د ننګرهار ولایت له والي محترم ملا محمد عیسی اخند سره د څرک مجلې مرکه

 مرکیال: قاري حنیف  پوښتنه ـ دننګرهار ښاغلی والي الحاج ملامحمد عیسی اخند صاحب  خوښ یو چې له ډیرو مصروفیتونو سره حاضر شوې تر څو د څرک مجلې څو پوښتنو ته ځواب ووایاست، که تر هرڅه مخکې د ننګرهار په سږني جهادي او عمومي وضعیت رڼا واچوئ، چې د اسلامي امارت سلطه او کنټرول څومره دی؟ […]

 مرکیال: قاري حنیف 

پوښتنه ـ دننګرهار ښاغلی والي الحاج ملامحمد عیسی اخند صاحب  خوښ یو چې له ډیرو مصروفیتونو سره حاضر شوې تر څو د څرک مجلې څو پوښتنو ته ځواب ووایاست، که تر هرڅه مخکې د ننګرهار په سږني جهادي او عمومي وضعیت رڼا واچوئ، چې د اسلامي امارت سلطه او کنټرول څومره دی؟ په خاص ډول هغه سیمې چې تیرکال د داعش له ملیشو تصفیه شوي وې دهغو حالت څنګه دی؟ تاسې د هغو سیمو د امنیت، بیا رغونې، تعلیم او نورو اړتیاو لپاره مو تر دې دمه څه تدابیر ترلاس لاندې نیولي او یا عملي کړي؟

ځواب- بسم الله الرحمن الرحیم

الحمدلله وحده والصلاة والسلام علی من لانبی بعده “محترمه تاسې او  ستاسې ټولې ادارې اولوستونکو ته!

السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته !

محترمه الله پاک دې موږ او تاسو ټولو ته د دین د خدمت کولو توفیق راکړي.

وبعد:  تاسوته بهتره معلومه ده  دا هغه ولایت دی، چی د داعش ملیشو څخه په لوړه کچه متضرر شوی او ځپل شوی وو، ځکه اولس ته هم په ډیره اندازه خساره رسیدلې وه او مجاهیدینو ته هم ، داعش او حکومت داسې ظلمونه کړي وو، چې د هغو د یادولو توان به یو با احساسه مسلمان ونه لري، ځکه دې خلګو دلته داسې اعمال کړي وو، چی نه روسانو کړي وو، نه چنګیزیانو کړي وو اونه امریکایانو کړي،  خو لله الحمد، چې اسلامي امارت ده سترې قربانۍ او د ننګرهار د اولس په همکارۍ باندې  الله ج ټوله سیمه د دې پلیتې فتنې څخه خلاصه کړه، کومې سیمې چی د داعش ملیشو څخه خلاصې شوې وې په هغو سیمو کې یو ځل بیا د اولس خلک ځای پرځای شول او خپلې ورځنۍ چارې یې پیل کړې،او ده خپلوکښتونو په بیارغونه یی پیل وکړ،

 د امارت مجاهیدین کلکه څارنه کوي او ده خلکو یې ټول مشکلات تریوحده حل کړي دي،الحمدلله اوس د ننګرهار اولس په ډیره اندازه خوشحاله دی، د اسلامي امارت د ښه چلند او امنیت څخه د تعلیم اوتربیې لپاره د اسلامي امارت د تعلیم او تربیی مسؤ لین تر خپله وسه پوره کوښښ کوي، هم د مدارسو له لارې، هم د مساجدو له لارې اوهم د مکاتبو له لارې،دوی هڅه کوي د تعلیم او تربیې ښه زمینه خلکو ته برابره کړی.

 د اسلامي امارت  بیا رغونې کمیسیون له لارې، د مؤسساتو له لارې یا په مستقیم ډول د اسلامي امارت له لارې خلکو ته د مرستو  زمینه برابره ده اسلامي  امارت هم کومک ورسره کوي او د مؤسساتو له لارې هم زمینه ورته برابره وه.

پوښتنه ـ:  د دوحې د تړون  د درناوي په خاطر د اسلامي امارت نظامي تګلاره تعرضي نه وه بلکې دفاعي وه تردې چې د کال پسرلني عملیات هم اعلان نشول خو د کابل ادارې له همدغې موقع نه استفاده کوله ویلی شئ سږ کال د ننګرهار په کومو سیمو کې مزدور رژیم زیاته هڅه کوي ترڅو عملیات ترسره کړي او ایا کومې لاسته راوړنې هم لري او کنه؟

ځواب: لله الحمد امارت د ټول اُمت مسلمه هیله او امید دی، کوم تعهد چی اسلامي امارت د دوحی په تړون  کې کړی  لله الحمد امارت په هغه باندې وفا کړې ده او زموږ ذلیل دښمن د تړون څخه  په استفادې سره د تړون له اصولو تیری کړی، خو بیاهم د امارت سر ښندونکو مجاهدینو داسې جواب ورکړی او ورکوي یې چې دا به د دوی لپاره تاریخي ګزارنه وي او دي

دښمن د ننګرهار ولایت د شیر زادو ولسوالۍ  کودیخیلو په سیمه  پراخ مسلسل عملیات وکړل حتی داسی عملیات یی هم وکړل چې د داود قلعه په نامه سیمه یې لس ورځی مسلسل بریدونه تر سره کړل په هره ورځ کی درې واره اوڅلور واره ده جیټ، هیلوکپټر او ډرون د بمبار په بدرګه سره تعروضونه کول، خوبیاهم الحمدلله خپل مقصد ته ندي رسیدلي داخو لا څه کوې چې خپل مقصد ته ندي رسیدلي بلکه نورې سیمې یې هم د لاسه ورکړي او همدا رنګه مالي او ځاني تلفات یې هم ډیر لیدلي،  د خوګیاڼو ولسوالۍ  ده زاوې پرسیمه یې هم پراخ تعروضونه وکړل خو لله الحمد خپل مقصدته ندي رسیدلي که څه هم دښمن باربار دا ادعا کړې ده چی موږ خپل مقصد ته رسیدلي یو! اوس فلحال هم دشمن تعروض کړی دی او د بعضو سیمو د نیولو ادعا یی کړې ده لکه خدر خیل یانورې بعضی سیمې! په زاوه کې خو مطلق د دښمن ادعاوې په کلکه ردوو اوس هم هغه سیمی د مجاهیدنو په لاس کې دي خو دښمن د تعروض په حال کی دی شا اومخ ته کیږی د بمبار په بدرګه باندی، خوپه دغه تعروضونو کې  چې په دې ولسوالیو کې یې کړي دي لکه سرخرود، شیرزاد، خوګیاڼي… د دښمن ترسلو نه ډیر یا څه کم هاموي ټانګونه او رینجر موټرونه یانور وسائط له مابین تللی دي،په خپل وخت سره یې مونږ شواهد هم وړاندې  کړي دي چی دښمن خپل مقصد ته ندی رسیدلی خاص تبلیغات او پورو پاګند کوي، مجاهیدینو لله الحمد په تیرکال کې ډیرې  لاسته راوړنې درلودې په خوګیاڼو، شیرزادو، حصارک، سرخرود، پچیر،چپر هار اوهم د ولایت په نورو ولسوالیو کې ښه لاس ته راوړنې لري دا لا څه چې د دښمن د تعروضونو دفاع یی کړې ده د دښمن د تعروضونو د دفاع په نتیجه کې یې د دښمن له لاسه د دیرشو څخه بیا تر څلویښتو پورې پوستې فتح کړي ! او مجاهیدنو ته ډیر غنیمتونه، هاموي ټانګونه اونور وسائط په لاس ورغلي، حتی د دښمن دوه هلي کپټر د حصارک په ولسوالۍ کې رانسکورې شوې د مجاهیدنو په سیمه کې ولویدې  اوهغه کماڼډو عسکر چی د ولسوالئ د کومک لپاره  راغلي وو هغه ټول پکښې مړه شول دا مو اجمالي لاسته راوړنې وې چې ذکر مو کړې درته

 پوښتنه : له داعش څخه د تصفیه شوو سیمو په باب د کابل رژیم شیطاني او استخباراتي حرکات څه وو او څه دي؟ داسې خو به نه وي چې دغه ملیشې په سیمه کې په یو او بل نوم یو ځل بیا ځای پر خای کیږي؟ ایا تاسي سربیره  په خپلو جهادي تدابیرو،  له ولس سره هم په دې باب همغږي لری کنه؟

ځواب: دښمن بارباردا حرکتونه وکړل او دا پلانونه یی جوړکړل او جوړوي یې، چې د داعش ډله په یوه نامه اوبل نامه په دی سیمه کې فعاله کړي خولله الحمد د دښمن ټول پلانونه تر دې دمه ناکام دي د اسلامي امارت مجاهیدین اود اولس خلک پوره ورته بیدار او ورته متوجې دي، که څه هم د کابل غلامه اداره اوس هم اخته ده، چې د داعیشانو ده پاتې شونو څخه  د مرګ قطعه جوړه کړی ده، په بعضو نظامی عملیاتو کې یې استعمال کړې هم دي خو الحمدلله نتیجه  یې نده ورکړې

پوښتنه: محترم والي صاحب د ولس ستونزو ته د خپل توان مطابق څومره رسیدګي کوئ؟ مثلا عامو خلکو ته مو دا زمینه برابره کړې ده ترڅو د خپل مظلومیت غږ په اسانۍ تر تاسي  در ورسوي حتی  د امارت له کوم چارواکي څخه هم که شکایت ولري ترتاسي خپل فریاد رسولای شي که ممکن وي یو څو مثاله یې ووایاست؟

ځواب- د خپل توان او د اوسني شرائطو مطابق هم مې د منطقې د علماوو سره او هم د منطقې د سپینږیرو او مخورو خلکو سره په مستقیم ډول رابطه ساتلې ده اوهم مو یومشخص ځای ورته ښودلی دی که د چا عریضه ده  که د چا ملاقات دی تر خپله وسع مې ورته رسیدګي کړې، بلکې په هره ولسوالۍ کې د ولایت خپل نماینده ګان یا مسؤلین لرو چی هغه د ملکي مسؤل او نظامي مسؤل په نامه دي نو هغو ته د هرچا لاس رسی کیږي، که باالفرض ودغو ټولوته د چا لاس رسی وه نه شي نوبیا د سیمیزو شکایاتو نمایندګان لرو خلک هغو ته مراجعه کوي اوموږ ته هغه نماینده ګان د خلکو شکایت او مشکلات راوړي موږ یی بیا په حل کې کوشش کوو

پوښتنه:د کابل اداره وایي چې د ننګرهار په هغو سیمو کې چې د اسلامي امارت تر واک لاندې دي د بیارغونې د کارونو په مخ کې خنډ جوړوي او مؤسسات په ارامه نه پریږدي ترڅو فعالیت وکړي شرائط ورته سختوي دغه تورونه ترکومه حده حقیقت لري؟

ځواب : نه دا د غلامې ادارې تبلیغات دي په هره سیمه کی چې هرچا د سړک یا د پله یا د بل داسی کار چی  عام المنفعه وي  اسلامي  امارت یې مخنیوی ندی کړی بلکې د  همکارۍ ژمنه یې ورسره کړې ده، دا چې غلامه اداره او یاهغه مؤسسات چی هغه د غلامې ادارې یا د امریکایانو لپاره خدمت کوي نو هغه نه غواړي په هغه سیموکی چی د امارت ترکنټرول لاندې دي داسې کار وکړي چی هغه د اولس مشکلات ورباندی حل شي، ځکه د افغانانو سره او بالخصوص د اسلامي امارت د مجاهدینو سره بنیادي ټکر لري نو ځکه نه غواړي چې د امارت د کنټرول په سیمه کې دې د بیا رغونې کار وکړي دا خو لا څه چې کار وکړي  هنوز د امارت د مجاهدینو رنګ بده وي چی زموږ د کار مخنیوی کوي، که بالفرض اسلامي امارت مخنیوی کړی وي دوی دې یو مثال پیش کړي.

پوښتنه : په پای که دننګرهار عام ولس ته څه پیغام لرئ ترڅو نور هم د اسلامي امارت له چلند او تګلارو څخه مطمئن ووسي مهرباني وکړی؟

ځواب: موږ د ننګرهار ولس اوټولو افغانانوته دا پیغام لرو، چی امریکایان اودا غلامه اداره د مسلمانانو په ګټه ندي ځکه ددی شل کلنۍ دورې په جریان کې یې ده افغانستان مظلوم اولس په ډول ډول ظلمونو او شکنجو په یوه نامه اوبل نامه هغه لکه داعش یا اربکیان یا پاڅونوال یاسنګوریان یا ملي پولیس یا ملي اردو یا د کمنډویانو د دغو ټولو په  نامه یې افغانان هسې وځورول چې په تاریخ کې یې موږ مثال نلرو که څه هم دوی د افغانیت اود وطن د دفاع دعوه کوي، نوکه یوڅوک د وطن د دفاع په نامه یا د افغاینت په نامه وي هغه خو داسی عمل نه کوي! د افغانانو سره یا د خپلو خلکو سره لکه دې غلامې ادارې چې وکړل نو زموږ پیغام یوځل بیا خپل مجاهد ولس ته دا دی، چې دانه افغانان دي نه د افغانانو دوستان دي یواځې او یواځې دوی د امریکایانو او د دنیا د نورو کفارو لپا په خدمت ګمارل شوي دي،  هوښبار او ځیر اوسئ چې نور ستاسو بچیان ددغو ذکر شوو ډلو په نامه درته استعمال نکړي، ځکه موږ ددوی ده ښیګڼې یو مثال په ټول افغانستان کې نلرو بې له ځورونې او ظلمه.

مرکچي –

 له وخت را کولو دې  یوه نړۍ مننه محترم

له تاسو هم مننه کور مو ودان. –محترم والي صاحب