د اسلامي امارت د حربي تخنیک او انجینرۍ د ادارې مسئول محترم ملا علاؤالدین آغا صاحب سره د الاماره ویب پاڼې ځانګړې مرکه

د الاماره ویب پاڼې محترمو لوستونکو السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته هیله ده روغ او جوړ به وئ. هڅه مو وکړه چې د اسلامي امارت د حربي تخنیک او اینجینرۍ ادارې له مسئول محترم ملا علاؤالدین آغا صاحب سره د دوی د کارونو په رابطه یوه مرکه ولرو چې لوستلو ته يې ستاسو پام را […]

د الاماره ویب پاڼې محترمو لوستونکو السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
هیله ده روغ او جوړ به وئ.

هڅه مو وکړه چې د اسلامي امارت د حربي تخنیک او اینجینرۍ ادارې له مسئول محترم ملا علاؤالدین آغا صاحب سره د دوی د کارونو په رابطه یوه مرکه ولرو چې لوستلو ته يې ستاسو پام را اړوو.

آغاصاحب محترم ښه راغلاست!

پوښتنه ــ له هرڅه مخکې که د خپلې ادارې په اړه د شریعت ږغ رادیو اورېدونکو او د الاماره سایټ لوستونکو ته معلومات ورکړئ؟

ځواب: بسم الله الرحمن الرحیم، اول خو د شریعت غږ رادیو او د الاماره سایټ همکارانوڅخه ډيره مننه کوو چې پرموږ پوښتنه کوي، مرکه را سره کوي، الله تعالی دې تاسوته اجرونه درکړي.
زموږ د ادارې په رابطه دومره وايو له کله نه چې امریکایانو اشغال وکړ د اسلامي امارت مجاهدینو يې هم په وړاندې د مقابلې لپاره په حربي برخه کې خپلې هڅې او کوښښونه پيل کړل، د ریموډونو، بارودو او پټاقیو په برخه کې يې خپلې سعې کړي دي. تر یوه وخته خو مجاهدینو د شوروي ضد جهاد د وخت له مرمیو، بارودو او زړو نظامي وسائلو څخه کار اخیست، بلآخره چې جګړې مختلفې بڼې اختیارولې، او مجاهدینو تر ډيره حده پورې بارودو او ماینونو ته ضرورت وو، الله تعالی د مجاهدینو په زړونو کې د مختلفو شیانو د زدکړې فکر ورواچاوه، اوس الحمدلله ډير ښه ښه شیان پخپله جوړولای شي، مختلفې فارمولې دي او د ښه کیفیت لرونکي بارود دي چې موږ يې پخپله جوړوو.
له هغې جملې څخه مثلا که زموږ بارود په کاریږي، پټاقۍ مو په کاریږي، ریموډ مو په کاریږي، یا مختلف نوعه توپونه مو په کاریږي، یا مو توغندۍ په کاریږي، چې الحمدلله زموږ خپل انجینران، مجاهدین او د حربي تخنیک ادارې کارکونکي کولای شي د وخت په مرور سره دغه ټول شیان تهیه کړي او مجاهدینوته يې ورسوي.
اوس زموږ اداره په ښه کیفیت او لوړه سویه، توغندۍ جوړوي، بارود جوړوي، ریموډونه جوړوي، پټاقۍ جوړوي، د تخریب شویو اسلحو ترمیم کوي، نو په هره برخه کې ښه کافي کارکونکي لرو او د دغو کارونو لپاره چې د کومو وسائلو او ماشین آلاتو ضرورت دی هغه مو هم الحمدلله په کافي حد کې تر لاسه کړي دي.
درې یا څلور کاله مخکې د اسلامي امارت د حربي برخې ورکشاپونه متفرق وو، بیا امارت دا فیصله وکړه چې دا ټول ورکشاپونه سره را یوځای کړي، د یوې منظمې ادارې په شکل باندې يې په یوه چوکاټ کې سره تنظیم کړي، بیا يې مسئولیت ماته را وسپاره.
له هغه وخت څخه موږ د حربي تخنیکي او اینجینرۍ انجنیرۍ ادارې نوم ورته انتخاب کړ او په یوه منظم چوکاټ کې دي، د یوې لارې څخه اداره کیږي، الحمدلله د امارت لخوا ښه اکمالیږي، توجه ورته کيږي چې اوس مو په عملي لحاظ هم ښه پيشرفت کړی دی، او په تخنیکي لحاظ هم ښه شوي یو، ظرفیت مو لوړ شوی دی.

پوښتنه ــ ستاسو په اداره کې څه ډول اسلحې ترمیم کیږي او نوی څه څه شیان جوړولای شئ؟

ځواب: زموږ اداره پنځه ورکشاپه لري.
ــ یو ورکشاپ مو د ریموډو دی چې هغه یواځې ریموډونه جوړوي، او الحمدلله ښه پيشرفت يې کړی دی، د ښه کیفت شی جوړوي، په پراخه اندازه يې جوړیږي، هرڅومره چې مجاهدین ورته اړتیا لري هغومره موږ ورته تهیه کولای شو او ورته برابر کړي مو دي، تراوسه داسې نه ده پيښه شوې چې یو مجاهد د ریموډ غوښتنه وکړي او موږ ووایو چې نشته، بلکې د دوي د اړتیا وړ ښه شیان ورته برابروو چې کیفیت او کمیت يې دواړه ښه دي.
ــ دوهم مو د پټاقیو ورکشاپ دی، الحمدلله موږ هره میاشت دیرش زره پټاقۍ جوړوو او د کیفیت او کمیت په لحاظ ډير ې پټاقۍ جوړوو چې مجاهدین ورڅخه خوښ دي او بالکل زیاتې او کافي دي.
ــ دریم مو د اسلحو د ترمیم ورکشاپ دی، چې په هغه کې توفنګچې، کلاشینکوف، ثقیل (پيکا)، راکټ، دهشکه، زیکویک، درازنوف، حتی تر دومیلې پورې مختلفې وسلې ترمیم کیږي، که هره ستونزه ولري مثلا میل يې خراب شوی وی، یا چاودلې وي، یا له نیمايي پورې ضایع شوی وي، یا بمبار شوی وي، نو موږ يې بیرته ډيره ښه ترمیموو.
ــ څلورم مو د مخابرو د ترمیم ورکشاپ دی، چې د هغه ورکشاپ لپاره په نهو ولایتونو کې ولایتي ورکشاپونه هم لرو، چې هره ستونزه ولري، مثلا ډير استعمال شي، کومه حادثه پيښه شي، یا بله خرابي وکړي، موږ يې بیرته ترمیموو، البته مختلف النوعه مخابرې، هرډول که وي.
ــ پنځم مو د توغندیو او توپونو د جوړولو ورکشاپ دی، تر اوسه موږ دوه قسمه توپونه او توغندي جوړو، دا ورکشاپ بیا یوه بله څانګه لري چې چسپکي ماینونه جوړوي، هغه هم ډير په ښه معیار کیف او کم سره، چې په دښمن باندې يې ډيره بده اغیزه هم کړې ده.
دا ماینونه هم ښه زیات تعداد جوړوو اوپه مختلفو ولایتونو کې تاسو او ټول مجاهدین پرې خبریږی چې استفاده ورڅخه کیږي.

پوښتنه ــ هغه درنې وسلې چې د اسلامي امارت په لیکو کې استعمالیږي، یا ارتباطي وسائل لکه مخابرې او نور؛ د دغو شیانو د ترمیم لپاره هم تاسو برخې لرئ او که هو تر اوسه به څومره کار شوی وي؟

ځواب: ما مخکې وويل چې له توپانچې توفنګچې څخه نیولې تر کلاشینکوف، راکټ، ثقیل، هشتاد و دو، دهشکه، هاوان، هفتادو پنج، زیکویک، دومیلې او نور مختلف النوعه اسلحو پورې چې خرابې شوې وي، تخریب شوي وي، حتی بمبار شوي وي او ډيرې زیاتې زیانمنې شوي وي، نو الحمدلله موږ یي بیرته ترمیموو.
په دې برخه کې مو تر ډيره حده پورې پیشرفت کړی دی، په آینده کې ان شاءالله امید شته چې دې کار ته نوره هم ترقي ورکړو، په مرور د زمان باندې هم خلک و روزو، هم مو ظرفیت زیات شي او هم مو کفیت او کمییت لوړ شي، اوس هم الحمدلله تر ډيره حده پورې مجاهدین خوشحاله دي، د ډیرو ولایتونو مجاهدینو اسلحې راته رسیږي، ترمیمیږي او بیرته يې ور استوو، مثلا له شبرغان څخه، له سرپل څخه، له کندهار، ارزګان، زابل، هلمند او نورو څخه .
د مخابرو په باره کې مو هم مخکې وویل چې په ۹ ولایتونو کې موږ فرعي ورکشاپونه لرو او کار مو په ښه کیف او کم سره روان دي، ولایتونو ته ربیټران ورکوو، مخابرې که لویي وي که کوچنۍ هغه ترمیموو.
د دې کار لپاره د انجنیرۍ په سطحه باندې خلک لرو، کافی پرزه جات او وسائل لرو، نور هم پیدا کولای شو، په دې بخش کې الحمدلله ښه پرمختګ شوی هیڅ مشکل نه لرو.

پوښتنه: ــ آیا ویلي شئ چې تر اوسه پورې ستاسو د فعالیت په نتیجه کې د اسلامي امارت نظامي لیکې د اسلحو د ترمیم په برخه کې څومره خود کفا شوې دي ؟

ځواب: نو خود کفايي خو يې داده چې الحمدلله په دې برخه کې بل چاته ضرورت نه لرو، که هرڅومره پټاقي استعمالیږي موږ يې تهیه کولای شو، د هيڅ ملک څخه مو نه را وړي دي او نه هم اړتیا ورته وینو، حتی د نورو هېوادونو تر پټاقیو او وسائلو ښه مؤثر او د ښه کیفیت والااو قوي شیان پخپله جوړوو.
مجاهدین زموږ له تولید څخه مطمین دي، الحمدلله، په دې خبره باندې نظامي کمیسیون او ټول مجاهدین شاهدان دي، همداسې د مخابرو په برخه کې او په هر بخش کې موږ د خپلې اړتیا وړ شیان پخپله تهیه کړي او امارت مو په دې برخو کې خود کفا کړی دی.
پوښتنه ــ د راتلونکي لپاره تاسو څه څه پلانونه لرئ او په کومو برخو کې خپل فعالیتونه غزول غواړئ؟
ځواب: د راتلونکي لپاره خو کرار کرار زموږ مسلکي خلک زیاتیږي، او چې څومره زموږ مسلکې خلک زیاتیږي هغومره مو د کار ساحه پراخیږي، هغومره مو د کار اثرات ډيریږي.
زموږ ډير کوښښ دادی چې موږ کدرونه پيدا کړو، چې په آینده کې خپل دا ډول خلک نور هم پسې ډير کړو، چې ټول هېوادته رسیدګي وکړای شو.

پوښتنه ــ یو عام اعتراض موجود ده چې د اسلامي امارت سره ځينې هېوادونه په تسلیحاتي برخه کې مرسته کوي، تاسو خپل فعالیت ته په کتو دا ډول اعتراضونه څومره پرځای بولئ؟

ځواب: موږ په یوه میاشت کې دیرش زره (۳۰۰۰۰) پټاقۍ یواځې د ماینونو او د انفجاراتو لپاره جوړوو، چې دومره استعداد او وړتیا الحمدلله لرو او دغومره شی پخپله ځانته تهیه کولای شو، بیا نو د بل ملک کومک او مرستې ته څه ضرورت لرو؟
مخکې مې دا خبره هم وکړه چې زموږ د خپل لاس جوړې کړې پټاقۍ د نورو ملکونو له پټاقیو څخه چې په آزاد بازار کې تر لاسه کیږي هم ښې دي او هم قوي دي، چې زموږ او د مجاهدینو خوښې دي. الحمدلله کیفیت يې هرځل لا لوړیږي.
دا کارونه ټول موږ پخپله کوو، بل چا او بل ملک ته ضرورت نه لرو چې موږ ترې پټاقۍ وغواړو، یا اسلحه وغواړو، یا ریموډونه وغواړو، یا د اسلحو د ترمیم په برخه کې کومک ته ضرورت پيدا کړو.
دا اسلحې چې موږ يې استعمالوو ټول خلک په دې خبر دي چې یا پخوانۍ زړې اسلحې دي یا نوی له دښمن څخه نیول کیږي، زموږ د امارت ټول مجاهدین په همدې اسلحو او مرمیو باندې بسنه کوي، چې تخریب شوي شیان هم داده موږ بیرته جوړوو او د استعمال قابل يې ګرځوو.

پوښتنه ــ موږ شاهدان یو چې د اسلامي امارت مجاهدین ټولې یا د پخواني جهاد او جګړو اسلحې استعمالوي، یا هم ځينې شیان پخپل لاس جوړ شوي هغه استعمالوي، له دومره ستونزو سره سره د داسې اعتراضونو ترشا د دښمن هدف څه شی بولئ؟

ځواب: دښمن خو اصلا دا زموږ جهاد بل چاته منسوبول غواړي، د دښمن دعوې ته خو اعتبار نشته، هغه ده زموږ اسلحې او وسائل په جنګونو کې پاتې کیږي یا کشف کیږي او نیول کیږي، نو دوی دې یو ثبوت وړاندې کړي چې موږ د کوم بل هیواد شی را وړی او استعمال کړی دي؟
الحمدلله ټول شیان مو د خپلو مجاهدینو د لاس جوړ شیان دي، الله تعالی مجاهدینوته ډير ښه استعداد ورکړی، الله پاک د مجاهدینو په ذهنونو او لاسونو کې ډير برکت ایښی، چې څوک د جهاد په لاره کې یو ګام کیږدي، الله تعالی ډير لوی نصرت ورسره کوي.
د الله تعالی له نصرتونو څخه یو نصرت دا هم دی چې په دنیا کې خلک د دغو شیانو لپاره په کلونو کلونو تعلیمونه کوي، مکتب وايي، پوهنتون وايي، په دغوخاصو رشتو کې تخصصونه کوي، خو الحمدلله زموږ مجاهدین په ډير لنډ وخت کې هغه کارونه کولای شي چې دوی يې په ډير ځنډ او ډيرو آمادګیو کوي.

پوښتنه ـــ د اسلحو د استعمال او نورو برخو کې مو مجاهدینو ته پيغام څه شی ده ؟

ځواب: مجاهدین خو الحمدلله یواځې دا زموږ اداره نده په نورو مختلفو برخو کې مثلا په معسکراتو کې هغوی ته د سلاح د استعمال په بخش کې ښه روزنه او تربیه ورکول کیږي، ورته ویل کیږي چې د اسلحو استعمال باید په داسې طریقه وشي، پاکې به يې ساتئ، او دا زموږ د جوړو شوو شیانو لپاره هم لکه پټاقۍ، ریموډونه، چسپکي ماینونه او نور شیان د دې لپاره هم په معسکراتو کې د مجاهدینو روزنه کیږي ترڅو يې ښه استعمال کړي، احتیاط ورسره وکړي، نو یو خو مجاهدین ان شاءالله په دې پوه دي.
بل مو په عین حال کې مشوره ورته داده چې دا زموږ جوړ شوي شیان لکه ریموډ، پټاقۍ، چسپکی ماینونه ترټولو مخکې باید دوی په دا شیانو باندې ځان ښه پوه کړي چې څرنګه کارول کیږي؟ د استعمال شرائط يې څه دي؟ او چې ترڅو يې علم نه وي پرې راغلی او نه يې وي زدکړي، باید استعمال يې نه کړي.
په عموم کې د اسلحو د استعمال خلاصه او لنډه خبره داده چې سلاح باید پاکه وساتل شي، که سلاح پاکه وه هيڅ وخت سړي ته ځواب نه وايي، بلکې خپل هدف پرې تر لاسه کولای شئ، نو که هرڅومره نوې اسلحه وي او هرڅومره پرمختللې اسلحه وي باید پاکه او غوړه وي، او که پاکه نه وه هغه بندیږي او مشکلات پیدا کوي.
او دا نور شیان لکه ریموډ، پټاقۍ او ماینونه باید يې اول زده کړي بیا يې استعمال کړي، که زده يې نه وي بیا نو د دې پرځای چې دښمن ته تاوان پرې واړوي، پخپله ځانته تاوان اړولی شي او ځان پرې خوږولاشي.
بله مهمه خبره دا کوم چې په دغو اسلحو او نورو نظامي وسائلو د امارت لخوا ډير غټ مصارف کیږي، د زخمیانو، شهیدانو او یتیمانو پيسې پرې مصرفیږي او د بیت المال ډيره برخه پرې ضایع کیږي نو یو امانت ده باید چې مجاهدين وروڼه دې يې په استعمال کې ډير زیات احتیاط وکړي، هیله مې له مجاهدینو څخه داده چې په دې باره کې غفلت ونه کړي.

ــ له تاسو څخه ډيره مننه کوو چې له موږ سره مو مرکه وکړه او ګټور معلومات مو راکړل.

ځواب: له تاسو څخه هم ډيره مننه کوو، الله تعالی دې تاسوته اجرونه او خیر درکړي چې پرموږ مو پوښتنه وکړه، زموږ په حال مو ځان خبر کړ او دا زموږ پيغام او معلومات تر مجاهدینو پورې رسوئ. الله تعالی دې اجر عظیم درکړي، السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

۹/۱/۱۴۴۲ هــ ق