د توافقنامې تطبیق د ټولو په ګټه دی

د اونۍ تبصره: څو ورځې وړاندې د نیکمرغه کوچني اختر په مناسبت د اسلامي امارت د زعیم امیر المؤمنین شیخ هبة الله اخندزاده صاحب پیغام خپور شو. په دې پیغام کې د افغانستان او روان جهاد اړوند د بیلابیلو موضوعاتو په اړه د اسلامي امارت رسمي مواقف روښانه شوي وو. د امیر المؤمنین پیغام چې […]

د اونۍ تبصره:

څو ورځې وړاندې د نیکمرغه کوچني اختر په مناسبت د اسلامي امارت د زعیم امیر المؤمنین شیخ هبة الله اخندزاده صاحب پیغام خپور شو. په دې پیغام کې د افغانستان او روان جهاد اړوند د بیلابیلو موضوعاتو په اړه د اسلامي امارت رسمي مواقف روښانه شوي وو. د امیر المؤمنین پیغام چې هر کال د اخترونو په مناسبت خپریږي له رسنیو علاوه په ولسي کچه هم په ډیر اهتمام ورته کتل کیږي او د هیواد په ټولو سیمو کې په ښارګوټو، کلیو، مساجدو، تعلیمي ادارو او ولسي غونډو کې په پراخه کچه توزیع کیږي.
سره له دې چې په دې پيغام کې د بیلابیلو سیاسي، نظامي او ټولنیزو موضوعاتو په اړه د اسلامي امارت رسمي مواقف څرګند شوي وو. اما یوه برخه چې ډیر اهمیت یې درلود د افغانستان د روان بحراني حالت د خاتمې لپاره د امیر المؤمنین طرح وه چې ښکیل اړخونه یې په تعمیل سره یوه حل ته رسیدلای شي.
د امیر المؤمنین په پیغام کې لولو:
د امریکا له متحده ایالاتو سره د تاریخي توافقنامې لاسلیکول او په نتیجه کې یې د اشغال خاتمه د اسلامي‌امارت او ټول افغان مجاهد ولس لپاره یوه ستره بریا ګڼل کیږي او که په صادقانه ډول عملي شي د ټولو جهتونو په ګټه ده، اسلامي امارت له امریکا سره لاسلیک کړې توافقنامې ته ژمن دی، له مقابل جهت څخه هم غواړي چې پخپلو ژمنو کلک ودریږي او پرینږدې چې دا حیاتي فرصت ضایع شي، د یادې توافقنامې عملي کیدل، کولای شي چې زموږ د هېواد او امریکا لپاره د جګړې د پای ته رسېدو او په هېواد کې د سولې د راتګ او اسلامي نظام د پلي کولو لپاره ښه وسیله وګرځي.
د امریکا چارواکو ته وایم، چاته باید اجازه ورنکړئ چې زموږ او ستاسو ترمینځ شوې توافقنامه چې په نړیواله کچه منل شوې، له خنډ، ځنډ او بالاخره له ناکامۍ او ماتې سره مخ کړي، په دغه توافقنامه کې هر څه په واضحه توګه لیکل شوي او د دواړو ملتونو په ګټه او د ستونزو د هوارۍ لپاره یو ښه چوکاټ جوړوي، چې باید په بشپړه توګه عملي شي، راځئ چې د همدې توافقنامې په تعمیل کې مخ ته لاړ شو ترڅو ستاسو د قواوو وتلو او په افغانستان او سیمه کې سولې او آرامۍ ته لاره هواره شي)
د اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیر المؤمنین د پیغام دې پارګراف ته که دقیق نظر وکړو، نو معلومه خبره ده چې د بحران د پای ته رسیدو تر ټولو مناسبه، عادلانه او منطقي حل لاره په کې نغښتې ده. داسې حل لاره چې په تعمیل سره یې هیڅ لوری هم زیان نه برداشتوي، بلکې نفع ترلاسه کوي.
اسلامي امارت چې د دوحې توافق لیک د افغانستان د موضوع د حل کیلي ګڼي او له همدې امله یې یاد توافق لیک ته بشپړ تعهد ساتلی دی، هیله لري چې د امریکا د متحده ایالاتو چارواکي به هم د دې توافق لیک د اهمیت په درک سره په هغه پابند پاته شي او له مشخص شوي زماني چوکاټ سره سم به ټول مسائل مرحله په مرحله عملا اجراء شي.
د کوچني اختر په ورځو کې د اوربند اعلان د دې څرګندوی دی چې اسلامي امارت د مسائلو د سوله ییز حل په برخه کې حسن نیت لري او نه غواړي تشنج زیات شي. هیله ده چې مقابل لوری به هم د مسائلو د حل په اړه خپل مسؤلیت اداء او په دې لاره کې پراته خنډونه به له منځه یوسي.