دهلمند دجهادي چارو مسؤل : په هلمند کې 18000 مجاهدین په وسله سبمال او عملیاتو ته چمتو دي

افغان اسلامي اژانس په هلمند کې د روان پوځي وضعیت په اړه دهلمند له والي حاجي ملا عبدالمنان سره ځانګړې مرکه کړې. د الاماره ویب پاڼې اداره دخپلو مینوالو دمعلوماتو لپاره د ترسره شوې مرکې بشپړ متن له افغان اسلامي اژانس نه په مننه کټ مټ نشر ته سپاري. ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ د هلمند قوماندان: هلمند کې […]

افغان اسلامي اژانس په هلمند کې د روان پوځي وضعیت په اړه دهلمند له والي حاجي ملا عبدالمنان سره ځانګړې مرکه کړې. د الاماره ویب پاڼې اداره دخپلو مینوالو دمعلوماتو لپاره د ترسره شوې مرکې بشپړ متن له افغان اسلامي اژانس نه په مننه کټ مټ نشر ته سپاري.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د هلمند قوماندان: هلمند کې اتلس زره طالبان په وسله سمبال او په جګړه اخته دي

دوه اونۍ مخکې افغان امنيتي ځواکونو د هلمند په ولايت کې د (ذوالفقار) په نوم پراخه پوځي عمليات پيل کړل، د اردو او پوليسو چارواکو وويل چې د عملياتو پيل له شمالي ولسواليو کيږي، خو لمن به يې ټول هلمند ته وغزول شي.

په (2015-02-15) نېټه د عملياتو د پېل له ورځې افغان چارواکو د ډول ډول برياليتوبونو او له پنځه سوه څخه زياتو مخالفينو ته د مرګ ژوبلې اړولو، او لسګونو نورو د نيولو خبرونه ورکړي دي، خو طالبانو بيا هره ورځ د چاودنو او بريدونو د خبرونو په ورکولو سره دولت ته د تلفاتو اړولو ادعا کړې ده.

افغان اسلامي اژانس د دې عملياتو د څرنګوالي په اړه د هلمند لپاره د طالبانو د عمومي مسئول حاجي عبد المنان سره مرکه کړې، هغه وايي چې هلمند کې اتلس زره (18000) مسلح طالبان شته او هر وخت جګړې ته چمتو دي، خو دغه عمليات بې تاثيره بولي، د دې مرکې پوښتنې د ايميل له لارې د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي ته استول شوي، او ځوابونه يې له همدې لارې په اډيو(غږيز) بڼه تر لاسه شوي دي.

دې لوړ پوړي طالب مسئول په عملياتو کې د بهرنيانو د ګډون، ملکي وګړو د مرګ ژوبلې، افغان ځواکونو او خپلو تلفاتو په اړه خبرې کړي، هغه د رسنيو څخه ګيله کړې چې بې پرې نه دي، رسنيو ته يې د سيمې د کتلو او حقايقو معلومولو بلنه ورکړې، دغه راز د (عمري) په نوم د يو توغندي يادونه يې کړې چې تر اوسه نه ده معلومه کوم ډول توغندي دي، او طالبانو له کومه کړي، لنډه دا چې د سيمې د روان وضعيت په اړه دقيق معلومات يې ورکړي دي، چې افغان اسلامي اژانس يې کټ مټ نشر ته سپاري:

1- ايا دا رښتيا ده چې د هلمند په عملياتو کې بهرنيان برخه نه لري؟ که لري يې يوازې د هوا له لارې او د الوتکو په واسطه د افغان پوځيانو مرسته کوي، که په ځمکه هم جنګيږي؟

ځواب: هو! بهرنيان پکې ګډون لري، اول ځل بهرنيان د ګريشک د ولسوالۍ د ميرمنداب په سيمه کې له الوتکو ښکته شول، هلته يې دوه ورځې ځمکني عمليات وکړل چې کورني سرتيري هم ورسره وو، امريکايانو يوازې ملکيان شهيدان کړل؛ خو د مجاهدينو د سختو بريدونو له کبله ورباندې کړۍ راتنګه شوه، او دوهم ځل د همدې ولسوالۍ د (قلعه ګز) په سيمه کې بهرنيان له الوتکو پلي شول، خو د مجاهدينو په بريدون کې يې سخت تلفات وليدل، څلور ملکيان يې په شهادت ورسول چې دوه يې ماشومان وو.

درېيم ځل د سنګين د مالموند په سيمه کې پلي شول، چې ورسره جنګ وشو، دوه امريکايان ټپيان او يو ووژل شو، د هغه ځای خلکو موږ ته ويلي چې يو امريکايي په سترګه او بل په لاس ټپي شوی و.

له دې مرګ ژوبلې وروسته هغوی بمبار وکړ، چور او چپاول يې وکړ، د عامو خلکو دوه سوه دوکانونه يې وسځول، او د باقي اغا په نوم د يو سوداګر بارګين يې وسوځاوه، دا ټول کار بهرنيانو کړی.

بهرنيان درې ځلې له الوتکو پلي شوي، او هر ځل يې دوه دوه ورځې ځمکني او هوايي عمليات کړي، خو په هر ځای کې د سخت شکست سره مخ شوي.

اوس هم کېدای شي چې داخليانو سره بهرنيان وي، يا ورسره د مشاورينو په توګه کار کوي، خو له هغه درې ځايونو وروسته مو په مخامخ جنګ کې نه دي ليدلي.

2- تاسې په کومو سيمو کې د عملياتو شدت محسوس کړی؟ عملاً په کومو ولسواليو کې جګړې روانې دي؟

دوی اول ځل لپاره درې ورځې د لښکرګاه د باباجی په علاقه کې عمليا ت وکړل، سخت جنګ مو ورسره وکړ، خو دلته يې شکست وخوړ بيرته وتښتيدل، سوي ټانکونه يې اوس هم پاتې دي.

د دوښمن د عملياتو دوهمه نقطه سنګين وه، درېيمه نقطه چې سخته جګړه پکې روانه ده د مارجې ولسوالۍ د تريخ ناور سيمه ده، په سنګين او تريخ ناور کې اوس هم جګړه دوام لري، خو د بابا جي سيمه چې دوی درې ورځې عمليات پکې وکړل، وتښتيدل يوه لويشت ځمکه يې هم لاسته نه ده راوړې، تريخ ناور او سنګين فی الحال د عملياتو شاهد دي او جنګ په کې روان دی.

د سنګين د چرخکيانو مانده او شکر شيله سيمه کې دوښمن په يو تعمير کې محاصره دی، چې سخت تلفات يې ورکړي، او مړي يې اوس هم پاتې دي.

د نوزاد په ولسوالۍ کې هم دوی جګړه کوي؛ خو کمزوري دي، شدت نه لري د هرات د قول اردو ځيني خلک هلته ورغلي خو د طالبانو سيمې ته نه دي داخل شوي، يو ځل دوه ځل ورسره جګړه شوې خو بيرته په شا شوي او اوس جګړه نه شته.

واشير ولسوالۍ کې هم عمليات شوي، دوښمن يو ورځ عمليات وکړل په هغې کې هم د دوی يو ټانګ، يو رينجر موټر وسوځيدل او بيا په شا لاړل.

اوس يوازې سنګين او تريخ ناور کې جګړه روانه ده.

3- افغان دولت له وړاندې څخه د دې عملياتو د پيل په اړه اعلان کړی، چې تاسې به يې هم معلومات درلودل، نو په همدې اساس تاسې به د جګړې لپاره چمتوالی نيولی وي، له نورو سيمو هلمند ته د مرستې لپاره طالبان راغلي؟ په هلمند کې څومره مسلح وسله وال طالبان شتون لري؟

ځواب: هو! دا اعلانونه مو اورېدل، او دا مو هم اورېدل چې دوښمن ويل دا به يې د ځواکونو لپاره غټه ازموينه وي، له مجاهدينو څخه به د هلمند شمالي ولسوالۍ ونيسي؛ خو موږ هم پوره امادګي لرله او لله الحمد دې امادګيو ښه نتيجه ورکړې ده.

له نورو سيمو څخه د مجاهدينو د راتګ په اړه بايد ووايم چې د هلمند مجاهدين خپله پوره دي، نورو ته اړتيا نه لرو، له بل ځای څخه يو تن هم نه دی راغلی، په هلمند کې زيات شمير وسلوال مجاهدين موجود دي، چې هغه په قسم قسم وسلو سمبال دي تقريباً په تخميني ډول سره د اتلس زره په شاو خوا کې مجاهدين مونږ د هلمند په ولايت کې لرو، حتی مونږ له يوې نقطې څخه بلې نقطې ته هم خلک نه دي انتقال کړي، د يوې ولسوالۍ مجاهدين بلې ولسوالۍ ته نه دي تللي؛ ځکه ضرورت نه دی پيښ شوی، نورو ولايتو ته خو مونږ بيخي ضرورت نه لرو.

اتلس زره هغه دي چې د جنګ په نقطو کې دي، په وسله سمبال او هر مهال جګړې ته اماده دي، احتياطي مجاهدين له دې ډېر زيات دي، خو دا اتلس زره هغه دي چې د جنګ په سنګر کې موجود دي.

4- د عامو خلکو د خونديتوب لپاره کوم تدابير عملي کوئ؟ تر اوسه عامو خلکو ته زيان رسيدلي؟ که رسيدلی وي د چا لخوا رسيدلی دی؟

ځواب: په مطبوعاتو کې هم نه دي اوريدل شوي چې د مجاهدينو لخوا دې عامو خلکو ته زيان رسيدلی وی، که څه هم دغه مطبوعات د دوښمن په ګټه تبليغات او خپرونې کوي.

مونږ چې کوم وخت د دې جنګ لپاره امادګي نيوله په کومو ځايو کې به مو خپلي اسلحې، ماينونه يا مثلاً نور داسې تجهيزات ځای پر ځای کول مونږ په هر ځای کې وطني خلکو ته خبر ورکړی چې د دغه لارو څخه د دغه نقطو څخه تاسې استفاده مه کوئ، دلته تاسې ته خطر دی؛ نو مونږ عوام په دې باندې پوه کړي دي، هر وخت مو معلومات ورکړي دي، د باباجي د عملياتو نه تقريباً څوارلس ورځې کيږي چې دا جنګونه پيل شوي؛خو مونږ تر اوسه نه دي اوريدلي چې وطني خلکو ته دې زموږ لخوا څخه تاوان رسيدلی وي.

خو د مقابل لوري لخوا په ړندو بمباريو او ګوليو کې خلک ډير زيانمن شوي، موږ مطبوعاتو ته دغه راپورونه او معلومات ورکړي دي ولو که دوی يي نه اخلي، خو حقيقت دا دی چې په بمباريو کې سخت خلک ژوبل شول، او ډېر زيان يې وليد.

موږ د عملياتو پر مهال په هوا کې اوه ډوله الوتکې ليدلي دي، چې بمبارۍ يې کولې او دا بمبارۍ ټولې په ولس کېدې، پر وطني خلکو يې کولې، زنانه يې په شهادت ورسولې، کوچنيان په شهادت ورسېدل، ډير بې رحمه ګولۍ غورزوي.

د نوزاد په ولسوالۍ کې يې پر کورونو د توپونو ډزې وکړې، خلک يې متضرر کړل، کورونه يې ويجاړ کړل، چې په مقابل کې يي مجاهدينو په دوی باندې د (عمري توغنديو) بريدونه وکړل، چې د دوی توپخانه تر بريد لاندې راغله، او دوی د عامو خلکو له په نښه کولو لاس واخيست.

دوښمن عام خلک په نښه کوي، او بار بار يې دا کار کړی دی، که مني يې که نه يې مني دا ځانته خبره ده؛ خو ولس دوی ويني او اولس په دې بمباريو شاهد دی چې عوام ډير متضرر شوي.

5- دولت ادعا کوي چې طالبانو په لارو، کوڅو، پټيو، د خلکو په کورونو او حتی مسجدونو کې هم ماينونه ايښي ايا دا سمه ده؟

ځواب: دا د دوی تبليغات دي، موږ څه ضرورت لرو چې په دغسې ځاينو کې ماينونه کيږدو؟ مسجد کې د ماين ايښودلو څه ضرورت دی؟ بلکې موږ هره ګړۍ دښمن تعقيبوو چرته چې د دښمن د احتمالي بريد امکان وي هلته مونږ ورته ترتيبات نيسو؛ خو په داسې ځايونو کې ولس نه وي، که وي نو بيا موږ ورته خبر ورکوو، که ماين خښ کړو ورته وايو چې له دې ځايه استفاده مه کوئ، زموږ خو د ولس سره تماس دی، موږ د ولس سره موجود يو او ولس زمونږ سره موجود دی، موږ د عامو خلکو خيال ساتو.

تر اوسه پورې داسې کوم خبر هم نه دی تر لاسه شوی چې زموږ لخوا دی وولسي وګړو ته زيان رسيدلی وي، دا د دوی تبليغات دي چې کوي يي، که وولسي خلک متضرر شوي وي، نو موږ داسې شواهد لرو چې د دوښمن لخوا شوي دي، او قصداً د دوښمن عسکر داسې اعمال تر سره کوي، د دې لپاره چې ولس د طالبانو پر ضد راوپاروي، هيڅوک داسې شواهد نه شي ښودلی چې مجاهدينو په عامو ځايونو کې ماينونه ايښي وي، داسې کارونه د کابل استخباراتي اداره کوي څو ولس د طالبانو په ضد را وپاڅوي.

6- د خپلو تلفاتو دقيقه او د مقابل لوري د مرګ ژوبلې تخمينې شمېرې به څه وي؟

ځواب: اوس خو جګړه روانه ده، دقيقې شميرې معلومول ګران دي، او اوس چې زه کومه ساحه کې يم زما سره ليکلي شمېر نه شته، خو د هغو شمېرو پر اساس چې موږ يې روزانه مطبوعاتو ته ورکوو، د دښمن مړي سوونو ته رسيږي، ځينو سيمو کې يې مړي هم پاتې دي، سوي ټانګونه يي پراته دي، چې خبريالان کولای شي ورشي او له نژدې يې وګوري.

موږ د دوی د مرګ ژوبلې معلومات له هغو مخابرو هم کشف کړي، چې دوی يې خپلو مراجعو ته ورکوي، په خپلو سترګو مو ليدلي دي، کولای شو مطبوعاتو ته يې ښکاره کړو.

د مجاهدينو تلفات تقريباً شهيدان به تر شلو اضافه شوي نه وي، او د ديرشو شاوخوا پورې به زخميان شوي وي، دا زه يو حقيقت وايم، درواغو ته ضرورت نه لرم، خو دوی که د طالبانو شهيدان او زخميان په سوونو يا زرونو يادوي، هغه د خپل شکست خورده پوځ د مورال لوړولو په خاطر دا خبره کوي.

7- د طالبانو د يو پياوړي قوماندان فريد جانان د مرګ ادعا شوې، تصديقوئ که ردوئ يې؟

ځواب: فريد جانان زمونږ يو ملګری دی د مارجې ولسوالۍ ترخه ناور کې اوسيږي، ما ورسره همدا اوس خبرې کړي ژوندی، او په خپل فعاليت بوخت دی، د يوې ډلګۍ مشر دی، د ټيټې کچې قوماندان دی، خو غيرتمند او تکړه سړی دی دښمن ته يي سخت ګوزارونه ورکړي دي؛ ځکه د دښمن د سترګو اغزی دی، د شهادت خبر يې درواغ دی.

8- دولت په (2015-02-19) نېټه اعلان وکړ، چې د مارجې د تريخ ناور سيمه يې ټوله نيولې ده، ايا دا رښتيا ده؟ او له دې پرته مو نورې سيمې له لاسه ورکړي،لکه د سنګين د مالموند؟

ځواب: دا خو د هلمند ولايت او د هلمند اولس ته او د هغه منطقې خلکو ته ښه واضح معلومه ده چې دا يو بربنډ درواغ دي، د تريخ ناور سيمه د دوی لاس ته نه ده ورغلې فی الحال مجاهدين پکې موجود دي، بلکې دوی خپله اقرار کړی چې د مجاهدينو د سخت مقاومت له امله مخکې تګ نه شي کولای، ريښتيا هم مجاهدين ډير په ښه مورال کې دي او په ميړانه جنګيږي په تريخ ناور کې يې هيڅ پرمختګ نه دی کړی.

په سنګين کې دوښمن يوازې په مرکز او قرارګاه کې دی، په درې سوه مترۍ کې يې مجاهدين دي، نور حرکت نه شي کولای؛ نو چې په دې ساحه کې يې دغه حال دي نو دا ادعا به له يوې مخې درواغ وي چې نورې نقطې يې لاس ته راوړي دي.

د سنګين د مالموند سيمه يوه ډېره لرې علاقه ده، کله چې د سنګين ولسوالۍ خلک تر بريدونو لاندې راغلل، هغوی مالموند ته لاړل، او هلته يې د خپل روزمره ژوند لپاره يو بازار جوړ کړ، دا يوه دشتي علاقه ده، هلته داخلي او د هغوی خارجي باداران ښکته شول، خو شکست يې وخوړ او بېرته په الوتکو کې پورته شوي دي، اوس هلته دوی نه شته، يوازې خلکو ته يې تلفات او مالي زيانونه اړولي، سيمه يې نه ده نيولې.

بل زه مطبوعاتو ته دا خبره کول غواړم او دا يو حقيقت هم دی که دوی غواړي چې د ساحې څخه د نژدې نه معلومات وکړي نو پوره ډاډ ورته ورکوو او په خپله ساحه کې به د امنيت اطمئنان ورکړو، تر څو د دوښمن تلفات ور وښيو او درواغ ورته ورمعلوم کړو، چې ايا دا حقيقت لري او که يو پروپاګنډې او تبليغات دي.

9- دا ځل افغان پوځيان له ځانه سره الوتکې هم لري، تاسې دالوتکې ضد وسله لرئ؟

ځواب: لومړی دا چې مجاهدين د هليکوپټرو ضد وسلې لري لکه زيګو يک او دهشکې او نور داسي وسايل چې د هليکوپټر سره مقابله کولای، او هليکوپټر هم ورڅخه ځان ژغوري، او نژدې نه راځي مجاهدينو سره دا وسلې په موټرو کې دي، او په ځمکو يې هم ځای پر ځای کړي دي.

دوهم دا چې موږ تر اوسه د دوښمن د الوتکو سره مخ شوي هم نه يو. يو بې دفاع ولس دی چې دوی بمبار پرې کوي، د داخليانو الوتکو د مجاهدينو سنګرونه نه دي په نښه کړي، او نه نژدې راتلای شي، خو موږ بيا هم ورته امادګي لرو.

10- هلمند تېرو ديارلسو کلونو کې د سختو عملياتو او جګړو شاهد و، خو په تېرو ټولو جګړو کې بهرنيو سرتېرو فعاله ونډه درلودله، د ذوالفقار په نوم عملياتو او مخکينيو ورته عملياتو ترمنځ څه توپير وينئ؟

ځواب: خارجيانو چې کوم عمليات کول د هغوی سره پرمختللې اسلحې وې دقيق، دقيق هدفونه يې هم تقريباً ويشتلای شول، د جنګ په ډګر کې يې هم پرمختګ يو څه زيات و، مجاهدينو ته به هم تاوان نسبتاً زيات رسېده، ليکن دغه د داخلي دوښمن عمليات په يو مخ بې تاثيره بې فايدې دي، زمونږ په مورال يې هېڅ تاثير نه دی کړی، زه چې کله د يوې ډلګۍ سره تماس نيسم نو هغوی دومره لوړ روحيات لري چې وايي نه د دوی هدف هدف دی، نه يي روزنه روزنه ده، نه يي اسلحه اسلحه ده چې دوی يې استعمالوي، او د اسلحې په استعمال هم يو مخ سم نه پوهيږي، او نه دقيق هدف ويشتی شي، نه موږ ته د دوی لخوا څخه دومره ضرر او تاوان رسيږي.

نو د مخکينيو عملياتو او جګړو سره يې توپير همدا دی چې دوی بې تاثيره او بې فايدي دي، د جنګ توان نه لري، امريکايانو سره پرمختللی وسلې هم وې او بې رحمانه بمبارۍ به يې هم کولې، چې يو عسکر به يې وژل کېده ټوله سيمه به يې چپه کوله، خو د دې عملياتو چې دوی د (ذوالفقار) نوم ورکړی تاثير نه لري تش تبليغات کوي.

پای