استقلال زموږ د ولس مشترک ارمان او ارزښت دی

د اونۍ تبصره: څو ورځې وړاندې زموږ ولس له انګریزي ښکیلاک څخه د استقلال ګټلو ۱۰۱ مه کلیزه ولمانځله. انګریزي استعمار چې په نولسمه پیړۍ کې د نړۍ تر ټولو پراخ او عالمګیر ښکیلاک و، زموږ په هیواد افغانستان کې یې له ۱۸۳۹ م کال څخه استعماري مداخله پیل کړه. له دې نیټې بیا د […]

د اونۍ تبصره:

څو ورځې وړاندې زموږ ولس له انګریزي ښکیلاک څخه د استقلال ګټلو ۱۰۱ مه کلیزه ولمانځله. انګریزي استعمار چې په نولسمه پیړۍ کې د نړۍ تر ټولو پراخ او عالمګیر ښکیلاک و، زموږ په هیواد افغانستان کې یې له ۱۸۳۹ م کال څخه استعماري مداخله پیل کړه. له دې نیټې بیا د استقلال ګټلو تر کال (۱۹۱۹ میلادي) پورې انګریزي استعمار مسلسل کوښښونه کول چې د زر، زور او تزویر په کارولو سره زموږ تاریخي هیواد د خپلو مستعمراتو په لست کې اضافه کړي.
خو زموږ مؤمن ولس او غیورو اسلافو بي ساری ثبات او استقامت وښود. اتیا کاله یې د انګریز د عالمګیر طاقت په وړاندې مبارزه وکړه، د دښمن هر ډول حملې، دسیسې او توطیې یې شنډې کړې. تر دې چې بالاخره یې د في سبیل الله جهاد په برکت له دښمن څخه بشپړه خپلواکي ترلاسه کړه.
په اوس وخت کې زموږ هیواد او ولس یو ځل بیا له هماغسې حالت سره مخامخ دی. نړیوال استعمار ګر او د هغوی محلي ګوډاګیان هڅه کوي چې زموږ ولس د خپلواکۍ له داعیې څخه منصرف کړي. کله د پوځي ستراتيژیو، بمبارونو او ډار اچونې په وسیله هڅه کوي زموږ په مجاهد ولس فشار واچوي او کله یې بیا د بیاودانولو، دموکراسۍ، پرمختګ او نورو جذابو شعارونو په وسیله تطمیع کوي تر څو له نیکونو د راپاته میراث استقلال په سر له اشغالګرو سره معامله وکړي.
خو اشغالګر او د اشرف غني په شان د هغوی ګوډاګیان چې همیشه اشغالګرو ته د پاتې کیدو ستونه کوي، باید یو ځل زموږ د ولس تاریخ، فرهنګ او روحیات مطالعه کړي. دوی باید پوه شي چې زموږ ولس استقلال ته د خورا ستر او ناقابل معامله ارزښت په نظر ګوري او په هیڅ وجه د خپلواکۍ اخیستلو له داعیې څخه منصرف کیدلای نه شي.
که زموږ مؤمن ولس د استقلال پر سر معامله کولای نو سل کاله پخوا به یې له انګریزانو سره د استقلال سودا کړې وای. اوس به یې د نورو استعمارځپلو هیوادونو په شان د خپل هویت، تشخص او استقلال د بایللو په عوض کې مادي پرمختګ درلودای او د انګریزي فرهنګ تأثر به یې منلی وای.
خو زموږ متدین ولس همیشه ثابته کړې، چې د مادي ګټو په نسبت معنوي ارزښتونه، لکه اسلامي حاکمیت، اسلامي فرهنګ، استقلال او خود ارادیت ورته ډیر ارزښت لري. ځکه اصلا همدا معنوي اقدار دي چې د انسانانو د شرف او عزت سبب ګڼل کیږي.
موږ باور لرو چې استقلال زموږ دیني او فطري حق او د ټول ولس مشترک ارمان دی. د اشغالګرو هغه ګوډاګیان چې د اشغال د تمدید هڅه کوي او بهرنیو ځواکونو ته په افغانستان کې د پاتې کیدو ستونه کوي. دوی باید پوه شي چې دغه موقف یې د ولس له فکر او ارادې سره ټکر دی او دوی به خپلو خلکو او تاریخ ته د پردیپالو ګوډاګیانو په حیث معرفي کړي.نو ځکه باید له دې فضیحت بار موقف څخه لاس واخلي او ځان تر دې زیات د تاریخ مسخره نه کړي.
په پای کې هیوادوالو ته زیری ورکوو چې هغه ورځ رانږدې ده چې هیواد مو یو ځل بیا د بشپړ استقلال او اسلامي حاکمیت خاوند شي. ان شاءالله تعالی