د کابل اداره د جنګ دوام ته بهانې جوړوي

د اونۍ تبصره: تېره اونۍ چې په کابل او ننګرهار کې کوم بوږنوونکي جنایات ترسره شول نو ټولې نړۍ او هیوادوالو ولیدل چې جنایات د چا لخوا ترسره شول؟ مسؤلیت یې چا ومانه او په غبرګون کې یې د کابل ادارې څرنګه اصلي عاملین تبرئه کړل او پرته له کوم موجه دلیل یوازې د سولې […]

د اونۍ تبصره:

تېره اونۍ چې په کابل او ننګرهار کې کوم بوږنوونکي جنایات ترسره شول نو ټولې نړۍ او هیوادوالو ولیدل چې جنایات د چا لخوا ترسره شول؟ مسؤلیت یې چا ومانه او په غبرګون کې یې د کابل ادارې څرنګه اصلي عاملین تبرئه کړل او پرته له کوم موجه دلیل یوازې د سولې پروسې د تخریب په مقصد یې د اسلامي امارت پر خلاف د جګړې اعلان وکړ.
افغان ولس او ټول نړیوال د دې وضعیت شاهدان دي. دوی ویني چې د کابل اداره په څومره سپین سترګۍ د جنګ د دوام لپاره بهانې تراشي او په نا موجهو او غیر معقولو دلائلو سره هڅه کوي د سولې پیل شوې پروسه له خنډ او ځنډ سره مخامخ کړي.
افغان ولس باید دا هر څه په یاد ولري، تر څو په راتلونکې کې ملامت او سلامت معلوم وي. ملت او تاریخ باید په یاد ولري چې په تیره اونۍ کې په کابل او ننګرهار کې جنایات د هغه داعش لخوا ترسره شول چې د کابل ادارې له استخباراتو سره تړاو لري خو بالمقابل اتهام پرته له سند او ثبوت څخه په اسلامي امارت ولګول شو او د ارګ چارواکو رسما د جنګ د تازه کولو اعلان وکړ.
د ارګ چارواکي چې د سولې د پروسې په تعمیل کې پرلپسې تاخیر او تعلل کوي. د بندیانو د تبادلې پروسه پرمختګ ته نه پریږدي او په مکرر ډول خنډونه ایجادوي. د سولې لپاره معلومه طرحه او پلاوی نه لري، کله د سرو کرښو په اعلان سره د سولې په وړاندې خنډونه ایجادوي او کله نورې مختلفې بهانې کوي. اما کله چې د جنګ د دوام بهانه په لاس ورشي بیا په یوه ورځ کې د نظامي تصمیم ګیرۍ ټول مراحل طی او د یوې نامعقولې بهانې په اساس د جګړې اعلان کوي.
د جګړې په اعلان کې عجله او د سولې په اړه زړه نازړه توب ثابتوي چې د افغان ولس په وژلو، بمبارولو، ځورولو او د ملي شتمنیو په غصب روږدي اجیران خپله بقا په جګړه کې ویني. دوی د همدې حالت دوام غواړي چې بهرني باداران ورته پیسې، وسلې او ډول ډول جنګي وسائل ورکړي تر څو یې دوی په دې مظلوم ولس وازمويي. د خپل ولس په وژلو ځانونه جنرالان او مارشالان کړي. خپلې سرمایې زیاتې کړي او د غلامۍ په اجوره مستۍ او هوسونه وکړي.
که دوی دا فکر کړي وي چې د جګړې له لارې به خپل پایښت تضمین او بریا ته ورسیږي نو باید پوه شي چې په دې هیواد کې د اشغالګرو ګوډاګیانو کله هم هم د بقاء چانس نه دی موندلی. نو ځکه په کار ده چې د مسلمان ولس سوله خوښې داعیه ومني او په جګړه ټینګار ونه کړي.
د افغانستان اسلامي امارت چې همیشه یې د سوله ییز حل ملاتړ کړی او په دې مسیر کې یې له امریکایي اشغالګرو سره د مذاکراتو په ترسره کولو د حساب وړ ګامونه اخیستي. د کابل ادارې ته هم دا پیغام لري چې د جګړو د اعلان په ځای د سولې ټاکل شوې تګلاره عملي کړي. او که د کابل اداره په جګړه ټینګار کوي اسلامي امارت په نظامي برخه کې هم بشپړ احضارات لري اود الله تعالی په نصرت به دښمن ته په هر ډګر عبرتناک درسونه ورکړي.