د پروان ولایت د جهادي چارو له مسئول محمدنسیم مشفق سره مرکه

مرکیال : أبوعابد پروان دافغانستان دمرکزي ولایاتو له جملې څخه دی چې دپلازمینې کابل شمال ته موقعیت لري ، دپروان ختیځ ته پنجشیر او کاپیسا ، جنوب ته کابل او دمیدان وردګ ولایت څه برخه لویدیځ ته یې بامیان او شمال ته یې بغلان ولایت موقعیت لري . دپروان ولایت مساحت ۵۰۷۴ مربع کیلومتره او […]

مرکیال : أبوعابد

پروان دافغانستان دمرکزي ولایاتو له جملې څخه دی چې دپلازمینې کابل شمال ته موقعیت لري ، دپروان ختیځ ته پنجشیر او کاپیسا ، جنوب ته کابل او دمیدان وردګ ولایت څه برخه لویدیځ ته یې بامیان او شمال ته یې بغلان ولایت موقعیت لري .

دپروان ولایت مساحت ۵۰۷۴ مربع کیلومتره او نفوس یې نږدې پنځه نیم لکوتنو ته رسیږي ، دپروان ولایت زیاتره اوسیدونکي په قومي لحاظ تاجک او پښتانه دي ، دغه راز په دې ولایت کې هزاره ، ایماق ،سید او نور قومونه هم اوسیږي ، دپروان ولایت مرکز د چاریکار ښار دی ، او دبګرام ، کوه صافي ، جبل السراج ، سالنګ ، شینواري ، سیاګرد ، سیدخیل،سرخ پارسا او شیخ علي په نومونو ولسوالۍ لري .

پروان ولایت چې دشمالي او غوربند په نومونو په دوو عمده برخو ویشل کیږي ، یوه له نفوسو ډکه او سرسبزه سیمه ده ، دا ولایت له شمالي اړخه دپلازمینې کابل دروازه بلل کیږي چې دشمال په خوا تللې لویه لاره یې له منځه تیریږي.

له جهادي مسئولینو سره د مصاحبو په لړ کې مو دا ځل د پروان ولایت له جهادي مسئول سره مرکه کړې چې ستاسو پام ورته راګرځوو.

پوښتنه

محترم مولوي صاحب تاسو ته هرکلی وایو، که له هرڅه وړاندې زموږ لوستونکو ته ځان ورمعرفي کړئ ، مهرباني به مو وي .

ځواب

نحمده و نصلی علی رسوله الکریم امابعد : تاسو او لوستونکو ته سلامونه او احترامات وړاندې کوم ،زما نوم محمد نسیم مشفق دی،د پروان ولایت د مرکز چاریکارو اوسیدونکی یم او اوس د اسلامي امارت په تشکیلاتو کې د پروان ولایت د جهادي چارو مسئولیت په غاړه لرم .

پوښتنه

که د پروان ولایت د اوسني وضعیت په اړه معلومات راکړئ چې په دې ولایت کې د مجاهدینو او دښمن د حاکمیت یا په سیمو د سلطې او نفوذ حالت څنګه دی ؟

ځواب

پروان ولایت کې که د غوربند ساحه وګورو دغلته څلور ولسوالۍ دي، شینواري، سیاګرد،شیخ علي او سرخ پارسا د شینوارو ولسوالي مکمله د مجاهدینو په ولکه کې ده یوازې د ولسوالۍ مرکز او په عمومي سرک باندې ددښمن پوستې شتون لري، اطراف او ددې ولسوالۍ اوږدې درې ټولې له مجاهدینو سره دي، له مرکز او عمومي سرک پرته یوازې د زنماقه په نوم سیمه کې یو څه اربکیان شته نور دغه ولسوالۍ کې ددښمن کوم عملي واک نشته.

په سیاګرد کې هم تقریبا ورته وضعیت دی،ددې ولسوالۍ اصلي سیمې لکه د سیدانودره،یخ دره،سردره، وازغر قمچاق او نورې اړوندې سیمې د مجاهدینو تر بشپړ کنترول لاندې دي، په دې ولسوالۍ کې له مرکز او عمومي سرک پرته یوازې په یوه دره کې یوڅه اربکیان شته ،نورې سیمې له مجاهدینوسره دي.

په شیخ علي ولسوالۍ کې هم یوه د پاموړ سیمه د مجاهدینو په واک کي ده اوپه نوره ولسوالۍ کې مجاهدین چریکي فعالیت لري،او په سرخ پارسا کې سره له دې چې مجاهدین کومه سیمه تر واک لاندې نلري خو دمجاهدینو عملیات په کې جریان لري او د سیاګرد له استقامت څخه همیشه ددښمن په پوستو او مراکزو بریدونه کوي .

کوه صافي ولسوالۍ چې د پروان یوه مهمه جهادي سیمه ده، دلته هم یوازې دولسوالۍ په مرکز او ورسره پیوسته څو کلیو باندې ددښمن واک شته نورې سیمې لکه دهن قول،پچخاک،جوزک او دغسې نورې پراخې سیمې د مجاهدینو ترواک لاندې دي مجاهدین ژمی اوړی همالته موجود وي کارونه یي الحمدلله بشپړ منظم دي،د پروان ولایت مرکز چاریکار، بګرام، جبل السراج او سیدخیلو کې هم د مجاهدینو ګڼ شمیر ګروپونه موجود دي ، چې همیشه عملیات ترسره کوي،دغه سیمه کې اوس مجاهدین پراخ نفوذ لري او عام خلک هم ورسره ډیر مرستندوی دي، یعني مجاهدین کولای شي له تګاب څخه بیا تر غوربند پورې مسلح تګ راتګ وکړي او له دې سیمو اکمالات یا انتقالات ترسره کړي چې دا ټول د مجاهدینو په قوت او شتون دلالت کوي .

پوښتنه

د بګرام امریکایي اډه چې په افغانستان کې د یرغلګرو تر ټولو ستره اډه ده ، په پروان کې موقعیت لري، په دې اډه باندې د عملیاتو وضعیت څنګه دی آیا مجاهدین کولای شي امریکایان په خپله دې اډه کې تهدید کړي ؟

ځواب

په بګرام باندې لکه تاسو چې له مطبوعاتو نه اورئ، دمجاهدینو عملیات همیشه ترسره کیږي،هلته مجاهدین قوي حضور لري او کله هم که وغواړي دغه اډه تر توغندوییز برید لاندې نیولی شي، د بګرام اډې ته نږدې په دوو استقامتونو مجاهدینو قوي حضور لري، د شرق خواته د قلعه زاله ، بیا تر نیازیو پورې ساحه د مجاهدینو تر نفوذ لاندې ده دغه راز د غرب خواته د قلعه زیو سره مجاهدین علني حضور لري،په بګرام کې زموږ چریکي فعالیت خو حتی د امریکایي اډې له څنګ سره جریان لري،داسې ډیر پیښیږي چې زموږ مجاهدین له پنځه سوه مترۍ یا یو کیلومترۍ څخه د بګرام په اډه بریدونه کوي،چې دغو بریدونو همیشه دښمن ته درانه تلفات هم اړولي دي،ځکه د بګرام اډې شاوخوا ساحه ګڼه ساحه ده او مجاهدین کولای شي ورباندې په اسانۍ برید وکړي، د بګرام په اډه ډیر بریدونه ترسره کیږي او همیشه تلفات هم لري خو څرنګه چې دا دامریکایانو یوه مهمه او حساسه اډه ده په اړه یي ډیر معلومات په رسنیو کې نه راځي .

پوښتنه

په پروان کې د تیر کال د خیبر عملیاتو د بهیر په اړه که معلومات راکړئ چې په دې ولایت کې ددې عملیاتو لړۍ څنګه روانه وه؟

ځواب

د خیبر عملیاتو پیل او دوام په پروان کې ډیر بریالی و ، په لومړۍ مرحله کې چې کله دغه عملیات پیل شول، په پروان ولایت کې چې مجاهدینو له وړاندې امادګي درلوده ، ښه مؤثر او بریالي عملیات ترسره شول، وروسته د کال په اوږدو کې هم په دښمن باندې په ټولو سیمو کې ځپونکي بریدونه روان و، په دې عملیاتو کې دمجاهدینو ډیر تمرکز په باګرام اډه و، د خیبرعملیاتو په لړ کې په بګرام باندې دری ځله فدایي بریدونه وشول او هرځل په کې دښمن درانه تلفات ورسیدل، په دې سربیره د مجاهدینو توغندویي حملې همیشه روانې وې .

د ژمي په موسم کې دښمن نیت درلود چې د غوربند د شینوارو او سیاګرد ولسوالۍ د مجاهدینو له شتون څخه خلاصې کړي، نو ددې لپاره یي لوی عملیات په لاره واچول، او په سلګونه ټانګونه اوزرګونه عسکر یي غوربند ته ولیږل ، خو هلته د عملیاتو په مهال ددې په ځای چې دښمن کومه لاسته راوړنه ولري ،د مجاهدینو له سختو بریدونو سره مخامخ شول اوله درنو تلفاتو وروسته له ناکامۍ سره بیرته وتښتیدل .

د تیر کال په لړ کې بله مهمه لاسته رواړنه د دعوت او ارشاد په برخه کې وه، پروان ولایت کې د دعوت ارشاد مسئولو علماء کرامو په ډیرو سیمو کې خلکو ته دعوتونه ورکړل په مساجدو کې یي تقریرونه وکړل او دمجاهدینو د مرام او ددښمن د دسیسو په اړه یي خلکو ته معلومات ورکړل ، د همدې په برکت باندې که له یوې خوا د خلکو اذهان تنویر شول او داربکي سازي غوندې ددښمن دشریرو پروسو مخه ونیول شوه دغه راز ګڼ شمیر هغه کسان چې پخوا یي ددښمن په صفوفو کې دندې اجراء کولې ددښمن له لیکو راووتل او له مجاهدینو سره یوځای شول .

پوښتنه

مولوي صاحب مننه د پروان ولایت په باره کې مو ګټور معلومات راسره شریک کړل، کاپیسا ولایت ستاسو په ګاونډ کې دی او شاید مجاهدین به یي هم نږدې تعلقات سره لري، ددې ولایت په اړه هم که لنډ معلومات له لوستونکو سره شریک کړئ، چې هلته جهادی وضعیت څنګه دی ؟

ځواب

د کاپیسا ولایت وضعیت هم الحمدلله ډیر د ډاډ وړ دی ، یعني اکثره سیمې یي د مجاهدینو تر تسلط لاندې دي د بیلګې په توګه د تګاب اواله سای په ولسوالیو کې یوازې د ولسوالیو مراکز یا ودانیو کې دښمن شتون لري،او نورې سیمې یي مکملې فتحه دي، حتی په تګاب کې خو اوس دولسوالۍ بازار ته هم کله مجاهدین ورځي، نو دغه دوه ولسوالیو کې وضعیت بیخي ښه دی، په نجراب کې د پچه غان په نوم لویه سیمه فتحه ده او دمجاهدینو په واک کې ده ، په تپه او دره کلان او ځینو نورو سیمو کې یي ددشمن ځواکونه شته دي ، په کوهستاناتو کې هم مجاهدین پراخ حضور لري او عملیات ترسره کوي، دغه راز د مرکز محمودراقي د شوخي په نوم سیمه د مجاهدینو په واک کې ده او په نورو سیمو کې یي هم مجاهدین حضور لري اوعملیات ترسره کوي .

په پروان او کاپیسا کې له بګرام پرته بل ځای خارجي یرغلګر شتون لري، یوازې داسې ویل کیږي چې دنجراب په تپه نومې سیمه کې په یوه قرارګاه کې هم امریکایان شته خو په یقین نه ده معلومه چې شته کنه ، نو په کاپیسا کې الحمد لله وضعیت ډیرښه دی او مجاهدین په ښه حالت کې دي .

پوښتنه

امریکایان وایي چې په افغانستان کې یي د جګړې تاکتیک بدل کړی دی ،یعني دوی اوس د زمیني عملیاتو په ځای ډیره اتکاء په ډرون حملو باندې لري او غواړې په داډول بریدونو سره دمجاهدینو فعالیت له خنډ سره مخامخ کړي ،پروان چې هلته د بګرام اډه هم ده او شاید هلته به د پیلوټو الوتکو څار او ګشت وګذار ډیر وي آیا دامریکایانو دې تاکتیک د مجاهدینو فعالیت له خنډ سره مخ کړی دی ؟

ځواب

د امریکایانوډرون حملو یا بي پیلوټه الوتکو د بریدونو سره چې په پیل کې مجاهدین یو څه نابلده و نو ځیني تلفات یي واړول ، مثلا په تیر کال کې په پروان کې زموږ یو د ولسوالۍ جهادي مسؤل شاهین مولوي صاحب په ډرون حمله کې شهید شو دغه راز په کاپیسا کې د قاري صاحب بریال معاون هم په همدې حمله کې شهید شو ، مګر اوس په دې سیمو کې مجاهدین ددوی له دې ټیکنالوژۍ سره بلد شوي دي ، مجاهدین احتیاط کوي نوځکه دا ډیر وخت هلته په دا ډول بریدونو کې مجاهدینو ته کوم تلفات نه دي اوښتي.

ډرون بریدونه رښتیا هم د دښمن یو خطرناک تاکتیک دی، خو مجاهدین باید ډیر محتاط واوسي، له ټیلفون ، ظاهري صورت او ګشت ګذار سره پام وکړي، له دغسې احتیاط سره بیا ددی دغه وسیله کوم مؤثریت نلري او لاره ترې ورکیږي ، الحمدلله په پروان کې ددوی دغه حملې نه دي توانیدلي چې د مجاهدینو فعالیت له خنډ سره مخامخ کړي .

پوښتنه

مولوي صاحب د مرکې په پای کې که تاسو کوم پیغام لرئ مجاهدینو ته یا عامو خلکو ته هیله ده راسره شریک یي کړئ ؟

ځواب

پیغام مې دادی چې په جهاد او هر عمل کې ترټولو مهم نیت دی، جهاد یو لوی عبادت دی مجاهدین که کشران دي یا مشران باید خپل نیتونه سم کړي ، نیت دالله تعالی رضاء وګرځوي ، مجاهدین باید الله تعالی ته همیشه متوجه واوسې، فتحه باید له الله تعالی نه وغواړي، او ترڅو چې د الله تعالی نصرت نه وي په دې ظاهري وسائلو موږ فتحه نه شو راوستلی .

زموږ ملګري الحمدلله قربانۍ ته اماده او غیرتي مجاهدین دي ، که لږ نور هم اخلاص او اصلاح زیاته شي ان شاءالله فتحه به راشي الله تعالی دې وکړي چې په موږ ټولو کې د رښتینو مجاهدینو صفات پیدا کړي .

ــــ مننه مولوي صاحب

ــــ   له تاسو هم مننه