په ماین له منځه ولاړل

په دولت اباد مرکز کي 2  عسکر په بیرد کي ووژل شول او دخان چار باغ په مرکز کي یوبدنام او اولس زوروونکی عسکرغلام سخي او بندر ولسوالۍ مرکز کي بدنام اربکی عبدالناصر  ووژل شول

او وروستۍ پیښه داوه چي دفاریاب ولایت شیرین تګاب ولسوالۍ ددولت اباد پر لویه لاره  ددښمن یو ټانګ 4 مزدور عسکر په ماین له منځه ولاړل او 3 نور یې ژوبل شول ۰

قاري محمدیوسف احمدي داسلامي امارت ویاند۱۴۳۶/۴/۲ هق