د سرپل ولايت نظامي قطعې له مسئول مجاهد ورور داملا نادر صاحب سره د حقيقت مجلې ځانگړې مركه

ترتیب و تقدیم: ابو اُسوه شهید زاده ژباړه سعد كټوازی يادونه: په يو جهادي سفر كې له يو خوږژبي شخص سره مخ شوم، خبري يې لږې كولې، خو چې وبه يې كړې سړي به غوښتل خبري ورسره وكړي، زړه سوانده او خواخوږی و، په داسي حال كې چې يو جهادي قوماندان و، خو بياهم يې […]

ترتیب و تقدیم: ابو اُسوه شهید زاده
ژباړه سعد كټوازی

يادونه:
په يو جهادي سفر كې له يو خوږژبي شخص سره مخ شوم، خبري يې لږې كولې، خو چې وبه يې كړې سړي به غوښتل خبري ورسره وكړي، زړه سوانده او خواخوږی و، په داسي حال كې چې يو جهادي قوماندان و، خو بياهم يې له ملگرو سره ډېر متواضع چلښت او خويونه كول، ميلمه پالنه يې كوله او مېلمنو ته يې پر ځان برتري وركوله، د همدې زړه سوي او اخلاص له أمله يې ملگرو ورسره زياته مېنه پاللـه او لكه چې هغه د دوی ترمنځ په ننني جهاد كې ډېر نېك خويه او پېژندل شوې څيره وي، هو ! هغه دا ملانادر صاحب د سرپل ولايت نظامي قطعې مسئول و، خورا لېواله وم د لازياتې پېژندگلوۍ په پار يې خوږه او لنډه مركه ترتيب او د حقيقت مجلې درنو لوستونكو ته وړاندې كړم چې داملاصاحب هم پر ورېنه ټنډه راسره ومنله.
د مجلې اداره:
محترم داملا صاحب ! په پيل كې كه د مجلې لوستونكو ته خپل ځان په لنډو ټكو ور وپېژنئ او د سرپل ولايت د جهادي اوضاعو په هكله مالومات راكړئ؟
داملا صاحب:
الحمدلله والصلواه والسلام علی رسول الله وعلی آله وصحبه اجمعین. ستاسو ورور داملا محمد نادر د سرپل ولايت د قطعې مسئول يم، لومړی د حقيقت مجلې همكارانو، لوستونكو او ټولو مجاهدېنو او د افغانستان مېړني ولس ته خپل سلامونه او نېكي هيلي وړاندې كوم:
السلام علیكم ورحمت الله وبركاته !
لله الحمد ! په سرپل ولايت كې جهادي وضعيت د نورو كلونو په څېر د پرمختگ او ودې په حال كې دی، د هېواد د نورو ولايتونو په څېر په سرپل كې هم د ولسواليو او ولايت پر مركزونو، لويو لارو، بيزونو او پوستو باندې پرلپسې ډول ډول بريدونه ترسره شوي.
د مجلې اداره:
موده وړاندې د كابل ادارې يو لوړ رتبه چارواكي رسنيو ته وويل چې كه د سرپل وضعيت ته لاسرسي ونشي ليري نه ده چې ولايت د طالبانو پر لاس سقوط وكړي، ايا دا خبر رښتيا ده او د مجاهدېنو د بريا لامل څه دی؟
داملاصاحب:
هو ! لكه څه چې په رسنيو كې د مجاهدېنو د نظامي تشكيلاتو په اړه ويل كېږي رښتيا هم دي، دا چې دښمن د كلابندۍ په حالت كې قرار لري، تر دې چې د ولايت د مركز او اړوندو ولسواليو ترمنځ لويي لاري د دښمن پر مخ تړل شوې، د سرپل ښار ته څېرمه كليو كې مجاهدېن مركزيت لري او دښمن د ښار په اطرافو كې شته بيزونو او مركزونو كې قرار لري چې د مجاهدېنو چريك بريدونه هر وخت دوام لري.
د مجاهدېنو د بريا لامل اخلاص، تقوا، يووالی، همغږي او اطاعت گڼم چې د الله تعالی د نصرت اسباب دي.
د مجلې اداره:
داملاصاحب ! د شمال ولايتونو لكه سرپل، فارياب، جوزجان او نورو كې د دښمن له گڼو منفي تبليغاتو موخه څه ده چې د مجاهدېنو پر وړاندې يې كوي او بيا بيا د رسنيو له لاري له مجاهدېنو د سيمو نېولو او د هغوی د مسئولينو د شهادت دروغجن تبليغات خپروي؟
داملاصاحب:
هو ! له دا ډول منفي تبليغاتو د دښمن موخه خپلو او هم د كابل ادارې افرادو ته مورال انسټالول دي، ښه به وي چې ووايم د كابل اداره اوس يوه مافيايي اداره ده چې يواځي له خپلو مشرانو د پيسو ترلاسه كولو لپاره خپلو بشپړو دروغي فعاليتونو ته انعكاس وركوي او بس.
د مجلې اداره:
په تېر كب مياشت كې د اشغال پای ته رسولو د تړون لاسليك كېدو وروسته د مجاهدېنو مورا =ل او روحيه څرنگه گڼئ؟ او كه تاسو خپله د يادي تارېخي ورځي كومه خاطره لرئ موږسره يې شرېكه كړئ !
داملاصاحب:
لله الحمد ! د اشغال پای ته رسولو تړون لاسلك كول ټول مجاهدېن په افغانستان كې د اسلامي امارت نظام د سرتاسري حاكيميت يو په زړه پوري گام گڼي، هو ! د اشغال پای ته رسولو د لاسليك د ورځي زما خاطره دا وه چې زه له څو نورو مسئولينو سره د مجاهدينو د كوم كار په اړه د مشورې او نظر وړاندويني په حال كې و، كله چې د ياد لاسليك اعلان وشو زه د خوشالۍ له يو ځانگړي حالت سره مخ شوم، په كوټه كې گوښه ځای ته لاړم او په سجده كې مې ډېر وژړل، زما د ژړا دوه لاملونه و، يو دا چې دغه د تړون لاسليك له كلونو او د ډېرو ستونزو تېرولو وروستو لاس ته راغلی او دا د اسلام په تاريخ كې يوه بې ساري لويه بريا ده، دوهم دا چې خدای مكړه د جهاد له ختمېدو وروسته دغه اجر او ثواب چې په جهاد كې به مو ترلاسه كاوه نور به يې لړۍ ودرېږي او بيآ مو دې الله تعالی اخېره خاتمه په خير كړي.
د مجلې اداره:
له مجاهدېنو سره د سرپل د وگړو او هم د مجاهدېنو له وگړو سره چلښت څرنگه ارزوئ؟
داملاصاحب: د الله تعالی شكر دی چې د مجاهدېنو او دين دوسته او مجاهد پاله ولس ترمنځ د ميني او اخلاص داسي فضا يې رامنځته كړې چې حتی دښمن په هوايي بريدونو كې هم نشي كولای مجاهدين له ولس څخه جلا كړي، په ډاگه ټول ولس مجاهدېن گڼلای شم او دا له مجاهدېنو سره د ولس مرسته ده چې د پراخو فتحو شاهدان يو او برعكس زموږ نېكمرغه ولس هم د خدای شكر چې له ټولو مجاهدېنو خوښ وي.

د مجلې ادره:
له نظامي فعاليتونو پرته په نورو برخو كې لكه ښوونه اوروزنه، محاكمو، جلب وجذب، فرهنگي او خپرنيزو چارو، مؤسسو، اقتصادي چارو، زراعت، شكايت اورېدني، استخباراتو او داسي نورو كې مجاهدين څرنگه گڼئ؟ كه د دې اړوند د پام وړ څه راته ووايئ !
داملاصاحب:
لله الحمد ! لكه څرنگه چې نظامي فعاليتونه د تېر په پرتله ځواكمن او لا ښه شوي، همداسي په نورو اداري چارو كې هم د وړ او مسلكي اشخاصو له لوري په ښه توگه پر مخ روان دي او ټولي ادارې شپه ورځ پر فعاليت بوختي او د هېوادوالو په خدمت كې دي چې په دې برخه كې هم پر يادو ټولو مستواوو كې د پر زړه پوري پرمختگونو شاهدان يو.
د مجلې اداره: داملاصاحب ! د وروستۍ پوښتنې په توگه په هېواد كې د روانو وضعيتونو او بدلونونو په اړه ستاسو شخصي انگېرنه څه ده؟ او د سرپل ولس ته ستاسو پيغام څه دی؟
داملاصاحب:
زه داسي انگېرم چې په روانو وضعيتونو كې د تېرو كلونو په پرتله دښمن د وارخطايي، بې باوري او ناهيلۍ په حال كې دی، نو له همدې أمله يې په ورځني ډول د دښمن د افرادو د تسليمۍ زيات خبرونه په رسنيو كې ليدل كېږي، همدارنگه ټول ولس د كابل ادرې حقيقت ډېر ښه پېژندلی، زموږ مظلوم ولس په بشپړ ډول د كابل له ادارې نهيلي، نا أميد او پر شا شوی او ټول تمه لري په راتلونكي كې به اسلامي امارت يو اسلامي نظام منځته راوړي.
د سرپل غيور ولس د افغانستان ټولو دين دوسته خلكو ته زما پيغام دا دی چې خپلمنځي اختلافونه او ډله بازۍ او قوميت پر بنسټ ولاړي كشالې شاته كړئ، يو او بل ته لاس سره ور كړئ، خپلو گډو گټو او موخو ته چې د اسلامي نظام قيام دی سره يو شئ، د خپلو مجاهدېنو وروڼو ترڅنگ ودرېږئ او مه پرېږدئ چې دښمن مو ترمنځ واقع شي او خدای مكړه د خپلو ناوړه گټو لپاره درڅخه استفاده وكړي.
مجله: داملا صاحب ! مننه چې خپل قېمتي وخت مو راكړ.
داملاصاحب: زه هم خوښ شوم چې د ښكلې مجلې له لاري وتوانېدم د هغې له لوستونكو او درانه ولس سره د خواله كولو موكه ترلاسه كړم، په خدای ج مو سپارم، بريالي اوسئ !!