تفصيلي راپور: تراوسه، په کندز کې ددښمن تلفات، د مجاهدینو لاسته راوړنې او پرمختګونه

له تيرو شپږ ورځو راپه دې خوا د عزم عملیاتو له پيل سره سم، د اسلامي امارت قهرمانو مجاهدینو په کندز ولایت کې د دښمن په وړاندې خورا قو ي او پراخ عملیات پيل کړل، په دغو عملیاتو کې دښمن ته دومره درانه زیانونه ورسیدل چې عسکر يې په بشپړ ډول  بې روحې او وارخطا […]

له تيرو شپږ ورځو راپه دې خوا د عزم عملیاتو له پيل سره سم، د اسلامي امارت قهرمانو مجاهدینو په کندز ولایت کې د دښمن په وړاندې خورا قو ي او پراخ عملیات پيل کړل، په دغو عملیاتو کې دښمن ته دومره درانه زیانونه ورسیدل چې عسکر يې په بشپړ ډول  بې روحې او وارخطا شوي دي.

د اسلامي امارت مجاهدین په داسې حال کې خپلو پرمختګونو ته دوام ورکوي چې ماتې خوړی دښمن ته تنها پروپاګند او د غلطو راپورونو خپرول ورپاتې دي.

بل پلو مجاهدینو په عملي میدان کې ثابته کړې چې سيمې يې نيولې، د دښمن پوستې يې لاندې کړي، مراکز يې ترې ولکه کړي، وسلې او ټانکونه يې ترې غنیمت کړي  اودکندز ښار په دوه کیلو مترې کې حضور لري او په دښمن بریدونه کوي.

هیوادوال په خاص ډول دکندز هستوګن شاهدان دي چې دښمن څومره روحيه بایللې او څومره په ډار سره شېبې شمارې؟

لاندې دکندز د شپږ ورځنۍ جګړې دقیق معلومات، تلفات او لاسته راوړنې له تاسو سره شریکوو :

دعزم عملیاتو په لومړۍ ورځ د کندز په ولایت کې  په مرکز او شپږو ولسواليو کې د دښمن په ضد پراخ عملیات پيل شول.

 په جګړه کې تراوسه پورې ټول ټال:

 ۲۳۲عسکر، پولیس او اربکیان وژل شوي دي.

۱۴۶ تنه نور مرګوني ټپيان دي.

 ۵۸ اربکیان ژوندي نیول شوي.

 ۲۰ ټانکونه ویجاړ شوي.

 ۱۳ رينجر موټر له منځه تللي.

 ۶۵ پوستې له دښمن څخه نیول شوې دي.

 ۴۱ کلي د دښمن له وجود څخه پاک کړل شوي دي.

 ۱۲ ټانکونه، ۱۱ رینجرموټر، ۱۱ عرادي موټرسایکل، سلګونه میله وسله په غنیمت نیول شوې .

د سیمو په کچه جزئيات: 

دکندز په مرکز کې :

۶۴عسکر، ۱۲ پولیس او ۱۱ اربکیان وژل شوي.

 ۳۶عسکر، ۸ پولیس او ۱۱ اربکیان ټپيان دي.

۱۴ټانکونه  او ۶ رینجر موټر ویجاړ شوي.

 ۳۳ پوستي، ۱ بیس او ۱ حوزه نیولي شوي.

د ګورتيپې اړوند ۷ کلي د دښمن له وجود څخه پاک شوي.

 ۵۵ اربکیان ژوندي نیول شوي .

 ۱۱ ټانکونه، ۱۰ رینجر موټر،۱سراچه موټر، ۹ موټرسایکلونه، ۱پايه دهشکه او سل میله وسله او زرګونه عدده مهمات غنیمت نیول شوې.

د امام صاحب په ولسوالۍ کې :

 ۱۳ پولیس، ۴۷ عسکر، ۱۲ اربکیان وژل شوي دي.

 ۳۰ پولیس، ۶ اربکیان ټپيان دي.

 ۵ټانکونه او ۵ رینجر ویجاړ شوي.

 ۲۵ پوستې فتحه شوې دي.

 ۲۰ کلي له دښمن څخه پاک شوي دي.

 ۳ اربکیان نیول شوي او ۳ نور تسلیم شوي دي.

 یوټانک  او یو رینجر موټر غنیمت.

۱۲ میله سپکه او درنه وسله غنیمت شوې

په قلعه زال ولسوالۍ کې :

 ۳۳ عسکر وژل شوي

 ۲۶ عسکر ژوبل شوي دي.

 ۱ پوسته فتحه، ۳ موټر سایکل غنیمت.

علی آباد کې:

 ۹ عسکر،۱۲ اربکیان وژل شوي دي.

 ۱۵ اربکیان ټپيان شول.

 ۶ پوستې فتحه شوې.

 ۷ کلي د دښمن له وجود څخ پاک شول.

  ۱رینجر ویجاړ

په خان آباد کې:

 ۳ عسکر ۲ اربکیان ووژل شول

 ۶ اربکیان اوپوليس ټپيان شول.

۱ټانک او ۱ رینجر ویجاړ شول.

په دشت ارچي کې:

 ۵ اربکیان ووژل شول.

 ۵ میله وسله یوه پایه مخابره غنیمت شو.

په چهاردره کې:

 ۹اربکیان او عسکرقتل او ۸ تنه ټپيان.

 ۶ کلي له دښمن څخه پاک شول.

دکندز په ټوله جګړه کې ۹ تنه مجاهدین شهیدان او ۱۰ تنه ټپيان  شوي دي.

له دې څخه د زیاتو مجاهدینو د شهادت او زخمي کیدو آوازې خپرول چې د دښمن لخوا يې ادعا کيږي هيڅ حقیقت نلري، ماتې خوړلی او شرمیدلی دښمن غواړي اوس خپله ناکامي او تلفات وپوښي، خپلو عسکرو ته مورال ورکړي او په کابل کې د خپل مشرانو وارخطايي کابو کړي، تجربو ثابته کړې چې دښمن کله چېرته له فضيحت بار شکست سره مخ شوي نو يې بیا د مجاهدینو د تلفاتو غلط ارقام خپاره کړي  او د عملي میدان پرځای يې پروپاګند ته ملا تړی ده.

ذبیح الله مجاهد د اسلامی امارت ویندوی

۱۱/۷/۱۴۳۶هـ ق

۱۱/۲/۱۳۹۴ هـ ش ــ 2015/430م