اشغالګر د سولي په وړاندې خنډونه جوړوي (د اوونۍ تبصره)

د امریکا متحدو ایالتونو نوي دفاع وزیر ” اشتن کارتر” له ټاکل کیدو دوې ورځې وروسته په بیړه افغانستان  ته  رامنډه کړه او د شنبې په ورځ (۲۱ فبروري ۲۰۱۵م) د هیواد پلازمېني کابل ته له شومو عزائمو سره په یو ناڅاپي سفر راورسید، نوموړي لا پخوا د کانګرس په غونډو کې زموږ د معزز […]

د امریکا متحدو ایالتونو نوي دفاع وزیر اشتن کارترله ټاکل کیدو دوې ورځې وروسته په بیړه افغانستان  ته  رامنډه کړه او د شنبې په ورځ (۲۱ فبروري ۲۰۱۵م) د هیواد پلازمېني کابل ته له شومو عزائمو سره په یو ناڅاپي سفر راورسید، نوموړي لا پخوا د کانګرس په غونډو کې زموږ د معزز ملت په اړوند د خپل شوم پلان او بد نیت څرګندونې کړې وې، کوم څه چې زموږ ګران هیواد د څو نورو کلونو لپاره د اور په لمبو کې وسوځوي.

نوموړي د یکشنبې په ورځ د ګډې اداري له مشر مامور اشرف غني سره په مطبوعاتي ګډ کنفرانس کې اعلان وکړ چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو پر پلان له سره غور کوي، دا ډول څرګندونې په حقیقت کې د افغان ستونزې د هواري پر مخ کلکه او درنه څیپړه ده، او د امریکا حکومت همیشنی عادت دی چې دافغانستان د ستونزې د هواري هڅي، سبوتاژ کوي او په خلاف یې داسې څرګندونې کوي چې سوله په نطفه کې خنثی کړي.

ښکاره حقیقت دی چې امریکا په افغانستان کې هیڅ ثابت دریځ نلري، پلانونه او استراتیجۍ یې د دائمي تزلزل په حال کې دي، څو کلونه مخکښې به هغوی مکررا او تاکیدا ویل چې د ۲۰۱۴م کال د دسمبر د میاشتي په ۳۱مه نیټه به د امریکا او ناتو پوځیان په مکمل ډول د افغانستان څخه وځي او واک به افغانانو ته سپارل کیږي، کله چې هغه نیټه رانیږدي شوه نو د مکملې انخلاء استراتیجي تغیر شوه او د محاربوي یا جګړییز فعالیت د پایته رسیدلو مفهوم یې ځای ونیو، او په یوه او بله بهانه یې د وتلو نیټه د دوو نورو کلنو لپاره وځنډوله.

د ۲۰۱۴م کال د دسمبر په وروستیو ورځو کې امریکایې جنرالانو د یو لړ مراسمو په ترځ کې د جګړییزو فعالیتونو د اختتام اعلان وکړ، د اشغالګرو سیاسي کړیو همزمان په ټینګار سره وویل چې: په افغانستان کې به له ۲۰۱۴م کال وروسته د ناټو جګړییز ماموریت پایته ورسیږي او د مرستې او ملاتړ نوې څپه به پیل شي.

 خو ټوله نړۍ ګواه ده چې د ۲۰۱۵م کال د تیرو دري پنځوسو ورځو په اوږدو کې هغوی بیشمیره جګړییز، شپنیز او ناندرییز عملیات کړي دي او بیشمیره افغانان یې وژلي، کړولي دي اولا نور هم دوام ورکوي، او نوی وزیر خو لا نوې بابولالې وایې او نوې عقدې لري.

د افغانستان اسلامي امارت د پخوا په څیر د خپل ثابت دریځ یادونه کوي، د اشغال خاتمه او د اسلامي خپلواک نظام قیام د سولې مهم شرطونه دي، په هیواد کې د بهرنیو قواوو شتون د سولې په مخ کښې تر ټولو لوی خنډ دی، اشغالګرو او د هغوی لاسپوڅو ته په کار ده چې د اشغال د موضوع اهمیت ته متوجه شي، د افغانانو حساسیتونه په نظر کې ونیسي، هغوی دې د ریښتینې سولې په اړه دافغان ولس هیلې نه وژني، سوله صرف د خولې په خبرو نه راځي، بلکې عملي او پر حقیقت ولاړ ګامونو اخستلو ته ضرورت لري، دا ټولې نړۍ ته څرګنده ده چې افغانان هېڅکله اشغالګر نه مني.