د افغانستان قضیه په بمبارونو نه حل کیږي

د اونۍ تبصره: په داسې حال کې چې له امریکایي اړخ سره د اشغال د خاتمې تړون امضاء شوی او په داخلي کچه هم بین الافغاني مذاکرات جریان لري. د سولې او جوړجاړي په دې فضاء کې یو ځل بیا د امریکایي بمبارونو د ډیرښت خبر ورکول کیږي. د دوحې د تړون له مخې امریکایان […]

د اونۍ تبصره:

په داسې حال کې چې له امریکایي اړخ سره د اشغال د خاتمې تړون امضاء شوی او په داخلي کچه هم بین الافغاني مذاکرات جریان لري. د سولې او جوړجاړي په دې فضاء کې یو ځل بیا د امریکایي بمبارونو د ډیرښت خبر ورکول کیږي.
د دوحې د تړون له مخې امریکایان مکلف دي چې بې مورده بمبارونه، ډرون حملې، شپني عملیات او نور جګړه ییز فعالیتونه پای ته ورسوي. خو د اسلامي امارت ویاند ښاغلي قاري محمد یوسف احمدي څو ورځې وړاندې خبر ورکړ چې امریکایانو د هیواد په ځینو سیمو کې له جګړه ییز حالت پرته د بې پیلوټه الوتکو بریدونه ترسره کړي دي، چې دا د دوحې له توافقنامې څخه ښکاره سرغړونه ده.
امریکایي پوځ چې تېر نولس کاله یې په افغانستان کې د بمبارونو لړۍ جاري ساتلې او په دې سلسله کې یې له B52 الوتکو بیا تر مختلف النوع جنګي طیارو، څرخکو او بې پيلوټو الوتکو پورې د خپل هوایي ځواک ټول توان ازمویلی دی او د کیمیاوي او نورو ممنوعه وسلو په شمول یې د مرګ ژوبلې بیلابیل ابزار زموږ په هیواد او ولس اورولي، خو له دې ټولو خواریو سره سره یې هیڅ کومه د پام وړ نتیجه نه ده ترلاسه کړې. له دې اوږدو او ناکامو تجربو وروسته باید دې نتیجې ته رسیدلي وي چې بمبارونه د حل لاره نه ده او د افغانستان قضیه د بمبار او الوتکو په زور نه حل کیږي.
هغه هوایي بریدونه چې د دوحې له تړون سره په تناقض کې وي، پرته له دې چې د افغانستان په قضیه کې د امریکایي اړخ ملامتیا برجسته کړي بله نتیجه نه لري. د دا ډول تخلفاتو تکرار به نړۍ ته ثابته کړي چې امریکایي اړخ خپلو کړیو تعهداتو ته ژمنتیا نه لري او دا ډول تأثر به د امریکایي چارواکو لپاره په افغانستان کې له نظامي او سیاسي ناکامۍ وروسته یوه بله اخلاقي ماته وي چې دوی به نړۍ ته د وعده خلاف جهت په حیث ورمعرفي کړي.
اسلامي امارت د دوحې توافقنامه د دواړو جهتونو لپاره یوه لاسته راوړنه او د حل فرصت ګڼي. دا فرصت باید ضائع نه شي او د ساتلو او تقویې لپاره یې ټول اړخونه باید خپل مسؤلیتونه ترسره کړي. اسلامي امارت په امریکایي اړخ یو ځل بیا غږ کوي چې د دوحې له تړون څخه تخلف د هیچا د په ګټه نه دی نو ځکه باید تکراریدونکو تخلفاتو ته د پای ټکی کیږدي.
موږ باور لرو لکه څنګه چې په تیرو نولس کلونو کې د اشغالګرو بیلابیلې جنګي ستراتیژۍ زموږ د مؤمن ولس د برحقې مبارزې او د استقلال غوښتنې د داعیې په وړاندې خنډ نه شول اوس هم د اشغال د خاتمې او سولې په وړاندې خنډ جوړونکي جهتونه نه شي کولای په جنګ غوښتونکو اقداماتو سره زموږ د ولس د ارادې په وړاندې مانع جوړ شي.
اسلامي امارت په ټولو هغو اړخونو چې په افغانستان کې سوله غواړي غږ کوي چې د دوحې له تړون څخه د امریکایي تخلفاتو موضوع جدي ونیسي او د توافقنامې د تطبیق څارنه وکړي. اسلامي امارت په دې برخه کې خپلو اخلاقي اصولو ته په پام سره بشپړ مسؤلانه چلند کوي او مقابل اړخ هم ورته مسؤلیت پذیرۍ ته رابولي.