افغانستان د2021 زېږديز کال مارچ په مياشت کې !

احمد فارسی يادونه: دغه ليكنه په هغو پېښو مشتمله ده چې په خپله دښمن منلې، خو بايد و وايو چې له دې پرته نور رښتوني جريانونه په ځانگړې كورني او بهرني دښمن ته د رسېدلو زيانونو احصائيه له لازياتو مالوماتو سره د اسلامي امارت په رسمي سائټ كې كتلای شی. ——————————– د ۲۰۲۱زېږديز کال مارچ […]

احمد فارسی
يادونه: دغه ليكنه په هغو پېښو مشتمله ده چې په خپله دښمن منلې، خو بايد و وايو چې له دې پرته نور رښتوني جريانونه په ځانگړې كورني او بهرني دښمن ته د رسېدلو زيانونو احصائيه له لازياتو مالوماتو سره د اسلامي امارت په رسمي سائټ كې كتلای شی.
——————————–
د ۲۰۲۱زېږديز کال مارچ مياشت د همدې کال لومړنيو دوو مياشتو په څېر له نامالوم برخليک سره تېره شوه چې پکې کله به د جګړې خبره کېده او کله به بيا په بين الأفغاني مذاکراتو کې ښکېل اړخونه يو له بل سره مخامخ ناستې درلودې.
د چارچ مياشتې په اوږدو کې څو ځله خپلې هغه ژمنې ماتې کړې چې پر اساس به يې پر مجاهدينو بريدونه نه کېدل، پر وړاندې يې د اسلامي امارت مجاهدينو دښمن ته د عبرت ور کولو لپاره ځينې واړه بريدونه پرې ترسره کړل.
د دې مياشتې په اوږدو کې وسلواله او سياسي دواړه جبهې ښې ګرمې وې، سيمې د مجاهدينو تر کنترول لاندې راغلې او دښمن له سختو مالي او ځاني زيانونو سره هم مخ شو، د دې او ځينې نورو پېښو د اړينو جريانونو راپور په لاندې سرليکونو کې لوستلای شئ.
د کورنيو مزدورو ځاني او مالي زيانونه:
تېره مارچ مياشت کې د اشغالګر دښمن د ژمنو ماتولو له امله د مجاهدينو بريدونه هم يوڅه توند شول او پر دښمن ګڼ بريدونه ترسره شول چې په ترڅ کې يې د دښمن ګڼ کسان مړه او ژوبل شول.
که څه هم د يادو مالي او ځاني زيانونوکره شمېره نه ده ترلاسه شوې، خو د بېلګې په توګه دلته د دښمن د منځنۍ سويې ځاني زيانونو يادونه کوو:
د مارچ پر۹مه د سې شنبې په ورځ د غزني دهيک ولسوالۍ امنيه قوماندان ووژل شو، د مارچ پر۱۲مه د جمې په ورځ له مجاهدينو سره په مخامخ جګړه کې د کندهار۱۰۵قول اردو يو لوړپوړی قوماندان ووژل شو، په همدې ورځ د پکتيا د استيناف يو څارنوال هم په خپل کور کې ووژل شو.
د مارچ ۱۵مه د دوشنبې ورځ د زابل ولايت نوبهار ولسوالۍ استازي د همدې ولايت په مرکز کې د وژل کېدو شاهده وه، ورپسې د مارچ۱۸مه د پنجشنبې په ورځ د ميدان وردګ په بهسود ولسوالۍ کې د هزاره مخالفينو له لوري يو هيليکوپتر په نښه شو چې په ترڅ کې يې څلور پيلوټان چې يو يې د جنرالۍ پوړ ته رسېدلی و او د ۳۳۳ځانګړې قطعې قوماندان د هغې له څلور تنه کمانډويانو سره ووژل شول.
د مارچ پر۲۰مه د هفتې په ورځ د پکتيا ولايتي شورا غړی او د غور ولايت تيورۍ ولسوالۍ ولسوال ووژل شول، د مارچ پر ۲۷مه د هفتې په ورځ د هلمند ولايت سنګين ولسوالۍ امنيه قوماندان او پر سبا يې د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د دښمن د هوايي ځواکونو يوتن ووژل شول، د مارچ پر۳۱مه د پنجشنبې په ورځ په لوګر کې د دښمن يو قوماندان او په کاپيسا ولايت کې د امنيت يو لوړ رتبه کارمند ووژل شول.
د دښمن په ليکو کې د وژنو او ځاني زيانونو پېښې د ” الفتح عملیات ” تر سرليک لاندې کتلای شئ.
د ولسي وګړو وژنې، کړونې او ځورونې:
د مارچ مياشتې په اوږدو کې پر ولسي وګړو د دښمن بريدونه زيات شول، داسي ورځ نه وه چې د مزدورو کابل ادارې ځواکونو د خپلو بهرنيو بادارانو په مرسته ولسي وګړو ته ځاني او مالي زيانونه نه وي اړولي، دلته د يوې نمونې په توګه د ولسي وګړو د وژنو، کړولو او ځورونو ځېنې پېښو يادونه کوو او د داډول پېښو کره شمېره له بشپړو راپورونو سره د اسلامي امارت ويب پاڼې څخه خپرېدونکي ځانګړي راپور کې کتلای شئ.
د ولسي وګړو د زيانونو په لړ کې د مارچ مياشتي پر لومړۍ نېټه د دوشنبې په ورځ په بادغيس ولايت کې د دښمن د هاوان ډزو له امله۱۳ولسي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته، په همدې ورځ په کابل کې هم د مزدورو عسکرو ډزو له امله په يوه کورنۍ کې درې وروڼه په شهادت ورسېدل.
د مارچ پر۵مه د جمې په ورځ په کندهار ولايت کې د مزدورو ځواکونو الوتکو يوه مدرسه باندې يرغل ور وړ چې له امله يې يو شمېر ديني طالبان او د عظيم الشان قرآن حاقظان په شهادت ورسېدل او يوشمېر ځخميان هم شول، په همدې ورځ مزدورو عسکرو په کاپيسا کې د ولسي وګړو۱۵هستوګنځي له منځه يوړل، د مارچ پر۱۱مه د پنجشنبې په ورځ مزدورو عسکرو يوځل بيا په ننګر هار کې يوه مدرسه په نښه کړه چې په ترڅ کې يې لس تنه حافظان په شهادت ورسېدل، د مارچ پر۲۷مه د هفتې په ورځ مزدورو ځواکونو د خوست په صبريو ولسوالۍ کې د ولسي وګړو په ميشت ځايونو بريدونه وکړل او د مېرمنو او ماشومانو په ګډون څو تنه ولسي وګړي يې په شهادت ورسول.
الفتح عملیات:
لکه څرنګه چې مو وړاندې وويل د مارچ مياشتې په اوږدو کې د مجاهدينو بريدونه يورڅه توند شول چې له امله يې دښمن ته د پام وړ ځاني او مالي زيانونه واوښتل، دلته يې څو پېښو ته اشاره کوو:
د مارچ پر۲مه د سې شنبې په ورځ په کاپيسا کې له مجاهدينو سره د جګړې پر مهال۱۹تنه مزدور عسکر ووژل شول، د مارچ ۷مه د يکشنبې ورځ په بلخ کې له مجاهدينو سره د مخامخ جګړې پر مهال د دښمن۱۲تنو عکرو د وژل کېدو شاهده وه، په همدې ورځ د خوست کمپاين ځواکونه پر مجاهدينو د چاپې پر مهال د مجاهدينو له سخت غبرګون سره مخ شول چې په ترڅ کې يې ګڼ شمېر کمپاين عسکر مړه او ژوبل شول،
د مارچ پر۱۱مه د پنجشنبې په ورځ د فارياب ولايت المار ولسوالۍ د مجاهدينو لاس ته ولوېده، په سبا ورځ يې په وردګو ولايت کې د دښمن کمانډو ځواکونه د مجاهدينو تر کلکو بريدونو لاندې راغلل چې په ترڅ کې يې ګڼ افراد مړه او ژوبل شول.
د مارچ پر۲۲مه د دوشنبې په ورځ د لوګر څرخ ولسوالۍ مرکز هم د مجاهدينو لاس ته ولوېد، د مارچ۲۷مه د هفتې ورځ د کندهار داغستان ولسوالۍ د مجاهدينو د سختو بريدونو شاهده وه، ورپسې د مارچ۲۹مه د دوشنبې ورځ په هلمند ولايت کې د دښمن د کمانډويانو عملياتي قطعې مرکز د مجاهدينو تر توندو بريدونو لاندې راغی چې په ترڅ کې يې ګڼ شمېر کمانډويان پکې ووژل شول، د مارچ پر۳۱مه د پنجشنبې په ورځ د دښمن يو بلک هاک چورلکه د پورته کېدو پر مهال د مجاهدينو لخوا له ويشتل کېدو وروسته را نسکوره شوه، په همدې ورځ د هرات شينډنډ ولسوالۍ د ملي امنيت مرکز او قومانداني د مجاهدينو تر تندريزو بريدونو لاندې راغلل.
د سولې خبرې:
د مارچ پر دوهمه د سئ شنبې په ورځ د افغان سولي لپاره د امريکا ځانګړي استازي خليلزاد وويل چې امريکا هيڅکله د دوحې تړون ماتولو اراده نلري، په همدې مهال او په همدې ورځ د امريکا د کانګريس يوه غړي وويل چې خليلزاد په افغانستان کې د اشغالګرو ځواکونو د شتون مودې اوږدولو لپاره د سيمې هېوادونو ته سفر کوي، د مارچ پر۴مه د پنجشنبې په ورځ سپينې ماڼۍ هم \ اعلان وکړ چې امريکا د افغانستان په نا تمامه جګړه کې لازياته ښکېلتيا نه غواړي.
له بل لوري خليلزاد په هېواد کې د ښکېلو اړخونو ترمنځ د يو لنډمهالي او ګډ حکومت طرحه وړاندې کړه چې د اسلامي امارت له لوري رد کړل شوه، اسلامي امارت په دې هکله وويل: لنډمهالي حکومتونه د هېواد د کشالې حل لاره نه ده، له درېيم لوري د مارچ پر۱۱مه د پنجشنبې په ورځ د امريکا دفاع وزير وويل: جوبايډن په پام کې لري خپل ځواکونه له افقانستان څخه وباسي او دغه هېواد نور پرېږدي.
د مارچ پر۱۸مه د پنجشنبې په ورځ د ماسکو ناستې پيل شوه چې پکې د سيمې ښکېلو هېوادونو سربېره د افغان کشالې دواړو لوريو هيئتونو ګډون وکړ، د ناستې په سبا ورځ ښکېلو هېوادونو د ماسکو په ناسته کې يو پرېکړه ليک رامنځته کړ چې پکې ويل شوي: دوی په افغانستان کې د امارت د نظام په کار اچولو سره مخالفت ښيي چې د اسلامي امارت له توند غبرګون سره مخ شو.
خبرداری:
د مارچ پر۱۷مه د چهار شنبې په ورځ وروسته له هغه چې اشغالګرو ځواکونو د مجاهدينو يو مرکز تر هوايي بريد لاندې ونيو اسلامي امارت خبرداری ور کړ چې له دې وروسته د دوحې له تړون څخه هر ډول سرغړونه د جګړې بيا پيل کېدو لامل ګرځېدلای شي چې مسئوليت به يې د اشغالګرو پر غاړه وي، ورپسې د مارچ پر۲۶مه د جمې په ورځ د امريکا جمهور رئيس د نامسئوله او مبهمو څرګندونو په غبرګون کې يوځل بيا اسلامي امارت خبرداری ورکړ چې که امريکا د دوحې تړون سره سم خپل ځواکونه له افغانستان څخه ونه باسي، د اسلامي امارت مجاهدين به يوځل بيا پر اشغالګرو ځواکونو بريدونه پيأ کړي، د مارچ مياشتې په وروستيو کې له افغانستان څخه د ځواکونو ايستلو يا همدلته پاتې کېدلو پر تړاو د امريکا حکومت څو ځله متضادې څرګندونې کړې او د مارچ تر وروستۍ ورځې په دې اړه د امريکا غوڅ دريځ په ډاګه شوی نه دی.
له سپکاوي ډک ليک:
د مارچ پر۷مه د يکشنبې په ورځ رسنيو يو ليک خپور کړ چې پکې تونده ژبه او له سپکاوي ډک ټکي کارول شوي و، ياد ليک د امريکا د بهرنيو چارو نوي وزير اشرفغني ته لېږلی او پکې په دې سربېره چې نوموړي ته يې امرونه کړي خبرداری يې ورکړی چې امريکا له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو پر ستنولو فکر کوي او اشرفغني يې بايد د حل لارو او د سولې مذاکراتو مانع جوړ نشي، د اشرفغني حکومت دغه له سيپکاوي ډک ليک ومانه او په ښکاره يې له هغه سره مخالفت وښود، خو ورسره پر يو مهال يې د دې جسارت ونکړ څو له خپلو بادارانو وپوښتي چې ولي دومره سپک کړل شو؟ !.