د پکتيکا ولایت له محترم  جهادي مسؤل مولوي محمد قاسم  (خـــالــد) سره ځانګړې مرکه!

مرکه کونکی: م.  شعیب شهامت   درنو او قدرمنو میووالو  دا ځل مو د پکتیکا ولایت له محترم جهادي مسؤل مولوي محمد قاسم خالد صاحب سره ځانګړې مرکه چمتو  کړې ده چې  لوستلو ته یې ستاسو پام را اړوو.  پوښتنه: مولوي صاحب محترم که په پیل کې خپل ځان دڅرک مجلې درنو مېنوالو ته ور […]

مرکه کونکی: م.  شعیب شهامت

  درنو او قدرمنو میووالو  دا ځل مو د پکتیکا ولایت له محترم جهادي مسؤل مولوي محمد قاسم خالد صاحب سره ځانګړې مرکه چمتو  کړې ده چې  لوستلو ته یې ستاسو پام را اړوو.

 پوښتنه: مولوي صاحب محترم که په پیل کې خپل ځان دڅرک مجلې درنو مېنوالو ته ور معرفي کړئ ډېره مهرباني به مو وي ؟

الحمد لله وکفی والصلوة والسلام علی عباده الذين اصطفی  امابعد:  له  هرڅه نه مخکې تاسو ته او ستاسو له طریق نه  د افغانستان مؤمن او مجاهد ملت  ته خپل سلامونه نيکې هیلې او احترامات  وړاندې کوم  او  له تاسونه  یوه نړی مننه کوم چې مونږ ته مو دا فرصت برابر کړ  تر څو خپل آواز تر  ګرانو هیوادولو پورې ورسوو .

محترمه زه مولوي محمد قاسم خــالد د مرحوم مولوي صاحب سید عمر زوي  د لوګر ولایت د برکي برک ولسوالي اوسېدونکی یم  او في الحال  د افغانستان د اسلامي امارت  په تشکيلاتو د پکتيکا ولایت  د مسؤل په حیث په جهادي خدمت  بوخت یم .

  پوښتنه: په عموم کې د پکتیکا ولایت جهادي وضعیت څنګه ارزوئ؟ سږ کال مجاهدینو کوم پر مختګونه کړي دي اوڅه لاس ته راوړنې لري؟

د پکتيکا ولایت  جهادي وضعیت سږ کال الحمدلله د لوي الله جل جلاله په فضل او کرم سره ډیر زیات خوندور او د پام وړ ده  د سږ کال په جریان کې ګڼ شمېر سيمې او کلي  د مجاهدينو په کنټرول کې راغلي دي  ،  او ددښمن له شر څخه خلاصې شوي دي   او د دښمن ګڼ شمير ډېر مهم چارواکي په تعرضي او چريکي بریدونو کې  له منځه تللي دي .

پوښتنه :که په پکتیکا ولایت کې د اسلامي امارت د تشکیلاتي او اداري فعالیتونو په هکله معلومات راکړئ د اسلامي امارت کومې شعبې هلته فعالې دي او اولس ته خدمات وړاندې کوي په دې اړه که لږ تفصیل راکړئ؟

د افغانستان د اسلامي امارت په تشکيلاتو کې چې  څومره ادارې موجودې دي  په پکتيکا ولایت کې هغه ټولې فعالې دي  مسؤلين یې ټول په ساحه کې موجود دي ، د هرې ادارې مؤظف هیئتونه  په سيمه کې موجود دي   عملاً په خپلو کارونو بوخت دي  او خپل اولس ته خدمات وړاندې کوي  چې  د نمونې په ډول د څو ادارو د فعالیتونو  یادونه کولئ شو .

۱ . د مؤسساتو کمیسون   داسلامي امارت  په تشکيلاتو کې هغه اداره ده  چې د اولس په خدماتو کې فعاله ونډه  لري ، په مختلفو ولسوالیو کې یې د مکاتبو او کلینیکونو تعميرونه جوړ کړي دي ، فرعي لارې او سرکونه یې جوړ کړي او جغل اندازي کړي دي ، د اوبو د لپاره یې لویې او وړې ویالې ،او د اوبو بندونه جوړ کړي دي  چې د ګومل ، چاربران ، اومنې ،جانيخيل ، مټاخان ،برمل او  نکې ولسوالي یې  د مثال په ډول وړاندې کولائ شو .

همدغه راز د معارف کمیسون هم  په ټولو ولسوالیو کې ديني مدارس ، عصري ابتدائیه ،او متوسطه  مکاتب او لېسې فعا لې کړي دي  ،  په یادو مدارسو او مکاتبو کې  د افغانستان د اسلامي امارت د تعليم او تربیې د کمیسون له لوري تر تیب شوي نصاب تقریباً ۹۰٪ عملي دی، او د ديني مدارسو او عصري مکاتبو استادان ښه د امن په فضاکې خپلې چارې پر مخ وړي .

همدغه راز د ملکي تلفاتو اداره هم  ښه فعاله ده  د اولس شکایات اوري  دهغو مشکلاتو ته شرعي او اصولي حل لاره پیدا کوي او مربوطه مراجعو ته یې راجع کوي .

فرهنګي کمیسون هم دعام اولس او بالخصوص د ځوان نسل په تربیت ،روزنه او ذهن سازي کې فعاله ونډه اخيستې ده ، وخت په وخت د اسلامي امارت مربوط نشراتي مواد  په اولس توزیع  کوي، او د شریعت غږ راډیو خپرونې هم په اکثره ولسوالیو کې  اورېدل کيږي  عام اولس بالخصوص ځوانان ښه استفاده ورنه کولائ شي .

پوښتنه : د مجاهدینو تعامل له اولس سره او بالمقابل د اولس تعامل له مجاهدینو سره څنګه دی آیا هغوی د مجاهدینو له تعامل نه خوښ دي کنه؟ او له مجاهدینوسره همکاري لری کنه؟

داسلامي امارت قهرمانو مجاهدینو له امریکا او د هغو له متحدينو او غلامانو سره دا ۱۹ کاله جهادي مبارزه  د الله جل جلاله په ځانګړي نصرت او  د خپل مجاهد اولس په همکاري  ترسره کړې ده  اولس په خپله غیږ کې  مجاهدینو ته پناه ورکړې او هره نوعه همکاري یې ورسره کړې ده  ، مجاهدین  دنبي علیه السلام د هدایت له مخې نه  چې (مَن لَم یَشکُرِالنَّاسَ لَم یَشکُرِ الله َ) له خپل اولس  سره ښه تعامل کوي او په اولس باندې مکمل ترحم او شفقت لري ځکه چې نبي علیه السلام هدایت  کړي ده (الرَّاحِمُون یَرحَمُهُم الرَّحمن اِرحَمُوا مَن فِی الاَرضِ یَرحَمُکُم مَن فِی السَّمَاءِ)  او داچې د افغانستان ملت مسلمان او مجاهد ملت ده  ځکه خو د اسلامي امارت له مجاهدینو سره ښه تعامل او روابط لري او د مجاهدینو له ښو  اخلاقواو ښه تعامل نه ډیر خوښ او راضي دي  ، همدا وجه ده چې په هر رنګه سختو شرائطو کې  د مجاهدینو همکاري ته چمتو او تیار ډي او عملاً همکاري ورسره کوي.

پوښتنه: مولوي صاحب محترم داچې پکتیکا یوه لرغونې غرنۍ او ګڼ میشتې سیمه ده هلته مختلف اقوام ژوند کوي طبعې خبره ده هرقوم به خپل عنعنات عرف او رواجونه لري ستاسو   او د مجاهدینو ګذاره هلته څنګه ده؟

هو د پکتيکا ولایت د افغانستان په نقشه کې یو ډیر ستر ولایت ده او مختلف قومونه دلته ژوند  کوي  تقریباً ۹۰٪  فیصده   نفوس يې  له څلورو اقوامو نه تشکيليږي   سليمانخيل،خروټي ،ځدراڼ او وزیر قومونه  ، موږ  او نور عام مجاهدينو د خپلو حسنه اخلاقو په نتیجه کې توانيدلي یو  چې په ډير لږ وخت کې مو ځانونه د قومونو له عاداتو ا و عنعناتو سره ځانونه بلد ، او د هر قوم د عاداتو او عنعناتو مطابق  په هغه سیمه کې ژوند کوو ګذاره مو ډیره ښه ده الحمدلله هیڅ نوع مشکل نشته  اولس هم زمونږ له ښو اخلاقونه متأثر  او هرنوع همکاري ته چمتو او تیار ده .

پوښتنه: که راته ووایاست چې په پکتیکا ولایت کې اولس په حقوقي موضوعاتو کې چاته مراجعه کوي؟ او هغه کومې مهمې پېښې او موضوعات دي چې د مجاهدینو په هڅو او توسط سره حل شوي دي؟

 په پکتیکا ولایت کې اولس د خپلو موضوعاتو د حل لپاره مجاهدینو ته مراجعه کوي حتی د مرکز ښرنې  له بازار نه هم  مجاهدینو ته مراجعه کوي  د ښرنې ملکي مسؤل راته وویل له ښار نه روزانه   لسګونه عام خلک دوکانداران ،تجاران  راځی د خپلو موضوعاتو د حل لپاره مونږ ته مراجعه کوي   او مونږ د هغو موضوعات یا د مصلحینو له لارې حل کوو او که ضرورت ولیدل شي موضوع يې محکمې ته راجع کوو ،  بناءً زه دا ویلی شم چې په سلو کې ۹۸٪ خلک د خپلو موضوعاتو د حل لپاره  مجاهديو ته مراجعه کوي ، ځکه چې د اسلامي امارت مسؤلین د خلکو موضوعات د شریعت په رڼا کې حل  کوي ، د مظلوم حق د عدل او انصاف له مخې مظلوم ته ورکوي  او ظالم ته د اسلام د اصولو له مخې جزا ورکوي  چې دا د اولس آرزو او تمنا هم ده ، مونږ په ټولو ولسوالیو کې په تشکيلاتو کې د موضوعاتو د حل لپاره  د ملکي مسؤلینو په حیث کسان تعين کړي دي  هغه په کوم مسجد یا مدرسه یا بل کوم داسې عام  ځای کې چې عام اولس لاس رسی ورته لري  هملته روزانه موجود وي او خلک مراجعه ورته کوي  ورسره په څنک کې محاکم هم ښه منظم فعال دي   اکثره ولسوالی مستقلې محکمې لري ،البته   په بعضې  ځایو کې د یو لړ مشکلاتو له امله مو دوه ولسوالی سره یو کړي دي او یوه ابتدائیه محکمه مو ورته  جوړه کړې ده ، او چې کله موضوع د اصلاح له لارې حل شي  یا د محاکمو اصولي مراحل نهايي شي  له هغه وروسته یې د اجراء لپاره نظامي مسؤل ته هدایت کوو چې  هغه فیصله عملي او تطبیق کړي .

دلته به د څو مهمو موضوعاتو یادونه وکړو چې دمجاهدينو د اخلاص او هلو ځلو په پایله کې حل شوي دي .

۱.   د لوړګي دښته چې د پکتيکا او غزني په منځ کې واقع ده  د دواړو ولایتونو اولسونو له ډير وخت نه په دې موضوع کې جنجال وو   د مجاهدینو په هلو ځلو سره مو هلته د دوي تر منځ یو حد فاصل ایجاد کړ او د دواړو لوریو حدود مو ورته معلوم کړل  دایوه پیچلې حقوقي موضوع وه خو اوس مهال په جنایی موضوع بدله شوې وه   خو الحمدلله دا مشکل حل کړل شو .

همدغه راز په پیرکوتي سیمه کې هم یو دوه پیچلي موضوعات وو  چې د دوو قومونو په یاده موضوع کې لانجه وه  یاده موضوع مو محکمې ته راجع کړه  محکمې قاطع فیصله وکړله  او فیصله تطبیق او اجراء شوه .

همدغه راز د پکتيکا د زیړوک ولسوالی  او دخوست ولایت  سپېرې ولسوالي  د اولسونو په منځ کې په یو غره باندې  لانجه وه  داهم یوه تکليفي او پیچلې موضوع وه  د ولایت له لوري په دې موضوع کې یو هیئت تعین شو  د محاکمو له عالي ادارې سره په مشوره  یاده موضوع حل شوه او حد فاصل ورته وټاکل شو  او د دواړو لوریو طرفونه مشخص او معلوم شول .

همدغه راز   د سرحوضې د  دمارزکو او دنکې ولسوالی د توریخيلو دقومونو  په یوه غره باندې جنجال وو چې آن قتلونه هم پکې شوي وو دلته هم د ولایت د هدایت له مخې نه  یو هيئت ورته تعین شو   یاد هیئت شل شپې تحقیقات وکړل وروسته له تحقیقاتو هغه حقوقي بخش یې  حل شو  او جانبین  وریاندې خوښ شول او فیصله ورته ابلاغ شوه .

دا یوڅونمونې وې نور هم ګڼ شمېر داسې مهم موضوعات شته خو دلته  به په همدې اکتفا وکړو .

 پوښتنه : مولوی صاحب محترم  د پکتیکا ولایت عمومي نظامي وضعیت سږکال څنګه  دی مجاهدین په نظامي ډګر کې کومې لاس ته راوړنې لري؟ او په کومو ساحو کې مجاهدینو پرمختګونه کړي دي  او دښمن یې له هغو سیمو نه په شاه کړی دي؟ او په عموم کې د یاد ولایت څومره اراضی د اسلامي امارت د مجاهدینو تر چتر لاندې ده؟

د پکتيکا په ولایت کې سږ  کال نظامي وضعيت الحمدلله  ډیر خوندور او دپام وړ ده ، قهرمان مجاهدين له دفاعي حالت نه تعرضي حالت ته راوتلي دي  ډيرې د پام وړ لاس ته راوړنې لري  په مختلفو ولسوالیو کې د دښمن په اکمالاتي کاروانونو تعرضي بریدونه شوي دي  لکه  ارګون،خیرکوټ او یحی خيل ولسوالی  چې په نتيجه کې یې  دښمن ته سخت مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي ګڼ شمېر اسلحې او مهمات ه غنيمت شوي دي  همدغه راز په جانيخيلو ،خیرکوټ ،یحی خيل، مټاخان ، او وازیخوا ولسوالیو کې هم ګڼ شمير پوستې فتح شوي  دي او ګڼ شمېر کلي او پراخې ساحې  د مجاهدینو تر تسلط لاندې راغلي دي . خلاصه داچې د پکتيکا د ۲۲ ولسوالیو له جملې څخه ۵  ولسوالي مکملې مفتوحه دي  لکه : ډیله ،نکه ،چاربران،اومنه ، او ګیانه ولسوالي ، او په پنځو ولسوالسو کې ۹۵٪  سلنه خاوره د مجاهدينو تر واک لاندې ده لکه برمل،وازیخوا، خوشامند ، مټاخان، او زیړوک ولسوالي ، او په ۹ ولسوالیو  کې ۷۰٪ ځمکه د مجاهدینو تر تسلط لاندې ده ، صرف په دریو لکه یحی خيل، شکېن، او تروه ولسوالي کې  د دښمن وجود څه ناڅه زیات ده ، بناءً دا ویلي شو چې په پکتيکا ولایت کې الحمدلله ۷۰٪  سلنه  خاوره د اسلامي امارت د  مجاهدینو تر ولکې لاندې ده  او په دغو سیمو کې اولسونه دکامل ډاډ او امن په فضاء کې ژوند کوي .

  پوښتنه:که راته ووایاست د دښمن هغه کوم مهم افراد او چارواکي وو چې اولس ورنه په تکلیف  وو او د اولس په غوښتنه د سږ کال په جریان کې د اسلامي امارت مجاهدینو له منځه وړي دي او اولس یې له شر څخه خلاص سوی دی؟

سږ کال د پکتیکا مجاهدینو په تعرضي تکتيکي او چريکي بریدونو کې د دښمن  شل تنه مهم قومندانان له منځه وړي دي  لکه :

۱.  دریاخان تلاش  دسروبي ولسوالی امنیه قومندان وو  او په خپله سیمه کې  د اربکیانو مشر هم وو  نوموړي په سروبي ،چاربران، اومنه او ګومله ولسوالی کې یې  فعالیتونه کول او د یادو ولسوالیو عام اولسونه یې له ظلمونو څخه ډیر تنګ شوي وو بالآخره د یو خاص تکتيک کې یاد قومندان ووژل شو او اولسونه یې له شر څخه خلاص شول،خلکو د خوښي مجالس جوړ کړل جلسې یې جوړې کړلې او د نوموړي په مرګ یې د خوشحالی اظهار وکړ .

۲.  په جانيخيلو کې موسی خان او عید محمد د اربکیانو قومندانان وو په سیمه کې اولسونه د دوي له ظلمونو او وحشتونو نه ډېر سخت په تکليف وو چې د مخامخ جګړې په ترڅ کې ووژل شول.

۳. په خوشامند ولسوالی کې د اردو دقرارګاه قومندان د جلال آباد دشینوارو اوسیدونکی وو په ظلم او وحشت کې ډېر مشهور وو بالآخره د اردو له قرار ګاه سره په ۵۰۰ میتری فاصله کې د مجاهدینو د یو کمین په ترڅ  کې و وژل شو.

۴ . په خیرکوټ کې  د اربکیانو یو قومندان د شفیق په نوم  چې په ظلم او  وحشت کې ډير مشهور وو د  مخامخ جګړې په ترڅ کې ووژل شو .

۵. په خیرکوټ کې یوه سیمه  ده دبکخيلو په نوم باندې  او دکابل ادارې په تشکیلاتو کې  د یوې مستقلې ولسوالی په نوم نومول شوې ده د دې ولسوالی امنیه قومندان  د میرعالم په نوم  ډير مشهور ظالم قومندان وو  د مخامخ جګړې په ترڅ کې ووژل شو .

۶. همدغه  دوه ورځې  مخکې  محمد آصف تو خي چې دپکتيکا د امنیت آمر وو  په زابل کې هم عام اولس  د ده له ظلمونونه سخت په تکلیف وو  د یحی خيلو په ولسوالي کې د مخامخ جګړې په ترڅ کې ووژل شو  چې د پکتیکا او زابل اولسونه یې د تل لپاره له شر نه په امان شول او د مخابرې له لارې نه  د زابل مجاهدینو هم  د نوموړي  د مرګ  مبارکي راکړه  دغه ۷ کسان هغه مشهور قومندانان وو د ټولو قومندانانو تفصيلي لیست په لاندې ډول ده .

په ۲۰۲۰ کال په ۹ میاشتو کې په پکتیکا کې د کابل مزدوزې ادارې ۲۰ نفره مهم قومندانان وژل شوي

نن سهار پکتیکا یحی خیل ولسوالۍ اړوند اته خونه سیمه کې د مزدورو ضربتي عسکرو په ګزمه

د مجاهدینو لخوا د سپکو او درنو وسلو برید او ۲ د ماین چاودنې رامنځ ته شوې چې له امله ۴ ټانګونه  تخریب دپکتیکا د امنیت آمر آصف توخي په شمول ۸ عسکر قتل او د عزیز الله کاروان ورور خانزاده کاروان په شمول ۵ عسکر ووژل شو ۲۰۲۰ / ۹ / ۱۹

تیره شپه پکتیکا یحی خیل ولسوالۍ کې اړوند غیب خیلو سیمه کې د اربکیانو خپلمنځی جګړه کې د اربکیانو ظالم قمندان عید محمد ووژل شو ۲۰۲۰ / ۹ / ۸

بیګا شپه پکتیکا جاني خیل ولسوالی اړوند جلال زو سیمه کې داربکیانو مو ټرسایکل دسرک دغاړي وسپنې سره ټکر وکړ چې داجلال زو داربکیانو دپوستې قومندان )موسی جان( دمیران زوی ووژل شوموټرسایکل یی تخریب شو / ۲۸ / ۴ / ۲۰۲۰ /

بیګا شپه پکتیکا د جانیخېل ولسوالۍ اړوند خزان سیمه کې داربکیانو په پوسته دمجاهدینو لخوا دلیزر په مټ برید ترسره شو چې له امله درحمت په نامه شریر اربکی ووژل شو / ۱۵ / ۶ / ۲۰۲۰ /

تیره شپه ۱۲ بجې پکتیکا جانې خیل ولسوالی اړوند جلال زو سیمه کې دمزدورو اربکیانو په ګزمه دمجاهدینو لخوا وسلوال بریدترسره شو چې له امله یې ۱ ټانګ ۱ فیلډر موټر تخریب شوي داربکیانوقومندان )مجاهد( په شمول ۴ اربکیان قتل شول ۲ ژوبل دی / ۲۰ / ۶ / ۲۰۳۰ /

نن سهار ۸ بجې پکتیکا جانې خېل ولسوالۍ بازار ته نږدې په اربکیانو په ګزمه مجاهدینو لخوا تکتیکي چاودنه وشوه چې له امله یې اربکی قومندان عبدالله اوساتونکی ژوبل شو/ ۱۵ / ۷ / ۲۰۲۰ /

۵ / ۳ / ۲۰۲۰ تیرمازدیګر پکتیکا خوشامند ولسوالۍ ته څیرمه نوي چمبران سیمه کې دمزدورو اوردو په اکمالاتي کاروان دمجاهدینو لخوا وسلوال برید ترسره شو چې له امله داوردو ټانګ تخریب شوي شینواری قومندان او ساتونکی یي قتل شول ۳ عسکر ژوبل شوي ۱ میل کار مولی اچانټه دمجاهدینو لاس ته ورغلل / ۲۳ / ۴ / ۲۰۲۰ /

تیره ورځ ۱۲ بجې پکتیکا خیر کوټ ولسوالی اړوند سیګانه سیمه کې دمجاهدینو په تکتیکی

برید کې ظالم اربکی شفیق ووژل شو/ ۲۰ / ۲ / ۲۰۲۰ /

تیر ماښام پکتیکا خیر کوټ ولسوالۍ اړوند بکخیلو سیمه کې دمزدورو پولیسو په ګزمه دمجاهدینو لخوا وسلوال برید ترسره شو چې له امله یې ۱ ټانګ تخریب شو دپولیسوامنیه قومندان میرعالم قتل شو ۲ ساتونکي ژوبل دي / ۱۱ / ۶ / ۲۰۲۰ /

تیره ورځ پکتیکا سروبی ولسوالی اړوند هیبطو سیمه کی دمزدورو پولیسو په پوسته دمجاهدینولخواوسلوال برید ترسره شو چی له امله یې ۱ پولیس دحبیب الله په نوم ووژل شو/ ۳ / ۳ / ۲۰۲۰ /

تېره شپه پکتیکا سروبي ولسوالۍ اړوند نوي کلاسیمه کې دمزدورو پولیسو په پوسته دمجاهدینو لخواوسلوال برید ترسره شو چې له امله یې  دښمن ته مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمیر یی ندی ترلاسه شوي په یاده سیمه کې دمزدورو پولیسو په کومکي قوه دمجاهدینو لخوا دماین چاودنه ترسره شوه چې له امله یې ۱ ټانګ تخریب دسروبي ولسوالۍ ظالم فاحش امنیه قوماندان دریاخان تلاش د ۴ ساتونکو په شمول ووژل شو / ۱۹ / ۷ / ۲۰۲۰ /

پرون مازدیګر ۴ بجې پکتیکا مټاخان ولسوالۍ اړوند ګل خان کلي سره نږدې سیمه کې داربکیانو په پوسته دمجاهدینو لخوا وسلوال برید ترسره شو چې له امله داربکیانو مهم قوماندان ادم په شمول د ۴اربکیانو قتل شول ۲ اربکیان زخمیان شول دښمن په جګړه کې کرمو کلي ته دهاوان فیرونه وکړل چې یوکور کې ۱ زنانه ۱ ماشومه زخمیان شوي / ۱ / ۶ / ۲۰۲۰ /

پرون ماښام پکتیکا وازېخوا ولسوالی اړوند ملایانو کلي کې دکابل ادارې دجاسوسي ادارې کار کونکی عبدالخالق دشکور ورور دنامعلومو کسانو لخوا وویشتل شو اوقتل شو / ۱۱ / ۵ / ۲۰۲۰ /

بیګا دشپي په ۱۰ بجې پاکستان لاهور ښارکې دپکتیکا یحیاخیل ولسوالی داربکی قومندان باګی زوی دادودناکام دکلی اوسیدونکی و خپله هم اربکی و وویشتل شو اوقتل شو / ۳ / ۲ / ۲۰۲۰ /

تیره شپه پکتیکا یحی خیل ولسوالۍ اړوند مټاخیل کلي کې یوشریر اربکی سلیمان په نامه دمجاهدینو لخواپه خاص تکتیکي برید کې ووژل شو / ۳۰ / ۶ / ۲۰۲۰ /

پرون مازدیګر پکتیکا یوسف خیل ولسوالي اړوند یوسف خیل کلي سره نږدې سیمه کې دمزدورو پولیسوپه ګزمه دمجاهدینو لخوا وسلوال برید ترسره شو چې له امله ۳ مزدور پولیس قتل شول دقومندان ګل رحمن په شمول ۳ پولیس ژوبل دي / ۱۶ / ۵ / ۲۰۲۰ /

نن ماښام پکتیکا یوسف خیل ولسوالۍ اړوند مشخیل کلي کې داد محمد اعتمادي په نامه کس دیوسف خیل پخوانۍ ولسوال اوسنۍ دنده د یو سف خیل اجرایه مدیر د مجاهدینو لخوا په تکتیکي برید کې ووژل شو ۲۰۲۰ / ۹ / ۱۹

پرون سهار پکتیکا برمل ولسوالۍ اړوند مرغه بازار سره نږدې سیمه کې د مزدورې اردو په ګزمه دمجاهدینو لخوا د ماین چاودنه وشوه چې له امله قومندان شفیق د اوردو ووژل شو۱ ساتونکی ژوبل شو ۲۰۲۰ / ۹ / ۱۰

پوښتنه:په عموم کې په پکتیکا ولایت کې کومې ستونزې وجود لري؟ د اولس غوښتنه له مجاهدینو او د اسلامي امارت له مشرتابه نه څه ده؟ هغه کوم کارونه دي چې باید د اولس د هوساینې لپاره وشي خو لا تر اوسه ندي شوي؟

 پکتيکا ولایت ډيره پیجلې جغرافیه لري  غرنی سیمې یې ډیرې زیاتې دي لارې یې ټولې صعب العبور او له تکلیفه ډکې دي د ولایت په سطحه یوه لویه ستونزه د لارو او سرکونو خرابوالی ده  بناءً د سرکونو او فرعي لارو جوړول په پکتيکا کې یوه حیاتي مسئله ده  ، همدغه راز د پکتیکا نفوس ډیر زیات ده خلک یې د مکاتبو او کلینیکونو له کمښت سره مخ ده  داهم یو عمومي مشکل ده ، همدغه راز په پکتيکا کې د کټواز په نوم یوه سیمه ده چې په دولس ولسوالیو مشتمله ده  یاده سیمه کې د څښاک  د اوبو نه شتون لویه ستونزه ده  که دغو مشکلاتو ته د اسلامي امارت د مشرتابه له لورې پوره توجه وشي دا به په اولس باندې ډیر زیات شفقت وي ځکه چې یاد اولس  له مجاهدینو سره ډیر ه زیاته همکاري لري  که څه هم یادو ستونزو ته یو اندازه توجه شوې ده خو پوره توجه ته اړتیا لري .

  پوښتنه:داچې هیواد مو له یو بل حسای پړاو څخه تېرېدونکی دی امریکایی ځواکونه ورځ په ورځ له افغانستان نه روان دي  او په داخل کې  له افغاني جهتونو سره هم د تفاهم کوشش روان دی  د راتلونکي افغانستان په اړه څومره هیله مند یاست؟ ، تاسو له مجاهدینو او اولس سره په څنګ کې یاست اولس او مجاهدین څومره په خپلو مشرانو باور او اعتمادلري چې د اسلامي امارت پرېکړې ته به لبيک وایی؟

 د افغانستان عام اولس په دين او هیواد مین اولس دی د اسلامي نظام د نفاذ لپاره یې  بې شميره قرباني ورکړي دي  د دوي د بېساره قربانیو په نتیجه کې  انګريزي او روسي ښکيلاکګر  له شرمونکې ماتې سره مخ شوي دي ، له امریکا او دهغو له متحدینو سره هم  دا ۱۹ کاله د جهاد سنکر ګرم ساتل شوي ده  او زموږ د مسلمان ملت د بې شمېره قربانیو په پایله کې امریکا په نظامي او سیاسي ډګرونو کې  له شرموونکې ماتې سره مخ شوې ده  او اوس وتلو ته مجبوره شوې ده ، بنیادي هدف له دغو قربانیو نه  په ملک کې   دائمي سوله  او د اسلامي نظام نفاذ ده  دغه هدف ته د رسیدلو لپاره دوه لارې دي  په سنګر کې دله دښمن سره جنګېدل چې دغه حالت فی الحال ښه ګړندی روان ده ، او بل د اسلام د مقدس دين د اصولو له مخې نه  له دښمن سره تفاهم او مذاکرات دي  اسلامي امارت دغه هدف ته د رسیدلو په خاطر دواړه  لارې تعقیبوي ، نو په عموم کې دا ویلی سو  چې د اسلامي امارت قهرمان مجاهدین دغه وضعیت ته ډیر زیات خوشبین دي او د اسلامي امارت د مشرانو په ټینک او فولادي عزم باندې پوره باور او اعتماد لري  او د اسلامي امارت   مشرانو هرې پرېکړې ته به لبیک وايي ان شاءالله .

او له افغاني جهتونو سره مذاکرات خو فی الحال په مقدماتي پړاو کې جریان لري  وبه ګورو چې مقابل لوری څومره اخلاص ښکاره کوي  او د دوي استقلال او صلاحیت په کومه کچه باندې ده ، که د مذاکراتو په جریان کې مقابل لوری  داسلام له  سپیڅلي دين  او خپل وطن سره پوره اخلاص ښکاره کړي  او دخارجي استخباراتي کړیو له فرمایشي غوښتنو څخه  ځان وساتي  هیله مند یو چې د مذاکراو دغه پړاو به هم په کامیابی سره پای ته ورسیږي لکه څنګه چې له امریکایی جهت سره مذاکرات یوې مثبتې نتیحې ته ورسیدل.

ډېره مننه محترم مولوي صاحب چې له ډېرو مصروفیاتو سره سره مو مونږ ته وخت راکړ  او د پکتیکا ولایت د روان جهادی وضعیت په اړه مو  له مونږ سره معلومات شریک کړل جزاکم الله خیراً.

  له تاسو نه هم ډیره ډیره مننه کوم  چې مونږ ته مو دا فرصت راکړ تر څو د پکتيکا ولایت په نظامي او اداري وضعیت  له تاسو سره خپل معلومات  شریک کړم . جزاکم الله