د اسلامي امارت پراخیدونکې اړیکي

د اونۍ تبصره: د قطر هیواد په پلازمینه دوحه کې که له یوې خوا د بین الافغاني مذاکراتو پروسه پیل شوې ده. ورسره د اسلامي امارت سیاسي استازي د بیلابیلو هیوادونو له سیاسي چارواکو او نړیوالو ټولنو له استازو سره لیدنې کتنې هم ترسره کوي. که څه هم د اسلامي امارت د سیاسي استازو لخوا […]

د اونۍ تبصره:

د قطر هیواد په پلازمینه دوحه کې که له یوې خوا د بین الافغاني مذاکراتو پروسه پیل شوې ده. ورسره د اسلامي امارت سیاسي استازي د بیلابیلو هیوادونو له سیاسي چارواکو او نړیوالو ټولنو له استازو سره لیدنې کتنې هم ترسره کوي.

که څه هم د اسلامي امارت د سیاسي استازو لخوا د سیمې او نړۍ له هیوادونو سره د لیدنو کتنو او سیاسي سفرونو لړۍ له څو کاله پخوا پیل شوې چې په لړ کې یې د اسلامي امارت استازو بیلابیلو هیوادونو ته سفرونه کړي، په نړیوالو کانفرانسونو کې یې ګډون کړی او د افغان ولس برحقه داعیه یې د نړیوالو غوږونو ته رسولې ده. اما د بین الافغاني مذاکراتو له پيل سره دغه سلسله یو ځل بیا تانده شوې ده.

د اسلامي امارت لپاره له نړیوالو خصوصا د اسلامي هیوادونو له استازو سره لیدنې کتنې ځکه ډیر اهمیت لري چې له اوس څخه ۱۹ کاله وړاندې په افغانستان له بهرني یرغل وروسته له اسلامي امارت څخه د سیاسي تبارز او د خپل موقف د اعلان ټول حقوق واخیستل شول. تقریبا یوه نیمه لسیزه نړیواله میډیا د اسلامي امارت پر ضد په یو اړخیزو تبلیغاتو بوخته وه. د اسلامي امارت خلاف یې مختلف النوع پروپاګند کاوه او زموږ په اړه یې ناسم او تحریف شوي معلومات خپرول.

دې یو اړخیز پروپاګند د اسلامي امارت په اړه ډیری ذهنیتونه لارورکي وکړل. حتی د اسلامي نړۍ ټولنو او مطرحو شخصیتونو ته یې اسلامي امارت د یوې باغي او په اصطلاح غیر قانوني ډلګۍ په حیث ورمعرفي کړ. حال دا چې اسلامي امارت د افغان مجاهد ولس استازی ځواک دی او د یو بشپړ ملت د ارزوګانو نمایندګي کوي.

څو ورځې وړاندې چې د اسلامي امارت استازو په دوحه کې د دیني علماوو د نړیوال سازمان له مشر او استازو سره کتنه ترسره کړه، په باور سره ویلی شو چې په دې کتنې سره به د اسلامي امارت په اړه د اسلامي نړۍ د علماء کرامو ډيرې هغه پوښتنې ځواب شوې او هغه شکوک ازاله شوي وي چې له له تیرو دوو لسیزو راهیسې یې درلودل.

د مجلس صمیمانه او له اخلاصه ډکه فضاء د دې شاهده وه چې اسلامي امارت هیڅ داسې څه نه لري چې په اړه یې د نړۍ مسلمانان او علمي ټولنې اندیښمنې شي. یوازینۍ ستونزه دا ده چې د نړیوالو اسلامي ټولنو او اسلامي امارت ترمنځ د غلطو تبلیغاتو یو لوی دیوال ولاړ دی. که چیرې دغه دیوال د مخامخ لیدنو کتنو په واسطه له منځه لاړ شي، نو ورسره به هغه ناسم پوهاوی هم ختم شي چې دغه ټولنې یې د اسلامي امارت په اړه لري.

دې ته په پام سره دا یو فرصت دی چې باید دواړه اړخونه ترې استفاده وکړي. اسلامي امارت باید خپل برحقه داعیه د نړۍ تر هر ځای او هرې ټولنې ورسوي، بالمقابل د نړۍ بیلابیل هیوادونه، ټولنې، خصوصا هغه علمي بنسټونه چې د مسلمانانو د یووالي او پرمختګ په برخه کې فعال دي، باید له اسلامي امارت سره مخامخ او همیشني روابط ولري. خپلې د خیر مشورې له اسلامي امارت سره شریکې کړي، د اسلامي امارت کړنې په مخلصانه ډول نقد کړي او د ستونزو په رفع کولو کې ورسره صادقانه همکاري وکړي.