کتاب او سنت ته راګرځیدل د اسلامي امت لپاره د نجات ذریعه ده

د اونۍ تبصره/  ټول وینو چې اسلامي امت د بهرنیو مداخلو او کورنیو فتنو له امله د حیرانونکي تراژیدۍ سره مخ دی، مسلمانان په احزابو او ډلو ویشل شوي دي، ډیری اسلامي هیوادونه په یو شکل د اشکالو په جګړو کې راګیر دي، د ولسونو او ټولنو ژوند د ژور بحران سره لاس او ګریوان […]

د اونۍ تبصره/

 ټول وینو چې اسلامي امت د بهرنیو مداخلو او کورنیو فتنو له امله د حیرانونکي تراژیدۍ سره مخ دی، مسلمانان په احزابو او ډلو ویشل شوي دي، ډیری اسلامي هیوادونه په یو شکل د اشکالو په جګړو کې راګیر دي، د ولسونو او ټولنو ژوند د ژور بحران سره لاس او ګریوان دی، اقتصاد یې ورځ تر بلي کمزورۍ کیږي، د بیکارۍ کچه لوړیږي، د تعلیم سطحه راټیټیږي، ټولنیز جوړښتونه تر پوښتنو لاندي راغلي دي، کلتوري ارزښتونه پردي کیږي او داسي نور بیشمیره کړاونه!!.

په داسي وخت کې چې د فکري تشتت او جغرافیایې تجزیې له امله د اسلامي امت موجوده حالت د زغم نه وتلی او د بي مفهومه قومي، تنظیمي او منطقوي تعصب له امله د خپلمینځي تفاهم دروازي تړلي ښکاري اړینه ده چې هر وګړی، هره ټولنه او هر ملت د مسلمانانو د ذات البیني اصلاح او سولې لپاره لاس په کار شي او د خپل توان سره سم د امت مسلمه د نجات لپاره په اخلاص خوځښت پیل کړي، د موجوده دردونکو پیښو او حوادثو فشار ته تسلیم نشي، ځکه د اسلام په قاموس کې یأس او ناهیلي ځای نلري. {إِنَّهُ لا يَيْأَسُ مِنْ رَوْحِ اللَّهِ إِلاَّ الْقَوْمُ الكَافِرُونَ} (يوسف ۸۷).

اسلامي امت د نجات، بري او پرمختګ زیات امکانات لري، د اسلامي ټولنو سره داسي علمي او فکري اصول شته چې د پلي کولو سره سم یې په اتوماتیک ډول امن ، استقرار او سوله راځي:

د الله جل جلاله د کتاب او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنت اتباع او په خپل ژوند کې د دواړو د لارښوونو او احکامو پیاده کول د اسلامي ټولنو د نجات ذریعه ده، نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایې: (تَرَكْتُ فِيكُمْ أَمْرَيْنِ لَنْ تَضِلُّوا مَا تَمَسَّكْتُمْ  بِهِمَا: كِتَابَ اللهِ وَسُنَّةَ نَبِيِّهِ) رواه الامام مالك في الموطأ.

د خلکو په مینځ کې د رایې او فکر اختلاف یوه طبیعي او فطري پدیده ده، مګر د خپلمینځي اختلاف د حل لپاره مونږ ته لارښوونه شوې چې قرآن کریم او نبوي احادیثو ته یې عرض کړو کوم نظر چې د کتاب او سنت موافق وي یوازي هغه باید ومنل شي: ﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا أَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ وَأُولِي الْأَمْرِ مِنْكُمْ فَإِنْ تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللَّهِ وَالرَّسُولِ إِنْ كُنْتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآَخِرِ ذَلِكَ خَيْرٌ وَأَحْسَنُ تَأْوِيلاً﴾ (النساء- ۵۹)

دا هم شوني ده چې اختلافات داسي حد ته ورسي چې د تعصب یا جهل یا د بهرنیو مداخلو له کبله جګړي رامینځته شي په دغه وخت کې بیا نورو مصلحینو مؤمنانو، علماء کرامو او د فکر او نظر خاوندانو ته د ذات البیني اصلاح مسؤولیت راګرځي: {إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ فَأَصْلِحُوا بَيْنَ أَخَوَيْكُمْ ۚ وَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ } (الحجرات- ۱۰).

   څو خویونه دي چې په اسلام کې منعه شویدي او غالبا د غیر منطقي یا د غیر سالم اختلاف سبب ګرځي: ۱- کبر: لویې او د حق نه منل یا خپله هره خبره او هر حرکت د کاڼي کرښه بلل او نورو ته په سپک نظر کتل، ۲- عجب: خپل ځان او خپل عمل تر هرچا او د هرچا تر عمل ښه ګڼل، ۳- قدرت طلبي: د غلبي حاصلولو لپاره د خلکو سم کارونه غلط تعبیرول یا د خارجیانو سره تړونونه امضا کول، ۴- بد ګماني: بیځایه تهمتونه او د هر مسلمان کردار ته د شک په سترګه کتل، ۵- حقد: کینه د نورو سره په زړه کې دښمني ساتل، او داسي نور .. دا د مصیبتونو جرړې تشکیلوي.

مونږ ټول مؤمنان سره وروڼه یو، ټول یو حزب یو، مساوي حقوق لرو، د خپلو وروڼو سره تواضع د انبیاؤ علیهم السلام سنت دی {وَاخْفِضْ جَنَاحَكَ لِلْمُؤْمِنِينَ} (الحجر- ۸۸)، د خپلو وروڼو په مقابل کې دشرعي  ضرورت پرته باید سلاح او زور استعمال نکړو، د خپلو داخلي اختلافاتو په وجه بهرنۍ قواوې طلب نکړو او نه خپلي فیصلي هغوی ته حواله کړو، بلکې پکار ده چې خپل اختلافات د تفاهم له لاري حل کړو او د {رُحَمَاءُ بَيْنَهُمْ} په اساس د خپلو وروڼو په وړاندي زغم، صبر او نرمي وښیو. والله الموفق