له اسلامي امارت سره پیوستون یو بل ښه زیری

  د اونۍ تبصره: په داسې حال کې چې د شل کلن اشغال د پای ته رسیدو او جګړې د ختمیدو په مقصد په دوحه کې شوې موافقه قدم په قدم عملي کیږي او د بندیانود خلاصون لړۍ جریان لري، یو بل ښه زیری چې په راتلونکې کې د نزاع او داخلي کشمکش په مخنیوي […]

 

د اونۍ تبصره:
په داسې حال کې چې د شل کلن اشغال د پای ته رسیدو او جګړې د ختمیدو په مقصد په دوحه کې شوې موافقه قدم په قدم عملي کیږي او د بندیانود خلاصون لړۍ جریان لري، یو بل ښه زیری چې په راتلونکې کې د نزاع او داخلي کشمکش په مخنیوي کې مفید واقع کیدلای شي له مقابل صف څخه د اسلامي امارت اړخ ته د عسکرو او بیلابیلو نظامي کارمندانو راتلل دي چې په دې وروستیو کې دغه لړۍ د پخوا په پرتله تونده شوې ده.
په وروستیو څو ورځو کې په بلخ، پکتیا، لوګر، بغلان او ګڼو نورو ولایاتو کې ډلې ډلې عسکر، اربکیان او د اردو او نورو ادارو کارمندانو د حقائقو په درک سره له مخالفت لاس اخیستی او د اسلامي امارت له مجاهدینو سره یو ځای شوي دي.
اسلامي امارت چې له وړاندې یې له مخالفت لاس اخیستونکو عسکرو ته عفو اعلان کړې، د دغو کسانو په راتګ سره یې د هغوی تود او مخلصانه هرکلی کړی، هغوی ته یې د وروڼو په شان مینه ورکړې، په غاړه کې یې ورته ګلونه اچولي، د پخوانۍ دښمنۍ څخه صرف نظر یې عادي ژوند ته د هغوی د راګرځیدو لپاره ټول امکانات په کار اچولي او په خپل کلي، کور او سیمه کې یې د سر او مال له امن سره د عزتمن ژوند زمینه ورته برابره کړې ده.
دا ځکه ښه پرمختګ دی چې یوه اسلامي او سوله ییز افغانستان ته د رسیدو لپاره یو مهم شرط دا دی چې باید دغه کسان د بل په اشاره د خپل مسلمان ورور په وړاندې له هغې دښمنۍ لاس واخلي چې هم د اسلام له اساساتو سره په ټکر کې ده او هم عقلا او وجدانا هیڅ توجیه او دلیل نه لري.
متأسفانه په تیرو شلو کلونو کې زموږ یو شمیر ځوانان د پردیو اشغالګرو په تبلیغاتو او دروغجنو وعدو وغولیدل، د خپل هیواد په اشغال کې د پردیو اشرباڼي شول، د خپل ولس د کورونو په ورانولو او د خپلو مسلمانو وروڼو په وژلو کې یې د پردو ملګرتیا وکړه. په داسې حال کې چې اسلامي امارت دوی ته همیشه د عفوې او اخلاص غیږ پرانیستې وه او دوی یې دې ته هڅول چې د پردیو د ناروا اهدافو لپاره له جنګېدو لاس واخلي.
خو دا چې د دوه لسیزو له تیریدو وروسته خصوصا په وروستیو څو میاشتو کې ډیر حقائق روښانه شوي، د اسلامي امارت حقانیت د لمر غوندې ځلیدلی دی او زموږ مسلمان ولس له یوې ویاړمنې او تاریخي مبارزې وروسته د بشپړ استقلال او سوله ییز اسلامي نظام پر خوا ګامونه اخلي. دا چې په دې حالاتو کې زموږ منحرف شوی وروڼه خپل کور او اصلي مسیر ته راګرځي ډیر د خوښۍ او امید زیری یې بللی شو.
اسلامي امارت د هیواد او ولس نیکمرغي، آرامي او پرمختګ په خپلمنځي پیوستون، یووالي او درګذر کې ویني. نو ځکه یې د همدې لپاره د دعوت او ارشاد په نوم ځانګړی کمیسیون جوړ کړی دی چې د هیواد په ټولو ولایاتو کې فعالیت لري.
دغه راز یو ځل بیا په مقابل صف کې ولاړو ټولو عسکرو او کارمندانو غږ کوو چې راځئ نور د پردیو په وسله او مشوره خپل مسلمان هیوادوال مه وژنئ له مخالفت لاس واخلئ او د سولې په پیل شوې پروسې کې مخلصانه ونډه واخلئ.