د بدخشان ولايت له جهادي مسئول محترم مولوي امان الدين منصور صاحب سره د حقيقت مجلې مركه

مركه كونكی: معزالدين احمدي ژباړه: سعد كټوازی يادونه: دا چې بدخشان يو له مهمو ولايتونو څخه دی او د اسلامي امارت پياوړو مجاهدينو پكې د پام وړ وسلوالې، دعوتي او فرهنگي مبارزې ترسره كړې، درانه ورور معزالدين احمدي د ياد ولايت له جهادي مسئول (والي) امام الدين منصور صاحب سره مركه ترتيب كړې چې په […]

مركه كونكی: معزالدين احمدي

ژباړه: سعد كټوازی

يادونه: دا چې بدخشان يو له مهمو ولايتونو څخه دی او د اسلامي امارت پياوړو مجاهدينو پكې د پام وړ وسلوالې، دعوتي او فرهنگي مبارزې ترسره كړې، درانه ورور معزالدين احمدي د ياد ولايت له جهادي مسئول (والي) امام الدين منصور صاحب سره مركه ترتيب كړې چې په لوستلو ارزي، ستاسو درنو لوستونكو پام ورته را اړوو.

حقيقت: مولوي صاحب ! په لومړي سر كې كه د حقيقت مجلې لوستونكو ته ځان لنډ ور وپېژنئ؟

ځواب: بسم الله الرحمن الرحیم حامدا ومصلیا اما بعد…

زه مولوي امام الدين د شهيد الحاج زمان الدين رحمه الله زوی دا مهال د اسلامي امارت له لوري د  بدخشان ولايت د مجاهدينو د مسئول او د هغوی په خدمت بوخت يم.

حقیقت: د روان۱۳۹۹لمريز كال وسلوالو فعاليتونو مو څومره اغېزمن او ډېری يې د بدخشان په كومو نقطو كې ترسره شوي؟

ځواب: الحمدلله سږ كال د بدخشان ولايت مجاهدينو جهادي فعاليتونه ډېر په زړه پوري و، څومره چې مجاهدينو كولای شول د الله تعالی په مرسته يې د فتحو لمن پراخه كړه، زياتر جهادي فعاليتونه په نُسي، مايمي، كوف آب، جرم، راغستانو، فيض اباد، ارغنجخواه، يفتل، وردوج، شهر بزرگ او بهارك ولسواليو كې ترسره شوي چې په دې سنگينو پېښو كې سلگونه ميله وسلې غنيمت، د دښمن لسگونه عسكر مړه، لسگونه نقليه وسائط غنيمت او ياهم ويجاړ شول او د دښمن لسگونه عسكر ژوندي ونيول شول، له يادو سيمو څخه د مايمي ولسوالۍ بشپړه فتحه شوه چې پكې د امنيه قوماندان په گډون لسگونه عسكر ووژل شول.

حقیقت: والي صاحب ! د مجاهدينو د فكري او ذهني ځواكمنۍ لپاره مو كومې چارې ترسره كړې؟

ځواب: الحمدلله لكه څرنگه چې د جگړې په ميدان مجاهدين پر ماډرنو جگړه ييزو توكو سمبال دې، دغه راز د سړې (فكري) جگړې په وسلو هم مجهز دي، په ټولو مراكزو كې مجاهدينو ته وخت پر وخت شرعي دورې تدريسېږي او همدارنگه د مجاهدينو د فكري او ذهني ځواكمنۍ لپاره په ژمني موسم كې مسئولينو ته لارښوونه كېږي چې د ټاكلو نظام الاوقاتو له مخې د مجاهدينو لپاره ټاكلو مضامينو ژمني درسونه په ټولو مركزونو كې پيل كړي.

همدا ډول په معسكراتو كې هم له ځواكمنې نظامي/حربي روزنې سره يو ځای شرعي دورې هم جريان لري او په پلان كې ده چې ټول مجاهدين بايد د معسكر دوره تېره كړي.

حقیقت: د بدخشان د والي په توگه په افغانستان او په ځانگړې بدخشان كې سياسي حالات او جهادي وضعيت څرنگه ارزوئ؟

ځواب: الحمدلله مجاهدين د افغانستان په ټولو جگړه ييزو نقطو كې برلاسي دي، همدارنگه پر سياسي برخه هم برلاسي لري، همدا د مجاهدينو مقاومت و چې دښمن د تسليمۍ سر ټيټ او د مذاكراتو مېز ته كېناست چې دا د اشغالگر دښمن ‌له ډكه ماتې ده، خپله هم ماتې مني او ان شاءالله نور به اشغالگر د دې مجاهد پاله خاوري نوم هم نه اخلي.

د يادونې وړ ده چې لله الحمد په بدخشان كې دښمن يواځي په خپلو نظامي مركزونو او نږدې شاوخوا د لاس پر وسله پر مظلومو وگړو واكمني كوي، نور دلته هيڅ خوندي نقطه د دښمن لپاره نشته، په بدخشان كې مزدور رژيم لله الحمد د سقوط او له منځه تلو په حال كې دی.

حقیقت: دښمن پرلپسې ادعا كوي چې د عامو وگړو د مرگژوبلې پړه زياتر د مجاهدينو پر غاړه وي، تاسو د نښتو پر مهال تر كومه حده د ولسي وگړو د مرگژوبلې مخه نيولې؟

ځواب: موږ د دښمن دغه ادعا بشپړه ردوو او دا پروپاگند دی، ما خپله لسگونه عمليات رهبري كړي، خو د مجاهدينو له لوري د يو وگړي وژل كېدل مې هم نه دې ليدلي، خو برعكس دښمن له خپلو الوتكو او درنو وسلو څخه په استفاده د ولسي وگړو د گڼې گوڼې ځايونه، كورونه، مدرسې او مسجدونه په نښه كړي چې په خواشينۍ سره زموږ د سلگونه او زرگونه هېوادوالو د شهادت لامل گرځېدلي او د دښمن له لوري د دا ډول ناوړه پېښو ټول شاهد دي، موږ بې طرفه رسنيو ته اجازه ور كوو چې راشي د جگړې په ساحو كې او هم له ولسي خلګو څېړنې او پوښتنې وكړي ترڅو مالومه شي چې موږ او كه اشغالگر او د هغوی مزدوران د ولسي مرگ ژوبلې عاملين دي؟.

حقیقت: تاسو خبرياست چې په دې وروستيو كې د اسلامي امارت مشرتابه يو ځل بيا د كابل رژيم عسكر عادي ژوند ته رابللي، نو د مزدور رژيم عسكرو ته ستاسو پيغام څه دی؟.

ځواب: د كابل وراسته رژیم عسكرو ته د اسلامي امارت دغه اعلان يو زرين فرصت دی چې په كار ده له دې برابرې شوې موكې په گټې اخيستنې د كورنۍ گرمې غېږي ته ور وگرځي او د غلامۍ ځنځير له غاړې وغورځوي، دا چې زموږ جگړه د انتقام په غرض نه ده، موږ د يو ډېر لوړ هدف لپاره جگړه كوو چې په هېواد كې د اسلامي نظام نفاذ دی، له همدې امله موږ له هيچا سره شخصي دښمني نلرو او ټولو ته زموږ غېږه خلاصه او پراخه ده.

حقیقت: تاسو د بدخشان عام مجاهدين د اسلامي امارت له خپرونو او خبرونو څخه گټه اخلئ كنه؟.

ځواب: هو ! د بدخشان زياتره ځوانانو مجاهدينو زدكړې كړي دي او په ټولنيزو رسنيو لكه فيسبوك، واټساپ، ټيلگرام او ټويټر كې پراخ حضور لري، د اسلامي امارت جهادي خبرونه بشپړ تعقيبوي، همدارنگه د اسلامي امارت اړوند فرهنگي كمېسيون څخه نشرېدونكې مجلې لكه الصمود، حقيقت، څرك، مورچل او داسي نورې مجلې د ټولنيزو شبكو له لارې لوستل كېږي، په بدخشان كې هم د مجاهدينو مطبوعاتي څانگې وخت پر وخت د حقيقت ښكلې مجله چاپوي او مينوالو ته يې رسوي چې ولسي خلك او په ځانگړې د مدرسو طالبان، د مكتبونو زده كونكي او محصلين ترې گټه اخلي او دا د خلكو او مجاهدينو د فكري ځواكمنتيا لپاره تر ټولو غوره لاره ده، د اسلامي امارت مشرتابه ته وړانديز كېږي چې فرهنگي برخه لا غښتلې كړي.

درنښت