افغانستان د ۲۰۲۱ زېږديز کال جنوري په مياشت کې

احمد فارسي يادونه: دغه ليكنه په هغو پېښو مشتمله ده چې په خپله دښمن منلې، خو بايد و وايو چې له دې پرته نور رښتوني جريانونه په ځانگړې دښمن ته د رسېدلو زيانونو احصائيه له لازياتو مالوماتو سره د اسلامي امارت په رسمي سایټ كې كتلای شی. ——————————– نوی۲۰۲۱زېږديز کال د سولې پر هيلو، خو […]

احمد فارسي
يادونه: دغه ليكنه په هغو پېښو مشتمله ده چې په خپله دښمن منلې، خو بايد و وايو چې له دې پرته نور رښتوني جريانونه په ځانگړې دښمن ته د رسېدلو زيانونو احصائيه له لازياتو مالوماتو سره د اسلامي امارت په رسمي سایټ كې كتلای شی.
——————————–
نوی۲۰۲۱زېږديز کال د سولې پر هيلو، خو د امريکا په مکرر ډول ژمنو ماتولو او د کابل مزدوري ادارې پر وحشتونو پيل شو، د دې کال لومړنۍ مياشتي په اوږدو کې پر مزدورو ځواکونو د مجاهدينو بريدونو هم زور واخيست چې په ترڅ کې يې د هغوی ګڼ شمېر کسان مړه او ژوبل شول، په سياسي ډګر کې هم پرمختګونه وشول، په دې مياشت کې د مزدوري ادارې د بېلابېلو غړو تر منځ ناندرۍ هم پراخې شوې، د دې او ځينې نورو پېښو د اړينو جريانونو راپور په لاندې سرليکونو کې لوستلای شئ.
د کورنيو ګوډاګيانو زيانونه:
د جنورۍ مياشتي په اوږدو کې د دښمن سلګونه تنه په جګړو او د مجاهدينو په بريدونو کې ووژل شول، د بېلګې په ډول د دښمن د منځني پوړڅخه د جنورۍ پر لومړۍ نېټه د جمې په ورځ د پخواني اجرائيه رياست سلاکار او په سبا ورځ يې په جلال آباد کې د اربکيانو درې قوماندانان ووژل شول، د جنورۍ پر۷مه د پنجشنبې په ورځ په کابل کې يو نظامي پيلوټ او د هغې په سبا ورځ د هرات غوريان ولسوالۍ امنيه قوماندان په ياد ولايت کې ژوند له لاسه ور کړ، په همدې لړۍ کې د جنورۍ پر۹مه د هفتې په ورځ د تخار ولايت شپږم کنډک قوماندان ووژل شو، د دې پېښي پر سبا په کابل کې د عامې تصدۍ وياند ووژل شو، ورپسې او د جنورۍ پر۱۱مه د دوشنبې په ورځ په کابل کې يو مسلح قوماندان او د جنورۍ پر۱۴مه د پنجشنبې په ورځ د غور په ملي امنيت کې د دې ولايت د شورا وکيل ووژل شو.
د جنورۍ پر۱۷مه د يکشنبې په ورځ په کابل کې دوه ښځېنه قاضيانې ووژل شوې، د جنورۍ پر۱۸مه د دوشنبې په ورځ په لوګر او د هلمند واشير ولسوالۍ په دوو جلا پېښو کې د ملي امنيت دوه کارمندان ووژل شول، د جنورۍ پر۲۱مه د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د شاهين قول اردو يو لوړ رتبه افسر ووژل شو او په سبايې په پمتيا کې د کمانډويانو يو قوماندان ترور شو، د جنورۍ پر۲۲مه د سې شنبې په ورځ د کندز د ولايتي شورا معاوين د ژورو ټپونو له امله ژوند له لاسه ورکړ، د جنورۍ پر۲۹مه د جمې په ورځ په بلخ ولايت کې د کنډک يو قوماندان ووژل شو.
د ولسي وگړو زيانونه او ځورونې:
د جنورۍ پر لومړۍ نېټه د جمې په ورځ په دايکنډي ولايت کې د مزدورو عسکر د ډزو له امله دوه ډاکټران ووژل شول، د جنورۍ پر۷مه د پنجشنبې په ورځ په هلمند ولايت کې د ماشومانو او مېرمنو په ګډون د يوې کورنۍ۹تنه د کورني دښمن د بريدونو په ترڅ کې په شهادت ورسېدل، د جنورۍ پر۱۰مه د يکشنبې په ورځ د نيمروز ولايت کې۱۸تنه ولسي وګړي د کورني مزدور دښمن د بريدونو له امله ووژل شول، د جنورۍ پر۱۱مه د بدخشان ولايت کې د سروزرو بازار ته د مزدورې ادارې عسکرو اور ورته کړ، د جنورۍ پر۱۵مه د جمې په ورځ په خوست ولايت کې د يو ډاکټر په ګډون څلور تنه د کمپاين عسکرو په شهادت ورسول.
د جنورۍ پر۱۹مه د سې شنبې په ورځ د فارياب ولايت کې جنرال دوستم يوځل بيا له خپأو ګلمجمي ملېشو سره د ولسي خلکو پر کورونو يرغل ور وړ او د جنورۍ پر۲۶مه د سې شنبې په ورځ په فراه ولايت کې دېته ورته يو بل جناين کې د کابل مزدوري اردو يو بازار باندې بريد وکړ او ولسي خلکو ته يې زيان واړاوه، د جنورۍ پر۲۸مه د چهار شنبې په ورځپه غزني ولايت کې۸تنه مسافر او په خوست کې دوه تنه ولسي وګړي د دښمن مسخو کسانو له لوري په شهادت ورسول شول.
پورتني ياد شوي موارد يوه بېلگه وه، د ولسي زيانونو كره شمېره او د پېښو بشپړ راپورونه يې د خپل ځانگړي راپور له لاري چې د اسلامي امارت په رسمي ويب سائټ كې خپرېږي كتلای شئ.
له مجاهدينو سره د يو ځای کېدو لړۍ:
د حقائقو درک او له مجاهدينو سره د دښمن د افرادو د يو ځای کېدو اړوند د جنورۍ پر۶مه د چهار شنبې په ورځ اسلامي امارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره د دې مياشتې په اږودو کې د دښمن له۱۳۰۰زياتو کسانو له مجاهدينو سره د يو ځای کېدو خبر ور کړ، ور پسې د جنورۍ پر ۲۱مه د پنجشنبې په ورځ اسلامي امارت د تسليميو د کلني راپور په خپرولو سره خبر ور کړ چې په تېر۲۰۲۰زېږديز کال ورسره د مزدورې ادارې۱۳۰۰۰تنه منسوبين يو ځای شوي دي، په دې لړ کې د جنورۍ پر لومړۍ نېټه د جمې په ورځ په کندهار ولايت کې د دښمن۱۷تنه عسکر او پوليس له مجاهدينو سره يو ځای شول، د جنورۍ پر۱۰مه د يکشنبې په ورځ په تخار ولايت کې د دښمن۵۲تنه له مجاهدينو سره يو ځای شول، د جنورۍ پر۱۸مه د دوشنبې په ورځ په بلخ ولايت کې د مزدورې ادارې له۷۰ تنو زيات منسوبين مجاهدينو ته راغلل او د جنورۍ پر۱۹مه د جمې په ورځ پّ تخار کې يوځل بيا د دښمن۶۰تنه ځواکونه له مجاهدينو سره يو ځای شول.
ورکړل شوي راپورونه ښيي چې په مياشتيني ډول له۱۵۰۰زياتو کسانو په شاوخوا کې د مزدورې ادارې کسان او کارمندان له مجاهدينو سره يو ځای کېږي چې بشپړ نوم لړ يې د مياشتي په پای کې د اسلامي امارت اړوند کمېسيون لخوا خپرېږي.
الفتح عملیات:
لکه څرنګه چې د ليکنې په پېليزه کې مو يادونه وکړه د جنورۍ مياشت کې د مجاهدينو بريدونو زور واخيست، د دې ميشتې په اوږدو کې پر کورنيو مزدور لسګونه لوی او واړه بريدونه تر سره شول چې بشپړ راپورونه يې د اسلامي امارت په رسمي ويبپاڼو کې خپاره شوي او دلته د بېلګې په ډول بريدونو او عملياتو ته تم کېږو.
د جنورۍ پر۲مه د هفتې په ورځ په جلال اباد کې د اربکيانو درې تنه قوماندانان له مجاهدينو سره د جګړې په ترڅ کې ووژل شول، د جنورۍ پر۴مه د دوشنبې په ورځ د کندهار په عملياتي قطعه کې يوه نفوذي عسکر خپل۸تنه ملګري او د هغه پر سبا ورځ يې په غزني کې يو بل نفوذي عسکر هم خپل۷ملګري ووژل.
د جنورۍ پر۷مه د پنجشنبې په ورځ په ارزګان ولايت کې د مزدورې ادارې د ځانګړو ځواکونو پر مرکز سخت بريدونه ترسره شول چې په ترڅ کې يې د دښمن ګڼو افرادو ته سخت زيانونه واوښتل، د جنورۍ پر۱۴مه د پنجشنبې په ورځ په بغلان کې له مجاهدينو سره په مخا مخ نښته کې د دښمن۱۰تنه کمانډويان ووژل شول، په سباورځ کې په کندز کې ۲۴عسکر له مجاهدينو سره په جګړه کې ووژل شول، په همدې ورځ په غزني ولايت کې د کمانډويانو يو مرکز د مجاهدينو د بريدونو شاهد و چې پکې دښمن ته سخت مالي او ځاني زيانونه واوښتل او په همدې ورځ د کندز پامير قول اردو د مجاهدينو د ډرون بريد شاهده وه.
د جنورۍ پر۱۶مه په هرات ولايت کې د نفوذي مجاهد د بريد له امله۱۳تنه پوليس ووژل شول، په همدې ورځ د هلمند ولايت مزدورو سرحدي ځواکونو مرکز او په کندهار کې د دښمن ځانګړو ځواکونو قطعه هم د سختو مالي او ځاني زيانونو شاهدان وه، د جنورۍ پر۱۹مه د سې شنبې په ورځ د کندز ولايت مرکز او برچې ولسوالۍ د مجاهدينو د سختو بريدونو شاهدان و چې په پايله کې يې د دښمن۴۵تنه مزدور عسکر مړه او ژوبل شول، د جنورۍ پر۲۴مه د يکشنبې په ورځ په ننګرهار کې له مجاهدينو سره د جګړې پر مهال لسګونه تنه د دښمن کمانډويان ووژل شول، د جنورۍ پر۲۶مه د سې شنبې په ورځ په کنهار کې د دښمن د کمانډويانو کتار د مجاهدينو تر بريدونو لاندې راغی چې په ترڅ کې يې لسګونه تنه مړه او ژوبل شول، د جنورۍ پر۳۰مه د هفتې په ورځ په ننګرهار کې د دښمن يو مهم مرکز د مجاهدينو تر بريدونو لاندې راغی چې پکې دښمن ته يې سخت ځاني او مالي زيانونه واوښتل.
د سولي تړون:
د جنورۍ پر۴مه د دوشنبې په ورځ اسلامي امارت د مجاهدينو پر ليکو د اشغالګر دښمن د هوايي بريدونو په غبرګون کې دښمن د دوحې له تړون څخه سرغړونو او د هغو ناوړه عواقبو ته متوجې کړ، له بل لوري د جنورۍ پر۲۹مه د جمعې په ورځ د امريکا دفاع وزارت (پنټاګون) وويل طالبان پر خپلو ژمنو عمل نکوي، دا هغه دروغ ادعا وه چې اسلامي امارت بې بنسټه وګڼله، خو د جګړې په ډګر کې د جنورۍ پر۴مه د دوشنبې په ورځ په لوګر ولايت کې امريکايي اشغالګرو له يوې لويې قرارګا څخه پښې سپکي کړې، د جنورۍ پر۲۰مه د چهار شنبې په ورځ د بايډن ادارې لخوا د امريکا د باندېنيو چارو وزارت ته نوماند اعلان وکړ چې دوی غواړي په افغانستان کې جګړه پآی ته ورسوي او خپل ځواکونه امريکاته ستانه کړي، د جنورۍ پر۲۸مه د پنجشنبې په ورځ همدې نوماند وزير خبر ور کړ چې د سولې خبرو په برخه کې د خليلزاد رول مهم دی چې له امله به يې هغه د امريکا د باندېنيو چارو د وزارت په استازولۍ پاتې شي، د جنورۍ پر۳۰ مه د هفتې په ورځ سپينې ماڼۍ په يو اعلان کې وويل چې د امريکا نوی جمهور رئيس بائډن هم له افغانستان څخه د ځواکونو ايستلو ته ژمن دی.
د کابل مزدوره اداره کې د ناندريو لړۍ:
د کابل مزدورې اداې بېلابېلو برخو او ارګانو ترمنځ ناندرۍ په اوج کې دي او هره شېبه د دې مخ پر زوال ادارې د چاودېدو، ماتې او خپل منځي ټکر امکان شته، د جنورۍ پر۶مه د چهار شنبې په ورځ غني پارلمان ته وويل چې د حکومت واګي په لاس کې اخيستو هڅه دې نکوي، د همدې ناندريو له امله د جنورۍ پر۲مه د هفتې په ورځ د ننګرهار والي او د جنورۍ پر۲۳مه د هفتې ورځ د ماليې وزير ارغنديوال له خپلو دندو ګوښه کړل شول، د جنورۍ په مياشت کې د ارګ او پارلمان ترمنځ سخته رسنيزه جګړه او د۱۴۰۰ ش کال د بودجې پر سر ناندرۍ يوه تر ټولو توده موضوع وه، پارلمان ارګ د جګړې پر پراخولو، د سولې سبوتاژ او پر غلاو او فساد تورنوي، ها خوا بيا ارګ په ورته غبرګون کې پارلمان او د پارلمان غړي د يادې بودجې د تصويبولو پر سر پر غلا او رشوت طلبۍ توررنوي، د هغو وزيرانو پر وزارتونو پاتې کېدو هم د پارلمان او ارګ ترمنځ واټن ايجاد کړی چې له پارلمان څخه د تائيد رايې اخيستو پرته ارګ وزارتونه ورکړي.
غل له خورجين سره:
د جنورۍ پر۲۲مه د جمې په ورځ په يوه خبري ناسته کې انجنير ګلبدين حکمتيار خبر ور کړ چې د ناپېژانده او بې نښانه الوتکو له لارې د نغدو ډالرو او د افغانستان سره زرو ايستل دوام لري، د همدې خبر په تائيد د جنورۍ پر۲۴مه د امريکا د څار ادارې (سيګار) هم له کابل ادارې وغوښتل چې د کابل هوايي ډګر له لارې د ډالرو د قاچاق مخه ونيسي، د پارلمان ځينې تش پر نوم وکيلانو هم ادعا کړې چې له يو عربي هېواد څخه دېته ورته يو شکايت اشرفغني ترلاسه کړی، پکې د هغه ښځې ته په غبرګون کې ويل شوي چې نور غلا کړي ډالر د ياد هېواد له لارې ونه لېږدوي.
ګوښه شوي ماليې وزير ارغنديوال هم يوې خبري ناستې ته وويل چې د هېواد مالياتو او عوائدو ته د ارګ نږدې کسانو د لاس وړلو د مخنيوي له وجې له دندې ګوښه شو.