د افغانستان د اسلامي امارت د عالي تحصيلاتو ادارې له عمومي مسؤول مولانا عبدالباقي حقاني (حفظه الله) سره د حقيقت مجلې ځانګړې مرکه

ترتیب:انجنیر ابو سعید یادونه: له ډېره وخته مو د ځوانانو د روزني، پوهي او عالي تحصیلاتو په هکله د اسلامي امارت د فعالیت او پرمختګونو په اړه له محترم شیخ عبدالباقي صاحب سره چې د عالي تحصیلاتو عمومي مسؤل دی، د مرکې نیت درلود، له نیکه مرغه محترم شیخ صاحب زموږ دا غوښتنه په ورین […]

ترتیب:انجنیر ابو سعید

یادونه:

له ډېره وخته مو د ځوانانو د روزني، پوهي او عالي تحصیلاتو په هکله د اسلامي امارت د فعالیت او پرمختګونو په اړه له محترم شیخ عبدالباقي صاحب سره چې د عالي تحصیلاتو عمومي مسؤل دی، د مرکې نیت درلود، له نیکه مرغه محترم شیخ صاحب زموږ دا غوښتنه په ورین تندي ومنله او حقیقت مجلې ته یې د همدې معلوماتو د نشر ویاړ ور په برخه کړ، راځئ چې د شیخ صاحب د مرکې بشپړ متن لاندي په ګډه سره وګورو. اداره

پوښتنه: د اسلام له نظره د تعليم او تعلم او په ځانګړې توګه د لوړو زده کړو اهميت څه دى؟

شیخ صاحب:

الحمد لله و کفى و سلام على عباده الذين اصطفى و بعد !

قال الله تعالى : ﴿ اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ ﴾  ﴿ ن وَالْقَلَمِ وَمَا يَسْطُرُونَ ﴾

او کما قال الله تعالى : ﴿ وَأَعِدُّواْ لَهُم مَّا اسْتَطَعْتُم مِّن قُوَّةٍ ﴾

له هرڅه نه  وړاندې ستاسې شکر ګزار يم، چې  مونږ ته مو په دې حساس وخت کې د دې مهمې موضوع  د وضاحت په هکله موقع راکړه.

 ستاسې د اول سوال په هکله بايد ووايم، چې تعليم او تعلم په اسلام کې هغه مهم عنصر دى، چې د الهي وحې آغاز او شروع ور څخه شوې ده او الله تعالى په قلم باندې قسم کړی او تر قيامته يې مسلمانانو ته حکم کړی، چې د خپل اسلامي صف د مضبوطولو، د دښمن د مقابلې اوله دښمن څخه د دفاع په غرض د خپل توان په اندازه وسايل آماده کړئ. ښکاره خبره ده چې د وسائلو آماده کول د لوړو زده کړو په نتيجه کې مينځ ته راتللاى شي .

پوښتنه:ستاسو د کړنو عمده موخې څه دي؟

شیخ صاحب:

د عالي تحصيلاتو اداره دوه عمده موخې لري: اول دا چې ځوان نسل څنګه د لوړو زده کړو په زېور ښه سنبال شي، د راتلونکي اسلامي افغانستان لپاره څنګه لازمه آماده ګي ونيول شي، د دې ځوان نسل په توسط څنګه اسلامي افغانستان آباد کړل شي، څنګه راتلونکی اسلامي افغانستان د دوی په توسط په هر ډګر کې خود کفا شي او د دنيا د نورو هېوادونو له مثبتو تجربو څخه څنګه استفاده وشي او څنګه د دنيا له نورو هېوادونو سره سيالي وکړي .

په دې هکله د توان تر کچې هڅه کوو، چې د ځوانانو استعدادونه پياوړي شي .

دوهمه موخه داده چې د ځوان نسل ديني ضرورتونه پوره کړل شي، خپلې زده کړې د اسلامي اخلاقو په چوکاټ کې سر ته ورسوي، له غير اسلامي افکارو څخه متأثر نه شي، په ديني او مذهبي فکر خپلې زده کړې سر ته ورسوي او په راتلونکې کې د اسلام او زورېدلي مجاهد او مظلوم اولس لپاره خدمت دمصدر وګرځي، وما ذلک على الله بعزيز

په دې هکله هم د ظروفو او حالاتو سره سم د خپل توان تر کچې خپل پروګرامونه جاري ساتو او الحمد لله په دې اړه ډېرې لاس ته راوړنې هم لرو .

پوښتنه: د يو حاکم او مسلط نظام لپاره څومره اړينه ده، چې د عالي تحصيلاتو ادارو ته لازمه توجه وکړي؟

شیخ صاحب:

افغانستان يو اسلامي هېواد دى او په دې هېواد مسلط او حاکم نظام د اسلام له نظره دوه مسؤولیتونه لري: يودا چې د مسلمانانو ديني ضرورتونه پوره کړي، لهذا دا يې مسؤولیت دی چې مساجد، مدارس او نور ديني مراکز جوړ او آباد وساتي او د دوي ضروريات پوره کړي .

دوهم مسؤولیت یې دا دی چې د مسلمانانو دنيوي ضرورتونه پوره کړي، د ژوند آسانتياوې ورته برابرې کړي، د هېواد او اسلامي حکومت ساتنه وکړي او د دښمن څخه د دفاع وړتيا ولري. لهذا دا د عصري علومو د ادارې دوهم مسؤولیت دی، چې ښوونځي، لېسې او  پوهنتونونه جوړ او مجهز وساتي، په دې ميدان کې داسې قوي نصاب ولري، چې له نصاب څخه فارغ ځوانان خپل هېواد خود کفا وګرځوي، ضروريات يې په کور کې  پوره کړي او د خلکو د احتياج څخه يې خلاص کړي او په نظامي ډګر کې داسې وسائل په لاس ولري، چې د ملک ساتنه او دفاع پرې وکولاى شي .

د مسلمانانو لپاره ديني او دنيوي دواړه  ضرورتونه داسې ضرورتونه دي، چې که چېرې پوره نه شي، نو د يو اسلامي هېواد وجود او بقاء ممکن نه ده، ځکه چې ديني او عصري ادارې د يو اسلامي هېواد لپاره د ملا د تير حیثیت لري.

اداره: که د وخت حکومت تحصيلي ادارو ته لازمه توجه ونه کړي منفي اثرات يې څه کيداى شي؟

شیخ صاحب:

که مونږ متوجه شو چې په افغانستان کې د ٤٠ کلونو څخه راپه دې خوا چې د بدبختيو کومه سلسله روانه ده؛ د خارجيانو اشغال او مداخلو افغانان در په در کړل. دا په حقيقت کې د تېرو حکومتونو غفلت وو، چې دوی تحصيلي ادارو او پوهنتونو ته متوجه نه وو. ځوانان يې روس ته ولېږل، چې کله بېرته هېواد ته راغلل د خلق او پرچم پردۍ نظريه يې له ځان سره راوړه او د دې نظريې لپاره يې کار شروع کړ او وخت په وخت په تعليمي ادارو کې دا نظر زياتيده چې په نتيجه کې یې خلقيانو او پرچميانو د هېواد واګي په لاس کې واخيستې او هېواد د داسې ناورين سره مخ شو، چې نوموړی ناورين زمونږ  د ماضي یوه ترخه تجربه ده. د وخت د حاکمانو د غفلت له امله د تحصيلي ادارو څخه مشکلات راولاړ شول او دومره در بدري يې رامينځ ته کړه، چې څلويښت کاله پرې تېر شول او یوازې الله تعالی پوهيږي، چې تر کومه وخته به دوام وکړي. الله تعالى دې نور دا امتحان پر افغانانو آسانه او پای ته ورسوي، اللهم آمين

تحصيلي ادارې همېشه د حکومت تر تأثير لاندې وي او فاسد حکومتونه تل هڅه کوي، چې ځوان نسل ته د بداخلاقۍ،  بې حيائۍ او بې دينۍ ماحول برابر کړي او په دې روحيه يې وروزي.

پوښتنه:په تحصيلي ادارو باندې د امريکایي اشغال اثرات څه دي؟

شیخ صاحب:

د امريکا او د دوی د متحدينو د اشغال څخه وروسته په ظاهره په افغانستان کې تحصيلي سهولتونه زيات معلوميږي، په لسګونو شخصي پوهنتونونه د بهرنیو هيوادونو په مرسته جوړ شول، خو عملي معيار يې ډېر ضعيفه دى او اصلاً د خارجي هيوادونو هداف دا نه دى، چې دلته د هېواد د آبادولو او روښانه راتلونکې لپاره ځوانان تيار شي، بلکې هدف يې د خپلو موخو د لاس ته راوړلو لپاره د ځوانانو تيارول دي.

بله دا چې په راتلونکي وخت کې بايد د دې ځوانانو په توسط په دې هېواد کې خپل اثر رسوخ پيدا کړي او په راتلونکې کې دغه ځوانان په هر نظام د فشار يوې په څېر آلې وکاروي، ترڅو د دوی ګټې په هر وخت او هر نظام کې خوندي وي.

خلاصه دا چې د امريکا تر اشغال وروسته تحصيلي ادارې د وړاندې په نسبت ډېرې غير معياري دي او د فحشا او بې حيايۍ اثرات په کې زیات تر سترګو کيږي. آن تر دې چې په ځينې پوهنتونونو کې عيسويت او نورو پرديو نظريو ته ډېر په صراحت سره فعالیتونه په کار اچول کيږي.

پوښتنه:اسلامي امارت او د عالي تحصيلاتو اداره تر کومه حده دې ناورين ته متوجه ده؟

 شیخ صاحب:

الحمد لله اسلامي امارت له اولې ورځې څخه د هر ډول فساد او بې دينۍ مقابله د سر په قېمت کړې او کوي يې .

په هغو خارجي پوهنتونونو باندې نظامي عمليات کوي، کوم چې د اشغالګرو د اهدافو لپاره کار کوي او د افغانانو عقائد فاسدوي، عيسويت او نورو باطلو نظريو ته کار کوي .

له علمي او فکري پلوه بیا د عالي تحصيلاتو اداره هم دې مشکل ته متوجه ده او په تحصيلي ميدان کې ځوانانو ته ديني پوهه رسوي، د ظروفو او حالاتو سره سم اصلاحي غونډې جوړوي او په ځوانانو کې فکري بيداري را پيدا کوي .

همدا اوس الحمد لله په تحصيلي ادارو کې په اسلامي او جهادي نظريه سنبال ډېر ځوانان لرو، چې هغوي په هر ميدان کې د بد اخلاقۍ ، فساد او بې حيائۍ مقابله کوي.

پوښتنه:په روان جهاد کې محصلين څه رول لري؟

شیخ صاحب:

 د امريکا د اشغال په مقابل کې الحمد لله ټولو افغانانو يو شان قربانۍ ورکړې ده، داسې کور به نه وي چې په دې جهاد کې يې برخه نه وي اخيستې، په زياتو کورونو کې خامخا شهيد، زخمي او يا بندي وي او يا يې نورې بېلا بېلې ستونزې ګاللي دي.

په سنګر کې هم محصلينو فعاله برخه اخيستې ده، په لسګونه شهيدان ، زخميان او اسيران شوي دي، چې له دوی څخه د ځينو شهيدانو د ژوند حالات د اسلامي امارت په مجلو کې خپاره شوې هم دي .

همدارنګه د اسلامي امارت په جهادي محاذونو کې يې د خپل مسلک مطابق ډېر خدمتونه کړي او کوي یې. مونږ د شهيدانو او بنديانو محصلينو لېستونه د شهيدانو او بنديانو کميسيون ته لېږلي او داد خدمت پروسه لا هم جريان لري .

پوښتنه: د مجاهدينو اړيکې او همکاري د محصلينو سره تر کومه حده ده؟

 شیخ صاحب:

د هر ولايت له نظامي مسئول سره زمونږ رابطه وي او دوی د مسئولينو او عامو مجاهدينو په نسبت محصلينو ته ډېره توجه په دې خاطر کوي چې محصلين لوستي ځوانان دي او  په خپل مسلکي ميدان کې په زړه پورې خدمت کولاى شي. یوازې دا نه چې هر وخت يې ورسره همکاري کړې، بلکې د اسلامي امارت په ادارو کې مسلکي خدمتونه همدا محصلين پرمخ وړي او د مسلکي پوهې له امله په جهادي ميدان کې بارز خدمتونه لري. يو مسلکي ځوان د ډېرو عامو ځوانانو څخه ډېر خدمت کولای شي.

پوښتنه:آیا محصلين د فراغت څخه وروسته د اسلامي امارت په دوائرو کې جذبيږي؟

شیخ صاحب:

هو ! د ډېرو ادارو او کمېسيونونو غوښتنې د عالی تحصيلاتو ادارې ته وخت پر وخت راځي او مونږ د هغوی د غوښتنو مطابق فارغ شوي محصلين ورپيژنو او هغوي يې استخداموي .

پوښتنه:آیا په هېواد کې دننه او بهر د له لوستو افغانانو او مسلکي کدرونو سره اړيکې لرئ؟

شیخ صاحب:

هو ! الحمد لله په ډېرو هېوادونو کې د افغان محصلينو او مسلکي اشخاصو سره اړيکې لرو، له حالاتو څخه یې ځان خبرو او هغوی دې ته ترغيبوو چې د راتلونکي اسلامي افغانستان په آبادولو کې فکرمند شي او برخه په کې واخلي. افغانستان د ټولو افغانانو شريک کور دى، خدمت او آبادول يې د ټولو افغانانو مسؤولیت دی او بيا په ځانګړې توګه د هغو افغانانو، چې په بهر کې يې لوړې زده کړې وي او ډېرې تجربې یې تر لاسه کړي وي.

پوښتنه:دښمن تبليغات کوي چې اسلامي امارت ځوانان له پامه غوځولي دي، تاسې په دې اړه څه وایئ؟

شیخ صاحب:

 د دښمن دا تبليغ بې ځايه دى، د امريکا د اشغال په مقابل کې په جهادي صفونو کې زياته برخه د ځوانانو ده او د دې جهاد د کاميابۍ يو لوی راز هم دا دى، چې په زرګونو ځوانانو خپلې ځوانۍ د اسلام او د مظلوم ولس په خاطر قربان کړي دي او په دې ځوانانو کې د لوړو زده کړو محصلين لويه ونډه لري .

پوښتنه:اسلامي امارت لوړو زده کړو ته تر کومه حده ژمن او متوجه دى؟

شیخ صاحب:

اسلامي امارت په خپله تېره پنځه کلنه دوره کې عملاً امتحان ورکړی دی، ټولو تعليمي ادارو، ديني مدارسو، مکاتبو، لېسو او پوهنتونونو ته يې ځانګړې پاملرنه کړې وه او د دفاع وزارت څخه وروسته يې زياته بوديجه نوموړیو ادارو ته ځانګړې کړې وه .

د امريکا له اشغال څخه وروسته چې کله د جهاد سلسله شروع شوه او مختلف کمېسيونونه جوړېدل، نو د تعليم او تربيې او لوړو زده کړو کمېسيون يې هم جوړ کړ، د ظروفو او حالاتو په رڼا کې او د شته وسائلو په محدوده دائره کې يې نوموړي کمېسيون ته ځانګړې پاملرنه کړې او ډېره بوديجه پرې مصرفوي .

پوښتنه:  آیا د ځوان نسل د علمي استعدادونو د لوړاوي لپاره کوم پروګرامونه لرئ؟

هو! د عالي تحصيلاتو اداره په دې برخه کې زیاتې لاسته راوړنې لري او په بېلابېلو مناسبو ځایونو کې یې د ځورېدلي مجاهد ملت د بچیانو لپاره د لېسانس، ډيپلوم او لنډمهاله کورسونو پروګرامونه جوړ کړي دي او لاهم روان دي.

پوښتنه: که لږ څه وضاحت وکړئ، چې په کومو رشتو کې مو د تحصيل زمينه سازي کړې ده؟

حالاتو او ضرورتونو ته په کتو سره مو هغه رشتې انتخاب کړي دي، چې د اسلامي امارت په جهادي امورو او افغان مجاهد ملت د ورځني ژوند په چارو کې مهمې بلل کيږي.

د شرعیاتو، حقوقو، سیاسي علومو، نړیوالو اړيکو، اقتصاد، ادارې (Management)، پښتو ادبیاتو، دري ادبیاتو او نورو برخو کې د لېسانس په کچه زمينه سازي شوې ده. همدارنګه د عربي، انګليسي او اردو ژبو په برخه کې د یو کلن ډيپلوم، د کمپیوټر، عملي ادارې،عربي،  پښتو، دري، انګلیسي او نورو برخو کې د لنډمهاله کورسونو زمينه سازي شوې ده او همدا اوس د هېواد د بېلا بېلو سيمو څخه ګڼ شمېر طالبان، محصلين او زده کوونکي په زده کړو مصروف دي او په هره رشته کې د هېواد په کچه تکړه او با استعداده استاذان په دندو ګمارل شوي دي.

پوښتنه:آیا د محصلينو د پاتې زده کړو د تکميل لپاره د اسلامي امارت له خوا د نورو بهرنیو هېوادونو څخه د تحصيلي بورسونو غوښتنه شوې ده؟

شیخ صاحب:

په بهر کې دښمن دا منفي تبليغات ډېر کړي، چې اسلامي امارت تعليم او تعليمي ادارو ته ژمن نه دى او لازمه توجه نه  ورته کوي، په داسې حال کې چې انساني ژوند پرته له علم او پوهې څخه نيمګړی دی. په دې اساس څرنګه شونې ده، چې یو اسلامي هېواد دې له تعليم او تربيې پرته رامنځته شي او بیا دې په بریالۍ توګه پرمختګ وکړي؟

اسلامي امارت په تېره پنځه کلنه او له اشغال وروسته اوسنۍ نولس (١٩) کلنه دوره کې عملي ثبوت وړاندې کړی، او کله چې دښمن له تعليمي ادارو څخه سياسي او نظامي استفاده کړې وي او هلته که مجاهدينو عکس العمل ښودلی وي، نو هغه د تعليم او يا تعليمي ادارې په وړاندې نه بلکې د دښمن د شوم هدف په وړاندې  يې ښودلی دی، چې د تعليم او تعليمي مرکز تر عنوان لاندې خپل فاسد اغراض تکميلوي .

امارت د ټولو تعليمي ادارو ساتنه کوي او په بهر کې يې هغو مؤسساتو ته دعوت ورکړی، چې يواځې تعليمي، غير سياسي اهداف لري، تر څو راوړاندې شي او د ځوان نسل په روزلو کې له اسلامي امارت سره همکاري وکړي او د نوموړیو مؤسساتو لپاره د خدمت زمينه سازي کوي، له ډېر وخت څخه راپه دې خوا ډېرو هيوادونو دا حقيقت درک کړی، چې اسلامي امارت د تعليمي او تحصيلي پروګرامونو سره ځانګړې علاقه لري، لهذا ځينې هېوادونو علاقمندي ښودلې، چې د لوړو زده کړو لپاره افغان ځوانانو ته زمينه سازي وکړي.

پوښتنه:د فرهنګي کمېسيون سره کوم مشترکات لرئ؟

شیخ صاحب:

د عالي تحصيلاتو د ادارې يو عمده هدف د نړۍ د روانو حالاتو، په ځانګړې توګه د افغانستان له حالاتو او واقعيتونو څخه د ځوان نسل خبرول دي، تر څو دوی حقایق درک کړي او د دښمن د تبليغ له اثراتو څخه بچ  پاتې شي او دا هدف د فرهنګي کمېسيون د خدماتو په نتيجه کې ترلاسه کېدای شي، غرض دا چې مشترک هدف ته د رسېدلو لپاره دواړه لارې په کار اچول اړين دي.

پوښتنه: روان سیاسي حالات څنګه ارزوئ؟ آیا په قطر کې به  روان بین الافغاني مذاکرات کومه نتيجه ورکړي؟

د هېواد سیاسي وضعه په ډېر حساس حالت کې قرار لري او هر وخت دا امکان لري، چې تغیر وکړي، خو اوس چې څومره معلوميږي، اسلامي امارت په حالاتو مسلط او برلاسی دی.

الهي سنت دا دي، چې کله دوه ډلې د توافق او خیر اراده ولري، نو الله تعالی د دوی ترمنځ خامخا اصلاح او توافق راولي. په دې اړه الله تعالی فرمایلي دي: (إِن يُرِيدَآ إِصْلٰحًا يُوَفِّقِ اللَّهُ بَيْنَهُمَآ ۗ) [سورة النساء؛ آیة، ۳۵]

اسلامي امارت څو ځله عملاً نړۍ ته وښوده، چې مونږ سولې ته وفادار یو او جانب مقابل بیا ټولې نړۍ ته څرګنده کړه، چې د سولې او خیر نیت نه لري او بار، بار یې په یو نامه او بل نامه خنډونه ایجاد کړل، نو لهذا که جانب مقابل هم د خیر اراده وکړي،  بهرني ملاتړي یې د سولې له مخالفت څخه لاس واخلي، د افغان  مظلوم ملت په درد دردمن شي، د هېواد په کورنیو چارو کې له لاس وهنې څخه ډډه وکړي  او افغانان په خپل مینځ کې جوړ جاړي ته پرېږدي، نو هرومرو به نوموړي مذاکرات یوې باعزته او دایمي سولې ته لار پرانيزي.

که خدای مه کړه د کابل ادارې بهرني ملاتړي بیا هم په نظامي برخه کې خپلې مرستې جاري وساتي او خپلو داخلي متعهدينو ته د جګړې زمینه سازي وکړي، نو بیا به اسلامي امارت هم مجبور شي، چې د سولې بدیله لار غوره کړي او موجوده مشکلات د نظامي طاقت  په کارولو سره حل کړي.

پوښتنه:د محصلينو د ذهن په تنويرولو کې علماء مؤثر رول لري، تاسو علماو او محصلينو ته څه پيغام لرئ؟

شیخ صاحب:

يقينا خلکو ته د دين رسول د علماء کرامو مسؤوليت دی، زمونږ د ټولنې اويا(٧٠) فيصده زده کوونکي په عصري ادارو کې زده کړې کوي او پاتې برخه یې په ديني مدارسو کې زده کړي کوي، یعني د ټولنې زياته برخه په عصري ادارو کې مصروفه ده، که چېرته علماء خپل فرض درک نه کړي او د عصري ادارو زده کوونکو ته دين ونه رسوي، نو له یوې خوا به يې عندالله مسئوليت په ذمه پاتې شي او له بلې خوا به دټولنې زياته برخه له دين څخه بې خبره پاتې وي، ځکه چې د دښمن هم ټوله توجه عصري ادارو ته ده، نو افغاني ټولنه به د تل لپاره د دښمن تر تأثير لاندې وي، د هر دښمن د سودا لپاره به مارکيټ موجود وي او هېڅ وخت به افغانستان د پرديو له لاس وهنو او تالي څټو څخه پاک نه شي.

نن سبا دښمن همدا غواړي، چې د څلوېښتو کلونو له قربانيو څخه وروسته به هم افغانستان د يو سوچه اسلامي او قوي حکومت څېښتن ونه ګرځي، د يو هېواد زياته برخه ځوانان  پرديو ته پرېښودل به نه جبرانېدونکی نقصان وي .

لهذا علماء کرامو ته مو دا توصيه او مشوره ده، چې د تېرو تاريخي سوابقو څخه بايد درس واخلو، په افغانستان کې موجوده ناخوالې د دې زېږنده دي، چې د هېواد د عصري ادارو زده کوونکو ته د فاسدو حاکمانو د فساد او د ديني طبقې د پوره توجه د نه کولو په وجه په کافي اندازه دين ونه رسېد، زده کوونکي د دښمن تر اثر لاندې پاتې شول او اغيارو ته د مداخلې او اشغال زمينه سازي وشوه. په راتلونکې کې د دې غميزې حل، عصري ادارو ته د صالحو حاکمانو او عالمانو پاملرنه ده او بس.

د عصري ادارو زده کوونکو ته مو لومړۍ توصيه دا ده، چې په خپل علمي او تحصيلي ميدان کې پوره کوښښ وکړي؛ غفلت ونه کړي ، خپل وخت ضايع نه کړي او د راتلونکي اسلامي افغانستان په هکله خپل مسؤولیت درک کړي. اسلامي امارت ستاسې سره همکار دی، هر ممکنه سهولت درته برابروي ترڅو ستاسو علمي استعدادونه قوي او مضبوط شي .

دوهمه توصيه مو ورته داده چې خپلې زده کړې د اسلامي اخلاقو په رڼا او اسلامي چاپيريال کې تکميل کړي.  د غير اسلامي اخلاقو، اعمالو، رواجونو او د پرديو له دسيسو څخه ځان وساتي او د دښمن د تبليغاتو د اثر لاندې رانه شي.

افغانستان يو اسلامي هېواد دى. دلته څلوېښت کاله افغانانو د اسلامي نظام لپاره قرباني ورکړې ده. په راتلونکي اسلامي افغانستان کې د غير اسلامي اخلاقو او رواجونو لپاره ځای نشته. که محصلينو په اسلامي فکر ځانونه سنبال کړل، خپلې زده کړې يې په اسلامي چاپېریال کې تکميل کړې او پردي نظريات يې خپل نه کړل، نو په راتلونکې کې به يې مجاهد اولس قدرداني وکړي او په راتلونکي اسلامي نظام کې به د پوره او ښه خدمت مصدر وګرځي، او که خدای مه کړه  په اسلامي نظريه سنبال نه وي او د پرديو لپاره کار کوي، نو د کړي تحصيل څخه به يې په اسلامي افغانستان کې څوک استفاده ونه کړي او نه به په خپل وطن د کړي تحصيل پوره مثبته ثمره وويني.

خلاصه دا چې هر محصل بايد چې د خپلې راتلونکې په هکله دقيق قضاوت وکړي، داسې فکر او لاره انتخاب نه کړي چې په راتلونکې کې بيا پرې پښېمانه وي .

و صلى الله تعالى على خير خلقه محمد و على آله و أصحابه أجمعين

پای.