افغانستان د ۲۰۲۰ زېږديز كال په سپتمبر مياشت كې

احمد فارسی يادونه: دغه ليكنه په هغو پېښو مشتمله ده چې په خپله دښمن منلې، خو بايد و وايو چې له دې پرته نور رښتوني جريانونه په ځانگړې كورني او بهرني دښمن ته د رسېدلو زيانونو احصائيه له لازياتو مالوماتو سره د اسلامي امارت په رسمي سائټ كې كتلای شی. ——————————– د ۲۰۲۰زېږديز كال سپتمبر […]

احمد فارسی

يادونه: دغه ليكنه په هغو پېښو مشتمله ده چې په خپله دښمن منلې، خو بايد و وايو چې له دې پرته نور رښتوني جريانونه په ځانگړې كورني او بهرني دښمن ته د رسېدلو زيانونو احصائيه له لازياتو مالوماتو سره د اسلامي امارت په رسمي سائټ كې كتلای شی.

——————————–

د ۲۰۲۰زېږديز كال سپتمبر مياشت په مهمو پېښو مشتمله وه، په دې مياشت كې مجاهدينو د څو ولسواليو پر مركزونو د كنترول ور هاخوا په نظامي ميدان كې زياتې لاسته راوړنې لرلې، سياسي جگړې هم په دې مياشت كې په نوي پړاو مشتمل و، د سپتمبر مياشتې مهمې پېښي او لاسته راوړنې د لاندې سرليكونو په ذيل كې كتلای شی.

د كورنيو مزدورانو زيانونه:

د سپتمبر پر لومړۍ نېټه د سې شنبې په ورځ د تخار ولايت كې يو نظامي هيل كوپتر نسكور شو، پر همدې ورځ د كندهار ارغستان ولوسل=الۍ د ملي أمنيت مدير د مجاهدينو له لوري ووژل شو، ورپسې د سپتمبر پر۵مه د هفتې په ورځ پّ سمنگان ولايت كې د دښمن يوې بې بيلوټه الوتكې سقوط وكړ، پر همدې ورځ د كابل هوايي ميدان د ټولي قوماندان هم په كابل ښار كې د نامالومه وسولوالو له لوري ووژل شو، د سپتمبر پر۷مه د دوشنبې په ورځ د زابل شهر صفا ولسوالۍ أمنيه قوماندان د څو ورځي وړاندي ټپونو له أمله ژوند له لاسه ور كړ، پر همدې ورځ د كندز په ولايت كې د دښمن يوه كشپي الوتكه د مجاهدينو له لوري را نسكوره شوه او د كونړ غازي اباد ولسوالۍ د أمنيت مدير هم له مجاهدينو سره په مخامخ جگړه كې ووژل شو، د سپتمبر پر۱۶مه د پّ كابل كې د ملي أمنيت ډگروال ووژل ترور شو، د سپتمبر پر۱۹مه د هفتې ورځ د پكتيا د ولايتي شورا د مرستيال، د پكتيكا د أمنيت آمر او د يوسف خېلو ولسوالۍ د اجرائيه مدير د وژل كېدو شاهده وه.

د سپتمبر۲۴مه د پنجشنبې په ورځ بغلان ولايت كې د نظامي عملياتو پر مهال د مزدوري ادارې دفاع وزارت اړوند يو هليكوپتر را وغورځول شو، د سپتمبر پر۲۶مه د هفتې په ورځ د بدخشان ولايت كې يو أربكي قوماندان له مجاهدينو سره په مخامخ جگړه كې ووژل شو، د سپتمبر پر۲۸مه د دوشنبې په ورځ د مزدوري ادارې كمانډويانو د كابل هوايي ميدان يو نظامي افسر په خپل كور كې وواژه او د سپتمبر پر۳۰مه د چهار شنبې په ورځ د بدخشان ولايت كوهستان ولسوالۍ أمنيه قوماندان ووژل شو.

د سپتمبر بشپړي مياشتې په اوږدو كې د مزدوري ادارې د وژل شويو عسكرو كره شمېره په لاس كې نلرو، خو د هري مياشتي په اوږدو كې د زرگونه تنو د وژل كېدو خبر ور كول كېږي.

د ولسي وگړو زيانونه او ځورونې:

د سپتمبر پر۶مه د يكشنبې په ورځ د مزدوري ادارې الوتكو په فارياب ولايت كې يو جمات او يو اسلامي مركز بمبار كړل، پر همدې ورځ د ننگرهار ولايت كې د يوې كورنۍ۵تنه ماشومان د مزدورو عسكرو د توپ د ډزو له أمله شهيدان شول، د سپتمبر پر۸مه د سې شنبې په ورځ د كندز ولايت كې څلور تنه نور ولسي هېوادوال د دښمن پر ډزو شهيدان شول، د سپتمبر ۹مه د چهار شنبې ورځ په غزني ولايت كې د دښمن له لوري پر يوه مدرسه د هوايي بريد شاهده وه، د سپتمبر۱۱مه د جمې ورځ په لوگر كې د اشغالگرو د الوتكو د ولسي خلكو پر كورونو د بمبار شاهده وه چې په ترڅ كې يې يو شمېر وگړو ته مالي او ځاني زيانونه واوښتل، د دې په سبا ورځ په بغلان ولايت كې د مزدوري ادارې الوتكو سخت بريدونه ترسره كړل، د سپتمبر پر۱۲مه د هفتې ورځ چې په دوحه كې د بين الأفغاني ناستې لومړۍ ناسته هم وه پّ غزني ولايت كې د دښمن الوتكو پر څلور ماشومانو ډزي وكړې او شهيدان يې كړل، د دې پر سبا ورځ هم د كندهار او بغلان ولايتونه د دښمن له لوري په ولسي خلكو او كورونو د بريدونو شاهده وه.

د سپتمبر پر۱۹مه د هفتې په ورځ په كندز كې لسگونه تنه ولسي وگړي د كابل مزدوري ادارې د وحشيانه بريدونو په ترڅ كې مړه او ژوبل شول، د دې پېښي په سبا ورځ د سمنگان ولايت كې درې ولسي وگړي او په كابل كې دوه مېرمني د مزدورو ځواكونو له لوري په شهادت ورسول شول، د سپتمبر پر۲۲مه دسې شنبې په ورځ د ننگر ولايت كې د اربكيانو رېنجر موټر څلور ماشومان لاندي او په شهادت يې ورسول.

پورتني ياد شوي موارد د مظلوم او بېوزله ولس پر وړاندې د كابل مزدوري ادارې د عسكرو د وحشتونو يوه بېلگه وه، ولسي زيانونو كره شمېره او د پېښو تفصيلونه يې په خپل ځانگړي راپور له لاري چې د اسلامي امارت په رسمي ويب سائټ كې خپرېږي كتلای شئ.

له مجاهدينو سره د پيوستون لړۍ:

د امريكا او اسلامي امارت ترمنځ د سولي تړون له لاسليك را وروسته له مجاهدينو سره د مزدوري ادارې د عسكرو او كارمندانو د پيوستون لړۍ تونده شوې، په پای كې د دا ډول جريانونو يوه بېلگه وړاندې كوو:

د سپتمبر پر۶مه د يكشنبې په ورځ د يوې اعلاميې له لاري اسلامي امارت په تېره يوه مياشت كې له مجاهدينو سره له۱۰۰۰څخه زياتو عسكرو او كار مندانو د پيوستون خبر وركړ، پر همدې ورځ په غزني ولايت كې۶عسكر له وسلو سره مجاهدينو ته تسليم شول او د سپتمبر پر۱۱د جمې په ورځ په نورستان ولايت كې۱۴تنه مزدور عسكر له مجاهدينو سره يو ځای شول.

د سپتمبر پر۱۵مه د سې شنبې په ورځ په بلخ ولايت كې د دښمن۶۱عسكر مجاهدينو ته تسليم شول، ورپسې د سپتمبر پر۱۷مه د پنجشنبې په ورځ په بدخشان او بغلان ولايتونو كې د مزدوري ادارې۱۸عسكر او كارمندان او په سبا ورځ يې په زابل او بادغيس ولايتونو كې۲۰تنه نور له مجاهدينو سره يوځای شول، د سپتمبر پر۲۰مه د يكشنبې په ورځ په ميدان وردگ او دايكندي ولايتونو لسگونه تنه شيعه اتباعو په بېلابېلو ناستو كې له اسلامي امارت څخه خپل ملاتړ اعلان كړ، د سپتمبر پر۲۳مه د چهار شنبې په ورځ په بغلان كې۲۲تنه او د هغې په سبا په پكتيا ولايت كې۱۱تنه مزدور عسكر له مجاهدينو سره يو ځای شول، د سپتمبر پر۲۶مه د هفتې په ورځ په بدخشان ولايت كې۶۳تنه مزدور عسكر او د دې په سبا ورځ په پكتيا ولايت كې۸تنه نور له مجاهدينو سره يو ځای شول، د سپتمبر پر۲۹مه د هفتې په ورځ بغلان ولايت كې۳۳تنه د مزدوري ادارې عسكر اوپه ميدان وردگ ولايت كې۳۰تنه نور شيعه مذهبه نظاميان له مجاهدينو سره يو ځای شول.

الفتح عملیات:

د سپتمبر مياشت د كابل پر مزدوره اداره د مجاهدينو له لوري د لسگونه لويو او وړو بريدونو شاهده وه، د بېلگې په ډول: د سپتمبر پر اومړۍ نيټه  د سې شنبې په ورځ  د اسلامي امارت مجاهدينو په پكتيا ولايت كې د مركز په محافظتي قطعه بريد وكړ چې په ترڅ كې يې دښمن ته دروند زيان واوښت، يادې قطعې له پكتيا څخه نورو ولايتونو ته د تللو لويو لارو د ساتنې دنده درلوده، د سپتمبر پر۷مه د دوشنبې په ورځ د غزني ولايت د مجاهدينو د سختو بريدونو شاهد و چې په ترڅ كې يې د دښمن۷كمانډو ځواكونو ژوند له لاسه ور كړ.

د سپتمبر پر۸مه د سې شنبې په ورځ د اسلامي امارت مجاهدينو خبر ور كړ چې د پنجشېر ولايت په ابشار سيمه كې يې د مزدوري ادارې څو پوستې له منځه وړې دي، په سپتمبر مياشت كې د پنجشېر ولايت د مجاهدينو د څو حملو شاهد و، د سپتمبر پر……..؟؟؟د پنجشنبې په ورځ په كندهار ولايت كې د پوليسو يو مهم مركز د يو بوټر بم عملياتو لاندې راغی چې په ترڅ كې يې گڼ شمېر پوليس ووژل شول.

د سپتمبر پر۲۱مه د دوشنبې په ورځ د اسلامي امارت مجاهدينو د باميان ولايت په بېلابېلو ساحو كې خپل پراخ بريدونه پيل كړل چې په ترڅ كې يې دښمن ته سخت زيانونه واوښتل، د سپتمبر پر۲۷مه ذ يكشنبې په ورځ يوځل بيا په باميان ولايت كې د دښمن په بېلابېلو مركزونو د مجاهدينو بريدونو زور واخيست چې په ترڅ كې يې د څلور تنه كمانډويانو په گډون د دښمن گڼ شمېر عسكر مړه او ژوبل شول او د سپتمبر پر۳۰مه د چهار شنبې په ورځ د بغلان ولايت فرنگ ولسوالۍ د مجاهدينو لاس ته ولوېده.

بین الافغانی مذاكرات:

د سپتمبر پر۵مه اسلامي امارت شيخ الحديث مولوي عبدالحكيم صاحب حفظه الله د مذاكراتي ټيم د مشر په توگه و ټاكه او د سپتمبر پر۱۲مه د هفتې په ورځ د قطر هيواد په دوحه كې د بين الأفغاني مذاكراتو لومړۍ ناسته ترسره شوه چې د دې راپور تر ليكلو دوام لري.

د اشغالگرو وتل:

د سپتمبر پر۸مه د سې شنبې په ورځ رسنيو خبر وركړ چې أمريكايان د هرات ولايت شينډنډ هوايي ميدان څخه ووتل، ورپسې د سپتمبر پر۹مه د چهار شنبې په ورځ ټرمپ يوځل بيا په افغانستان كې د خپلو پوځيانو پر كمولو ټينگار وكړ، د دې پر سبا ورځ په كابل كې اشغالگرو ځواكونو اعلان وكړ چې د را روان نومبر مياشتې تر لومړيو به د خپلو پوځيانو شمېر۴۵۰۰ته راټيټوي، د سپتمبر پر۱۱مه د جمې په ورځ د أمريكا خارجه وزير مايك پمپيو وويل چې كه طالبان خپلي ژمني عملي كړي خپل ټول ځواكونه به وباسو او د سپتمبر پر۱۴مه د كروشيا هيواد ځواكونه بشپړ له افغانستانه ووتل.