د اخلاقي فساد ډیرښت او د ښاریانو اندیښنې

د اونۍ تبصره: تېره جمعه رسنیو راپور ورکړ چې په پلازمینه کابل کې یوازې په همدې یوه ورځ اوه تنه ځوانان د نشه یي موادو د ډیر استعمال له امله مړه شوي دي. د مړو شویو له جملې د یوې ښځې او درې ځوانانو جسدونه له یوه کانتینر څخه ترلاسه شوي دي. دا په داسې […]

د اونۍ تبصره:

تېره جمعه رسنیو راپور ورکړ چې په پلازمینه کابل کې یوازې په همدې یوه ورځ اوه تنه ځوانان د نشه یي موادو د ډیر استعمال له امله مړه شوي دي. د مړو شویو له جملې د یوې ښځې او درې ځوانانو جسدونه له یوه کانتینر څخه ترلاسه شوي دي. دا په داسې حال کې چې څه موده وړاندې د یوه خصوصي ټیلویزیون د مشر جسد هم په همداسې حال کې موندل شوی وو.
په هره ټولنه او ښار کې معمولا جرائم موجود وي، اما د کابل ادارې تر واک لاندې سیمو کې د اخلاقي فساد اوجرائمو نوعیت خورا بېل او انديښمنوونکی دی. زموږ شریفو هیوادوالو پخوا کله هم د اخلاقي فساد داسې بوږنوونکې پیښې نه وې لیدلې. هغه څه چې د کابل ادارې تر واک لاندې سیمو کې په ورځني ډول پیښیږي پخوا په کلونو کې هم نه پیښیدې.
له اخلاقي فساد څخه علاوه نور جرائم لکه غلا، قتل، اختطاف وغیره هم دومره زیات شوي چې د کابل او نورو ښارونو اوسیدونکي یې په جدي ډول اندیښمن کړي دي.
که راشو د دغو بدمرغیو عواملو ته، نو تر ټولو ستر عامل یې شاید د یوه عادلانه اسلامي نظام نه شتون وي. په ټولنه کې اصلاح د چارواکو یا اولوالامر له اصلاح څخه پیلیږي. هره ټولنه د خپلو چارواکو تابع وي. د عربي ژبې مشهور قول دی چې ( الناس علی دین ملوکهم) خلک د خپلو چارواکو په طریقه روان وي. دا چې زموږ په هیواد د ۱۹ کلن اشغال له امله پردي اجیران، غله، داړماران او په اخلاقي فساد ککړ خلک حاکمان شوي دي، نو ځکه دغو جرائمو ټولنې ته هم نفوذ کړی دی چې اوس یې زموږ ولس په خاص ډول د ښارونو اوسیدونکي له سترو ستونزو سره مخامخ کړي دي.
د دې جرائمو کچه تر هغه څو برابره زیاته ده چې رسنیو ته یې خبرونه راوځي. رسنۍ ځکه په دې موضوع ډیر تمرکز نه کوي چې د کابل ادارې بدرنګي په کې راځي. له نورو سترو زیانونو علاوه د ځوان نسل بې لارې او خودسري د اشغال او حاکم فساد یو له هغو فجائعو څخه دي چې زموږ ولس به تر ډیره وخته ترې رنځیږي.
د دغو ستونزو او بدمرغیو یوازینی علاج دا دی چې په هیواد کې یو عادل او صالح اسلامي نظام حاکم شي. ټولنه د اسلامي شریعت په انوارو منوره شي. ځوانان د اسلامي تعلیم او تربیې له نعمت څخه مستفید شي. حکومت داري،فرهنګ، اقتصاد، رسنۍ او ټولې چارې په اسلامي طریقه برابرې شي. موږ باور لرو چې د ټولنې اصلاح یوازې په اسلامي نظام راتلای شي او په دې برخه کې د اسلامي امت د یوه ستر رهبر امام مالک رحمه الله دا خبره د کاڼي کرښه ده چې فرمایي: لن یصلح آخر هذه الأمة الا بما صلح به أولها… د دې امت آخر یوازې په هغه څه اصلاح کیدلای شي په څه چې د امت اول اصلاح شوی و. د امت اول په شریعت او د اسلامي احکامو په رعایت اصلاح شوی و.
د افغانستان اسلامي امارت ځکه په اسلامي نظام ټینګار لري چې په شریعت کې دنیوي او اخروي سعادت نغښتی دی. د ټولو ستونزو حل دی او له روانو غمیزو، فاجعو، فسادونو او بدرنګیو څخه د خلاصون یوازینۍ لاره ده.