یرغلګرو لاسپوڅي ځواک ته یوازې وژل او ځورول ښودلي دي؟!!

 یرغلګرې امریکا او ناټو د افغانستان د امنیتي ځواک تر عنوان لاندې یوه ډله اوباشان راټول کړي، او د ملي اردو او محلي پولیسو نوم یې ورکړیدی، او دا کار د خپل دیارلس کلن ناروا یرغل یوه لویه لاسته راوړنه ګڼي. نوموړی ځواک د خپلو دیني ارزښتونو او ملي ویاړونو ته د ژمنیتا او دهغو […]

 یرغلګرې امریکا او ناټو د افغانستان د امنیتي ځواک تر عنوان لاندې یوه ډله اوباشان راټول کړي، او د ملي اردو او محلي پولیسو نوم یې ورکړیدی، او دا کار د خپل دیارلس کلن ناروا یرغل یوه لویه لاسته راوړنه ګڼي.

نوموړی ځواک د خپلو دیني ارزښتونو او ملي ویاړونو ته د ژمنیتا او دهغو دساتلو په انګیزه نه جوړ شوی او نه روزل شوی، نه د خپلې خاوري او خپلواکۍ د ژغورلو د هوډ په نیت تشکیل شوی دی،  او نه هم په دې تشکیل کې زموږ د هیواد اقتصادي توان په نظر کې نیول شوی،  ښکاره خبره ده چې زموږ هیواد دومره وس نه لري چې د څلور سوه زرو کسانو معاشات، وسلې، البسه، اعاشه او اباته تهیه کړي، بلکې د ټول هیواد بودیجه د دغو مصارفو نیمایې برخه هم نشي پوره کولی. دا هم واضح حقیقت دی چې په نړۍ کې هیڅوک نه دي حاضر چې د الله جل جلاله د رضا لپاره زموږ سره په دې هکله مرسته وکړي، دا یوازې یرغلګر دي چې د خپلو استعماري اهدافو لپاره دومره زیات مصارف کولی شي، له دې نه په ډاګه جوتېږي چې دا مزدور ځواک په حقیقت کې د اشغالګرو د اهدافو دتحقق او دافغان ولس د محتاج ساتلو په خاطر رامینځته شوی دی.

بل لوی مصیبت دادی چې دغه اجرتي ځواک ته یې هېڅ علمي او اخلاقي تربیه نده ورکړي؛ ځکه داسي کسان یې پکښې راټول کړیدي چې له جګړې پرته نور څه نه پیژني، اکثریت یې  زورواکان، پخواني جنګسالاران، کمونیستان او بې بندوباره کسان دي، دغه ځواک نه کوم نظم او دسپلین لري او نه هم د بهرني یرغل په وړاندي د مقابلې توان او مورال لري، هغوی ته یې یوازي د وسلو د کارولو او د خپلو خلکو د ویرولو تعلیم ورکړی دی، د افغانانو د وژلو او ځورولو داسې لارې چارې یې ورښودلې دي چې د بشر له حقوقو او اسلامي اخلاقو سره سمون نلري.

له کومي ورځي چې یرغلګرو د خپل جګړییز ماموریت د پایته رسیدلو دروغژن اعلان کړی له هغې ورځې نوموړي مزدور ځواک په جنګي جنایتونو لاس پوري کړیدی، د ودونو خوشحالۍ یې په ویر بدلې کړې، خلک یې په ساړه ژمي کې د خپلو کورونو پریښودلو ته اړ کړل، په ځینو سیمو کې یې د لمونځ کوونکو پر مخ د مسجدنو دروازې وتړلې، د غریبو ملکي خلکو کورونه یې وسوځول او داسي نور بیشمیره جنایتونه یې وکړل چې د یرغلګرو د وحشت او ظلم هغه دیارلس کلن دردونکي او غملړلی داستان یې له مظلوم ولس نه هیر کړ.

د بېلګې په توګه د فاریاب وروستۍ پیښه یادولی شو، چې د ۲۰۱۵م کال د فرورۍ په لومړۍ نیټه رامینځته شوه، د راپورونو له مخي د دغه ناولي ځواک لخوا د قیصار ولسوالۍ د نهرین سیمي تر دوه سوه زیات ولسي کورونه وسوځول شول او د یوې ښځي او ماشوم په شمول څلور کسان پکښې شهیدان شول، په داسي حال کې چې نه یې چا مرسته وکړه او نه یې چا اواز واورید. او نه رسنیو په دې اړه غږ پورته کړ.

د افغانستان اسلامي امارت له خپل مجاهد ولس څخه هیله کوي چې د یرغلګرو دا وروستنۍ دسیسه هم شنډه کړي، هر قوم او هره کورنۍ د خپل دروند مسؤولیت له مخې چې د اسلام سپیڅلي دین او افغان پاکې خاوري په وړاندي یې لري خپلو بچیانو ته د یرغلګرو ناوړه اهداف روښانه کړي او د خپلو سیمو ځوانان له دې مزدور پوځ، پولیسو او اربکیانو د لیکو نه راوباسي، تر څو د دنیا او آخرت له ذلت او رسوایي څخه ځان وژغوري.