افغانستان د۲۰۲۰زېږديز کال د نومبر په مياشت کې

احمد فارسي يادونه: دغه ليكنه په هغو پېښو مشتمله ده چې په خپله دښمن منلې، خو بايد و وايو چې له دې پرته نور رښتوني جريانونه په ځانگړې كورني او بهرني دښمن ته د رسېدلو زيانونو احصائيه له لازياتو مالوماتو سره د اسلامي امارت په رسمي سائټ كې كتلای شی. ——————————– د ۲۰۲۰زېږديز كال نومبر […]

احمد فارسي

يادونه: دغه ليكنه په هغو پېښو مشتمله ده چې په خپله دښمن منلې، خو بايد و وايو چې له دې پرته نور رښتوني جريانونه په ځانگړې كورني او بهرني دښمن ته د رسېدلو زيانونو احصائيه له لازياتو مالوماتو سره د اسلامي امارت په رسمي سائټ كې كتلای شی.

——————————–

د ۲۰۲۰زېږديز كال نومبر مياشت د ولسواليو او د دښمن د مرکزونو فتحه کېدو، له مجاهدينو سره د عسکرو او پوليسو د يو ځای کېدو، د دښمن په ليکو کې د زيانونو او نورو پېښو له مخې اړين جريانونه له ځان سره لرل چې را پور يې په لاندې سرليکونو کې لوستلای شئ.

د کورنيو مزدورانو زيانونه او تلفات:

د نومبر مياشتي پر لومړۍ نېټه د يکشنبې په ورځ په کابل کې د تخار د سرحدي لواء قوماندان او په سبارورځ يې د ميدان وردګو ولايت نظامي څارنوال ووژل شول، ورپسې د نومبر پر ۵مه د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د کمانډويانو يو قوماندان ترور شو، د نومبر مياشتي۷مه د هفتې ورځ د بلخ ولايت کې د يو اربکي قوماندان د وژل کېدو شاهده وه، پر سبا ورځ يې په کابل کې د دفاع وزارت اړوند د پېژند يو افسر، په هزات ولايت کې يو څارنوال او په پکتيکا کې د همدې ولايت د ضربتي ځواکونو قوماندان ووژل شول، په همدې ورځ په يو نفوذي بريد کې د فراه ولايت پشترود ولسوالۍ امنيه قوماندان هم ووېل شو.

د کورني دښمن په ليکو د زيانونو په لړ کې د نومبر مياشتي پر۱۴مه د جمې په ورځ په کابل کې د بلخ ولايت د سرحدي لواء درېيم کنډک مشر او يو د کمانډويانو قوماندان ووژل شول، د نومبر مياشتي پر۱۸مه د چهار شنبې په ورځ په فارياب ولايت کې د دوستم يو جګړه مار قوماندان ووژل شو، پر سبا ورځ يې د بدخشان په درواز سيمه کې يو قوماندان له خپلو۲۱تنه پوليسو سره ووژل شو، د نومبر پر۲۰مه د جمې په ورځ په مرکزي بغلان کې هم يو قوماندان له ګڼ شمېر ملګرو سره ووژل شو، د نوبر پر۲۶مه د پنجشنبې په ورځ د بلخ په مزار شريف ښار کې د اربکيانو يو قوماندان ووژل شو، د نومبر پر ۲۸مه د هفتې په ورځ په کابل ښار کې د مزدوري ادارې ادوه برحاله قاضيان ووژل شول او د نومبر پر۳۰مه د دوشنبې په ورځ د ۲۰۷ظفر قول اردو يو لوړ رتبه افسر او د هرات اوبې ولسوالۍ امنيه قوماندان ووژل شول.

د نوبر پر۱۱مه د چهار شنبې په ورځ په ننګرهار کې د دښمن دوو هليکوپترو او په هرات کې جنګي يوه جيټ الوتکه را وغورځېده، د دښمن د زيانونو او تلفاتو کره شمېره له دې څو برابره لوړه ده، دلته مو يواځي لوړو او ميانه تلفاتو او لويو زيانونو ته اشاره وکړه.

  د ولسي وگړو زيانونه او ځورونې:

د بېوزله ولسي وګړو زيانونه او ځورونې په تېر پسي په نومبر کې هم روانې وې، د مزدورو عسکرو او تالی څټو پوليسو د دې وحشت او ظلم په لړ کې د نومبر پر۲مه د دوشنبې په ورځ په خوست ولايت کې د مزدورو ځواکونو د شپنيو عملياتو په ترڅ کې۴تنه ولسي وګړي په شهادت ورسېدل، پّ سباورځ يې په کندز ولايت کې د مزدورو ځواکونو د ډزو له أمله د يوې کورنۍ ۵تنه په شهادت ورسېدل، په همدې ورځ د پکتيکا ولايت هم د مزدورو عسکرو او پوليسو له لوري د دريو تنو ولسي وګړو د شهادت شاهد و، د نومبر پر۸مه د يکشنبې په ورځ غزني ولايت کې د مزدورو عسکرو د هاوان بريد کې د يوې کورنۍ۵تنه ووژل شول، د نومبر پر۱۸مه د چهار شنبې په ورځ په کندز ولايت کې د مزدورو عسکرو لخوا۱۲تنه ولسي وګړي ووژل شول.

ور پسې د نومبر پر۲۲مه د يکشنبې په ورځ د دايکنډي ولايت کې د کورنيو مزدوررانو د هوايي بريد له امله د ماشومانو او مېرمنو په ګډون۵تنه ووژل شول، د نومبر پء۲۷مه د جمې په ورځ په بادغيس ولايت کې د مزدورو ځواکونو د هوايي بريدونو پر مهال د يوې کورنۍ۱۳تنه په شهادت ورسېدل.

پورتني ياد شوي موارد د مظلوم او بېوزله ولس پر وړاندې د كابل مزدوري ادارې د عسكرو د وحشتونو يوه بېلگه وه، د ولسي زيانونو كره شمېره او د پېښو تفصيلونه يې د خپل ځانگړي راپور له لاري چې د اسلامي امارت په رسمي ويب سائټ كې خپرېږي كتلای شئ.

له مجاهدينو سره د پيوستون لړۍ:

د نومبر پر۱۶مه د دوشنبې په ورځ اسلامي امارت خبر ور کړ چې په تېره يوه مياشت کې ورسره د دښمن۱۵۰۰تنه عسکر يو ځای شوي، د پيوستون په همدې لړۍ کې د نومبر پر لومړۍ نېټه د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې د کابل مزدوري ادارې اړوند۵۰تنه له خپلو وسلو او د جګړې له لوازمو سره مجاهدينو ته تسليم شول، ورپسې د نومبر پر۳مه د سې شنبې په ورځ د هلمند په دهراود ولسوالۍ کې د دښمن۲۷تنه له مجاهدينو سره يو ځای شول، د نومبر پء۶مه د جمې په ورځ په بلخ ولايت کې د مزدوري ادارې ۶۵تنه له مجاهدينو سره يو ځای شول، د نومبر پر۱۸مه د يکشنبې په ورځ په ارزګان ولايت کې د کابل ادارې۸۲تنه مسلح له مجاهدينو سره يو ځای شول.

د نومبر پر۱۱مه د چهار شنبې په ورځ په هلمند کې د کابل ادارې۲۰تنه افراد له مجاهدينو سره يو ځای شول، د نومبر پر۱۵مه د هفتې په ورځ په لغمان ولايت کې د دښمن۱۰تنه عسکر له مجاهدينو سره يو ځای شول، د نومبر پر۱۸مه د چهار شنبې په ورځ په کندهار کې۷۰تنه مزدور عسکر مجاهدينو ته تسليم شول، د نومبر پر۲۹مه د يکشنبې په ورځ په ننګرهار کې۱۵تنه، په ارزګان کې۲۲تنه او په بلخ کې نور لسګونه تنه مزدور عسکر له مجاهدينو سره يو ځای شول.

په مياشتيني ډول د مزدورې ادارې له۱۵۰۰څخه زيات افراد او کارمندان له مجاهدينو سره يو ځای کېږي چې بشپړ نوم لړ يې د مياشتي په پای کې د اسلامي امارت اړوند کمېسيون لخوا خپرېږي.

الفتح عملیات:

د نومبر لومړۍ نېټه د يکشنبې ورځ په تخار کې پر کماڼدو ځواکونو د مجاهدينو له لوري خونړيو بريدونو شاهده وه چې په ترڅ کې يې ګڼ شمېر ياد کمانډويان مړه او ژوبل شول، د نومبر پر۳مه د سې شنبې په ورځ مجاهدينو د کندز پر سرحدي ځواکونو سخت بريدونه وکړل چې له امله يې دښمن له سختو زيانونو سره مخ شو، پر سبا ورځ يې د اسلامي امارت مجاهدينو په کندز کې د دښمن د يوه مرکز چې د ولسي خلکو د ځورونې لامل ګرځېدلی وه له ويجاړولو خبر ور کړ، د نومبر۹مه د دوشنبې ورځ په کندهار کې د سرحدي پوليسو پر کنډک د يو موټربم شاهده وه چې په ترڅ کې يې شاوخواه۵۰تنه پوليس مړه او ژوبل شول، د نومبر پر۱۳مه د جمې په ورځ مجاهدينو په کندز کې د دښمن د توپچي کنډک د ويجاوړولو څخه خبر ور کړ، پر همدې ورځ د ارزګان دهرادود ستراتېژيکه ولسوالۍ هم د مجاهدينو لاس ته ولوېده، ورپسې د نومبر پر۱۶مه د کندز دشت ارچي ولسوالۍ بازار د مجاهدينو له لوري فتحه شو، د نومبر پر۲۹مه د يکشنبې په ورځ په غزني کې يو کنډک تر موټربم بريد لاندې راغی چې په ترڅ کې يې د دښمن شاوخوا۵۰تنه مړه او ژوبل شول.

د نومبر مياشتي په اوږدو کې پر دې سربېره پر کورنيو مزدورانو لسګونه نور لوی او واړه بريدونه ترسره شول چې بشپړ راپورونه يې پر خپل وخت د اسلامي امارت په رسمي ويب پاڼه نشر شوي دي.

د بهرنيو ځواکونو د وتو لړۍ:

د نومبر پر۱۷مه د سې شنبې په ورځ يو ځل بيا د ناټو سازمان د خپلو ځواکونو د ايستلو خبر ور کړ، په خبر کې ويل شوي چې هيڅ يو هيواد په افغانستان کې د اوږدې مودې لپاره پاتې کېدل نه غواړي، ورسره هممهاله دغه تېريګر سازمان د ټاکلې دورې تر پايه د ځواکونو د پاتې کېدو خبر هم ور کړ، پر سبا ورځ يې پنټاګون هم د يو اعلان له مخې وويل چې د ۲۰۲۱ زېږديز کال جنوري تر مياشتي به د خپلو ځواکونو شمېر۲۵۰۰ته را ټيټ کړي، د نومبر پر۱۹مه د پنجشنبې په ورځ برتانياهم په يو اعلان کې وويل چې د امريکا پر پله به ګام ږدي، د نومبر پر۲۵مه د چهار شنبې په ورځ جرمني هم له کندز څخه د خپلو ځواکونو وتلو اعلان وکړ، د نومبر پر۲۸مه د هفتې په ورځ رسنيو د هيواد په بېلابېلو سيمو او ولايتونو کې د اشغالګرو د۵اډو د تړل کېدو خبر ور کړ.

له دې پرلپسې اعلانونو وروسته ارګ له وارخطايي وارخطايي سره مخ او په خپلو څرګندونو کې د امريکا او ناټو مرستو ته اړتيا ښکاروي.