د بندیانو موضوع او نوې بهانې

د اونۍ تبصره:  په قطر کې د افغانستان د موضوع د حل په موخه د شوې توافقنامې یوه مهمه برخه د بین الافغاني مذاکراتو پيل دی چې د مخکني شرط په حیث یې د بندیانو د تبادلې موضوع هم یاده شوې ده. په تیرو څو میاشتو کې له مکررو خنډونو سره سره دغه تبادله تر […]

د اونۍ تبصره: 

په قطر کې د افغانستان د موضوع د حل په موخه د شوې توافقنامې یوه مهمه برخه د بین الافغاني مذاکراتو پيل دی چې د مخکني شرط په حیث یې د بندیانو د تبادلې موضوع هم یاده شوې ده. په تیرو څو میاشتو کې له مکررو خنډونو سره سره دغه تبادله تر ډیره حده ترسره شوه اما په دې وروستیو کې د کابل ادارې چارواکو یو ځل بیا د تبادلې د تکمیل په لار کې د خنډونو ایجادولو ته ملا تړلې ده.
د تیرې سه شنبې په ورځ د کابل ادارې د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر یوې خبري ناستې ته وویل چې د کابل اداره ځکه پاتې سلګونه تنه بندیان نه آزادوي چې د ده په خبره اصلا نړیواله ټولنه د دې بندیانو له خلاصون سره توافق نه لري.
د اتمر دا خبره د هغو بهانو له جملې وروستۍ بهانه ده چې د بندیانو د تبادلې په پروسه کې د خنډ ایجادولو په موخه یې د ارګ چارواکي مطرح کوي. دوی تر دې وړاندې ویل چې دغه بندیان د بهرنیو هیوادونو اتباع دي. کله به یې دا بهانه کوله چې هغوی په قاچاق او اختطافونو کې لاس درلود. خو چې کله یې هغه ټولې بهانې غلطې او بې اساسه ثابتې شوې نو اوس وایي چې نړیواله ټولنه د دې بندیانو له خلاصون سره توافق نه لري.
د کابل ادارې چارواکي په داسې حال کې دا بهانه یادوي چې تر اوسه هیڅ نه دي لیدل شوي چې د نړۍ کوم هیواد یا سازمان دې د بندیانو د خلاصون سره مخالفت ښودلی وي. بلکې په کار هم نه ده چې نړیواله ټولنه له هغې پروسې سره مخالفت وکړي چې زموږ هیواد د نزاع د حل او سولې خوا ته بیایي. واضح حقیقت دا دی چې په قطر کې شوې توافقنامه د ملل متحد په شمول د اکثرو هیوادونو لخوا تائید شوې او هرکلی یې شوی دی. دا چې په افغانستان کې د موضوع حل د هیواد او نړۍ په ګټه دی نو ځکه په کار ده چې ټول اړخونه د دې پروسې د بریا په برخه کې خپل تسهیلي همکارۍ وکړي نه دا چې په وړاندې یې خنډونه ایجاد کړي.
د افغانستان اسلامي امارت یو ځل بیا ټینګار کوي چې مقابل جانب باید د توافقنامې د تطبیق په برخه کې خپل مسؤلیتونه درک او ترسره کړي. په دې برخه کې د بندیانو د تبادلې تکمیل یوه له مهمو او اساسي موضوعاتو څخه دی. له دې علاوه له تړون څخه هغه سرغړونې هم باید ودرول شي چې په وروستیو ورځو کې یې پیښې زیاتې شوي دي.
د کابل ادارې چارواکې که واقعا بین الافغاني مذاکرات غواړي نو باید د بندیانو د تبادلې د پروسې په تکمیل کې خپل مسؤلیت ترسره کړي. دوی هغه کار چې سبا یې کوي باید نن یې ترسره کړي ځکه په دې برخه کې بې ځایه تعلل او بهانه جویي یوازې د دوی سوله ضد ماهیت بربنډوي او په وړاندې یې د ولس د حساسیت کچه لوړوي.